جګړه ، سوله او ديپلوماسي

لېکوال: محمد ميلاد سکندری   (July, 30 , 2020)

 ژباړه : صاحب الله (رحيمي) (  ۱۲ / ۵ / ۱۳۹۹ هـ ش ) 

سوله او جګړه  د انسان په ژوند کې ترټولو مهمې مسئلې دي چې انسانانو د تاريخ په اوږدو کې دهرڅه نه يې ډير په اړه فکر کړی او د انسانيت ترټولو مهمه اندېښنه ده. د جګړې حالت ، غېرجګړه او سوله هغه درې مسئلې دي چې د نړۍ په سياست او نړيوالو اړيکو کې پېژندل شوي او د دې قضيو تشريح کولو لپاره ډيرې څېړنې ترسره شوي. لومړی وضعيت د ګوندونو ترمېنځ د بشپړې کچې جګړه ده ، مګر دوهم وضعيت بشپړ جنګ نه دی ، بلکې ګوندونه له يو بل سره جدي سيالۍ کې دي ، مګر په درېيم حالت کې ، جګړه ودرېږي يا هيڅ دښمن شتون نلري.

د جګړې ، سولې او ډيپلوماسۍ اصطلاحات تل د يو بل سره بدلېږي. د سولې په دوديز تعريف کې ، دا اصطلاح له جګړې سره په دوه اړخيز تړاو کې بحث شوی. د سياست په ډګر کې د رياليستانو تر مېنځ د سولې بېلابېل تعريفونه او بېلابېل مېتودونه او ميکانيزم سره نړېوالې اړيکې شتون لري. ګالتونګ ، په ورته وخت کې ، د مثبتې سولې او منفي سولې تر مېنځ توپېر کوي ، او  رياليستان جګړه سولې ته د رسيدو د يوې لارې په توګه پېژني. سوله او جګړه د ملي ګټو ترلاسه کولو لپاره د دولتونو دوه پاليسۍ هم ګڼل کېږي. د ملي ګټو ترلاسه کولو لپاره ، حکومتونه اکثرا دوه وسيلې کاروي ، ډيپلوماسۍ او جګړه. په ورته وخت کې ، ډيپلوماسي د سولې ترلاسه کولو لپاره غير فزيکي لاره ده ، او د ډيپلوماسی ناکامي د جګړې او شخړې لامل کېږي. ايا سوله طبيعي دولت دی يا مصنوعي؟ موږ څنګه کولی شو سوله او د هغې ماهيت تعريف کړو؟ ايا جګړه طبیعي دولت دی که سوله؟ ایا سوله یو خپلواک مفهوم یا سیاسي وسیله ده چې مستقیم له جګړې او سولې سره تړاو لري؟ دا به پورته پوښتنو ته لاندې  د ځواب ورکولو هڅه وکړي.

دسولې تعريف

د سولې بیلابیل تعریفونه شوي ، او پوهان یې د داخلي سولې حالت ، د جګړې حالت نه شتون ، له جګړې وروسته حالت یا پای ته رسېدو او حتی هغه دولت چې د جګړې یا چمتووالي لامل کیږي. کلاسیک نظریات لکه ماکياولي بيا وايي ، "که تاسو سوله غواړئ ، نو د جګړې لپاره چمتو اوسئ ،" چې په حقیقت کې په رياليزم کې همدا دقدرت (ځواک) دمخنيوي په معنا دی . د کیمبرج انستيتوت د سولې تعریف په داسې شکل سره کوي "د جنګ او تاوتریخوالي څخه ازادي او آزادي ، په ځانګړي توګه کله چې خلک ژوند کوي او په سوله ایز ډول ، له شخړې پرته ګډ کار کوي."

خو د سولې په اړه ، ګالتونګ وايي چې سوله نه یوازې د جګړې نه شتون ، بلکې د هر ډول احتمالي او رواني تاوتریخوالي نشتوالی دی. ګالتونګ په خپل کتاب کې تاوتريخوالې په درې ډوله  مستقیم تاوتریخوالی ، جوړښتي تاوتریخوالی او کلتوري تاوتریخوالی په ګوته کوي. مستقیم تاوتریخوالی عبارت دی د فزيکي شخړې څخه چې په قصدي توګه نورو ته زیان رسولو ته ويل کېږي . مستقیم تاو تریخوالی د افرادو او ډلو په کچه تحلیل کیدې شي چې حکومت او بین المللی سیسټم (نړیوال سیسټم). د دې جوړښت ډول د افرادو د یوې ځانګړې ډلې پروړاندې منظم او سیستماتیک تاوتریخوالي ته اشاره کوي چې د بې عدالتۍ پایله لري. فرهنګی تاوتریخوالی د جوړښتي تاوتریخوالي ترسره کولو او دوام لپاره جواز دی. مګر ګالټونټ د مثبتې سولې او منفي سولې ترمنځ هم توپیر لري. د هغه په ​​اند ، دمنفي سوله يعنې دخبرو له منځه وړل ، عيني او ذهني جګړه ورته ويل کېږي. ترڅو خواوې او ډلې د یو بل په وړاندې د تاوتریخوالي او دښمنۍ ذهنیت ونه لري. د مثال په توګه که څه هم هند او پاکستان د سولې په حالت کې دي ، اما دا سوله مثبته  نه بلکې منفي  سوله ده ځکه ددواړو لوريو ګوندونه او نور حکومت یود بل په وړاندې منفي ذهنيت او ددښمنۍ په سترګه ګوري.

دسولې او جنګ  اړيکې

سوله اوجګړه دا دواړه دهغه مفاهيمو څخه ګڼل کېږي چې د تاريخ په اوږدو ډيرې انسانانو ورباندې فکر کړې اود انسانيت ترټولو مهمه پدېده او اندېښنه وه .چې ساینس پوهان اود نظریاتو خاوندانو يعنې دوه نظریې لري ، چې ځینې یې بيا جنګ طبیعي او سولې ته مصنوعي او موقتي ګڼي ، پداسې حال کې چې ځينې نور يې بيا برعکس  سوله طبیعي او جنګ مصنوعي ګڼي. ریالیستان او دنظر خاوندان دواړه په دې باور دي چې انسان په طبیعي ډول جګړه ییز ، ځان غوښتونکی او ګټې غوښتونکې دی ، لکه څنګه چې توماس ها بس بيا په ورته وخت کې وايي چې انسان طبیعي حالت کې هغه د انسان وږې دی اويا دبل انسان نه غوښتونکې دی . په ورته وخت کې ، کلاسیک او مدرن حقیقت پالونکي په دې سره موافق دي چې انسان یو نفسياني او ځان غوښتونکي طبیعت لري او دا چې بايد یو غوره  يا زبرځواک (قدرت لرونکې ) وي او همدارنګه  باید د ټولنې د نظم د ګډوډیدو او د انسان د ناوړه کارونودترسره کولو(ځپلو) مخه ونيسي.

د دې افکارو نظریې داسې  وړاندیز کوي چې هغوې ورباندې يقيني (باورمند) دي چې جګړه او تاوتریخوالی د انساني ټولنې طبیعي برخه ده او هغه څه چې مصنوعي دي هغه سوله ده. د سولې لاسته راوړل اويا هم سولې ته رسېدل د یو عالي ځواک يا قدرتمند ځواک ، "دولت" حاکمیت ته اړتیا لري   چې انسانان باید په ټولنیز تړون کې غوره کړي ترڅو له طبي حالت څخه خوندي وي. توماس هابز ایالت د لاویتان په توګه تشریح کوي  یا هغه لوی او ناوړه ډریگن دی چې د حاکمیت ، واک ، او قانون  له لارې ټولنې ته نظم او امنیت راولي. مګر له بله پلوه لکه څنګه چې په نړیوال نظام (سيستم) کې د دولتونو د قواو له پولو بهر یا په بل عبارت په نړيوال نظام (سيستم) کې دا ډول غوره ځواک نشته  او وضعیت انارشيک ( ګډوډي ) دی  نو د لوبغاړو ترمینځ جګړه او تاوتریخوالی ډیر احتمال لري. په کورني کچه د دې طبیعي دولت کمولو لپاره د دولت حاکمیت او ځواک ته اړتیا ده او د نړیوال سیسټم (نظام ) کې  يا په نړيواله سطحه دا اړینه ده د دې  فکري مکتب په وينا د ځواک (قدرت) او تحرک توازن (يوشانوالی) به د سولې لامل شي ، او د دې توازن (يوشانوالی) خرابیدل به د جګړې او تاوتریخوالي لامل شي.

په معاصره زمانه کې  د تروریزم او نيابتي جګړو د خپرېدو يا درامنځته کېدو یو له اصلي عواملو څخه د ځواک يا قدرت نا انډول وو او د بشپړې کچې جګړو لوړ لګښت ووچې هیوادونو او دولتونوبه د تروریزم د اختیار سره کنټرول او نفوذ په نښه کولو یا خپل سیالان به يې  

له بلې خوا ، د افکارو بل مکتب پدې باور دی چې انسان په طبیعي ډول هیڅ ډول شر او خودخواه نه دی  مګر دا چې شراېط او چاپیریال ددې باعث کېږي چې انسان  دې ډول طبیعت (کارونو) ته مخه کوي. د دوی په وینا  د مدیریت نشتوالی او شراېط چمتو کول د دې لامل کیږي چې انسانان تاوتریخوالي او جګړې ته مخه کړي او د ورته وسیلو په کارولو سره خپلې ګټې ترلاسه کړي. د دې نظريې له مخې  سوله یو طبیعي حالت دی او جګړه یو غیر طبیعي او مصنوعي حالت دی چې د دې مکتب نظريې د ځانګړي مديریت او چلندونوسره  ددوې لخوا وړاندیز شوي دي لکه د آزاد بازار او یو بل تکیه کونکي ، ډیموکراتیکه سوله  نړیوال او غیر دولتي نهادونه کولای شي چې يو پايداره سوله رامنځته کړي او دجګړې احتمال له منځه يوسي. يا ورته خاتمه ورکړي.

ددي فکري مکتب پلويان دهرڅه څخه ډير په ديپلوماسي ، خبرو اترو باندې د اختلافاتو يا دشخړو دحل لپاره تاکيدو کوي .ممکن  دوې جګړه د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د وروستي احتمالي اختیار په توګه غوره کړي. د جګړې او سولې په اړه د لومړي مکتب پلويانو نظريې  او ددې مکتب دپلويانو دنظريې  ترمینځ توپیر دا دی چې  رياليستان جګړه دسولې دلاسته راوړلو يوه وسيله ګڼي  مګر د دوهم مکتب پلويانو له نظره سوله طبيعي حالت دی او جګړه دمخنيوي وړ او غير معمولي حالت دی.

مګر دسولې او جګړې د مطالعه او په اکاډيميکه ساحه کې د شخړو حل کول د مطالعې او ساينس يوه بېله يا جلا برخه ګرځېدلې کوم چې د جګړې پای او د عدم تشدد له لارې د شخړو حلولو لپاره مختلف میتودونه  وړاندې کوي .

(افغان ديپلومات انټرنيټي پاڼې څخه )