د ساقي او ملا هومره تفاوت دی 
لکه ځمکې او اسمان ترمنځ چې وت دی 
د ساقي جنت د ځمکې پر سر نقد دی 
نامعلومه د ملا خیالي جنت دی 
د ساقي جنت کې هر وخت شراب څښی شي 
د ملا جنت کې څښاک بیا په قیامت دی 
په شرابو د ساقي خومونه ډک دي 
د ملا خیالي لښتو ته څه حاجت دی 
ساقي ویشي ډک جامونه تږو منځ کې 
د ملا کار د شرابو تش صفت دی 
د ساقي شراب مستي او خوښي ښندي 
د ملا شراب د خوسا ګوړو شربت دی 
د ساقي شراب خو نقد په کاسو رسي 
د ملا شراب د باټو روایت دی 
میخانه ده دمه ځای د محرومانو 
د ساقی لاس مسیحا دی، برکت دی 
کوم لذت چې میخانه کې حاصلیږي 
په کوم بل محفل کې چیري دا لذت دی 
هغه خوند چې د ساقی صحبت کې پروت دی 
ترېنه جار د ملا وعظ اونصیحت دی 
د ساقۍ سره د څو ګړیو ناسته 
په جومات کې د څو کالو عبادت دی 
د ملا نوم که تورتم سره تړلی 
د ساقی نوم، نوم د میني محبت دی 
په یوه کلي کې دواړه سره اوسي 
یو صفا او صمیمیت، بل لجاجت دی 
خپله مه خوره، مخه مه نیسه د نورو 
د هرچا،هرسړي خپل خپل ضرورت دی 
د جنت په تمه مه کښینه ملا ته 
وخوره، وڅښه ژوند څو ورځې غنیمت دی 
بیا د لاس مښل هیڅ ګټه چا ته نه کړي 
ځان خړوب کړه په تلوار تلونکی فرصت دی 
څکه، ګوټ چې چا په عمر کړی نه وي 
څاروی څه خبر د میو په لذت دی 
شعروزمه خیالونه
					
						 شعرونه