کله چې امریکایانو او د هغوی متحدو قواوو  پر افغانستان  یرغل وکړ او زمونږ ګران هېواد یې اشغال کړ نو  د شر او فساد بې شمېره جګړه ماران د کابل ښار ته ننوتل دا وسله وال غله به چې هرې سیمې ته ورسېدل نو د سيمې ډاکوان او غله به هم ورسره یو ځای شول له دې وخت نه بیا د موقتې ادارې تر را منځته کېدو پورې د ږيرې او لونګۍ په جرم بې شمېره پښتانه زندانیان شول.  دې لړۍ دوام پیدا کړ چې له ښارونو څخه کلیو ته هم وغځېده  سپین ږيري قومي مشران علماء او با رسوخه خلک یې په منظم ډول زنداني کړل دا د موقتي ادارې په رامنځ ته کېدو سره د پښتنو مشرانو ترور له مينځه وړل او یا هم زنداني کولو منظم شکل و نېوه په ځینو حکومتي ادارو کې په پښتو خبرې کول هم جرم وو که به دې په پښتو ژبه خبرې وکړې او یا به دې کوم غوښتنلیک په پښتو ژبه وو نو ځینو کسانو به په تمسخر آمېزه لهجه ويل:

مسلماني ګپ بزن خو خیر په دولتي ادارو کې ورو ورو حالات مخ په ښه کېدو شول خو بیا هم پښتو یوازې په زندان کې ښه چلېدله یعني د زندان ژبه پښتو وه او تر اوسه هم پښتو ده خو لنډه دا چې پښتانه په تېر ۲۰ کلن انقلاب کې سخت وځپل شول او د طالپ په نامه ټاپه ورباندې وهل کېده او د زندان تورو تیارو ته اچول کېدل،  پدې جرم کې پښتنو جاسوسانو او غلامانو ښه رول لوباوه، په ډېری پښتنو سیمو کې د جګړې اور ګرم ساتل کېده چې د دې په وجه د حکومت پرمختیایي او تعلیمي پروژې په ټپه ولاړې وې او په نشت حساب وې په ټاکنو کې برخه اخستل د سر په بیه وو ښه بېلګه یې د غزني ولایت ده چې ۸۰٪ پښتانه لري په ولسي جرګه کې ۱۱ وکیلان سهمیه لري دا ټول وکیلان د یوه قوم یعني هزاره ګان دي، د غزني ولس غوښتنې او مظاهرې وکړې څو دا ټاکنې حوزوي شي حکومت ټټر ورته وواهه مګر تر اوسه هم د غزنی د ولس وکالت یوازې هزاره قوم کوي، دا چې پدې تېر ۲۰ کلن انقلاب کې پښتانه وځپل شول په مقابل کې یې د نورو قومونو ځېنې غله او شوکماران له مالې لحاظه وپړسوول شول  ډېری هغه کسان چې چا به په خیرات کې هم نه پرېښودل په لوړو څوکیو وګمارل شول، ځينې ځېنې خو یې دومره مالداره شول چې د خپلو پیسو او جایدادونو کنټرول یې له وسه بهر شول همدا کم اصل او نا اهله خلکو خپلې ږيرې وخرېیلې  او ځان یې په غربي او اروپایی موډ جوړ کړ او اوس ها دچا خبره د شاپنګ لپاره هم بهرنیو هېوادو  ته ځي خپل ځان او کورنۍ د پاره لباس د دنيا  په معتبره پلورنځیو کې اخلي.

ډېری کسانو خو ېې وسلې ته لاس کړ او په ولس باندې د وسلې په زور خپل راج چلوي او قلدوري ورباندې کوي اشرف غني د تش په نامه ملي وحدت حکومت په پیل کې دا خلک لږ لږ وډار کړل، وېې نیول او بېرته یې خوشې کړل یعني لنډي یې کړل خو  د دوی د ظلمونو او قتلونو مخه یې ونه نیوله ددوی د را خوشې کوولو پخاطر ددوی طرفدارانو او وړو غلو مظاهرې وکړې شور یې جوړکړ؛ په دوي کې دوه یا درنې نفره پښتانه هم ونېول شول چي په مقابل کې یې پښتنو د حکومت ددې کار هرکلی وکړ او د حکومت نه یې وغوښتل ترڅو دا ټول مجرمین زنداني کړي او د قانون به چوکاټ کې جزا ورته ورکړل شي. 


د ټولو قومونو په منځ کې هزاره یوازنی قوم ده چې په هر لحاظ یې د امریکا په راتګ سره ډېر څه تر لاسه کړل د دوی په سیمو کې طالبان هم واکمن دي اما د دوی ښځې او نر نه چا له ښوونځیو را وګرځوول او نه چا په ټاکنو کې د ګډون په جرم ګوتې ورنه پرې کړې برعکس څو کاله مخکې په غزنې ولایت کې د داعش ډلې د مخنیوي په خاطر  دهزاره قوم مشرانو له طالبانو نه د کومک غوښتنه هم کړې وه طالبانو نه یوازې په غزني کې بلکه د افغانستان په ټولو ولایاتو کی یې د داعش مخه ونیوله، دا خلک خپلې ګټې ته ګوري په تازه پېښه کې د میدان وردګو په ولایت کې د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ را پیدا شوي جنجال کې په پارلمان کې یو هزاره وکیل چې په افتخار سره ېې د خپل جرم عکسونه پخپله فیسبوک پاڼه پورته کړي دي او د کوچیانو په شهیدانولو باندې افتخار کوي او بیا ورباندې د طالب ټاپه هم وهي چې دا طالبان دي نو ځکه هوښیاران وايي چې مړ هم  زه او پړ هم زه یم.

 


پښتانه ډېر باحوصلې او د پراخې سینې لرونکي خلک دي د تاریخ په اوږدو کې د ټولو قومونو سره پخپل هېواد کې په سوله کې د ورورګلوۍ ژوند غواړي. د پارلمان له دې وکیل نه هیله کووم څو خپلو کارونو ته رسیدګي وکړي د قانون په چوکاټ کې دا ستا وظیفه نده چې خپل وکالت پرېږدې او لاړ شې په سیمه کې قومي او مذهبي جګړو ته لار هواروې زما په آند چې دا به ډېره درنده درته تمامه شي داسې اور به بل کړي چې بیا به یې څوک هم ګل کولو وس نه لري په مهربانۍ سره هره ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي نه د جنګ او جګړو له لارې.
دیو موټی خپلواک او آباد افغانستان په هیله.


ذبېح الله سباوون