تیره هفته د کرغی د بند ترغاړو د هیواد د نامتو شاعر او ادیب لیکوال محترم پرتو نادری زوی پولیسو په بد حالت کی ونیو. دغه هلک چی نستوه نادری نومیږی، څوڅو ځله د پولیسو له خوا په ناوړه حرکاتو نیول شوی، خو دده د پلار په احترام بیرته خوشی شوی ، پلار یی هم برآلا وایی چی زوی می بی تربیت دی، ټولو ته یی اعلان کړی چی دی هلک زه پتنګ کړی یم. تیره هفته وزیر داخله د پرتو نادری صاحب کورته ورغی دوه ساعته د پغمان د قرغی منطقه کی پولیسو امنیت نیولی و او د پرتو نادری عذر یی وکړ. دا موضوع یوه هفته د کابل په فیسبکونو کی چلیده. ډیرو خلکو له وزیر داخله خوښ و چی د نادری زوی یی هم ونیو او هم یی دپلار عذر ته ورغی نو خبره دا وه چی دځینو ډیرو درنو او محترمو خلکو زامن یا لورګانی هم بعضاً لازم اثر نه وی اخیستی. د داکتر کاکړ یو زوی و کاون کاکړ هغه هم یوه موسسه کی د پلار په نوم مقرر شو خو داسی دشرم کارونه یی وکړل چی په خارجی سفر کی یی ټول افغانان خجالت کړل. د سلطان محمود غزنوی بت شکن او د اسلام لوی فاتح زوی یو شرابخور او عیاش سړی و چی زرتنه ډمانی یی وی اوټوله شپه به یی دری خم شراب څشل. د مولوی صیب محمد نبی زوی درواخله او د مولوی صیب کشاف یو زوی در واخله چی د کابل پوهنتون دحقوقو پوهنځی ترمخی یی بدماشی کوله. خو په خپله مولوی صیب کشاف لوی جید عالم او د قوی قلم خاوندو. دده حق پالونکی کتاب به بیا څوک ونشی لیکلای چی له انقلابونو مخکی یی بیهقی کی چاپ کړی و.
خو د الفت صیب زوی عزیز الفت عجب مردانه او میړنی شخص و، ټول پاکستان تری ډارید، د مهاجرو غیرت یی وکړ، پوه و، صادق و، زړور و او د یو پاچایی سړی و، د حبیبی صیب زامن عالمان دی اوس امریکه کی په علمی مرکزو کی کار کوی، دصمد حامد صیب زوی صدیق حامد نر او بیدار سړی دی، د نجیب او امان الله خان لوڼې هم د پلار په غیرت ولاړی دي افرین یی شه. د شمس الدین مجروح صیب زوی زبردست شخص و دپلار شمله یی نوره هم هسکه کړی وه، د ډاکتر سعیدی زوی دپلار په شان عالم دی اوس خارج کی ده. چې میړنی و که دښمن دی هم و منی به یی ، خو چی بیکاره و تری تیر شه.
دی ورځو کی د صحت عامی د ۲۳وینټلیچرونو خبری دی، دا د مصنویی تنفس قیمتی ماشینونه د وزارت صحت پخوانی اداری معینی له خوا د هغی د پخوانی پاکستانی میړه په تماس او شناخت آن پاکستان ته ورسیدل. دغه شځه ماموسی نومیږی چی دصدیق الله لمسی ده او مور یی شوروی کی د کلک شوی فولاد کتاب ترجمه کړی و چی د لینن په هکله و، کله چی اسلامی شوه موږ مردان کی مهاجر وو نوصدیق الله او اولادونه یی ډیر ژر مخ په پاکستان راغلل یوه سکر بیست مهاجر مردان کی ورته ځای وموند او هلته یی یو پاکستانی سره رابطه شوه او ماموسی دهغه پاکستانی ښځه شوه کله چی مجاهدین او طالبان دواړه سقوط شول، دغی ماموسی میړه پاکستان کی پریښود او خپله بیرته کابل ته راغله او وزارت صحت کی معینه شوه او په دالرو یی معاش شو ترڅو چی په خیانت له دندی لری شوه، خو بیا یی هم په پخوانی ارتباط د صحت عامی د فاسدو چارواکو رابطه پاکستانی سره کلکه کړه. سره له دی چی له وزارته اخراج شوی وه خو فاسدو ماموینو سره یی رابطه وه اوس کړوخیل هیڅ ملامت ندی. ده د خبریال په توګه یو خبر نشر کړ. پوښتنه بایدد وزارت صحت پخوانی اداری معینی څخه وشی، موږ وکیلانو ته وایو چی پخوا هم دغی معینی سم کارندی کړی، زموږ د پغمان کلنیک د جوړلو لپاره چی سپین ږیر ی او وکیلان ورغلل څه یی ورسره وکړل په بی ادبی یی د روغتیایی کلنیک پیشنهاد رد کړ او ډیر دماغ یی و. اوس دا ده دا بله رسوایی ورپیداشوه. محترم لیکوال محمد داود مومند صیب په یوه لیکنه کی د کاکړ غلطی هم یاده کړی او هغه یادونه یی هم کړی وه چی صدیق الله رشتین د پښتو کورسونو شهادتنامی په پنځوسګیز خرڅولی دا یی ژبی ته خدمت و، پښتو یی رسمی نه کړه هسی یی د ملی په نوم دپیښور ټول پښتانه خپه کړل معنا دا چی له کشمیر نه نیولی تر سوات او کوټی اوپیښور ټول یی پردی کړل او پښتو یی افغانستان ته منحصره کړه. نو د یو شمیر مشهورو خلکو اولاد حتماً پاک نه وی. راځئ دا څومثالونه د پند او عبرت کړو او چارواکی متوجه کړو چی د لویانو او مشهورو خلکو په نوم د دوی اولادونه نه نازوی او چوکی ورنکړی . نوی صادق بی شناخته خو خذمتګار دی مقرر کړی چی کار وکړی ترڅو به چوکی د همدی څوتنو وی چی کلونه کلونه تاویږی را تاویږی. موږ په دیرش میلیونه خلکو کی ډیر هیر شوی د کار خلک لرو، حکومته لږ سترګی پسې وغړوه. که رشتیا ووایم له دغو تکراری تکراری نومونو خسته شوی یم دغه څیری می چی دا شل کاله تلویزیونو کی ګورم نوری راته ستومانه کوونکی شوی دی. له خارجه یی راوله خو پاک خلک راوله.