ګرانه ښاغلې احمدجان «ماڼو»صیب! په لومړي سرکي ستاسودلیکني ناسم تیاوي ګورو: بیا راځو ستاسودلیکني منځپانګي ته، چي «دین» له کومو ژبونه اخستل سوی دی.
لومړی برخه زه ګمان نه کوم،چي تاسو دي دغسي ناسم لیکلي وي. خوکله ناکله کومپیوترله ځانه هم لیکنه کوي. په ځانګړې توګه چي لیکنه له یوه ځایه بل ځای ته لېږې؛ نوکومپیوترخپل سری سي لیکنه خراپه وي یاني ناسمه کوي ئې. لیکونکی مجبوردی،چي خپله لیکنه وروسته ترانقاله یواربیا ولولي هغه ناسمتیاوي چي کومپیوتر خپل پرسرکړي وي سم ئې کي. زما په آند دغه کار ستاسو په لیکنه کي سوی دی. اوس ناسم تیاوي ګورو:
ناسمه لیکنه سمه لیکنه پاچایې ژبه «پراچي» ژبه
الندي لاندي پشایې ژبه «پشه یي»ژبه
عالقمندانو علاقه مندانو اسلم اسلام جوړوونکې جوړه ونکي الرښودې لارښودي الس لاس طالیې طلایي نلري نه لري هډو هیڅ ال لا دالیل دلایل (اوس نو،دستاسی دښاغلوژب پوهانو، لیکوانو... سترګي په الریم .) اوس نو،ستاسوښاغلوژبپوهانو لیکوالانو...سترګي په لاریم.
نوري ناسمتیاوي هم سته خودغه څومهمي مي ځني ولیکلې.
دوېمه برخه «دِین» عبراني عربي نوم دی،چي ډېري ماناوي لري: لکه: په فرهنګ فارسي عمید کي مانائې ده: (دِین) اسم عربی به معنی ملت،مذهب،کیش،أیین،ورع .(دِین) اسم ، نام روزبست وچهارم ازهرما خورشیدی. ونام فرشته ی.
احمدولي «اڅکزی) پښتوالماني قاموس
(دِین) نرینه نوم دی په الماني ورته «die Religion»وایي.
لغت‌نامه دهخدا (دِین)
(علماء فقه اللغه ٔ اسلامی برای دین معانی مختلفی ذکر کرده اند که اساس کلیه آنها در سه معنی خلاصه میشود. الف : از اصل آرامی عبری بمعنای حساب که به استعاره از آن اخذ شده ب : عربی خالص و معنای آن عادت یا «استعمال » است که هر دو از یک اصلند. ج : کلمه ای است فارسی بمعنای دیانت و کلمه ٔ دین بمعنای دیانت در زبان عرب دوره ٔ جاهلی مستعمل بوده و «عادت » یا استعمال از این ریشه است . (از دایرة المعارف اسلامی ). مجموعه ٔ عقاید موروث مقبول درباب روابط...
از جهت تاریخ ، ادیان را به ادیان موجود و ادیان گذشته و همچنین ادیان الهی و ادیان غیرالهی میتوان تقسیم کرد. مقصود از ادیان الهی ، دینهایی هستند که بنای آنها بر اعتقاد به یگانگی خداست و آن را ادیان آسمانی نیز گویند. احکام این ادیان بوسیله ٔ پیمبران از جانب خدا به خلق ابلاغ میشود اساس این ادیان تسلیم است و دین اسلام از جمله ادیان الهی یا آسمانی و به امر حق است . مسلمانان دین را عبارت از مجموعه ٔ قواعد و اصولی میدانندکه انسان را به پروردگار نزدیک میکند. در تداول و استعمال عامه در بعضی موارد ملت و مذهب در ردیف دین بکار میرود. اما در حقیقت در میان آنها تفاوتی است . در قرآن از ملت ابراهیم به حنیف تعبیر رفته است که دین حنیف و دین فطرت خوانده شده است و گاهی دین در مجموعه ٔ دین و مذهب بکار رفته است . برای اطلاع بیشتر از اقوال لغت نویسان و مفسران رجوع به تفسیر کشاف ...)
دپورته تشرېحاتو نه څرګندیږي، چي «دِین» یوعبره یي اوعربي نوم دی. مګرستاسوله تشریح نه داسي ښکاري، چي د «دیک» دکړنځي یاني مصدر د درېم شخص غایب جمعي کړنه یاني فعل دی.
(تی دین ــ هغوی ورکوي.)
داخو په دې مانا نه ده چي له دغه (دین) کړني څخه دي هغه (دِین) چي پورته تشریح سوی ریښه ولري.
په هره ژبه کي که چيري د(دین) کلمه وه، نو ریښه دي له دغه (دِین) سره یوشی وي.
په الماني ژبه کي «دِین» یو لنډیز دی دالماني صنعتي تخنیک نورم لپاره [ DIN] دغسي ویل کیږي لکه (دِین). دغه کلمه هیڅ اړیکه له (دین) سره نه لري.
هو ځیني دیالکت (Dialekt) سته، چي ګړي یا وییکي ئې دیو بل سره ریښې ولري؛خو زماپه آند دغه کلمه د (دِین) چي تاسو تشریح کړې ستاسو د تشریح له مخي د یو بل سره کومه رښه یا اړیکه نه لري.
(دِین) عربي نوم دی،چي پور ته ئې تشرېح سوې ده. دغه (دین) چي له «دیک»مصدرنه راځي یوه کړنه ده پخپل مورفي (Morphe) یاني بڼه کي د(دِین) سره یوشی دی؛ خوپخپل فونیم (Phonem) یاني ږغ کي شاید توپیر ولري.
(دین) فرانسه وي نوم دی (Dyn) په زاړه فزیک کي واحد دقوې دی ؛ دسلسلې څخه د [C.G.S]. مورفي یاني بڼه یاشکل ئې د(دِین) سره یوشی دی؛ بیا په فونیم یاني ږغ کي توپیر سره لري.
(دین) عربي نوم دی پوراوقرض ته وایي،چي پخپل مورفي یاني شکل کي له (دِین) سره یوشی دي؛ پخپل فونېم یاني ږغ کي له (دِین) سره توپیرلري.
(دِین) یوڅپیزیاني یوسېلابي (Syllable) دی او د درو فونیمونو څخه جوړ دی.
داچي دیوې ګړي یاوییکي ریښه او فامیل څرګنده وي دا پخپله یوه پوهنه ده په ژبپوهنه کي. ودغي پوهني ته ګړڅېړنه ياګړپوهنه (Etmology) وایي. اتمولوژان د ګړي ریښه اوفامیل چي له کومه ځایه دغه کلمه راغلې او ریښه ئې چیري ده؛ د دغو پوهان کاردی. دا دهر ادیب اولیکوال کارنه دی.

اخځونه: ۱ـویکيپېدیا ۲ـ لغت نامه دهخدا
۳ـ فرهنګ فارسی عمید
۴ـ احمدولي «اڅکزی» پښتوالماني قاموس