د کتاب نوم: عامه تمویل (Public Finance)
لیکوالان: امان الله ورین او محمد داود نیازی
دیارلسم څپرکی
عامه پور (Public Debt)
دولت په ټوله کې د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره عوایدو ته اړتیا لري او دا لګښتونه د خپلو عوایدو څخه پوره کوي، خو د دولتونو د ډېرو لګښتونو او اړتیاو په پام کې نیولو سره د نړۍ تقریباً ټول هیوادونه د بودجې له کسر سره مخ وي. دا په دې مانا چې د عوایدو اندازه یې د لګښتونو له اندازې لوړه وي نو په دې ډول اړ وي چې له دوه لارو څخه ګټه پوره کړي.
۱: د لګښتونو راکمول: د لګښتونو را کمول بیا په خپل وار اقتصادي وده او پلانونه تر اغیز لاندې راولي نو له همدې امله ډېري هیوادونه له دې پالیسۍ څخه ګټه نه پورته کوي.
۲: د پور اخیستل: کله چې دولتونه د بودجې له کسر سره مخ شي نو د کسر د تمویل په موخه له بیلا بیلو مالي بنسټونو، هیوادونو، نړیوالو بنسټونو، عامو وګړو او نورو څخه پور ترلاسه کوي.
د یادولو وړ ده چې ځینې وخت دولتونه نیغ په نیغه پور نه اخلي بلکې د قیمتي پاڼو لکه بانډ او یا هم د خزانې بل د پیرلو له لارې هم د اړتیا پيسې ترلاسه کوي او یا هم دا چې ځینې وخت وړیا مرستې هم ترلاسه کوي څو د بودجې کسر تمویل کړي.
د عامه پورونو سرچینې (Sources of Public Borrowing)
عامه پورونه له دوو سرچینو څخه ترلاسه کوي چې عبارت دي له:
۱: کورنۍ سرچینې: کله چې دولت د هیواد دننه مالي بنسټونو، مرکزي بانک او سوداګریزو بانکونو، کاروبارونو، عامو وګړو او نورو څخه پور ترلاسه کوي نو د پور دا سرچینه له کورنۍ سرچینې څخه عبارت دی.
۲: بهرنۍ سرچینې: کله چې دولت له هیواد نه بهر له مالي بنسټونو، سوداګریزو بانکونو، کاروبارونو، وګړو اوو یا هم دولتونو څخه پور ترلاسه کوي نو د پور دا سرچینه له بهرنۍ سرچینې څخه عبارت دی.
د کورنیو او بهرنیو پورونو ترمنځ توپیرونه
کورني پورونه بهرني پورونه
کورني پورونه د هیواد له کورنیو سرچینو څخه ترلاسه کیږي. بهرني پورونه له هیواد بهر سرچینو څخه ترلاسه کیږي.
کورني پورونه کیدای شي چې ځینې وخت په خپله خوښه او یا هم جبري بڼه ولري. بهرني پورونه معمولاً په خپله خوښه وي او ځینې وخت کیدای شي چې د اشغال شوي هیواد څخه په زور هم واخیستل شي.
کورني پورونه معمولاً د وړاندوینې وړ او یا هم د کنټرول وړ وي. خو بهرني پورونه د ځانګړو معمولاً سیاسي شرایطو لاندې ورکول کیږي او د کنترول او وړاندوینې وړ هم نه وي.
کورني پورونه معمولاً د هیواد په خپل پولي واحد کې ترسره کیږي. بهرنۍ پورونه په بهرنیو اسعار کې ترسره کیږي.
د عامه پورونو موخې (Objectives of Public Borrowings)
د عامه پورونو موخې په ټوله کې په لاندې ډول یادولای شو:
۱: د دولت د عوایدو او لګښتونو ترمنځ د رامنځته شوي واټن (د بودجې کسر) تمویل.
۲: د پيسو د شدید پړسوب په وخت کې د وګړو د پير مازاد ځواک راکمول.
۳: د اقتصادي ځوړتیا په مرحله کې د اقتصادي بیا رغونې په موخه د لګښتونو لوړول.
۴: د پرمختیايي پروژو تمویل.
۵: د جنګونو او نورو آفتونو د لګښتونو پوره کول.
د عامه پورونو اړتیا (Necitities of Public Borrowings)
لکه څرنګه چې مو مخکې هم یادونه وکړه، د دولتونو لګښتونه په ټوله کې د لوړیدو په حال کې وي نو کله چې ددې لګښتونو د پوره کولو لپاره د دولت عاید بسنه ونه کړي نو دولت اړ وي چې پور ترلاسه کړي. کلاسیک اقتصاد پوهانو په عامه پورونو پام نه لري او زیاتوي چې دولت باید هڅه وکړي چې د انډوله بودجې سیاست څخه ګټه پورته کړی او په دې ډول د پور اخیستلو ته اړتیا نه لیدل کیږي نو له همدې امله د عامه پورونو موضوع هم اړینه نه ګڼل کیده. خو د دویم نړیوال جنګ پيښیدل او د جنګ د لګښتونو تمویل موضوع ددې لامل وګرزیده چې عامه پورونه هم د یوې مهمې موضوع په توګه رامنځته او په پام کې ونیول شي چې په اوسني وخت کې د هیوادونو د اقتصادي پرمختیا په موخه د عامه پورونو سیاست په نړیواله کچه ومنل شو چې اوس د اقتصاد یوه مهمه برخه جوړوي.
په عصري اقتصاد کې، د لاندې حالتونو د رامنځته کیدو په حالت کې د عامه پورونو ترلاسه کولو معیارونه او یا هم اړتیاوې په ټوله کې په لاندې برخو ویشلی شو:
۱: د جنګ په حالت کې (During War Period): په اوسني وخت کې جنګونه خورا لویو لګښتونو ته اړتیا لري چې د مالي ګامونو له لارې یې پوره کول ناشوني ګڼل کیږي او که په دې موخه د مالیې په کچه کې لوړوالي راوستل کیږي نو دا عمل بیا په خپل وار له یوې خوا په تولید ناوړه اغیزه کوي او له بلې خوا د ثابت عاید لرونکې طبقه هم تر اغیز لاندې راولي او اقتصاد په ټوله کې د خرابۍ په لور حرکت کوي. نو ددې لپاره چې له یوې خوا دا ډول لګښتونه تمویل شي او له بلې خوا اقتصاد هم خوځنده وساتل شي نو دولت د پور په ترلاسه کولو لاس پورې کوي.
۲: د اقتصادي ناورین په حال کې (In the Time of Depression): کله چې اقتصاد د ځوړتیا په لوري ګام پورته کوي نو د اقتصادي ځوړتیا څخه د خلاصون او د اقتصادي ودې د هڅولو په موخه ډېرو لګښتونو ته اړتیا لیدل کیږي چې په داسې حالت کې د مالیې لوړول اقتصادي کړنې لا نورې هم تر ناوړه اغیز لاندې راولي نو په داسې حالت کې دولت د خپلو لګښتونو د زیاتولو او د عامه پروژو د تمویل په موخه پور ترلاسه کوي.
۳: نا اټکل شوي لکښتونو پوره کول (To meet Unprecedented Expenses): په هیواد کې د لوږې، سیلابونو، بیلا بیلو ناروغیو او نورو ناوړه پيښو سره د مبارزې په وړاندې هم اړتیا لیدل کیږي چې دولت پور ترلاسه کړي.
۴: د پيسو د پړسوب مخنیوی (To curb Inflation): په اقتصاد کې د پیسو چټک او خطرناک پړسوب سره د مبارزې په موخه دولت پور ترلاسه کوي او دا پور د عامه وګړو او کاروبارونو څخه ترلاسه کوي څو د هغوی د پير مازاد ځواک تر کنترول لاندې راولي. خو په دې اړه ځینې اقتصاد پوهان بیا زیاتوي چې، د چټک او خطرناک انفلاسیون څخه د مخنیوي په موخه د عامه پورونو په پرتله د مالیې لوړول ډېر ګټور تمامیږي او زیاتوي چې، د عامه پورونو په حالت کې د دولت د پور اندازه زیاتیږي خو د مالیې د لوړولو په حالت کې نه یوازې دا چې د دولت عاید لوړیږي بلکې د وګړو د پير په مازاد ځواک کې کموالی راځي او دولت ته لیږدول کیږي.
۵: پرمختیايي تمویل (As Development Finance): په ډېری پرمختیايي هیوادونو کې د وګړو د پیر ځواک (Purchasing Power) کم وي نو دولت د مالیې له لارې هم کم عاید ترلاسه کوي چې نشي کولی ډېری پرمختیايي پروژې تمویل کړي، نو اړ دی چې په پور لاس پورې کړي. په دې اړه اقتصاد پوهان زیاتوي چې، د پرمختیايي پروژو د تمویل په موخه د مالیې د لوړولو د سیاست په پرتله د پور اخیستل لږې سیاسي اغیزې لري. په دې حالت کې کینز د کسر د تمویل (د ډېرو پیسو چاپ) ملاتړ کوي خو نور اقتصاد پوهان بیا له نوموړي سره همغږي نه دي او زیاتوي چې د کسر تمویل د پيسو د پړسوب زیاتوالي سره مرسته کوي نو له همدې امله د پور ترلاسه کولو سیاست غوره ګڼل کیږي چې هیواد ته ددې وړتیا ورکوي چې د خپل تولید په پرتله زیات استهلاک(Consumption) وکړي.
د عامه پورونو اقتصادي اغیزې
(Economic Effect of Public Borrowings)
د عامه پورونو اقتصادي اغیزه په ټوله کې په لاندې ډول تر څیړنې لاندې نیسو:
۱: کله چې دولت د هیواد د ننه سرچینو څخه پور ترلاسه کوي نو د وګړو د پیر ځواک(Purchasing Power) یوه برخه دولت ته لیږدول کیږي چې په اقتصاد کې د استهلاک او پانګونې برخه تر خپل اغیز لاندې راولي نو په دې ډول ویلی شو چې د هیواد له کورنیو سرچینو څخه د پور ترلاسه کول په اقتصاد کې ډیفلاسیونې اغیزې رامنځته کوي.
خو کله چې دولت له کورنیو سرچینو څخه اوږد ماله پور ترلاسه کوي نو د پير مازاد ځواک له خصوصي ستکور او کورنیو څخه عامه سکتور ته لیږدول کیږي چې په اوږد مهال کې د پیسو د نه غوښتل شوي او یا لوړ پړسوب په مخنیوي کې ښه رول لوبوي.
۲: له خصوصي سکتور او یا هم کورنیو څخه د پور ترلاسه کول د هغوی د پير ځواک تر اغیز لاندې راولي او که چیرې د پیسو په بازار کې په کافي اندازه د پور پیسې شتون ونه لري نو د سود کچه هم لوړیږي.
۳: کله چې دولت له سوداګریزو بانکونو څخه پور ترلاسه کوي نو دا عمل په خپل وار په اقتصاد کې د پيسو د عرضې د کموالي لامل ګرزي او کله چې سوداګریز بانکونه د دولت بانډ پیرې نو دا بیا په خپل وار د بانک د امانتونو د مازادې زیرمې په اندازه کې د کموالي لامل ګرزي. همدا راز کله چې سوداګریز بانکونه د دولت بانډ پیرې نو عامو وګړو ته د پور په پرتله یې د نغدوالي ستونزه هم کمیږي. په ټوله کې، کله چې سوداګریز بانکونه دولتي بانډونه پیري او له دې سره سره خصوصي سکتور ته د پور په ورکړه کې هم کموالی نه راولي، نو دا عمل په اقتصاد کې د پيسو د عرضې د زیاتوالي لامل ګرزي او د پيسو پړسوب ته لاره هواروي. نو په دې برخه کې باید هڅه وشي چې له سوداګریزو بانکونو څخه د پور ترلاسه کول باید د پيسو د نه غوښتل شوي پړسوب په وړاندې د مبارزې په برخه کې په کار یوړل شي نه دا چې د پیسو پړسوب سره مرسته وکړي.
۴: په همدې ډول، کله چې دولت د هیواد له مرکزي بانک څخه پور اخلي نو دا کار بیا همه په خپل وار په اقتصاد کې د پیسو د عرضې او د پیسو پړسوب په زیاتوالي کې مرسته کوي او هغه پیسې چې له دې لارې یې ټولنه ترلاسه کوي یوه برخه یې بیا هم سوداګریزو بانکونو ته لیږدول کیږي او د بانکونو د پور په وړتیا کې زیاتوالی راولي او په دې ډول په اقتصاد کې د پیسو د پړسوب د لا زیاتوالي لامل ګرزي.
۵: بهرني پورونه بیا تر ډېره د لویو پروژو د تمویل، د سوداګرې د نامساعد او یا هم منفي انډول د سمون او د دفاعي ځواک د پیاوړتیا په برخه کې مرستندویه ګڼل کیږي.
په اوسني وخت کې لاندې تر ټولو لوی بنسټونه ګڼل کیږي چې د هیوادونو د بهرنۍ سوداګرې د بیلانس د منفي او یا هم نامساعد حالت د سمون لپاره لنډ مهاله او د اوږد مهاله پروژو د پلي کولو لپاره اوږد مهاله پورونه ورکوي:
۱: د پيسو نړیوال صندوق (International Monetary Fund, IMF)
۲: د بیا جوړونې او پرمختیا لپاره نړیوال بانک او یا هم نړیوال بانک (International Bank for Reconstruction and Development or World Bank)
۳: د نړیوال تمویل شرکت (International Finance Corporation, IFC)
۴: نړیوال پرمختیايي بنسټ (International Development Association, IDA)
خو ددې ترڅنګ ځینې نور بنسټونه لکه د آسيا پرمختيايي بانک (Asian Development Bank, ADB) او همدا راز پرمختللي هیوادونه هم پرمختیايي هیوادونو ته پورونه برابروي. نو له همدې امله په اقتصاد کې د پانګي د جوړونې او د پرمختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې بهرني پورونه هم لویه ونډه لري. بهرنۍ مرستي استهلاک او پانګونه دواړه په ښه ډول تر اغیز لاندې راولي، د بهرنۍ سوداګرۍ د منفي بیلانس په سمون او د پانګه ایزو توکو د پیر په برخه کې هم خورا اغیزمن تمامیږی.
د عامه پور بڼې (Forms of Public Debt)
عامه پورونه په ټوله کې په لاندې بڼو ویشل کیږي چې عبارت دي له:
۱: کورني او بهرني پور (Internal and External Debt)
۲: تولیدي او غیرې تولیدي پور (Productive and Unproductive Debt)
۳:د تمدید وړ پورونه او ناتمدیدي پورونه (Redeemable and Irredeemable Loans)
۴: لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پور (Shot-term, Medium-Term and Long-term Debt)
۵: تمویلي او غیرې تمویلي پورنه (Funded and Unfunded Debt)
۶: د خوښې او جبري پورونه (Voluntary and Compulsory Loans)
چې یادې شوې بڼې په لنډ ډول تر څیړنې لاندې نیسو:
۱: کورني او بهرني پور (Internal and External Debt): عامه پورونه د سرچینو په پام کې نیولو سره په دوه برخو ویشل کیږي چې له کورني او بهرني پور څخه عبارت دي. نو هغه پور چې دولت یې د هیواد دننه مالي بازار (Financial Market) څخه ترلاسه کوي د کورني پور او هغه پور چې له بهرنۍ مالي بازار څخه یې ترلاسه کوي د بهرني پور څخه عبارت دي. کله چې له بهرنیو سرچینو څخه پور ترلاسه کیږي نو دا ډول پورونه د هیواد دننه د شتمنیو په زیاتوالي کې مرسته کوي دا ځکه چې دا ډول پورونه په بهرنیو اسعارو کې ترسره کیږي نو په دې ډول هیواد ته بهرني اسعار جریان پیدا کوي او د پور او د پور د سود د بیا ورکړي په صورت کې د هیواد شتمنۍ هم بهر ته جریان پیدا کوي.
خو د کورنیو سرچینو څخه د پور ترلاسه کول د هیواد په ملي پولي واحد کې ترسره کیږي نو په دې ډول د هیواد په ټولې شتمنۍ کې زیاتوالی هم نه راځي دا ځکه چې دا ډول شتمني له خصوصي سکتور او کورنیو څخه دولت ته لیږدول کیږي او د دولت له لوري د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره لګول کیږي چې پایلې یې د نورې شتمنۍ رامنځته کیدو لامل ګرزي او ددې ډول پورونو د هغوی د سود ورکړه له عامه سکتور څخه خصوصي سکتور او کورنیو ته ترسره کیږي او شتمني له هیواد بهر جریان نه پیدا کوي.
د بهرنیو سرچینو څخه د پور ترلاسه کول چې د پور ورکوونکي هیواد څخه د پور اخیستونکي هیواد ته د پانګې د لیږد لامل ګرزي نو په دې ډول د پور اخیستونکي هیواد په شتمنیو کې هم زیاتوالی راځي او کله چې ددې ډول پور او د پور د سود ورکړه ترسره کیږي نو له پور اخیستونکي هیواد څخه د پور ورکوونکي هیواد ته د شتمنیو لیږد ترسره کیږي او ددې ډول پور او د پور د سود ورکړې لپاره دولت بیا هم اړ وي چې یا خپل لګښتونه راکم کړي او یا هم دا چې په مالیه کې زیاتوالی راولي چې دا دواړه عملونه بیا هم په خپل وار په هیواد کې تولید، استهلاک او په ټوله کې اقتصادي کړنې تر اغیزې لاندې راولي.
خو ددې سره سره بیا هم پرمختیايي هیوادونه اړ دي چې د اقتصادي ودې د رامنځته کولو او زیاتولو په موخه اړ دي چې دا ډول پورونه ترلاسه کړي څو اقتصاد خوځنده وساتي.
۲: تولیدي او غیرې تولیدي پور (Productive and Unproductive Debt): عامه پورږنه کیدای شي چې تولیدي او یا هم دا چې تولیدي بڼه ولري، هغه پور چې په داسې لارو چارو او یا هم پروژو لګول کیږي چې د دولت لپاره د عاید سرچینه ګڼل کیږي نو دا ډول پورونه د تولیدي پورونو په نوم یادیږي.
د ساري په توګه: د سرکونو جوړول، د برښنا او اوبو بندونه جوړول، د کورونو جوړول او نورو لپاره پورونه ټول تولیدي پورونه ګڼل کیږي او دا چې دا ډول پورونه معمولاً په خپل ذات کې د عاید لرونکي وي نو عام وګړي یې هم د بیا ورکړې په اړوند د ډېر بوج احساس هم نه کوي.
خو له بلې خوا، هغه پورونه چې په تولیدي سرچینو نه لګول کیږي بلکې په داسې پروژو او یا هم کارونو لګول کیږي چې تولید نه رامنځته کوي، له غیرې تولیدي پورونو څخه عبارت دي.
د ساري په توګه: د جنګ تمویل.
دا ډول پورونه د هیواد په تولیدي وړتیا کې زیاتوالی نه راولي، د عاید لرونکي هم نه وي نو ددې ډول پورونو او د سود بیا ورکړه د عامو وګړو بوج ګڼل کیږي ځکه چې دولت ددې ډول پورونو او د سود د بیرته ورکړې په موخه اړ دی چې په مالیه کې زیاتوالی راولي چې دا عمل بیا په خپل وار د وګړو د پير ځواک (Purchasing Power)او په ټوله کې اقتصاد تر خپل اغیز لاندې راولي.
۳: تمدیدي او نا تمدیدي پورونه (Redeemable and Irredeemable Loans): د پور د سر رسید او یا هم د بیا ورکړې د نیټې په پام کې نیولو سره عامه پورونه په دوه برخو ویشل کیږي چې له (Redeemable and Irredeemable Loans) څخه عبارت دی. هغه پورونه چې دولت یې په راتلونکي مالوم وخت کې د پور او د پور د سود د بیرته ورکړي مسؤلیت په غاړه اخلي د (Redeemable Loans) څخه عبارت دي او هغه پورونه چې د دولت له لوري یې د بیا ورکړې په وړاندې کوم ځانګړې نیټه نه ټاکل کیږي او یوازې د سود برخه یې په باقاعده ډول تادیه کیږي د ناتمدید (Irredeemable Loans) پور څخه عبارت دي او یا هم دا چې ددې ډول پورونو د بیرته ورکړې نیټه نه وي ځانګړې شوي او معمولاً د اوږد مهال لپاره وي.
۴: لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پور (Shot-term, Medium-Term and Long-term Debt): د عامه پورونو د وخت په پام کې نیولو سره غیرې تمدیدي پورونه (Redeemable Loans) پورونه په لنډ مهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله پورونو ویشل کیږي.
لنډ مهاله پورونه له هغو پورونو څخه عبارت دي چې معمولاً د یو کال او یا هم کم وخت لپاره ورکول کیږي چې د بودجې د لنډ مهاله کسر د تمویل په موخه کارول کیږي او ددې ډول پورونو د سود کچه هم معمولاً کمه وي.
لنډ مهاله پورونه له هغو پورونو څخه عبارت دی چې له یو کال نه زیات او له لسو کلونو نه د کم وخت لپاره اخیستل کیږي چې د سود کچه یې هم نه ډېره کمه او نه هم ډېره لوړه وي. دا ډول پورونه د ښوونې او روزنې د ښه والي، د عامه چوپړتیاو د ښه والي، د آسانتیاو د رامنځته کولو، د جنګ د تمویل او نورو موخو لپاره اخیستل کیږي.
اوږد مهاله پورونه بیا په خپل وار له هغو پورونو څخه عبارت دي چې د اوږد مهال لپاره ورکول کیږي، دا ډول پورونه د پرمختیايي پروژو د تمویل په موخه کارول کیږي او د لسو کلونو او زیا هم زیات وخت لپاره اخیستل کیږي. دا چې دا ډول پورونه د اوږد مهال لپاره اخیستل کیږي نو د سود کچه یې هم لوړه وي.
۵: تمویلي او غیرې تمویلي پورونه (Funded and Unfunded Debt): (Funded Debt) پورونه معمولاً د یو کال نه ډېر وخت لپاره ورکول کیږي او هغه قیمتي پاڼې (Securities) په برکې نیسي چې د ونډو بازار (Stock Exchange) کې د تبادلې وړ وي. ددې ډول پورونو سود په باقاعده ډول ورکول کیږي او د پور اصل مبلغ معمولاً د پور د نیټې په وخت کې ورکول کیږي او یا هم دا چې ددې ډول قیمتي پاڼې لرونکی د سود پرته د بل څه دعوا نشي کولی.
خو له بلې خوا بیا غیرې تمویلي پورونه (Unfunded Debt) هغه پورونه دي چې په پرتله ایز ډول د لنډ مهال لپاره ورکول کیږي او معمولاً د یو کال په دننه کې بیرته تادیه کیږي او د لنډ مهاله لګښتونو د تمویل په موخه کارول کیږي چې ښه بیلګه یې د خزانې بیل دی (Treasury Bill) څخه عبارت دی.
۶: د خوښې او جبري پورونه (Voluntary and Compulsory Loans): په دیموکراتیکو پرمختللو هیوادونو کې عامه پورونه د وګړو او مالي بنسټونو له لوری په خپله خوښه دولت ته ورکول کیږي، دا ډول پورونه د هیواد د وګړو د وړتیا، ارادي او خوښې په پام کې نیولو سره ترسره کیږي. په دیموکراتیکو ټولنو کې عامه پورونه معمولاً په خپله خوښه ترسره کیږي.
خو ځینې دا ډول پورونه د مالیې غوندې جبري بڼه لري چې معمولاً په ځانګړو وختونو او شرایطو کې رامنځته کیږي.
د ساري په توګه: دا ډول پورونه د بریتانیا په هیواد کې په اووه لسمه پیړۍ کې د دولت له لوري په جبري ډول رامنځته شوي وو چې ددې ډول پورونو د سود کچه هم د خوښې پور د سود د کچې په پرتله کم وي. دا ډول پورونه هم د مالیې غوندې جبري بڼه لري خو د مالیې سره یې توپير په دې کې دي چې د مالیې مبلغ بیرته د مالیې ورکوونکي ته نه ورکول کیږي او د مالیې په وړاندې سود هم نه ورکول کیږي خو دا پورونه په راتلونکي وخت کې د اصل مبلغ او د کم سود سره یو ځای د دولت له لوري پور ورکوونکو ته ورکول کیږي.
د یادولو وړ ده چې دا ډول پورونه په عصري عام تمویل کیږي بیخي کم لیدل کیږي.
د عامه پورونو بوج (Burden of Public Debts)
د عامه پورونو د بوج څخه موخه د پورونو قرباني ده چې په ټولنه باندې د مالیې د لوړولو له لارې اچول کیږي، دا ډول قرباني کیدای شي چې په مخامخ (مستقیم) ډول، نه مخامخ (غیرې مستقیم) ډول او یا هم په پولي ډول وي چې د اوسني نسل اویا هم د راتلونکي نسل له لوري ورکول کیږي. د عامه پورونو د قربانۍ مخامخ قرباني د پیسو په بڼه رامنځته کیږي چې د دولت له لوري د مالیې د لوړولو په پایله کې د ټولنې له لوري ورکول کیږي چې د ټولنې د هوساینې په برخه کې د کموالي لامل ګرزي. د عامه پورونو د قرباني نه مخامخ بڼه په تولید باندې د مالیې د لوړوالي ناوړه اغیزې په پام کې نیسي چې د توکو د قیمت د لوړوالي لامل ګرزي او د قیمت دا لوړوالی او مالیه بالاخره د مستهلکینو له لوری ورکول کیږي او ددې ډول اغیزو د سنجولو لپاره اړینه ګڼل کیږي چې دا مالومه شي چې عامه پورونه تولید او که غیرې تولیدي بڼه لري؟ پورونه کورني او که بهرني دي؟ او په اقتصاد کې به د توکو او چوپرړتیاو قیمتونه تر کومه بریده تر اخپل اغیز لاندې راولي؟.
د بهرنیو پورونو بوج/قرباني (Burden of External debts)
له بهرنیو سرچینو څخه د پور ترلاسه کول د هیواد دننه د شتمنیو د زیاتوالي سره مرسته کوي خو د پور او د سود بیرته ورکړه یې په ټولنه باید خورا لوی بوج اچوي، ددې ډول پورونو مخامخ اغیزې د هغو پيسو او سود پولي اندازه په برکې نیسي چې د ټولنې له لوري ورکول کیږي او په وړاندې یې د ټولنې په هوساینه کې کموالی راځي او دا ډول قرباني د ټولنې له لوري د پورونو او د سود د بیرته ورکړې په برخه کې د ګډون په پام کې نیولو سره توپير لري.
دا په دې مانا چې، هغه وګړي چې ددې ډول پور او د پور د سود په بیرته تادیه کولو کې ډېره برخه اخلي ډېره قرباني هم ورکوي.
د ساري په توګه: د بهرنیو پورونو او د سود د بیرته ورکړې لپاره مالیه لوړیږي نو د مالیې د ورکړې ډېر بوج د ټولنې په شتمنو وګړو اچول کیږي او اړ دي چې په دې برخه کې ډېره ونډه واخلي.
په همدې ډول، کله چې دولت د بهرنیو پورونو او د پور د سود بیرته ورکړه ترسره کوي نو دا له یوې خوا د وګړو د عوایدو د کمیدو او له بلې خوا هیواد څخه د شتمنۍ د وتلو لامل ګرزي چې په پایله کې یې د هیواد دننه په استهلاک(Consumption) ، سپما (Saving)او په ټوله کې په اقتصاد هم ناوړه اغیزې کوي. نو له همدې امله باید د پهرنیو پورونو په برخه کې یو حد کیښودل شي څو د بیرته ورکړې په وخت کې یې ټولنه ډېره زیانمنه نه شي.
همدا راز که چیرې د بهرنیو پورونو د بیرته ورکړې په وخت کې له دولت سره په کافي اندازه بهرني اسعار شتون ونه لري نو اړ دی چې د شته پور د تادیې لپاره له نورو هیوادونو پور واخلي او دا ډول پورونه بیا په ټوله کې نسلونه نسلونه تر خپل اغیز لاندې راولي. خو دا عمل هر وخت هم نه پيښیږي بلکې په دې هم تکیه لري چې پور د کومې موخې لپاره اخیستل شوی دی.
د ساري په توګه: که بهرنۍ پور د غیرې تولیدي موخو لکه جنګ لپاره اخیستل شوی وي نو بیا ورکړه یې په ټولنه هم ناوړه اغیزې کوي. همدا راز که پور لنډ مهاله وي نو اوسنۍ نسل یې قرباني ورکوي خو که پور د اوږد مهال لپاره اخیستل شوی وي او یا هم دا چې د غیرې تولیدي موخو لپاره اخیستل شوی وي نو نه یوازې دا چې اوسنی نسل بلکې راتلونکې نسل یې هم قرباني ورکوي.
همدا راز که بهرني پورونه د صادراتو د پراختیا په موخه اخیستل شوي وي نو د هیواد له اقتصاد سره ډېره مرسته کولی شي او له دې ډول پور څخه ډېرې مزایاوې او یا هم ګټې ترلاسه کولی شي چې هم به اوسنی نسل او هم به راتلونکی نسل ترینه ګټه واخلي.
بهرني پورونه په بهرنیو پيسو کې رامنځته او تادیه کیږي نو د بیرته تادیه کولو په وخت یې د پور ورکوونکي هیواد پولي واحد ته هم تقاضا لوړیږي نو د تقاضا په لوړیدو سره د بهرني سعر په وړاندې د ملي پولي واحد ارزښت کمیږي او په دې ډول پوروړی هیواد د لا نور ستونزو سره مخ کیږي.
بهرني پورونه په ټوله کې ټولنه اغیزمنوي. دا ځکه چې ددې ډول پورونو بیرته ورکړه چې معمولاً د مالیاتو د لوړولو له لارې صورت نیسي نو د مالیاتو لوړول په وګړو بوج ګڼل او د وګړو د نا خوښۍ لامل ګرزي چې د عوایدو اندازه، د پير ځواک او د سپما کچه یې هم را کمیږي او په ټوله کې تولید او اقتصاد تر خپل اغیز لاندې راولي.
د کورنیو پورونو بوج/قرباني (Burden of Internal Debts)
دا چې کورني پورونه د هیواد له کورنیو سرچینو حخه ترلاسه کیږي نو د بیرته تادیې په وخت کې یې د بهرنیو پورنو په شان شتمنۍ بهر ته نه لیږدول کیږي بلکې شتمنۍ د هیواد په دننه کې پاتې کیږي او یوازې ملکیت یې له دولت څخه خصوصي سکتور او یا هم کورنیو ته لیږدول کیږي. کله چې د پور د بیرته ورکړې مسئله رامنځته کیږي نو د مالیې د لوړوالي له لارې د پور بیرته ورکړه صورت نیسي چې د مالیې دا ډول لوړوالی په ټولو وګړو رامنځته کیږي او هغه چا ته چې پور تادیه کیږي هم اړ دی چې د خپل پور د ترلاسه کولو په موخه د مالیې د بوج او یا هم قرباني متحمل شي او په دې ډول د مالیه ورکوونکي د عوایدو په ټوله کچه کې کموالی رامنځته کیږي خو دا ډول پورونه حتا د پور ورکوونکی عواید هم تر خپل اغیز لاندې راولي ځکه چې د خپل پور د ترلاسه کولو لپاره د مالیاتو د لوړولو څخه په ناوړه ډول اغیزمن کیږي.
خو ددې بوج بڼه توپير لري او هغه دا چې د مالیاتو ورکوونکي د پور ورکوونکي ته د هغه د پور د ورکولو له امله اغیزمن کیږي او دا چې د مالیې ورکوونکی او د پور ورکوونکی دواړه یو کس ګڼل کیږي نو کیدای شي چې د عاید او دولت په برخه کې د شتمن او بیوزله ترمنځ د شته واټن د زیاتوالي او یا هم د کموالي لامل وګرزي. که د عاید او شتمنۍ په برخه کې دا واټن زیاتیږي نو د ټولنې خالصه قرباني هم زیاتیږي.
کورني پورونه هم د بهرنیو پورونو په شان چې د مالیې له زیاتوالي څخه تادیه کیږي نو د مالیې زیاتوالی د وګړو د عوایدو، سپما(Saving) او د پیر ځواک (Purchasing Power) د کموالي لامل ګرزي خو په وړاندې یې د پور ورکوونکو په عوایدو، سپما او د پیر په ځواک زیاتوالی راځي نو په ټولنه کې د رښتیني غیرې مستقیمه قرباني نه رامنځته کیږي او یا هم دا چې اغیزې به یې کمې وي.
همدا راز د کورنیو پورونو په برخه کې به د پور ورکوونکي چې د پور په وړاندې سود ترلاسه کوي ډېر کار کولو ته هم زړه نه ښه کوي او په دې ډول هغوی ډېر تنبل او یا هم غیر فعال ګڼل کیږي.
که چیرې د مالیې د لوړولو پر ځای د نورو پیسو چاپ ته ملا وتړل شي نو په داسې حالت کې د مالیې ناوړه اغیزې له منځه ځي نو له همدې امله کار او سپما ته د وګړو اراده هم لوړیږي خو دا عمل کیدای شي چې په اقتصاد کې د پیسو په عرضه او مقدار کې زیاتوالی راولي چې ورسره به د قیمتونو کچه لوړه او د وګړو د پير ځواک(Purchasing Power) او سپما(Saving) هم راکمه شي.
د پور د بوج اندازه ګیري (Measurement of Debt Burden)
په بیلا بیلو وختونو کې په یو هیواد او یا هم بیلا بیلو هیوادونو کې د عامه پورونو د نسبي بوج د اندازه کولو او وړاندوینې لپاره بیلا بیل میتودونه شتون لري چې تر ټولو عام یې په لاندې ډول دي:
۱: د ملي عاید په وړاندې د ټولو عامه پورونو نسبت چې د =B/Yβ په مرسته ښودل کیږي:
چې په پورتني فورمول کې:
• B د ټولو عامه پورونو
• Y د ملي عاید څخه استازیتوب کوي.
نو که چیرې Y∆