انلاین کاروباریان لکه علی بابا، امازون، ګوګل، یاهو، ای بی، فیسبوک، یوتیوب، نیټ فلکس، والمارت، اسوس  او نور هر کال په ملیونونه ډالر ګټي، ولې موږ له بده مرغه بې برخه یو. له بلې خوا انلاین کاروبار په نړۍ کې تر ټولو مخکې روانه ده، بدبختانه په افغانستان کې دا برخه د لاندې جدي ستونز له امله خواره ده، ولې که پر وړاندې یې شته ستونزې حل شي، موږ به هم وکولای شو، څو د انټرنیټ له لارې پیسي وګټو او خپل ژوند پرمخ یوسو.  

د انلاین کاروبار ګټه داده، چې موږ په کمو امکاناتو، د خپل تخصص پر اساس له هرې سیمې پېلولای شو.

په لاندې ویډیو کې اته لارې چارې چې تاسو هم د انټرنیټ څخه پیسې ګټلی شئ، په منظم ډول تشریح شوی دی. د لا ډېرو معلوماتو لپاره یې حتماً وګورئ.

د بریښنا نشتون، د انټرنیټ لوړ قیمت او ټیټ کیفیت، په انلاین بڼه د پیسو د لیږدولو ستونزې او په معتبرو انټرنیټي پاڼو کې د افغانستان او زموږ ژبو نشتون د انلاین کاروبار پر وړاندې جدي ستونزې دي. که دولت ورته پاملرنه وکړي، زموږ ځوانان به نور هم د تکنالوجۍ سره اشنا شي.

نور  مهم موضوعات په دې لنډه ویډیو کې تشریح شوی، هېله چې وګورئ او له ملګرو سره یې هم شریک کړئ.

د ویډیو مهم موضوعات:

د انټرنیټ څخه څنګه پیسي وګټو؟

څوک د انټرنیټ څخه ډېر پیسي ګټلای شي؟

د انلاین بزنس یا انټرنیټي کاروبار ګټې کومې دي.؟

په افغانستان کې د انلاین کاروبار پر وړاندې جدي ستونزې کومې دي.؟

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې څخه زموږ غوښتنې؟

https://www.youtube.com/watch?v=P_efiiGOvEU