کورونا داسې عالمي بلا ده چې تر اوسه يې نه دواشته او نه ئې ډاکتر .
د بشر ننی علم ، تکنالوژي او تخنيک يې د ورکولو په مبارزې کې تر اوسه ناکام دي .
نه ئې قوي دولتونه او منظم حکومتونه د کاملې نابودۍ وس لري او نه د دنيا انبار شوي ثروتونه او ګنجونه .
په هغه ملکونو کې چې حکومتونه ئې فاسد او خايين نه دي ، دولتي سازمانونه د خلکو د صحي او معيشتي خدماتو مسؤليتونه ادا کوي او د اولس سره مشترکاا ددی عالمي بلا د کنترولولو او سريع انتشار د پاره لاس په کار دي .
لاکن په‌داسې يوه ملک کې لکه زموږ افغانستان چې شر،فساد او خيانت ئې د حکومت اساس وي ، ناپوهي او جهالت يې د اجتماع ژوند دود او فقر او مسکيني ئی د اولس اقتصاد وي ، ددې عالمي وبا سره مقابله ډېره سخته او د يوه لوی ناورين د راتلو خبرداری دئ .

بناا په داسې يوه نامطلوب حالت کې يوازينی لاره د ټولنی د نجات او د تلفاتو د کمولو دا ده چی هر فرد ئې د ځان نه شروع او غم ئې وخوري . دا په‌دی مانا چې :

۱- ځان د ويروس د ککړتيا او يا نورو ته د انتقال نه وساتي او هغه دستورونه او قواعد عملي کړي ، کوم چې تر اوسه په جهان کې ورنه استفاده کيږي لکه :
د مطلق نظافت خصوصاا لاسونو مينځل او پاک ساتل
خولې ته ئې په ناپاکۍ کې نه نږدې کول
دپرنجېدو په وخت کې په څنګل خوله پټول
د نورو خصوصاا د ناشناخته او بېګانه خلکو سره د تماس د فاصلې حد الاقل ( ۱,۵ - ۲ متره ) مراعاتول
او د خپل بدن د حفاظتي سيستم تقويه کول
په ورځني ژوند کې دقيقاا او جدي مراعاتول دي .
په دې اقداماتو سره هر فرد ډېر لوی کار وکړ هم يې ځان او هم ئې نور د ويروس د ککړتيا نه خلاص کړ .

۲- بدبختانه چې د ويروس د بلا د راتلو نه مخکې هم زموږ خلک د لوږې ، فقر او نورو اوليه ضروري شيانو د فقدان سره مخامخ وو او د ځان او اولاد د نفقې وس يې نه درلود .بياهم په هفته کې يوه يا دوې دری ورځې به يې مزدوري وکوله او که دری وخته نه وه حدالاقل يو وار به ئی خپل اولاد ته وچه ډوډی په څه خواری پيدا کړه . اوس چې ددې ويروس د مصيبت له کبله هغه لاره هم پرې وتړل شوه ، مطلق د نورو مرستې او لاسنیوي ته محتاج دي ، که نه د کورونا نه مخکې به ئې لوږه او ناداري د ده او کورنۍ ژوند ختم کړي .
داسې دولت ، سازمان او اورګان هم نشته چې په داد ئې ورسيږي .
سرمايه داران او بډايان خو هسې هم د انساني رحم ، عاطفی او وجدان نه خالي دي ، که يې درلودلئ نو رشوت ،سود ، قاچاق ، غصب ، غلا او احتکار به يې نه کاوه او دحرامو دلارې ثروتونه به ئې نه جمع کول .
بهرنی مرستې خو هم د غرض دپاره راځي او تر غريبو پورې رسېدل يې د مرغه پۍ دي .
نو يوازې همدا زه ، ته او هغه بل افغان پاته يو يو چې نه دولتي مامورين يو ، نه سرمايه دار او نه د خارجي مؤسسو کارکوونکي، چې ددې محرومو او فقيرو وروڼو سره بايد لاس يوسو او کومک ته ئې ور ودانګو.
اول د خپل همسايه ، کليوال او کوڅې والا سره خپله اسلامي ، انساني او اخلاقي مرسته شروع کړو . دلته د وس خبره ده ،هريو چې دهغی مطابق خپله وڼده واخلو . خپله اقدام وکړو او په خپلو ملګرو ، خپلوانو او آشنایانو غږ وکړو چې د خپل اسلاميت ، خپلوۍ ، کليوالتوب او انسانيت د اثبات همدغه وخت دئ . همدا غيرت دئ، همدا مېړانه ده او همدا قهرماني .
که موږ هر يو د خپل کلي او نږدې ماحول مشکل په دې وخت کې حل کړو دا ډېر لوی شهکار دئ او په راتلونکو کی به د ملي او بشري خدمت د کولو د پاره هم يوه تجربه او سابقه ولرو .
هغه افغانان چې په بهر ملکونو کې اوسيږي ، طبعاا د اقتصادي لحاظه د داخل د اوسيدونکو نه په بهتره موقعيت کې قرار لري او مهاجرت او مسافرت يې د خپلو خلکو او وطن سره د مينې احساس نور هم ډېرکړئ دئ ، بايد په دې لوی جهاد کې فعاله برخه واخلي او فقط د خپل کلي د حال نه دې ځان خبر ، محتاجه او فقير خلک تشخيص او د هلاکت نه دبچ کېدو د پاره د اقدام وکړي .
زه دټول ملت خبره ځکه نه کوم چې نه په موږ هريوه کې په فردي کچه دومره وس شته او نه په عمومي توګه دا ظرفيت لرو چې د يو ملي فونډېشن جوړ کړو تر څو ټول ملت تر پوښښ لاندې راولي ، که نه په دا څلوېښت کاله کې به دا کار شوئ وو او دا لويې خبرې دي ، چې د کورونا د بلا د نه نجات نه وروسته به پرې غږيږو په اوس وخت کی چی د خپل همسايه ، کوڅې والا او کليوال ژوند ته نجات ورکړو ،ډيره لويه خبره او کار نامه ده .

۳-لکه په ټول ژوند‌کې چې سختي ، مصيبت او ناورين راغلئ دئ ،زموږ روحاني قشر ( طالب ، ملا ، مولوي او ديني سکالر) د هغې سره د مبارزې په سر کې ولاړ و او د هر دښمن او افت سره يې خپل مقتديان رهبري کړي دي، دوی ته ئې روحي پالنه او ذهني تسکين ورکړئ دئ .
نن ورځ هم د خوار مسلمان افغان اولس سترګی همدوی ته کږې دي ، چې د کرونا د نامريي دښمن سره په مقابله کی د اولس د رهبرۍ ، رواني پالنې او ذهني سکون دروند بار يوسي ، ځکه دا بېوسه اولس نه سالم دولت لري او نه د فساد نه خالي اجتماعي سيستم او نه کومه بله مرجع چې د وسواسونو ،روحي تشويشونواو فکري اغتشاشونو د صدمو او خطرونو نه يې وساتي او د بحران او افت په حالت کی خلکو ته ډاډ او اطمینان ورکړي ، چې دهری بلا پيدا کوونکي او محو کوونکي الله پاک دئ ، ان شاءالله د دوعاوو ، اذکارو او د خپلو غلطو اعمالو او ګناوو نه په توبې کولو او ډ الله پاک امر او احکامو ته په رجوع کولو به دا مصيبت ختم شي او د نا امېده او مايوسه بايد نه شي .
ملا صاحبان د موعظو ، خطبو او لوډسپيکرو د لارې د طبي متخصيصينو او کارپوهانو د توصيو او مشورو سره مطابق خپل مقتديان او کليوال خبر او د هغو منلو او عملي کولو ته دعوت او وهڅوي . همدا شان په کليوالو او مقتديانو غږ وکړي چې د غريبانو او بې وزلو لاسنيوی يو ديني امر او جهاد دئ ، چې کول يې د عبادت تر کچې حتا زيات ثواب لري .
۴- د هغه څه لوستو او باسواده ځوانانو او نورو نه دا هيله ده چې د غلطو معلوماتو ، ريشخند وهلو او جعلي ويديوکانو او خبرونو د انتشار نه لاس واخلي .
دا وخت نه د دښمنۍ دئ ، نه د ريشخند او ساعت تیرۍ او نه د شهرت او ځان ښودلو .
نن د سمو او دقيقو معلوماتو د خپرولو ، خلکو ته د دلاساينې او ډاډ ورکولو او د افت سره د مبارزې دئ ، چې په ګډه دا مسؤليت بايد ادا کړو .

والسلام عليکم