( د ولسمشر سکوت او د جمعیت مشرانولوبې)
وروستیو ورځو کښې له میډیا(رسنیو) څخه خبریږو چې ، مالِم عتا ! پس له دې چې حرامې دارایۍ ېې ضبط شوې او پخپله ممنوع الخروج اعلان سو، د شخصي،اقتصادي او سیاسي لوبې لپاره مرکز ته متمرکز سوی او د ارګ او سپیدار ماڼیو تر مینځ له مڼډو ترهړو وروسته، او همدا اخلاقي!،شرعي! توافقنامه غنیمت ګڼي او اوس ورته د عیارۍ! او ملي کیدلو چرت ورغلی ؛ البته یوڅو لڼډغر او اوباشان ورته چکچکې کوي ؛ او د تکبیر نعاره پخپلو مردارو دهانو اخلي. البته د توافقنامې په یادونو کې تکبیر هیر وي.>> وګورئ : په تاند تازه وبپاڼه کې د عطا م. نور له ارګ سره ...ویدیو!۳۱.جنوری ۲۰۱۷
http://www.taand.com/archives/84971
همدارنګه وګورئ په بینوا وزمین وبسایټ کښې دا لینک:هټپ://ووو.بېناوا.چوم/فوللستوری.پهپ؟ید=۴۳۶۴۴<<
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=43644
آ نورو بز رګانو!! ېې د غیر متمرکز کیدو لوحې پورته کړي،دبچهء سکاومرده پرستان،ارګ یامرګ ارمانجڼ،بيالورابکرانګشتک کړي؟
مګر، ولسمشر صاحب صمُُ بکمُُ عمیُُ د دې لوبو سیل کوي؛

دا چې په دې سوړ ژمي کې په میلیونهاوو ولس له خپلو کورونو بیځایه سوي، زنانه،ماشومان ،سپینګیري په ۱۰۰۱ غمونو،آفاتو،مرضونو، فساداتو لاس او ګریوان دي د چا له لاسه؟؟؟، دا قهرمان ولس هره ورځ قربانۍ ورکوي ، مګر څوک ېې په ناجوانمردۍ، په دسایسو او جواسیسو په یوه او بل نوم وژني ؟؟ د دوی په وینو، زخمونو او دربدریو تجارتونه کوي؟ .
که افغانستان د یو ساعت ګړۍ ته تشبیه کړو : په ۰۱ بجه= بلخ،قندوز،.تخارسمنګان.. کې د چا له لاسه؟
په ۰۲=بدخشان کې د مړ خولي ربانيګک ،او بازینګرو وروڼو د لاسه ېې
په ۰۳= پروان.کاپیسا،پنجشېر کښې د ډبل غول مرګان، بیادر های قاچاقبر مسعود ...،بېقانونه ملا یونس..
په ۰۴= کنړ،ڼنګرهار کې د هظرت اَلي؛ او ۸ نورو کورنیو کړیو له لاسه...
په ۰۵= پکتیکا،پکتیا،خوست کې د پیرانو او هضرتانو د مریدانو او د ډبل ګلمرګان د کمپاین ډالر خورو پشتنو له لاسه؟
په۰۶=قندهار،زابل، غزني، هلمند ،ارزګان ... کشې خو هاغه دي معلومدار د چا اوچاچا له لاسونو؟شجاعیان،غول آغاګان
په ۰۷= نیمروز،فراه، هرات، بادغیس او غور کې د جټ تورن اِس... ، او دملالی جویا د شمنانو له خوا!
په ۰۸= میمنه،شبرغان،سر پل کې د شتر ژندرال راشد دو سِتَم! چې حتی پخپل معاون هم بند و واز دی!!
په۰۹= دایکندي،بامیان، بغلان، د بابه مزاري بقایا، د امریکایانو د دایمي اډو غوښتونکي محقق،خلیلي ،مدبران!!!ساداتناوکبراءنا!
او بالآخره ۱۰= لغمان،کابل،لوګر،وردګ کې د حقوق بشر سردمداران، سفیران،شیر چور اوسیدونکي ا.د.ن.=او داسې نور...

څه شولې هغه د کمپاینونو او کتابونو وعدې مو؟
اقلاََ له ټرامپ څخه ېې زده کړئ! په یوه اوونۍ کې ېې په سلو کې پنځوس شعارونه په فرمانونو بدل او په عملي کولو ېې پیل وکړ؛ دا چې د ولسونو په ګټه ېې دي که نه ، دا به پخپله د امریکا ولس ته پریژدو ، مګر دهء خو آ خپل نر توب وښود.
که د نړۍ دوهم متفکر صاب دکتورا م.ا. غني ، د کوږ خولي ملا کاکا کیري جان هوکړه لیک څيرې(ځکه اوس هغوی له قدرته ولویدل!) او د هیلري کلنټن نه دوهمه ګلمرګانه جوړه کړه ، نو بیا به ېې ومنو چې رښتیا دې نیا ته احمدزی پښتون روزلی وې!او د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د ولس اعلی سر قمندان ېې!. په درناوئ.