سلامونه او د نوی ورځی په هیله
څو ورځی مخته می د خپلو ویروونکو خیالاتو او اندیښنو لکبله څو ټکی په دی پاڼه کی ولیکل  ترڅو د کابل اداره ورته غو‍ږ شی. خو له بده مرغه هغسی ونسول. هیله ده په دی پاڼه کی د کابل د اداری مدافعین زمونږ هیلی مسئولو کسانو ته ورسوی.
موږ نه پوهږو
ایا غنی د خپل مشر نجیب لیاره غواړی؟
ایا امریکایان د فلفین د مورو د سلکلن جنګ مادل په افغانستان کی تطبیقوی او د غنی نه د یوی وسیلی په توګه استفاده کوی؟
ایا غنی د میرمن غنی تر تاثیر لاندی د امریکایی سپینپوستو افراطی عیسویانو د هدایاتو له مخی د مسلمانانو ذات البینی شخړو پیلیدو او دوامداریدو ته ملا تړلی؟
ایا غنی د اسلام سره دومره دښمنی لری چه د هغی په خاطر جګړی ته دوام ورکوی؟
ایا افغانملتیان د خپل قدرت د ساتلو په خاطر د زرهاوو افغانانو قربانی روا بولی؟ 

دا پورتنۍ پوښتنی می په دی خاطر ولیکلی چی غنی د یو تاریخی ازموینی سره مخ ده او آینده قضاوتونه به د پورتنی سوالونو په ځوابونو باندی ولاړ وی.

که چیری غنی یو مستقل، مسلمان او افغانپاله کس وی نو د ده د سابقی پخاطر له هغه نه دا توقع کوو چه د سولی د راتلون لپاره د طالبانو د یو قدم سره دوه قدمه پورته کړی. دوی باید د سولی خنډ نسی. دوی باید چالاکی پریږدی او د یوه سوچه پښتانه په توګه د طالبانو او امریکایانو تړون کامیابه کړی. غنی باید ومنی چه چه هغوی د کابل د خلکو رایه لا نده ترلاسه کړی نو څنګه به د ټول افغانستان دعوه کوی. او که دا دعوه هم وکړی ایا دوی به هغوی ته د جنګ د دوام څه دلیل و لری. د هغوی حکومت د امریکایانو د زور نتیجه ده او امریکایان د اسلام او مسلمانو دښمنان دی نو څوک به د غنی د حکومت په اسلامیت او بیغدری قانع شی؟ دا په داسی حال کی چه ټول قانونونه د امریکایانو په پیسو جوړ شوی دی او امریکایان د مسلمانانو د دربدری عاملین دی. که غنی د سولی لیاره پریږدی جنګ به نور هم دوام و کړی. د جګړی مسئولیت به د غنی په غاړه وی.

له غنی نه هیله ده هغه پینځه زره طالبان آزاد کړی او له طالبانو سره د سولی په مذاکراتو پیل و کړی. هیله دی چه غنی د پوتنیو سوالونو ځواب د سولی په راوستو ووایی. 

افغانان د دواړو طرفو په عملکردونو باندی پوهیږی او د ښه قضاوت خاوندان دی.