فياض شاداب

مينې که په زړۀ دې زۀ ناښاده کړم
تا به زۀ په دشتو کې اباده کړم

تۀ که تېره شوې زمانه يې هم
زۀ به دې ټول کلي ته ورياده کړم

هر رسم به مات لکه بنګړى کړمه
تا به د بندونو نه ازاده کړم

زۀ به محبت له داسې رنګ ورکړم
هېر به دې د هر چا نه فرهاده کړم

ستا د دې دنيا نه به بهر وځم
ځانله به دنيا چرته اباده کړم