غزل
عبدالهادي حېران
لوړې څوکې سر کول دي څۀ وړه خبره نۀ ده
عشق په ګرانو لارو تلل دي څۀ وړه خبره نۀ ده
هسې ژوند خو څو لمحې دى محبت يې ابدي کړي
محبت فنا کېدل دي څۀ وړه خبره نۀ ده
ځئ يو جشن به راجوړ کړو دا هم لويه کارنامه ده
په جمود پورې خندل دي څۀ وړه خبره نۀ ده
جنګ اسان دى خو د امن راوستل غټه خواري ده
ځان انسان ثابتول دي څۀ وړه خبره نۀ ده
رڼاګانو مدد وکړئ، د تيارو د جهالت نه
ازادي راله ګټل دي څۀ وړه خبره نۀ ده
ځئ چې يو بل ته لُوګى شو نو يو بل ته به ليتکي شو
خپل وجود ابادول دي څۀ وړه خبره نۀ ده
زړۀ زرګونه دروازې شو، لا حېران يم چې څۀ وکړم
د جانان ورته راتلل دي څۀ وړه خبره نۀ ده
30.01.2009
- hairan
ما لکه ايمان د زړۀ په دشته کې منلې يېتۀ لکه د گل پکې رنگ رنگ راټوکېدلې يې
زۀ لکه باران دې هرې غاړې ته رسېږمهتۀ لکه خوشبو مې هر احساس ته رسېدلې يې
ما لکه دنيا درته زړۀ پښو کې غوړولى دىتۀ لکه د مينې په ادا ورته راغلې يې
زۀ لکه د ژوند هره لمحه ستا په نامۀ يمهتۀ لکه د ساه مې په هر رگ کې گرځېدلې يې
ما لکه د عقل دليلونه ثبوتونه کړېتۀ لکه د عشق خمار خمار يې...
05.02.2009
- hairan
فياض شاداب
مينې که په زړۀ دې زۀ ناښاده کړمتا به زۀ په دشتو کې اباده کړم
تۀ که تېره شوې زمانه يې همزۀ به دې ټول کلي ته ورياده کړم
هر رسم به مات لکه بنګړى کړمهتا به د بندونو نه ازاده کړم
زۀ به محبت له داسې رنګ ورکړمهېر به دې د هر چا نه فرهاده کړم
ستا د دې دنيا نه به بهر وځمځانله به دنيا چرته اباده کړم...