د کورونا ویروس پر وړاندې روان جنګ

جان روان ځاځی

 د کورونا ویروس ((کوویډ ۱۹)) ساري ناروغي په لومړي ځل د چين د هوبۍ ولایت په ووهان ښار کې داسې مهال رامنځته شوه، چې ددې هيواد په لر او بر کې د پسرلني اختر ورځې روانې وې او په ډېره لنډه موده کې یې لمن تر نورو هيوادونو هم وغځېده، لسګونه زره کسان یې تر روغتونونو ورسول او له زرګونو کسانو يې ژوند واخیست،که څه هم اوس په چين کې حالات تر کنټرول لاندې ښکاري، خو پر نورو هيوادونو ددې ناورغۍ څپه موجونه وهي.

تر اوسه مالومه نه ده، چې دا ناروغي له څه شي پیدا شوې، په اړه یې په رسنيو کې ډول ډول خبرې تاويږي، خو شک دا دی، چې ښايي له وحشي حيواناتو څخه انسانانو ته ورغلې وي. 

دا ناروغي د چين د پسرلني اختر په درشل کې راپورته شوه، پسرلنی اختر د چين تر ټولو لوی اختر دی او په  ویاړ يې په ټول هيواد کې یوه اوونۍ رخصتي وي، هره خوا د سيلانۍ تودې څپې پورته شوې وي او بازار ښه ګرم وي.

ددې ناروغۍ په راپیدا کېدو سره، د چين په کوردننه او بهر خلک وېرې او ډار واخیستل، چې کېدای شي ډېر ژر پر نړۍ خپل سیوری وغوړوي، ځکه دا وخت په چين کې د چينايانو د پسرلني اختر شپې او ورځې روانې وې.

د چين هر وګړی هڅه کوي، چې پسرلنی اختر له خپلې کورنۍ سره یو ځای ولمانځي، نو ځکه ميليونونه چينايان د چين په دننه کې له یوه ځای څخه بل ځای ته تګ راتګ کوي او دولت يې یوازې له سیلانۍ څخه سلګونه ميليونه ډالرعوايد ترلاسه کوي.

دغې ناروغۍ له چين وروسته خپلې وزرې پر نورو هيوادونو هم وغوړولې،  داسې ښکاري، چې په ایټالیې، ایران او جنوبي کوریا کې یې حالات سخت کړکیچن کړي او فرانسې، جرمني، جاپان، انګلیستان، متحده ایالاتونو او یو شمېر نورو هيوادونو کې يې هم خلک سخت اندېښمن کړي دي.

د مارچ تر ۱۱مې نېټې پورې، په چين کې د کورونا ویروس پر ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۸۰ زره ۹ سوه او ۶۷ ته رسیدلی، چې په دې جمله کې بیا ۶۱ زره ۵ سوه ۷۴ کسان بیا جوړ او له روغتونونو رخصت شوي دي، ۳ زره دوه شپېته کسان یې مړه کړي او ۱۶ زره ۲ سوه ۳۱ کسان لا هم په روغتونونو کې بستر دي.

د چين د خلکو ورځپاڼې د مارچ په يوولسمې نېټې خبر ورکړ، چې د همدې ورځې د غرمې تر دولسو بجو پورې له چين پرته په نورو هيوادونو کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر۳۸ زره یو سلو پېنځه څلویښت کسانو ته رسيدلی، ۴ زره اته سوه دوه پنځوس کسان بیا جوړ شوي او ۱۱سوه یو پنځوس کسان یې وژلي دي.

رسنۍ وايي، چې د ایټالیې حکومت د کورونا ویروس له وېرې ټول هيواد قرنطين کړی او دغه ویروس د امریکې نږدې ټولو ایالاتونو ته رسیدلی دی. 

په ایران کې ددې ویروس د چټک خورېدو له وېرې ډېرو هيوادونو له دغه هيواد سره خپلې پولې وتړلې او افغان حکومت هم له دغه هيواد سره د لنډ مهال لپاره پوله وتړله، خو ډېر ژر يې بيا پرانېستله، حال داچې نورو ګاونډیو هيوادونو يې تر اوسه خپلې پولې ورسره تړلې دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزیر د تېرې فبرورې په ۲۴مه نېټه وویل، چې په هرات ولایت کې له درېيو شکمنو کسانو یې یو کس پر دغه ویروس اخته دی او په ياد ولایت کې یې بېړنی حالت اعلان کړ او په دغه ولایت کې يې پر هغو ځايونو چې خلک پکې راټولیږي او ګڼه ګوڼه لري بندیز ولګاوه.

یاد وزارت له خلکو وغوښتل، چې د خواښۍ تالارونو، لوی مارکيټونو، حمامونو او د اوبو ډنډونو په څیر عامه ځایونو ته دې له ورتګ ډډه وکړي او د دې ولایت له اوسیدونکو یې وغوښتل، چې د هيواد نورو سيمو ته لاړ نشي او د نورو ولایتونو خلکو ته يې هم وویل، چې بې له ضرورته هرات ته له تګ ډډه وکړي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د روانې مياشتې په اوومه نېټه په دغه ولایت کې د درېيو نورو مثبتو پېښو خبرهم تاييد کړ او د مارچ په نهمه نېټه یې په سمنګان کې د یوې بلې مثبتې پېښې خبر ورکړ، چې په دې سره په افغانستان کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پېنځو ته ورسيد.

هغه ورځ مې له رسنیو واورېدل، چې په غور ولایت کې د کورونا پر ناروغۍ اخته مشکوک کس له روغتونه تښتېدلی، وروسته مالومه شوه، چې ياده ناروغي یې نه درلوده، که چېرې ناروغ وای، نو اوس به یې څومره کسان پر یادې ناروغۍ اخته کړي وو؟

د دغه شان ساري ناروغيو پر وړاندې عامه پوهاوی ډېر اړین دی، ټول پوهیږو، چې اوس وخت کې افغانستان له رنګارنګ ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، نو افغانان باید ددې ناروغۍ پر وړاندې له افغان حکومت سره اوږه په اوږه ودریږي. 

ژوندي او ویښ ملتونه له ستونزو سره ډغرې وهلی شي او بريالي ترې وځي، دولت په یوازې ځان څه نشي کولی،افغانان بايد ویښ واوسيږي ، خپل ځان دې ثابت کړي او دغې ناروغۍ ته دې ماتې ورکړي.

د کرونا ویروس ساري ناروغي اوس په چين کې تر ډېره کنټرول شوې، خو دا کرېډېټ یوازې د چين دولت ته نه ورکول کیږي، ځکه د چين خلک له خپل دولت سره څنګ په څنګ ولاړ وو، د دولت خبر یې ځمکې ته نه دی غورځولی، نو افغانانو ته هم په کار ده، چې خپل دولت سره اوږه پر اوږه ودریږي، څو یادې ناروغۍ ته ماتې ورکړي.

دچين حکومت ددې ناروغۍ د وقايې او مخنيوي لپاره کومې لارې غوره کړي؟   

د دې ناروغۍ له امله په چين کې پسرلنی اختر ډېر خاموش تېر شو، د هر وګړي پرمخ د خپګان ګرد پروت و، خو دولت او خلک یې لاس تر زنې کېنناستل، د وقايې او مخنيوي لپاره یې په ټول چين کې تدابیر ونيول، چې زه یې دلته د يو څو يادونه کوم.  

یو: د چين دولت د کرونا ياد ویروس پر وخت تشخیص کړ او نړيوالې ټولنې ته یې خبر ورکړ، چې د وقایې لپاره يې تدبیرونه ونيسي.                                                        دوهد چين دولت ددې ناروغۍ له امله په ټول چين کې د پسرلني اختر رخصتي وغځوله. درې: په ټول هيواد کې يې وړکتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه، روزنځي وځنډول او هغه ځايونه چې خلک به پکې راټوليدل، بند کړل.                                                      څلور: دولت ټولو ته اعلان وکړ، هرڅوک چې د هيواد دننه له يوه ځای څخه بل ځای ته ځي، له رسیدو سره سم بايد دوه اوونۍ په کور کې قرنطين پاتې شي.                          پېنځه: د دفترونو، کارځايونو، ميټرو، هوايي ډګرونو، لويومارکيټونو....... ته د ننوتلو پر مهال د بدن د تودوخې درجې مالومول.                                                              شپږ: د چين دولت د هر ښارګوټي او لويې کوڅې په دروازه کې د روغتيا د څارډله ګومارلې او چا ته چې د ښارګوټي اوسيدونکی نه وي، د داخلېدو اجازه نه ورکوي، خو که کوم کس پر تګ تاکيد کوي، بايد د ښارګوټي دننه ملګری ولري او تليفون ورته وکړي، ملګری یې باید خپل نوم، تلیفون شمېره او د ملګري د پاتې کېدو وخت وليکي، که چېرې یاد کس له  ټاکلي وخت ځنډ وکړي، نو بيا د روغتيا ډله زنګ ورپسېوهي. 

د چين دولت سره د خلکو همکاري ددې لامل شوې، چې کرونا ویروس ته ماتې ورکړي.   روغتيا نړيوال سازمان هم ددې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې د چين چارې ستایلېدي.   ددې سازمان د بيړنيو روغتيايي پروګرامونو تخنيکي مسؤلې ماریا وان کیرخوف د مارچ په  پېنځمه نېټه وویل، چې د ناول کورونا ويروس ساري ناروغۍ د مخنيوي او وقايې په برخه کې د چين تجربې ښيي، چې پردې ناروغۍ اخته کسانو سره نږدې پاتې شوي خلک بايد قرنطين شي او د ټولنې ځواک کارول ددې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې ډېر اغېزمن دي او ددې هيواد تجربې د زده کړې وړ دي.                          

 د کورونا ویروس لمن له سلو ډېرو هيوادونو ته پراخه شوې، ساري ناروغۍ په تېره بیا داسې ویروس چې تر اوسه يې ځانګړي درمل او واکسین نشته، د هيوادونو ترمنځ پوله نه پيژني او پر دې بايد پوی شو، چې ویروس د بشریت ګډ دښمن دی.                        اوسمهال نړيوالو ته په تېره بیا لویو هيوادونو ته په کار ده، چې خپلې اقت?