سرې کرښې!
عبدالله وردک
انګلستان - مارچ - ۲۰۲۰
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم ‌و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارونو په کولو بوخت وئ!
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
نن سبا، د سرې کرښې ټکی، د ځینو افغانانو په خبرو کې ډېر زیات یادیږي، او دغه سره کرښه هم، بیا یوه واحده کرښه نده، او هرڅوک خپلې هواىٔي سرې کرښې لري.
د یادولو وړ ده، چې د یوه سره کرښه، کېدای شي، د بل چا سره کرښه نه وي. یا په بل عبارت، کرښه، تر کرښې، فرق کوي! یعنې، کرښه، خو هم چې کرښه وي!؟
ځینو افغانانو ته، آساسي قانون، سره کرښه ده. ځینو ته، بیا جمهوریت، ځینو ته بیا د بیان آزادي، ځینو ته بیا د ښځو حقوق، ځینو ته بیا خپله چوکۍ، ځینو ته بیا خپلې شخصي ګټې، ځینو ته بیا ملي ګټې، ځینو ته بیا اسلامي نظام، او ځینو بیا خپلو ځانونو ته، نورې ډول ډول، سرې کرښې ټاکلې دي.
هېره د نه وي، چې مونږه افغانانو، په همدغه ډېر کم وخت کې، د ځینو ډېرې سرې کرښې واورېدلې، او هم مو بیا ولیدل، چې د دوی دغه په اصطلاح سرې کرښې، بیا په سپینو کرښو ډېرې ژر بدلې شوې!
د یوه مسلمان افغان، یوازینۍ سره کرښه، باید د یوه اسلامی نظام منځ قایمول، او بیا په سمه توګه، د هغه پوره عملي کول وي، او بس.
که ښه په غور سره فکر وکړو، نو د هرچا سرې کرښې، د اسلامی نظام په جوړولو، او پوره عملي کولو کې شتون لري. یا په بل عبارت، ددغه ټولو سرو کرښو، سرته رسول، په اسلامی نظام کې له ډېر پخواه څخه موجودې دي. یوازېنۍ خبره، ددغه اسلامي نظام، سم عملي کول دي، او بس.
غواړم، پدې هکله، په لاندې ډول وضاحت ورکړم:
۱- هغه افغانان، چې دوی د ښځو حقوق سره کرښه بولي، باید پوه شي، چې هغه حقوق چې ښځو ته، الله(ج)، په اسلام کې ورکړي دي، هغه په نړۍ کې ساری نلري. لږ ګناه پخپله د خویندو هم ده، چې دوی له خپلو حقوقو څخه ناخبره دي. دغه د لږ ټکی مې لدې کبله یاد کړ، چې زیاته ګناه خو بیا د نارینه ده، چې خپلو ښځو، لوڼو، او خویندو ته، نه اجازه ورکوي، چې په اسلامي درسي حلقو کې برخه واخلي، او نه د کور ښځو ته، د اسلام په هکله سم معلومات ورکوي.
ګرانو او قدرمنو خویندو ته، دغه ټول حقوق، چې ځینې خویندې یې غوښتنه کوي، په اسلام کې ورکړل شوي دي. دا چې متأسفانه، دوی ته، د دوی خپل حقوق، په سمه توګه نه ورکول کیږي، نو دغه هم د دوی کمي ده، چې خپل حقوق په سمه توګه نشي غوښتلای.
هېره د نه وي، چې هغه ښځې چې خپل ځانونه، د ښځو د حقوقو اتلانې ګڼي، هغوی پخپله، د ښځو له پاک نامه څخه، د خپلو ځانونو دپاره، ناوړې ګټې پورته کوي.
۲- هغه افغانان چې دوی ته، تعلیم سره کرښه برېښي، نو د دوی، دغه غوښتنه هم، په اسلامی نظام کې شتون لري. اسلام خپل پیروان، په ښکاره ډول، د علم زده کړې ته، رابولي. نو د یوه مسلمان افغان، دپاره بیا څه لازمه ده، چې دغه غوښتنه، بیا په بل ځای کې ولټوي. دا چې پخپله ځینو افغانانو، تعلیم ته شا کړې، نو دغه، د دوی خپله ګناه ده. کنه، د اسلام په رڼا کې تعلیم، د هر مسلمان مسلم حق دی، او هېڅوک نشي کولای، چې دوی لدغه حق څخه، بې برخې کړي.
۳- ځینو افغانانو ته بیا د بیان آزادي سره کرښه ده. دوی باید پوه شي، چې د بیان آزادي، په اسلامي نظام کې، ډېر لوړ او مناسب ځای لري. یوه جابر حکمروان ته، مخامخ د حق ویل، په اسلامی نظام کې، ډېر د اهمیت وړ مقام لري. لېکن حدود هم ورته تعین شوي دي. د مثال په توګه، یو مسلمان افغان، باید هېڅکله، په بل مسلمان افغان پسې دروغ، او تهمت ونه وایي. د هغو په عزت تېری ونکړي، او د هغو حیثیت، تر پښو لاندې نکړي. نن سبا خو ځیني افغانان، د خپلو خبرو په هکله ډېره بې پرواىٔي کوي، او دوی د خپلو خبرو عواقب په سمه توګه نه سنجوي. دوی به د یوې افغانۍ، او یا یوه دالر، په هکله له ډېر احتیاطه کار واخلي، لېکن، دوی به د خپل اېمان د زیان په هکله، هېڅ لازم احتیاط ونکړي.
په غربي نړۍ کې هم، د بیان د آزادۍ دپاره کلک اصول وضع شوي دي، او که هرڅوک دغه اصول مراعات نکړي، نو بیا هغوی ته سخته جزاء ورکول کیږي. په غربي نړۍ کې، که تهمت لګونکی، خپل تهمت ثبوت نکړي، نو بیا به هغه مقابل نفر ته، نقدي غرامت ورکوي، چې دغه کار پخپله، ددې سبب ګرزي، چې څوک په ناحقه، په چا تور پورې نکړي.
۴ - هغه افغانان، چې انساني حقوق، خپله سره کرښه بولي، نو دوی باید پوه شي، چې په اسلامي نظام کې، د هرچا حقوق په واضحه توګه، بیان شوي دي. د نمونې په توګه، د پلار، مور، خور، ورور، خپلوانو، ګاونډیو، او د جامعې د نورو غړو، حقونه، په ښکاره توګه ذکر شوي دي. که چېرې پدغه حقوقو کې ښه غور وشي، نو معلومه به شي، چې د یوه نفر حق پرځای کول، د بل چا له حقه، هېڅ کمی نه راولي. نو خبره، فقط، د اسلامي نظام، په سمه توګه، عملي کول دي، او بس.
۵- هغه افغانان، چې د اداري فساد څخه تر پوزو راغلي، او دوی خپلو ځانونو ته، د فساد له منځه وړل، سره کرښه ټاکلې ده، نو دوی هم باید پوه شي، چې ددغه تباه کونکي ناورین، منلی حل، په اسلامی نظام کې شتون لري. الله(ج) رشوت خور، او رشوت ورکونکي ته ډېر بد ویلي دي.
۶- هغه افغانان، چې دوی ته آساسی قانون، سره کرښه ښکاري، باید پوه شي، چې د شرعی نظام نه پرته، بل بهتره قانون نشته. دا پدې خاطر، چې الٰهی نظام، تر ټولو بهتره، او یوازینی نظام دی، چې په هغه کې، د ټولو شیانو، حل شته. دا چې مونږه پرې پوهېږو، او یا نه پوهېږو، دا نو بیا، زمونږه مشکل ده.
د یادونې وړ ده، چې په ډېر کم وخت کې، ډېرې سرې کرښې، په سپینو کرښو بدلې شوې.

د پام وړ ټکي:
الحمدلله، افغانان مسلمانان دي، او د هر مسلمان ارمان او آرزو، باید د اسلامی نظام قایمول، او په عمل کې د هغه په سمه توګه پیاده کول وي، او بس.
نو راځئ! چې ټول افغانان، خپله سره کرښه، د اسلامي نظام قایمول، او د هغه په سمه توګه عملي کول، وټاکو، او دغه سره کرښه، بیا کلکه وساتو.
مونږه افغانانو، په تېرو کلونو کې، هر ډول نظامونه ولیدل، او هغوی، زمونږه مشکلات حل نشو کړای، او تر کومه وخته به د نورو په لاس جوړ شوي، نظامونه امتحان کوو.
نه پوهېږم، چې ولې ځینې افغانان، له اسلامي نظام څخه ډاریږي!؟ د ټولو افغانانو خیر، په اسلامی نظام کې نغښتی دی، او که چېرې، اسلامی نظام، په سمه توګه عملي شي، نو د هغه پایلې به ان شاءالله، ټولو ته، د منلو وړ وي. په هغه کې به عدالت، انصاف، ورورګلوي، امنیت، عزت، آزادی، ښه ولسواکي، او نورې ښې ځانګړتیاوې، شتون ولري.
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وي. آمين یارب العالمین.
زه یوځل بیا خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، په افغانستان کې سوچه اسلامی نظام قایم کړي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول اومنظور وي. آمين یارب العالمین.
تر بلې لیکنې، تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com