د اندونیزیا حکومت تل له نړیوالې ټولنې څخه د مهاجرت د پالیسیو د جوړولو په برخه کې مرسته جلب کړې ترڅو په اندونیزیا کې د کابو ۱۴ زرو موجودو کډوالو او پناه غوښتونکو شمیر کنټرول کړي مخکې له دې چې وضیعت نور هم خراب شي.

پداسې حال کې چې په انډونیزیا کې د کډوالۍ مسله سیاسي لومړیتوب نلري، خو دا مسله بیا د آسټرالیايي سیاست پوهانو لپاره ډیر اهمیت لري او تل د دوی د سیاسي اجنډا په سر کې ځای لري.

د کلونو په اوږدو کې، د آسټرالیا حکومت د کډوالۍ یوه محدوده او سخت دریځه پالیسي پلي کړې. پدې هیواد کې د ۲۰۱۹ کال ټاکنو په جریان کې پدې اړه لوی سیاسي بحثونو شتون درلوده چې آیا استرالیا دې خپل د سمندري توقیف خونو پالیسي تغیر او که وساتي.

بل خوا له کلونو راهیسې، د انډونیزیا جغرافیوي موقیعت د هغو پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره چې غواړي استرالیا ته لاړ شي د تم ځای یوه مهمه نقطه ګرځیدلې. له همدې امله، د آسټرالیا حکومت د پیسیفک حل لارې او د خپلواکو سرحدونو عملیاتو په څیر پالیسۍ پلي کړي ترڅو له اندونیزیا څخه د پناه غوښتونکو قاچاقي تګ مهار کړی شي.

د استرالیا حکومت همداشان له تیرو ۸ کلونو راهیسې د پناه غوښتونکو او کډوالو اړتیاو ته د رسیدګۍ لپاره اندونیزیا کې لوی مالي مرستې کړي. په دې برخه کې انډونیزیا د بیلابیلو فعالیتونو د تمویل لپاره له استرالیا څخه ملیونونه ډالر ترلاسه کړي چې پدې کې د اندونیزیا د سرحدي خبرتیا سیسټم بیا جوړول هم شامل دی.

همدارنګه اندونیزیا د کډوالۍ د نړیوال سازمان د سیمه ایزې همکارۍ د تنظیم په برخه کې د فعالیتونو بشپړ تمویل هم ترلاسه کړی چې له مخې یې دغه هیواد د خپلو مهاجرت بندخونو لګښتونه سمبالوي.