ښاغلی محترم داکتر فاروق اعظم خپل خیرخواهانه سولییز وړاندیز، چې د دقیق غور وړ دی، د جمھور رئيس جناب داکتر اشرف غنی ته د وروری يوه مشوره تر عنوان لاندی، داسی وړاندی کوی!

"
جمھور رئيس جناب داکتر اشرف غنی ته د وروری يوه مشوره

د امريکا جمھور رئيس، دونالډ ترمپ، د افغانستان په برخه کی يوه مشخصه پاليسی نلری .نو ځکه زموږ جمھور رئيس ښاغلی غنی د ترمپ د پاليسی په ټاکلو کی يو عمده رول لوبولای اشرف سي .ستان د راتکونکو لسيزو لپاره په اسيا کی د قدرتونو د دلته دوه لاری موجودی دی يا به افغان نيابتی خونړی جګړې و يا به د جمھور رئيس اشرف غني په دوران کی ھيواد ته ډګر ګرځی ا سوله او امنيت راځی او پدی تو ګه به اشرف غنی صاحب يو تاريخی نوم ګټی .دا زموږ جمھور ر ئيس ته يو تاريخی فرصت دی چه بايد د افغانستان او ھم د خپل ځان په ګټه استفاده ځيني وکړی.

په ۲۰۰۱ م. کال کي امريکا وتوانيده چی د افغانستان په مورد کی سيمه ايزه او نړيواله اجماع رامنځته کړي .پاکست او لالچ راخپل کړ، ځينی يی لکه ايران او ھند په سياسی ان يی په تھديد امتيازاتو؛ چين، روسيه او د مرکزي ايشيا ھيوادونه يی د ګډ دښمن سره د مبارزی په ھدف راټول کړل .سيمه کی خپل دښمنان د امريکايانو په ځاني، مالي او د روس، چين او ايران خوښ وه چی په شھرت په بيه وځبي . وکولای سو چی پخپله رھبرۍ په افغانستان کی د سيمي او په دی ډول امريکا نړيوالو ګټي په يو ډول سره ھمږغي کړي.

خو اوس ھغه پخوانی اجماع نه ده پاته .ايران له څو کاله راھيسي پټ ددغه اجماع پر ضد دی. د ايران جمھور رئيس محمود احمدي نژاد، کابل ته پخپل سفر کی (کب ١٣٨٨ ھ. ش.) افغانستان اشغال وباله او وروسته يی کرارکرار د طالبانو په تجھيز او تسليح پيل وکړ. ھمدااوس د طالبانو دفترونه په ايران کي فعال دي او د طالبانو پخوانی مشر اخترمنصور به اکثره ھلته وو. د ھرات، فراه، نيمروز او ھيلمند چارواکو په وار وار ويلي دي چی له طالبانو څخه يی د ايران پر سرحد د وسلو ډکی لاری نيولی دي. د نيمروز ولايت او د اوبو او انرجی وزارت تل شکايت کوي چی ايران د کمال خان بند جوړيدو ته نه پريږدي. د ايران سفير وايي دي چی دوی طالبان پالي او د افغانستان د امنيت شوری ددوی په دغه رابطه خبره ده. طبيعي ده چي ايران ھغسي معلومات افغان دولت ته ورکوي چی لازمه يی ګڼي. مثلا، دوی زموږ امنيت شوری ته وايي چی طالبان زموږ او ستاسي ګډ دښمنان دي او موږ د ھغوی سره نژدی تماس ساتو څو ددوی په داخلي مسائلو، اھدافو او مسير پوه سو او ھغه ستاسی سره شريک کړو چی دا د دواړو ھيوادونو په ګټه ده. خو يقينا ددغه مداخلي ترشا خپل پټ اھداف د افغان دولت سره نه شريکوي. په ۱۰ جنوری ٢٠١٧م. په کندھار کی د عربی متحد اماراتو د ډپلوماتانو وژل او د والی له مرګه خلاصيدل د غور وړ خبره ده. په دی ډول ايران يی ھم پر ميخ وھي ھم پر نعل. خو په لوړه سطحه ايران د روس او چين ملګری دی کوم چی د امريکا رقيبان دي.

چين په منظمه توګه دطالبانو سره په تماس کي دی او فکر کوي چی امريکا غواړي د تروريزم سره د جنګ په نوم د چين مسلمان ميشتي سيمی ناآرامه کړي .نو ځکه د طالبانو سره يی چی د داعش ضد دي خواخوږي ډيره سويده .چين په افغانستان او پاکستان کی نور جنګ نه غواړي؛ داځکه دلته ناامنی نه يوازي دده ملي امنيت ګواښي بلکی په افغانستان او پاکستان کی د چين اقتصادي ګټو ته ھم صدمه رسوي.

روسيه او د مرکزي ايشيا جمھوريتونه چی روسيه يی اوس ھم د خپل نفوذ په ساحه کی ګڼي، د تروريزم پر ضد د امريکا پر مبارزه جدي شک لري. روسيه د چين په شان نور په افغانستان کی د امريکا نظامی حضور او د جنګ دوام پخپل ضرر بولي. نو ځکه يی د طالبانو سره تماسونه ډير کړيدي او کره شواھد ښيي چی په ټيټه سطحه مرستی ھم ورسره کوي. دغه تعامل د بعدي ژوري مداخلی مقدمه ده.

ھندوستان د افغانستان سره خپل روابط د پاکستان په تناظر کی ګوري؛ که نه ھند د روس او ايران ملګری دی او بالاخره به ھغه لار تعقيبوي چی ھمدغه دوه عنعنوي انډيوالان يی پالي. که څه ھم امريکا او ھند اوس څه نژدی سويدي؛ خو دغه نزديوالی ھند له روسيی ليري کړيدی. روس د امريکا د نړيوال نظم په مقابل کي د ھند په پرتله د چين ملګرتيا ته ضرورت لري. دغه حالت د ھند په ضرر دی او دغه سبب دی چی ھند د خپل پيدايښت په ټول تاريخ کی دومره نه وو منزوی سوی لکه اوس. څه وخت مخکي چين، روس او پاکستان په ماسکو کی د سيمی، خصوصا د افغانستان د امنيت په باره کي مجلس درلود؛ خو ھندوستان يی نه وو دعوت کړی. ايران چی د ھند نژدی ملګری دی، ھغه ھم اوس د روس، چين او پاکستان په کمپ کی ځانته ګټي ګوري.

پاکستان د افغانستان د مسئلی په ارتباط يوه نوې پاليسي شړي. روس چی پخوا د پاکستان مخالف او د ھندوستان دوست وو، اوس د پاکستان سره دوستي غواړي. روسيی پر پاکستان د وسلی د پلورلو بنديز ليري کړ او حتی د تير سپتمبر په مياشت کی يی مشترک نظامی تمرينات ورسره وکړل چی دا يو بی سابقه کار وو. پاکستان، يو روسی نظامی ھيئت وزيرستان ته بوت او راپورونه وايی چی روسی نظامی افسران د پاکستان په مرسته د افغانستان په داخل کی د طالبانو مراکز ګوري. اوس روس نور د افغانستان په موضوع کی پر ايران او ھند نه دی متکي. څومره چي د پاکستان مناسبات د روس سره سميږي (د چين سره خو له پخوا ډير سم دي)، ھغومره يی پر امريکا تکيه کميږي او يا حد اقل له امريکا امتياز اخيستلای سي. پاکستانيانو، چين او روسيی ته ويلي دي کوم اور چی امريکا په افغانستان کی بل کړيدی، اوس يی د پاکستان لمن نيولی او سبا تاسو ته در روان دي؛ نو راځئ دا اور چی بلچا دلته بل کړيدی، موږ د سيمي ھيوادونه يی په ګډه مړ کړو. دا ھغه څه دي چی روس او چين يی اوريدل غواړي او په ھمدغه منظور يی د پاکستان سره نوی مشترک کمپ جوړ کړ. ھمدا اوس ايران ددغه کمپ خواخوږی دی او کيدای سي ترکيه ھم چی اروپائي اتحاديې ته له شامليدو مأيوسه ده ودغه کمپ ته راکش کړه سي. دوی وايي چی امريکا په افغانستان کی سوله او ثبات نه غواړي؛ نو ځکه نه يوازي د سولي کومه مشخصه اجنداء نه لري؛ بلکی غواړي، د نورو عسکور په ليږلو په افغانستان کی روان بل اور نور تيز او شاوخوا سيمو ته خپور کړي. له بلی خوا پاکستان امريکا ته وايی چی که غواړې په افغانستان کی د داعش مخ ونيسی، نور عسکر افغانستان ته وليږی. که په سوريه او عراق کی پر داعش فشار راسي، افغانستان ته به راځي. نو که دلته امريکا د داعش مقابله ونه کړي، روس او چين به ځانو ته حق ورکړي چی په افغانستان کی د داعش د مخنيويي په بھانه نظامی مداخله وکړي چی دا به امريکا او افغانستان ته ښه نه سي. پاکستان استدلال کوي، څرنګه چی افغانستان د چين او روسيی ګاونډيان دي، نو د مقابلی په صورت کی به امريکا ته دا جګړه ډيره درنه تمامه سي او کيدای سي د شوروی په سرنوشت اخته سي. پاکستان پوھيږي چی که امريکا افغانستان ته ډير عسکر وليږي، نو د ھغو د تجھيز او تسھيل لار له پاکستانه تيريږي. ھرڅومره ډير امریکایی عسکر چی په افغانستان کی وي، ھغومره امريکا و پاکستان ته اړ ده. په دغه ډبل ګيم کي پاکستان نه يوازي د امريکا له فشار خلاصيږي، بلکی د روس په دغه ډبل ګيم کي پا په خپليدو سره يی ھند ھم منزوي کړ. په دی ډول پاکستان، د افغانستان په ارتباط د خپل نفوذ ساحه نوره ھم پراخوي. که په کوريا کی امريکا په جنګ کی درګيره سي، نو پاکستان نور ھم په ګټه کي کيږي.

سربيره پردی چی اوس د افغانستان په مورد کی ھغه پخوانی اجماع نه ده پاته، ټول ذيدخل ھيوادونه د امريکا او ملل متحد په شمول اوس طالبان د افغانستان د قضيی د حل يوه برخه ګڼي . امريکا ھم نور طالبان خپل دښمنان نه ګڼي او توجه يی داعش ته ده د کومو سره چی د طالبانو ھم ورانه ده . ددښمن دښمن دوست دی او په دی ډول نور طالبان د اوباما او جوبايدن په قول د امريکا دښمنان نه دي. افغانستان کي د ملګروملتو د مؤسسی د سرمنشي خاص استازی يماماتو تيره مياشت د امنيت شوری ته وويل چی طالبان بايد د راتلونکی نظام برخه وي او د امريکا نوي خارجه وزير ھم د طالبانو سره د خبرو په پلوي اظھارات کړيدي.اوس زموږ ټول بھرني انډيوالان په أفغانستان کی پر داسي يو نظام فکر کوي چی طالبان يی برخه وي.امريکا نور د داعش پر ځبلو تمرکز کوي .په دی ترتيب د افغان دولت ټول دوستان نور نه ھغه پخوانی تعھد لري او نه د افغان دولت په ګټه سياسي اجماع.

ناټو د امريکا په مشری په افغانستان کی تردی نژدی وخته يونيم سل زره عسکر درلودل؛ د افغان دولت او ولس پوره ملاتړ ھم ورسره وو؛ خو ونه توانيد چي په افغانستان کی يو ډاډمن امن راولي او يا حداقل زموږ د ګاونډيانو د مداخلو مخ ونيسي. امن ورځ تر بلي خراب سو او زموږ د ګاونډيانو مداخلی نوري ھم ډيري سوی. اوس په افغانستان کی امريکايي جنرالان د ۳ تر ۵ زرو نور امريکايي عسکرو د رااستولو غوښتنه کوي.

سؤال دادی : چی په يونيم سل زره عسکرو امن رانغلی، آيا په څو محدود شمير عسکرو به امن راسي؟ که دا ومنو چي د مسلحو مخالفينو حملې پر زياتيدو دي؛ نو دا په نظامی لحاظ څه معنی لري؟ آيا موږ د فتحي پر خوا روان يو؟
آيا دا زموږ بريا ګڼلای سو چی هر وخت وایو: "له فلاني ځايه تاکتيکي پرشا سوو؛ د فلاني ښار د سقوط دسيسه مو شنډه کړه؛ مونږ به هیڅکله کابل او لوی ښارونه سقوط ته پرینږدو." دولت ته په دغه باره کی جدي فکر په کار دی.

د امريکا جمھور رئيس دونالډ ټرمپ د افغانستان په باب د نوي پاليسی د جوړولو په درشل کی دی .د ھغه سترګي دريو خواؤ ته د مشوري لپاره کږې دي:

( ۱ ) په افغانستان کی دامريکايی فوج جنرالانو او په واشننګټن کی دفاع وزارت:

په ويتنام کی او په افغانستان کی شوروي جنرالانو د خپلو ترفيعاتو او مډالونو لپاره کوښښ کاوه چي جنګ په مختلفو دلائلو تود وساتي او ھروخت يی د زيات فوج تقاضا کول؛ داځکه په فوجی تحرکاتو کی د ھغوی وظيفوي پرمختګ نغښتی وو. دوی دغسی تقاضاوی حتی ددوی د قطعي ماتي تروخته کولې. اوس ھم په أفغانستان کي ھمدا سي ده. سره له دی چی زما دغه خبره به پر دغو جنرالانو ښه ونه لګيږي، خو دا يو تاريخي واقعيت دی چی تاسي يی بايد د افغانستان د عليا ګټو په خاطر په نظر کي ونيسی. يو شی بالکل واضح دی او ھغه داچی نه امريکا او نه ناټو بيا په لکونو نور عسکر افغانستان ته رااستولای سي او نه د څو معدود عسکرو په زياتوالی دا جنک فتح کيدای سي. البته جنګ اوږديدای سی. د اوږيدو په صورت کی به لکه دمخه چی مو وويل شاوخوا نوي ائتلافونه جوړ سي او په قوی احتمال به روسيه او چين د دولت مسلح مخالفينو ته پرمختللي وسلی ورکړي. که مخالفين د ښارونو د ويشتلو توغندی او ضد ھوايی وسله ترلاسه کړي، د جنګ مسير به افغان دولت ته فاجعه بار وي. که جنګ اوږد سي، دا کار حتمی کيدونکی دی.

(٢) د امريکا خارجه وزارت: امریکایي جنرالان به يقينا له ښاغلی ټرمپ څخه افغانستان ته د نور فوج د استولو تقاضا وکړي. خو د امريکا خارجه وزارت بل نظر لري. ھغه، طالبان د افغانستان د قضيی د حل يوه برخه بولي. دغه سبب دی چی و يو سياسي حل ته د دروازی د پرانيستي پريښودو په خاطر د امريکا خارجه وزارت ھرکال طالبان د تروريستی سازمانونو له ليسته باسي. د امريکا پخوانی جمھور رئيس بارک اوباما د خپل جمھوري رياست په لومړی سر کی يوه منطقي پاليسی غوره کړه. په افغانستان او پنتاګون کی خپلو جنرالانو ته غوږ ونيو. جنرالانو يی، افغانستان ته د ډير فوج غوښتنه وکړه. اوباما يی غو ښتنه ومنل؛ خو زياته يی کړه چي که مو جنګ تر يوې ټاکلی مودې ونه ګاټه، نو بيا تر ابده خپل عسکر بيھوده نه جنګوم. کله چی پس له څو کاله پوه سو چی جنګ نه سی ګټلای؛ نو اعلان يی وکړ چی خپل عسکر باسی او يوازي په کابل کی د امريکا د سفارت تر ساتلو يی محدودوي. اوس بيا ترمپ ته ھم ھغه سؤال مطرح دی او ښايي د اوباما پرناکامه لار ټرمپ ھم وھڅول سي. ټرمپ د اوباما په نسبت مشکلات لري. اوباما کولای سو يو نيم سل زره ناټو عسکر افغانستان ته واستوي. خو ترمپ دغه کار نه سي کولای. په دی ډول د امريکا جمھور رئيس ښاغلی ټرمپ په يوه دوه لاري کی ولاړ دی. ښايي د افغان دولت نظر ډير مؤثر او حتی فيصله کوونکی دلته وي او کولای سي د امريکا د جمھور رئيس لاس په ډيره ښه موقع کی ونيسي ترڅو پر ناکامو لار روان نه سي. افغان دولت که پر وخت اقدام وکړي، نو ښايی افغانستان او امريکا دواړه د يوه قابل پيشبينی تباھي څخه وژغوري. دلته به افغان دولت د افغانانو، امريکا، د سيمي او نړيوالو په نظر کي يو قابل احترام موقف خپل کړي. دغه ليکنه د ښاغلي اشرف غني سره د ھمکارۍ په منظور ترتيب سويده.

(٣) افغان دولت: جمھور رئيس اشرف غنی بايد د ښاغلی ډونالډ ټرمپ ھغه جمله د خپل ھيواد په ګټه وکاروي کوم چه ترمپ خپل د کمپاین په وختکی خپل ولس ته وعده ورکړیوه: «مونږ نور د نورو هیوادونو د ساتنی لپاره خپل اقتصاد او عسکرو ته صدمه نه رسوو.»
پدی لړ کی بايد جمھور رئيس اشرف غنی د ترمپ او د امريکا د ولس څخه د ھغوی د اقتصادی او نظامی مرستو مننه وکړی او ھغه ته ووايی چی نور موږ نه غواړو چه امريکايان دلته مړه سي. په عين وخت کی بايد ترمپ ته ھغه اقتصادی، سياسی او ستراتيژيکی مشترکی ګټی ور په ګوته کړه سي چی د سولی په راتلو سره به يی امريکايان او افغانان برخمن شی؛ لکه زموږ معدنيات او جغرافيايي موقعيت. اشرف غنی صاحب بايد سوله د ترمپ لپاره د يوه ښه نوم د ګټلو په مفھوم مطرح کړی، کوم چی اوباما د سولی د جايزی د ګټلو سره سره ونکړای شو.

جمھور رئيس بايد د ترمپ د اداری ھغه مثبت ټکی چی تر اوسه ښکاره شوی دی تکرار کړی او د ھغو څخه خپل ملاتړ څرګند کړی. تر ټولو مھم د ترمپ د خارجه وزير تلرسن څرګندونه ده چه څه موده مخکی يی ويلي وه: «موږ د افغانستان د سولی د پروسی او پدی لړ کی د افغانانو ترمنځ د مستقيمو خبرو ملاتړ کوو.»
وجمهور رئيس اشرف غنی بايد ددغه ستراتيژی د ملاتړ تر څنګ د ترمپ سره ددغه په تحقق کی مرسته وکړي.

خو ښاغلی اشرف غني بايد د خپل حکومت او په ھيواد کي د روان حالت په باره کي ھم څو نکتې په نظر کی ونيسي:

- افغانستان کی امنيتی وضع ډاډمنه نه، بلکي ورځ تر بلي په خرابيږي.

- افغان دولت له دننه په مختلفو دلائلو يو قوي دولت نه دی.

- زموږ ګاونډيان د زړه له اخلاصه زموږ ملګري نه دي.

- زموږ بھرني ملګري سلھاؤ زره عسکر د افغان دولت په ملاتړ بيا نه سي رااستولای.

- که روان جنګ نور ھم دوام وکړي؛ نو اوسنی بحران به ډير خطرناکه شکل واخلي چي نتيجه يی د افغان دولت او امريکا په قطعي ضرر ده .

د پورته مسائلو په نظر کي نيولو سره و ښاغلی ټرمپ ته د افغان دولت دوستانه مشوره کيدای سي داسي وي:

- امريکا چي څو مره لازمه ګڼي نور عسکر دي افغانستان ته واستوي ترڅو مسلح مخالفين او شاوخوا ھيوادونه وپوھيږي چی امريکا په افغانستان کی نه ده ماته او نه ھم امريکا خپل ملګری (افغان دولت) دښمنانو ته بيوسه پريږدي.

- ددی لپاره چی زموږ ګاونډيان، روس، چين او نور ھيوادونه ونه وايی چی امريکا د نورو عسکرو په راليږلو سره د جنګ ادامه غواړي او يا أفغان دولت د امريکا سره په ھمږغۍ د سولي مخ نيسي، او ھم افغانان ونه وايي چی ټرمپ او أفغان دولت د أوباما د وخت د ناکامه تجربی په تکرار سره جنګ نه ختموي، نو مشوره ورکول کيږي چي امريکا د أفغانستان په باره کی لاندي پاليسي اعلان کړي:

(الف) امريکا افغانستان ته ... اضافی فوج د يوی معينی مودي لپاره ليږي؛
(ب) امريکا خپل ټول فوج د ۲۰۱۹م کال ترپايه له افغانستانه باسي ( په دغه کال د اوسنی جمھوري رياست دوره ھم ختميږي).
(ج) په دغه موده کي د افغانستان د بحران د سوله ايز حل لپاره صادقانه تلاښ کيږي ترڅو موجوده افغان حکومت خپلي چاری ھغه حکومت ته په سوله ايز شکل وسپاري کوم چی د سولی د تلاښ په نتيجه کی منځته راځي. د امريکا دغسي اعلان به أفغان ملت او زموږ ټول ليري او نژدی ګاونډيان مطمئن کړي.

افغان دولت دي د امريکا د پورتني اعلان سره سم، لاندي تدابير ونيسي:

(١) د سولي عالي شوری. دغه شوری دي د سولي د مذاکراتو لپاره د دولت د ادرس په توګه وساتل سي.

(٢) منځګړيتوب
د سولي ابتکار بايد جمھور رئيس اشرف غنی په لاس کی واخلي .په دغه ارتباط، د افغان حکومت مسؤليت، نسبتا طالبانو ته ډير دی، د بازۍ توپ د حکوت په خوا کی دی. دا ځکه چي حکومت د انتخابات له لاري د ملت نماينده دی، سفارتونه لري او نړيوال ملاتړ ورسره دی. د حکومت غړی يی ھری خواته سفرونه کولای سي؛ د ناتو، د سيمی د سياستوالو، د ملګرو ملتو او نړيوالو سره په آزاده توګه بحث او ليدنی کتنی ترسره کولای شی، د کومو څخه چی طالبان محروم ده. ددغه امتيازاتو څخه بايد دولت سمه ګټه واخلي او د سولي ابتکار خپل کړي. دا د دولت دنده ده چي ابتکار له مسلح مخالفينو واخلي .دلته دولت بايد د لاندي دوو لارو څخه يوه غوره کړي:

الف. تر ټولو ښه لار داده د عالي شوری له چوکاته بھر، د سولي د مذاکراتو لپاره چی د سولي د افغانانو په ابتکار او مالکيت يوی داسي منځګړی ډلي ته موقع ورکړه سي کوم چي سولي ته مخلصه او د بحران ټولو اړخونو ته آزادانه تلای سي .دغه ډله به خپل کار د افغانانو، د اسلامي ھمکارۍ د سازمان او د ملګرو ملتونو د مؤسسی په ھمکارۍ مخته بيايي. دلته مذاکرات د دولت په نمايندګي د سولي د عالی شوری او طالبانو ترمنځ د يوه معقول او مشخص مکانيزم پر بنياد د يوی شرافتمندي سولي د راتلو په منظور تر سره کيږي. (دغه نوښت به د سولي عالی شوری ھم فعاله کړي) .د غوښتني په صورت کی د سولي د مکانيزم طرح ستاسو حضور ته وړاندي کولای سو.

ب. که خدای مه کړه افغانانو ته د افغانستان د قضيی د حل په منظور د نوښت او منځګړيتوب موقع نه ورکول کيږي، نو د ملګرو ملتونو د مؤسسی د سرمنشي څخه دي غوښتنه وسي چی د افغانستان د بحران د حل لپاره منځګړيتوب وکړي.

(٣) د سولي مکانيزم د جمھور ي رياست د موجوده دوری تر پايته رسيدو دمخه يوه داسی پراخ بنسټه افغان حکومت ته لار ھواروي چي د ولس له باوره برخمن، ګاونډيان او نړيوال ھمکاري ورسره وکړای سي.

( ۴) کوم افغان حکومت چی د سولي د مذاکراتو په نتيجه کی منځ ته راځي، د موجوده حکومت ځای نيسي.

( ۵) نوی حکومت د ګاونډيانو اونړيوالو لخوا په رسميت پيژندل کيږي، د افغانستان په بيا ودانولو او د افغان مھاجرينو په راستنولو کی مرسته کوي، بھرني فوجونه ټول وزي، او ملګري ملتونه د افغانستان بيطرفي تضمينوي.

که پورتنی طرح عملي سي، جمھور رئيس اشرف غني به بيله شکه زموږ د تاريخ يو قھرمان او د نوی، آرام او ھوسا افغانستان پلار به ونومول سي.موږ ددغه ارمان د تحقق په لار کي ھر راز ھمکارۍ ته تيار يو .درناوي
پای
داکتر فاروق اعظم - کابل ۱۳ اپریل ۲۰۱۷م."

به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
----------------------------------------------
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما