دا د مينې جذبه ده که جنون سره مې شپه ده
دا ګرمي د يار د غېږې که د اور کومه لمبه ده
توره شپه کې رڼا وينم د بادو پر موج روان يم
دي ټالونه د خوبونو که د عشق خوږه نغمه ده
د الفت سندرې اورم ځنګوي مې پر راګونو
د خيالونو دي بزمونه که د جام ښکلې نشه ده
په آسمان کې مې سفر دی له سپوږمۍ سره نڅا ده
مطربان دي د افلاکو که د خوب نوې کيسه ده
خرابات کې څراغونه بل د مينې محبت دي
کاروانونه د الفت دي که د ستورو سلسله ده
مصور دي پر افلاکو د ښکلا ډېر تصويرونه
نن انځور د ازل ګورم که ليلا د زړه ميلمه ده
درويش لاړو ميکدې ته عبادت کوي د زړونو
طريقت دی د بدلارو که دا لار دغه کعبه ده