قــبـرونــه ژاړي
قبرونه ژاړي
اوس په ویر کی ډوب دي
او د مزار هدیري
بیا
او يو ځل بیا
د شهیدانو تابوتونه
په زړه کی ځای کړل
بیا او یو ځل بیا یی
په ژړا کړل میندي
او یو ځل بیا یی
د لیلی د شهیدانو ورونه
ومنل
او یو ځل بیا یی
افغانانو ته ژړل
او
د ناځوانو او بی ننګونو
د کړو وړو شاهد وو
***
او بلخ می ژاړی
د ځوانانو ویر کی
او دا ترکومه به وی
له خلکو پوښتي
د خلکو ډلي
هیڅ ځواب نه لري
او خلک ویشل شوي دي
په ډلو ډلو
څوک د وطن
غم نه کړي
***
قبرونه ژاړی
په یادونو کی ډوب
قبرونه ژاړی
د بریښنا په تمه
او د ښکلا په تمه
او
نه غواړی نور
په وینو لړلي
تابونه د وطن ځوانانو
نور ستړی شوی
له دله ائیز مرګونو

سمیع الله خالد سهاک
د می ۲۴، ۲۰۱۷ کال
مونتری، کالیفورنیا