افغان ولس لپاره د دولتی صلاحیتونو او د وزارتونو مسولیتونو او صلاحیتونو، تر اوسه پوری متاسفانه په دقیق توګه توضیح ندی شوی، له همدی کبله ده، چې دا د عنوان پوښتنه دلته له افغان ولس لخوا مطرح کیږی!

پوښنه دلته دا ده، چې، آیا د افغانستان د داخلی امنیت تامین، د دفاع وزارت وظیفه ده، که د کورنیو چارو وزارت وظیفه؟

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو تر خونړي برید وروسته، د ټولنیزو شبکو کاروونکو په توندو نیوکو سره د لوړپوړو امنیتي چارواکو په تېره بیا دفاع وزیر د لرې کېدو غوښتنه کوله.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د دفاع وزیر عبدالله حبیبي او لوی درستیز قدم شاه شهیم له خپلو دندو استعفا کړې ده.
د افغانستان د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان ددغو دوو لوړپوړو دفاعي چارواکو استعفا د نن ورځې (دوشنبه، ثور/غویي ۴مه) په امنیتي ناسته کې مطرح شوه او ولسمشر محمد اشرف غني د هغوی استعفاوې منلي دي

د افغانستان دفاع وزارت هم تایید کړې چې په دغه برید کې لږ ترلږه ۱۰۰ سرتېريو ته مرګژوبله اوښتې، خو نورو حکومتي سرچینو د وژل شویو شمېره له ۱۴۰ پورته اعلان کړې او ویلي یې دي چې تر ۱۵۰ ډېر نور سرتېري ټپیان شوي.
بلخوا نن د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه یوه اعتراضي ناسته هم شوې چې د دفاع وزیر په ګډون یې د امنیتي چارواکو د استعفا غوښتنه وکړه.

پوښنه همداسی د پوښتنه په حیث دلته پاتیږی، چې، آیا د افغانستان د داخلی امنیت تامین، د دفاع وزارت وظیفه ده، که د کورنیو چارو وزارت وظیفه؟

تامین امنیت در داخل افغانستان وظیفه ای وزارت دفاع میباشد و یا وظیفه ای وزارت داخله؟

----------------------------------------------
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما