دا شاوخوا ماشومان ټول ګواه دي
چې رڼايي زموږ وځرې سېځي
ځکه خو زه او ډيوه
له ابتداء نه په تياره کې اوسو.
28.06.2011
- arghawan
کله چې د چا غرور ماتوې،
کله چې د چا د هيلو ماڼۍ ويجاړوې،
کله چې د چا د اميدونو ډيوه وژنې،
کله چې يوه چا باندې ځان ناجاڼه کوې،
کله چې حتی غوږونو کې د دې له پاره ګوتې ږدې چې د غرور د ماتېدا غږ يې وانه ورې،
او کله چې خدای وينې، مګر د بنده پر وجود يې سترګې پټوې،
نو ووايه چې دغه وخت کې د خپلې نېکمرغۍ په مخه د دعا لاسونه کوم آسمان ته ورغزوې؟!...
09.07.2011
- arghawan
په پښتو ادب کې د کره کتنې برخه خواره، بلکې يتيمه او يسيره ده. د ګوتو په شمار څو تنه نقادان لرو چې زياتره يې ادبي آثار هم پنځوي. څوک شاعران دي. څوک لنډې کيسې او ناولونه ليکي. نږه نقادان په کې کم دي. پښتو ژبې په پراخه پيمانه انتقادي نظريې نه دي زېږولې. او که څه نا څه يې په دې باره کې ويلي، خواره واره دي- چا تدوين کړي نه دي. ځکه خو پښتانه نقادان له نورو ژبو شيان رااخلي او په خپله ژبه کې يې کاروي.
موږ د عربو، هنديانو او لويديزوالو انتقادي اصول او قواعد ډېر...