په پښتو ادب کې د کره کتنې برخه خواره، بلکې يتيمه او يسيره ده. د ګوتو په شمار څو تنه نقادان لرو چې زياتره يې ادبي آثار هم پنځوي. څوک شاعران دي. څوک لنډې کيسې او ناولونه ليکي. نږه نقادان په کې کم دي. پښتو ژبې په پراخه پيمانه انتقادي نظريې نه دي زېږولې. او که څه نا څه يې په دې باره کې ويلي، خواره واره دي-  چا تدوين کړي نه دي.  ځکه خو پښتانه نقادان له نورو ژبو شيان رااخلي او په خپله ژبه کې يې کاروي.

موږ د عربو، هنديانو او لويديزوالو انتقادي اصول او قواعد ډېر کاروو. مګر، د چين، جاپان او ځينې نورو هېوادونو د ادبياتو له انتقادي اصولو او قواعدو څخه لا نه يو خبر. موږ ته په کار دي چې ښه اصول او قواعد له هره ځايه راټول او نوې لارې چارې په ګوته کړو.

تر اوسه پورې چې کوم انتقادي اصول او قواعد کاروو، زياتره تفنن کوو.  نقد مو لا د پوهې او سيسټم په توګه نه دی منلی. ځکه خو راڅخه ادبي نقد کله کله له اخلاقي او سياسي هغه سره ګډ شي. او کله کله يې له داسې عادي عناصرو سره واغېړو چې برسېرن طنز و مزاح ځنې جوړ شي. ډېر ځله به مو د ادبي نقد مضامينو کې لوستي وي چې فلاني خپله شعري ټولګه اعلی کاغذ باندې چاپ کړې ده. ډېره عالي دوتنه يې ورکړې ده. تقريبا دغومره زره افغانۍ لګښت ښايي ورباندې راغلی وي او له خپل ذوق سره سم يې فلاني ته ډالۍ کړی دی... دا او دې ته ورته نورې دېرې هغه دغه.

د نقد اصول او قواعد دوې لارې لري. يوه يې نړيواله لاره ده او بله يې سيمه ييزه. د نقد کوم اصول او قواعد چې د دنيا په هر ادب کې کارول کېږي، هغه نړيوال اصول او قواعد دي. خو ځينې قومونه، سيمې او ثقافتونه ځينې داسې ارزښتونه هم لري، چې ځينې نور يې نه لري. داسې حالت کې بايد د نقد د اصولو او قواعدو سيمه ييزه لاره خپله شي. ځکه چې د نړۍ بېلابېلې ژبې بېلابېل ژانرونه لري؛ مثلا: پښتو ژبه ټپه لري او جاپاني هغه هايکو. د ټپې ټکنيک هايکو باندې نه شي تطبيقېدلی.

زموږ شخصي اړيکي هم زموږ نقد باندې اغېز لري. د بې پرې نقد بېلګې مو ډېرې کمې دي. که خان دې راته ووې، نو له واره به دې حاجي کړم. هغه ټپه دلته بېخي صادقه ده چې وايي:

که راته ګورې، درته ګورم،

که راته نه ګورې، پروا دې نه لرمه.

همدغه وجه ده چې پښتو کې نقد هغه نقش نه دی لرلی چې د دنيا په نورو ژبو کې يې لرلی دی. هر ښه شاعر او اديب دلته د ښه نقاد تشه احساسوي. نوره دنيا، په تېره بيا لويديځ کې هر ښه شاعر، اديب او ليکوال خپل ځانګړي منتقدان لري. څوک چې د شکسپير آثارو باندې نقد کوي، د ملټن له هغو سره کار نه لري.

موږ لا د نقد په برخه کې د مرزا خان انصاري، خوشحال بابا، رحمان بابا، حميد بابا، کاظم خان شيدا، محمدي صاحبزاده، عليخان، او نورو نظريې نه دي راغونډې کړي او شنلي-  حمزه بابا، غني خان، اشرف مفتون ، عبدالرحيم مجذوب، محمد صديق پسرلی، دروېش درانی او نور خو لا څه کوې چې پر ځای پاتې دي. که موږ د خپل کلاسيک ادب نقد په خپل وخت کې کړای وای، نو اوس به مو د کره کتنې اصول او قواعد پوره روښانه وای او د معاصر ادب  په نقد کې به مو ستونزه نه لرلی.

زما وړانديز دا دی چې د پښتو ادب د کره کتنې د تيورۍ د ترتيب او تدوین له پاره دې لومړی د پښتو د کلاسيک اديبانو او شاعرانو او ورپسې د معاصرو هغو خواره واره تأثرات او اظهارات  چې د شعر د هنري تيوري په برخه کې د دوی نظريات ځنې څرګندېږي، سره راغونډ او چوکاټ بندي کړ ي. له دې کار سره به موږ ته هم د نقد خپل اصول او قواعد په ګوتو راشي او هم به مو د نورې نړ ۍ له ادبياتو سره د مقايسې له لارې د انتقادي نظرياتو کرښه او بريد روښانه شي.