لنډه کيسه       ليکوال : ستانه مير زهير

     مور مړه شوه، پلار ژوندی شو!
ناڅاپه د تليفون زنګ وشرنګيده ، مور په بیړه خپل شپږ کلن زوی زمري ته غږ کړ : زمريه زويه! چیرته يې؟
زمري له ورايه ورته وویل : مورې! دلته لوبې کوم.
مور: لوبې پريږده زويه، ته ورشه هغه زما موبایل راوړه، کيدای شي، پلار دې زنګ راوهلی وي.
زمری: ښه ده مورې! دا دی راوړم یې. 
زمری په بيړه لاړ، تليفون یې راوړ او مور ته یې ورکړ، مور یې چې تليفون اوکې کړ، د خپل خاوند سره یې خبرې پيل کړې. د خاوند له خوا لومړی زیری دا و چې کور مې کابل کې په کرايه ونيوه، ځانونه تیار کړی چې لنډ‌‌‌‌‌و ورځوکې زه درځم.
د زمري د پلار دا خبره خپلې ټولې کورنۍ ته يو  ښه زیری و، ځکه چې کلونه کلونه له یو بل نه بيل وو.
د زمري پلار کابل کې مامور و، په يوې کرایې کوټه کې يې ژوند کاوه، مياشت دوو کې به يو ځل کلي ته راتللو ، د کلونو کلونو همدې مسافری ډیر ستړی کړی و.
د زمري مور هم په کلي کې د خپل خاوند د مسافری له امله ډیرې ترخې شپې سبا کولې ځکه په کلي کې ډير هغه کارونه چې باید نارينه یې وکړي، هغه به هم د زمري مور تر سره کول.
د څو ورځو انتظار وروسته د زمري پلار په دې نیت کلي ته راغی چې خپله کډه کابل ته وليږدوي. د زمري مور په کابل کې د کرايي کور د موقیعت په اړه ترې پوښتنه وکړه. د زمري پلار ورته وویل : ده مزنګ ته نيږدې ، د پُل هارتل مخامخ، چهلستون ته د غځيدلي سرک په غاړه ،  غره په لمن کې مې کور نيولی دی.
د زمري مور په وارخطايې وویل : هلته ختل او کیوتل خو به ډير سخت نه وي؟
د زمري پلار د ډاډګيرنې په خاطر ورته وویل : نه، نه هيڅ اندیښنه مه کوه ، هلته نور خلک هم اوسي ، يوازې موږ نه يوو ، بله داچې زموږ کور دومره ډیر لوړ نه دی ، ، ښه مناسب موقيعت لري .
د زمري مور او پلار دواړو شپه د کور د سامان په راټولو تیره کړه. سهار وختي د زمري پلار له پلرني کلي څخه کابل ښار ته ، د کور سامان د وړلو لپاره ، ډاډسن موټر راوست، لومړی يې سامان د خپلو ګاونډيانډيانو په مرسته ډاډسن موټر ته پورته کړاو بيا پخپله دريواړه پلار، مور او زوی هم په ډاډسن کې يو ځای کیناستل.
د اوږده او ستړي کوونکي سفرنه وروسته مازدیګر مهال کابل ته ورسېدل. چهلستون ته د غځيدلي سرک په غاړه، د لوړ غره په لمن کې په کډه بار موټر ودريد، سامان يې ترې ښکته کړ. زمری او مور یې د سرک په غاړه د کور سامان ته د څوکیدارانو په توګه کيناستل او د زمري پلار د غره په لمن کې خپل کرايي کور ته د سامان په پورته کولو شروع وکړه.
د ماښام د تيارې د راتللو سره سم، د سامان د پورته کولو کار خلاص او دوی ټول په خپل کور کې ځای په ځای شول.
ستړې شپه سبا شوه، سهار مهال د زمري پلار د خپل وزارت د مامورينو موټروان ته تليفون وکړ چې زه نن په خپل پخواني ځای کې نه یم. زه به درته نن د پل هارتل مخامخ چهلستون ته د غځيدلي سرک په غاړه ولاړ یم، ډريور ورته ډاډ ورکړ چې هملته ودريږه، موږ درځو.
د سهار د چايو له څښلو وروسته زمري او د هغه مور د خپل کور له کړکی نه کتل چې د زمري پلار د غره له ډډې ښکته شو، د سرک په غاړه ودرېده.
شيبه وروسته د مامورينو موټر راغی، د زمري پلار ورپورته شو. زمري له خپلې مور نه پوښتنه وکړه : مورې! مورې! پلار به مې بيا کله راځي؟
مور ورته وویل : هيڅ غم مه کوه، زويه، نور به دې پلار هر سهارځي او مازدیګر به بیرته کور ته راځي.
زمری په دې خبره ډیر خوشاله شو، ځکه چې پخوا خو به یې پلار په میاشتو مياشتو نه ليده.
زمری نن مازدیګر د هسک غره په لمنه کې د خپل کور تر مخ ناست و او د خپل پلار د راتګ شيبې یې شمارلې. ناڅاپه په همغه ځای کې د مامورينو موټر ودرېده چې سهار مهال یې پلار ورپورته شوی و. پلار یې له موټر نه راښکته شو، زمري چې خپل پلار وليده، په منډه لاړ او په مور یې زیری وکړ چې پلار يې راغی.
شپه ډیره په خوښۍ او خوشالۍ تیره شوه. زمري ته خپل پلار ځانګړي سوغاتونه راوړي وو. زمری هم له خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايیده.
سهار مهال همغه وخت بيا د مامورينو موټر په خپل ځای کې ودريد او د زمري پلار په داسې حال کې ورپورته شو چې زمري او مور یې د کوټې له کړکۍ څخه دهغه ننداره کوله.
ژوند تيريده، دريواړه مور، پلار او زوی ډیر خوشاله وو. ځکه چې اوس هغه بیلتون نه وو چې زمري او مور به یې په مياشتو میاشتو کې هغه  نه ليده.
د ورځو نه يوه ورځ زمری مازدیګر مهال د کوټې کړکۍ ته ولاړ و او د مامورينو موټر په خپل پخواني ځای ودريده. زمری له ډیرې خوشالۍ نه مور ته غږ کړ : مورې ! مورې! هغه دی د پلار موټر د سرک په غاړه ودريده، اوس به پلار جان ورنه راښکته شي.
د همدې خبرې سره سم درز شو، د مامورينو د موټر اوسپنې او په کې د ناستو کسانو د غوښې ټوټې دواړه يو ځای  هوا ته پورته شوې.
د درز د غږ سره سم، د زمري مور هم د کوټې کړکۍ ته رامنډه کړه، ګوري چې د خاوند موټر یې د ځانمرګي ښکار او د اور لمبې یې هوا ته پورته کيږي.
د زمري مور چې دا صحنه وليده په خوله ګونګۍ شوه، لړزه پرې راغله ، په ځمکه راولويده. زمري ورته په ژړغونې غږ ډيرې چيغې وکړې خو مور ځواب نه ورکاوه، ځکه چې مور یې د ځنکندن په حال کې وه. د زمري ژړا او چيغو ګاونډيان حيران کړل، مرستې ته یې راورسېدل. ګوري مور یې مړه پرته ده او زمری ورته ژاړي.
ګاونډيانو د شپږ کلن زمري د کراره ولو هڅه کوله او ټول په دې خپه وو چې د زمري پلار د خپل وزارت د مامورينو په موټر ، د ځانمرګي په حمله کې مړ شو ، مور خوارکۍ يې د خپل خاوند د مرګ څخه د خبريدو سره سمه مړه شوه . لنډه دا چې دماشوم  زمري د راتلونکي ژوند په هکله به ، چا يو څه ويل او چا به بل څه ويل او ځينو ځينو خو به د زمري په حال مړې مړې اوښکې تويولې . 
د ماښام تياره  په خپريدو  وه چې يو ناڅاپه د زمري پلارد کور په دروازه راننوتلو ، ټول ولاړګاونډيان هک پک حيران شول چې د نن په پيښه کې مړشوی پلار څنګه بيرته راژوندی شو !؟ 
د زمري پلار هم په خپل کور کې د ګاونډيانو په ليدلو حيران دريان ودريده او چې کله د خپلې مير منې له مرګ نه خبر شو نو په حيرانۍ يې د هغې د مړينې د علت پوښتنه وکړه، يوه ګاونډي يې په ځواب کې وويل :  ستاسو د ميرمنې مرګ ، ستاسو د مامورينو پر موټر د ځانمرګي برید له امله وبللو. ځکه موږ ټولو فکر کاوه چې ته به په هغه موټر کې وژل شوی يې . 
د زمري پلار وویل : ستاسو نظر په ځای دی خو داچې زه ولې ژوندی پاتې شوی يم لامل يې دادی چې زه کور ته د سودا را وړلو لپاره ، په لاره کې د مامورينو له موټر نه ښکته شوی وم  . - ۱۳۹۷/۱۰/۲۵