ډاکټرداود جنبش د ستاینغونډی په یاد !
دمازدیګر شپږ بجی شاوخوا به وی ، تلیفون می وشرنګیده ، د سکرین پرمخ نا اشنا نمبر راغی . اوکی می کړ، د سلام نه وروسته یی ځان معرفی کړ ، زه اسد دانش خبری کړم . د ستړی مه شی او خوار مه شی وروسته می ورته وویل : امر کوه !
ویل یی امر دادی ، موږ غواړو د ډاکټر صیب داود جنبش په ویاړ ، په لغمان کی یوه غونډه جوړه کړو ، که یوه لیکنه ورباندی وکړی نو دا به هم ښه وی . پوښتنه می ورنه وکړه ، دا غونډه کله او په کومه ورځ ده ؟
د ځواب لپاره یوه شیبه غلی شو ، فکر کوم د پنج شنبی او جمعی شپی په توپیر کی یو څه ټکنی شو، بیا یی و ویل : په هغه شپه چی پرسبا یی خلک د جمعی لمونځ کوی . ما ورته وویل :
ښه ښه پوه شوم . د هجری قمری کال په حساب یی خلک د جمعی شپه بولی ځکه شپه د ماښام دسپوږمی د راختلو سره سمه پیل کیږی خو د هجری لمریز کال په حساب یی بیا خلک د پنج شنبی شپه بولی ځکه چی د پنج شنبی شپه د شپی په ۱۲ بجو پای ته رسیږی.
له خبرتیا وروسته می ځان سره وویل : زه خو نه نبی مصداق یم ، نه ایمل پسرلی ، نه سپین تڼی ، نه شیراقا کریمی ، نه سعادت ، نه محمود کوچی او نه هم مصطفی سالک چی په ډاکټر صیب جنبش باندی څه ولیکم . ځکه چی ډاکټر صیب ټول عمر د ژورنالیزم په ډګرکې تیر کړی او ما د خپل عمر نیم پړاو د بیلابیلو وزارتونو برسیره د علومو په اکاډمی کی د جیولوجی ، کانونو اوزلزلو په هکله په څیړنو تیر کړی دی او نیم عمر می بیا د انسانانو په ژوند کی د روزنیزو پیغامونو له لاری د مثبت بدلون د را منځ ته کولو په خاطر د بیلابیلو روزنیزو پیغامونو د لیږد له لاری د بی بی سی راډیو په تعلیمی پروژه کی ، د نوی کور نوی ژوند د راډیویی ډرامی په لیکلو تیر کړی دی .
په همدی کش مکش کی وم چی څه ولیکم ؟ ... نا څاپه د ډاکټر صیب جنبش د نوی مقرری یوه په زړه پوری خاطره را په زړه شوه .
داهغه وخت و چی د لومړی ځل لپاره په کابل کی د ( ارګ یا مرګ ) تر شعار لاندی خپل منځی او تنظیمی خونړی جګړی پیل شوی ، هره خوا د توپونو ، راکټونو او هاوانونو ډزی وی ،په هره کوڅه کی ،ویرونه وو ، مرګونه وو او په هر لوری د وحشت او بربریت واکمنی چلیده .
په دغسی ترینګلواو ډاروونکو حالاتو کی، د نن غوندی ، په سلګونو رسنی نه وی ، بلکی هغه وخت په هیواد کی د روانو حالاتوڅخه د خبرتیا یوازینۍ رسنی همداد د بی بی سی راډیو وه چی خلکو به یی شروع کیدو ته شیبی شمارلی .
په همدغسی ویرونکوحالاتو کی زه هم جلال اباد ته د نورو هیواد والوپه څیر کډوال شوم ، د يو څه لنډ ځنډ نه ورورسته می تکل وکړ چی پیښور ته لاړ شم ، سهار موده وه ، د هغه وخت بدمرغه افغانی می ، په جیبونو کی تخته کړی چی د تالاشۍ په چوک کی یی په نیکمرغه کلدارو بدلی کړم . په همدی نیت دصرافی بازار ته ننوتلم . صراف سره ناست وم . پیسی می بدلی کړی .د راوتلو په وخت کی : یوه صراف له بهره راغی ، په دوکان کی ناست صراف ته یی په لوړ غږ وویل : پلانکیه ... ! بیګاه دی بی بی سی راډیو واوریده که نه ؟
هغه ورته وویل : هو وامی وریده ، ولی څه خبره وه ؟
ـ څه خبره نه وه ، بیګاه می په بی بی سی راډیو کی د یو نوی خبریال راپور اوریده ، ډیر ښکلی غږ یی وه . لکه توتی چی خبری کوی توتی .
ـ هغه ورته وویل : نوم یی څه و ؟
ـ په ځواب کی يی ورته وویل : نوم یی رانه هیر شو ، خو په ماسکوکی د بی بی سی راډیو نوی خبریال مقرر شوی دی .
په همغه شپه د ډاکټر صیب جنبش همدا راپور ما هم اوریدلی و ، صراف څه چی په ما یی هم اغیزه کړی وه . په خندا می ورته وویل : نو م یی زما زده دی ، داود جنبش نومیده . د همدی خبری سره سم ، زه نور تری روان شوم او هغوی دواړو یی په خپل منځ کی په ستاینو پیل وکړ.
ډاکټرٌصیب داود جنبش د ژورنالیزم په ډګرکی دخپلی اکاډمیکی وړتیا ، خوږ او مترنم غږ له برکته ، ډیرژر له ماسکو څخه د لندن په لور والوتلو ، هلته چی د بی بی سی راډیو ، مرکزی دفتر دی او تر اوسه ورسره خپله دنده پرمخ بیایی .
جنبش صیب ! له یوی خوا د یو ښه ژورنالست او د بلی خوا د خپل خوږ او متر نم غږ له برکته ورور د بی بی سی راډیود اوریدونکو زړونو ته لاری پیدا کړی . محبوبیت او ګرانښت یی له یوی ورځی نه بلی ته زیاتیده ان د طالبانو د واکمنی په موده کی ، د خپل وخت امیر المومینین ملا محمد عمر اخوند زړه ته یی هم لاره پیدا کړه ، جنبش صیب لومړنی افغان خبریال و چی ملا محمد عمر اخوند ورته د مخامخ مرکی اجازه ورکړه .
ځنی کسان خدای د کار لپاره پیدا کړی وی ، ټول عمر کار کار کار ...
لکه څنګه چی زه په خپل څه ناڅه ۴۰ کلن کاری ژوند کی تر اوسه امر نه یم پاتی شوی او کله کله خو می دداسی بی سواده امرینو تر لاس لاندی هم کار کړی ، چی علمی او مسلکی کار څه ، املا او انشا به هم ، ما ورته زده کوله ...
دا خبره می په دی پوری وکړه ، تر هغه ځایه چی زه ډاکټر صیب جنبش پیژنم ، هغه هم په ټول کاری عمر کی یوازی عملی ژورنالیستیک کار کار کار کار ... کړی دی ، تر اوسه یی د امریت له مقامه چاته : برو او ګم شو ... نه دی ویلی . په درنښت. د ډاکټر صیب ! د اوږد عمر په هیله
انجنیر ستانه میر زهیر – جلال اباد – روښان مینه - 2015 م کال - نومبر لسمه نیټه