فيروزه
فکر کوم زموږ په ولس کې به داسې څوک  نه وي چې د ( فيروز  يا فيروزې ) نوم يې غوږ ته نه وي رسيدلی. ځکه دا عامه انګيرنه ده  وايي: فيرووزه ډيره سوچه وي، چې څوک يې په ګوته کړي نو د نيکمرغۍ دروازې يې پر مخ خلاصيږي. له دې امله پلرونو په خپلو اولادونو د فيروز يا فيروزې نومونه هم  ايښي دي. د فيروزې په اړه نورې انګيرنې هم شته، لکه چې ويل کيږیـ: که د کوم ټپي په غاړه يا په ګوته فيروزه وي نو ټپ يې بدغږ نه وهي. يعنې ټپ يې نه ګزک کيږی او ژر جوړيږي. د همدې انګيرنې له مخې ځينې ميندې د خپل سنت کړي زوی په پښه کې فيروزه اچوي. همدا رنګه ويل کيږي که څوک فيروزه ولري، نو د چا بدې سترګې پرې اغيزه نه شي کولی. د شپې په تياره کې د بلاګانو مخ نيسي او په خوب کې نه ډاريږي. ځينې نورې انګيرنې هم شته لکه چې وايي: که سوچه فيروزه د تناره ډوډۍ ته ونيول شي، نو هغه ډوډۍ د تناره له ديواله لاندې لويږي. که جوش  شويو شيدو ته ونيول شي نو هغه شيدې خرابيږي. ځينې بيا وايي چې د پاکو او ناپاکو اوبو توپير هم د فيروزې  په وسيله تر سره کيدای شی.
دفيروزې په اړه دا ډول انګيرنې زياتې دي. اوس  به وګورو چې د منرالوژي علم د فيروزې په اړه څه وايي: فيروزه يوه قيمتي اسماني رنګه نارڼه  ( غير شفاف ) تيږه ده چې د رنګه قيمتي کاڼو په ډله کې دريمه درجه ځای لري. دا چې يو څه ناڅه ارزانه ده نو د پخوا زمانو را هيسې د سينګاري شيانو په جوړولو کې ورنه زياته ګټه اخيستل شوې  د نړۍ د نورو برخو په پر تله فيروزه زياتره په ختيزوهيوادونو کې د پام  وړ ګرځيدلې ده. خلکو په دې هيوادونو  کې فيروزه اکثره د زرګري محصولاتو په جوړو لو، لکه د خپلو ګوتو، د لاس د وخيو، د غاړې اميلونو، تسبيح او د پادشاهانو د خوليو د تاجونو په جوړولو کې کاروله. د ښکلې ځليدونکې فيروزې غمي چې کله د سرو او سپينو زرو په کړيو کې کيښودل شي، نو ښکلا يې نوره هم زياته شي.
د فيروزې کوچنۍ او وړې زرې د لرګيو په چکن کارۍ او حکاکۍ هم کارول کيږي. د فيروزې منرال د فزيکي او کيمياوي ځانګړتياوو له پلوه يو شان دی او د ځمکې په پوټکې  ( قشر ) کې د طبيعي  تعاملاتو په نتيجه کې منځ ته راځي. عموماً د ځمکې په هغو درزونو کې موندل کيږی چې هلته د مس، المونيم اوفاسفورس محلولات زيات وي. د هغو په ترکيب ٣-٨ پورې فيروزه موجوده وي. د فيروزې په ځينو ډولونو کې د اوسپنې، سليکان او کلسيم او کسيډونه هم برخه  اخلي. د اوسپنې اکسيډ د فيروزې رنګ ته توربخن زيړوالی ور کوي. په ځينو ځايونو کې فيروزه د مړو شويو  څاريو د هډوکو او غاښونو د تغير په نتيجه کې هم  منځ ته راځی چې دغه فيروزه د     ( هډوکو فيروزې ) په نامه بلل کيږي.
د فيروزې د کلکوالي درجه (٥-٦) ده. ښيښه يا چاکو د هغې پر مخ ليکه راښکلای شي. مخصوص وزن يې (٢،٨) دی. رنګ يې د وخت په تيريدو  سره د چاپيريال تر اغيزو لاندې بدلون مومي او ورو ورو خپله ځلا له لاسه ور کوي.
په نړی کې د فيروزې ستر کانو نه په ايران، د امريکا په متحده ايالاتو، چين او د سينا په ټاپو وزمه کې پراته دي.په دې ټولو کې د ايران فيروزه لومړی مقام لري چې د نيشا پورې فيروزې په نامه يې شهرت موندلی دی. د فيروزې نه د ګټې اخيستنې تاريخ ډير لرغونی دی. د نړۍ لرغون پيژندونکوپه بيلابيلو ځاينونو کې داسې ګاڼې او نور شيان پيدا کړي چې په هغو کې په زياته اندازه فيروزه کارول شوې ده. د دغو ګاڼو د جوړولو تاريخ د ميلاد نه څو سوه کلونو پخوا نيو وختونو ته رسيږي.
يوه ښه بيلګه يې زموږ په هيواد کې هم لاس ته راغلې ده. په (١٩٧٩م ) کال کې افغانۍ لرغون پيژندونکو د پخواني شوروی اتحاد د کار پوهانو په مرسته د هيواد په شمال کې د (طلاتپه ) په سيمه کې څه ناڅه شل زره د سرو زرو نمونې پيدا کړې چې په هغو کې فيروزه هم زياته کارول شوې  وه. دغه ټول سره زر د کوشانيانو په دورې پورې اړه لري. .