د څيړنې او تحقيق همدې ته وايي ؟
د ژوندانه په هره څانګه او هره برخه کې مې  تقلب ، جعل کاری  او يا د پيښوريانو په ژبه ميلاوټ اوريدلی و .  د ادب په ساحه کې هم ، په جعلي او تقلب کارانوباندې  ، دادبي غلو نوم ايښودل شوی. دادبي غلو  کار داوي چې پردي  شعرونه رااخلي  ،  د خپلې خوښې په بياتي يې څو ښايسته ټکي پرې کوي اود هغو په ځای بيا له ځانه ورته  څو بدرنګه ټکي وراچوي  ،  هغه بيا د خپل شعر په نامه په مجلو اواخبارونو کې خپروي .او په دې ډول د خپل شهرت کاذبه جذبه  پرې خړوبوي .
ددې ټولو نا خوالو سره په څنګ کې، تراو سه  د علمي او مسلکي څيړنو ساحه ،  څه نا څه پاکه سا تل شوې  وه . ځکه ددې ساحې کارکونکي اصلا  پوها ن ، عالمان او د مسلک خاوندان وي ، هغوي  نه د شهرت ليوني وي او نه هم دومره حريص وي چې د څو پيسو له پاره پردي ليکنې  په خپل نامه چاپ کړي ، بلکې هغوي غواړي چې  په رښتينې توګه ، له دې لارې خپلو هيوادوالو ته سپيڅلی خدمت وکړي .
خو په دې ورستيو وختونو کې مې،  يو څو ليکنې تر سترګو شوې چې د څيړنې او تحقيق په برخه کې هم ، يو ډول جعل کاري او ميلاوټ پيل شوی دی .
• د١٩٩٩ م کال د صبها د مجلې په لومړی ګڼه کې مې په يو مضمون
 ( د افغانستان په جګړه کې کاني زيرمو ته اوښتي زيانونه )  تر سرليک لاندې سترګې ولګيدې ، په ډيره بيړه مې په لوستلو پيل وکړ، ځکه چې همدا مې مسلک دی او په دې اړه ، د هرې نوې ليکنې د لوستلو ليواله وم .  خو چې يو پراګراف مې لا نه لوستی پوه شوم چې د خپلې ليکنې په لوستلو اخته يم . ژر مې پاس و کتل چې ليکنه خو زما ده ، نه پوهيږم چې ليکوال يې څوک دی ؟ چې ښه زير شوم نو په سر يې همدومره ليکلي و: انجنير عبدالغني . په بيړه مې لوستلو ته نور هم دوام ورکړ خو په پاې کې دې نتيچې ته ورسيدم چې ټول مطلب يې زما له هغه کتاب نه په پښتو ژباړلی چې نوم يې  ( جنګ های بيست ساله وتباهي ذخاير معدني افغانستان _ چاپ ١٣٧٧ ه .ش _ پيښور- د افغانستان د مطالعاتو مرکز )  دی .
که څه هم محترم انجنير صيب  ډير زحمت ايستلی چې له فارسي نه يې پښتو ته ژباړلی و ، خوکاشکې يې چې د خپل نوم سره په څنګ کې يې دا هم ليکلي وای چې د پلانکي کتاب نه  (  ژباړه او لنډيز  ) خو محترم ورورد ترجمې او لنډيز دليکلو  په ځا ی داسې ښودلې وه  چې دايې ګوندې خپل تحقيق او څيړنه ده ، په داسې حال کې  چې په ټول مطلب کې يوه څلور حرفيزه کليمه هم دهغه خپله نه وه، هوبه هو يې زما له کتابه راخيستې وه .
تر ټولو زيات د حيرانۍ کار يې دا و چې زه يې ډير خواشينی کړم ، د مطلب په پای کې دهمغو ماخذونو نومونه ذکر کړی وو کوم چې ما په خپل کتاب کې ورنه يادونه کړې وه . خو يو ابتکار يې کړی و هغه دا  چې زما د کتاب نوم يې هم ورزيات کړی و.
ددې ليکنې په لوستلو مې زړه بد شو ، قلم کاغذ راواخيست ، ډير څه مې وليکل ، او بيا مې د مجلې د هغه وخت يوتن مسول  ته وسپارل ، خو نوموړي له مانه هيله وکړ ه چې د ځنو مصلحتونو له مخې دا ليکنه مه چاپوه ، ما هم زړه نازړه د هغه  غوښتنه ومنله او د ليکنې له چاپ نه تيرشوم .
•            څه ناڅه يو يو نيم کال د مخه مې خپله يوه ژباړه د ( بوړبوړکۍ ) تر عنوان لاندې چې پخوا ما د صبها په مجله کې چاپ کړې وه  ، د پيښور نه چاپيدونکي  ( وحدت اخبار ) کې وليده  چې يوه ځوان په ټنډه ورته خپل نوم ليکلی و، ددې ليکنې په ليدو مې يوازې ترخه خندا وکړه نور مې هيڅ هم ونه ويل او اخبار مې له خپلې مخې لرې ګوذار کړ.
•      نن مې د پيښور ښار د يونيورستي بوک ايجنسي په لوي کتابتون کې د نوښت په نوې چاپ شوې مجلې (  دوهمه دوره ، اوومه ګڼه ، دجولای اوله 2005   ) سترګې ولګيدې .راپورته مې کړه ، پاڼې مې اړولې ، لوي لوي عنوانونه مې کتل ، نا څاپه مې ددې مجلې په ( ٧٠ ) مخ کې ،  په دې مضمون سترګې ولګيدې (   زلزله در افغانستان  _ نوشته : اسدالله حصارشاهيوال ) په لوستلو مې پيل وکړ ، ليکنه په دري ژبه وه  ، دلومړي پراګراف د لوستلو نه پوه شوم چې بيا هم د خپلې ليکنې په لوستلو  مشغول  يم . ليکنه کټ مټ او هو به هو،  زما دچاپ شوي  کتاب ( زلزله در افغانستان – نګارش انجنير ستانه مير زهير ،  مترجم عزيز اسوده ، چاپ ١٣٧٨ ش ، اداره کتابخانه های سيار اريک ) نه را اخيستل شوې  وه . خپل کتاب مې خلاص کړ ، مجله مې هم په مخ کې وغوړوله ، ددواړو په مقابله مې پيل وکړ . متوجه شوم چې حصار شاهيوال صيب د ليکنې  پيل  د همدې کتاب د دريم فصل د ٣٤ مخ نه کړی دی او حتی يوه څلور حرفيزه کله هم په کې کمه يا زياته شوې نه ده ، د ٣٦ مخ جدول يې پريښی ،٣٧ مخ ته يې ټوپ کړی، د رستاق له زلړلې يې بيا پيل کړی  ٣٨   ، ٣٩  ، ٤٠   ، ، ٤٢ او ٤٣ مخونه يې په پوره امانتدارۍ ( ؟ ) ټکي په ټکي را اخيستي دي  .
خو د تاسف خبره  داده چې د همدې ليکنې په پای کې داسې ښودل شوې  چې ګوندې دايې خپله څيړنه او تحقيق دی ،  نو ځکه يې د همغو ماخذونو لست ور قطار کړی کوم چې ما په خپل کتاب کې ورباندې حواله ورکړې وه . البته زما د کتاب نوم يې هم د ماخذونو په سر کې ور اچولی دی . په دې ليکنه کې اسدا لله حصار شاهيوال صيب هم  کټ مټ د همغه تاکتيک نه کار اخيسی ، کوم چې محترم انجنير عبدالغني د صبها په مجله کې کارولی و .نو دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چې ايا دا د  څيړنې او تحقيق کوم نوی ميتود  دی چې دې  ليکوالانو صاحبانو  کشف کړی او که  څه بل نو م ورباندې کيږدو ؟
په هر حال  زه فکر کوم ، ددغه ډول  بې مسوليته ليکنولوي لامل به  داوی چې ځنې ليکوالان خاص د حق الزحمې دلاس ته راوړلو  په خاطر ليکنې  کوي ، او په پای کې د ماخذونو لست ځکه وراچوي چې د مجلې مسول مدير ورته وايي : موږ تحقيقي مقالو ته ښه حق الزحمه ورکوو ، که ستاسو مقاله تحقيقي وي نو بيا يې ماخذونه هم راته وليکی . په دغسې حالاتو کې هغوي  د فارسي د هغه مشهور متل نه ګټه اخلي :
 ( که هم لعل به دست  ايد وهم يار نه رنجد ! )
خوموږ بايد دا  خبره هم هيره  نه کړو چې  ليکوالي يوډير سپيڅلی او پاک مسلک دی . ليکوالان په اصطلاح د ټولنې سترګې دي او سترګې با يد له هر ډول دوړو او ګردونو نه  پاکې وساتل شي .
پښتونخوا _ پيښور ښار
2005-07-14