نن سوه راپـیـاد هغـه درې خواږه یـاران
بـېــنــوامـجــروح الفت روح دي وي ښادان
خـپله ژبې پـه ویـل او په قلم و ځـلــولـه
آفــریـــن دي وي پــــــر داســــو شـاعـــران
هریوه لیکل، ویل پخپل ګړدودسره کول
یـــوه یـــوبل ته نه کــړه غــنــد نه د زیـــــان
بېنواخوړسېب تردرخته لاندي ووځلاند
الفت مڼه په لاس تروُني لاندي درخشان
دا درو کـړه پښتـو ژبه اوچـته په قـلــم
الهي! روح ئې کړي پخپل رحمت سره روښان
هریو ووسمندردخپل ژبي په ګلبڼ کـي
خدایه! وې بخـښې تـه زمـوږ تلـلي لیکــوالان