د "عمومی ارواپوهنه" موضوعات کومی دی؟

په تیری برخه کې د "عمومی ارواپوهنه" له محوری او مهمو مباحثو له مینځ څخه، پر لس موضوعاتو باندی لږ اشارات صورت اخیست، نو بیا اوس راځو " یولسم موضوع" ته.

یولسم موضوع: "دژبه تولید، دژبه درک او د ژبه اروا پوهنه":

دژبه د تولید موضوع:

"دژبه تولید" موضوع دلته د بيان د توليد موضوع، د "ژبنیز اظهار تولید" ته ، د "غږیدل تولید" ته، د ګفتار د تولید موضوع ته اشارات لری.

یعنی: مثلا په عمومی توګه د ټولو انسانانو "غږ" په یو دول نه، ،خو په یو دوله "تولیدیږی".

"دژبه تولید" موضوع دلته له "عمومی ارواپوهنی" په مباحثو کې، د "ژبه ارواپوهنه" په برخه کی ځای لری. "دژبه تولید" موضوع ته، په المانی ژبه کې ورته Sprachproduktion ویل کیږی.

له دی کبله چې "د ژبه اروا پوهنه" د اروا پوهنی په ساحاتو کی په دوه/ دری مختلفه څانګی کی تر څیړنی لاندی اخیستل کیږی، چې

الف: "د ژبه اروا پوهنه" د "عمومی ارواپوهنه" په چوکات کی،
ب: "د ژبه اروا پوهنه" د "فردی اروا پوهنه" (Individualpsychologie) او یا هم د
Differentielle Psychologie په چوکاتو کی.

او اوس دلته نباید هیر کړو، چې له مونږ لخوا "د ژبه اروا پوهنه" فقط همدا موضوعاتو باندی لږ اشارت صورت اخلی، چې "دعمومی ارواپوهنه" په چوکات کی ځای لری:

یعنی "عمومی اروا پوهنه" د "ژبه اروا پوهنه" په ساحه کی فقط د خپل عمومی قوانینو په چوکات کی، چې ټولو انسانانو لپاره "عمومیت" لری، رنا اچوی. دلته نباید له یاده وباسو چې زمونږ اصلی موضوع هم "عمومی اروا پوهنه" ده، او لکه چې تذکر صورت اخیست، او دلته په مختصره توګه تکراریږی: "عمومی اروا پوهنه" د ټولو انسانانو، یعنی پر هغه قوانین او قوایدو باندی بحث کوی، چې د "انسان" یعنی د ټولو انسانانو، په حال کی مرتبط دی.

له بلی خوا هغه وخت چې "عمومی اروا پوهنه" د "ژبه اروا پوهنه" په ساحاتو کی خپل "عمومی قوانین او قواید" اعلانوی، له نورو علومو څخه او یا له نورو علومو ځینی علمی څانګی څخه مرسته تر لاسه کوی.

په بل عبارت پیش له دی نه چې "عمومی اروا پوهنه" د "ژبه اروا پوهنه" په ساحاتو کی خپل "عمومی قوانین او قواید" اعلان کړی، "عمومی اروا پوهنه" د "ژبه اروا پوهنه" په ساحاتو کی له نورو علومو ځینی علمی څانګی سره "اختلاط" کوی، یعنی لمړی "عمومی اروا پوهنه" له نورو علومو ځینی مربوطه علمی څانګی سره خپل اتحاد او نږدیوالی تر سره کوی، او بیا یی خپل همدا "عمومی قوانین او قواید" اعلانوی:

مثلا:

"دژبه تولید" موضوع:

سره له دی نه چې "عمومی ارواپوهنه" "دژبه تولید" موضوع دخپل بحثی موضوع په حیث محسوبوی، او د "ژبه ارواپوهنه" په چوکات کی یی ځای په ځای کړی هم دی، مګر په اصل او اساس کی، "دژبه تولید" په موضوع باندی د "ژبپوهنه" یوه مخصوص علمی څانګه چې نوم یی( Psycholinguistics) او یا ( Psycholinguistik)) دی، خپل ټول لاسته راوړنی، یعنی خپل د ټولو مشاهدات، تحقیقات، ارزیابی ګانی او بررسی ګانی، "عمومی اروا پوهنه" ته وړاندی کوی. په بل عبارت دلته د "ژبپوهنه" او "ارواپوهنه" علومو تر مینځ یو شه "اختلات" او یا یو اتحاد او حتی یو وحدت صورت اخلی. ( Psycholinguistics) پخپله د "ژبپوهنه" یوه مخصوص علمی څانګه ده، چې محتوی یی، هدف یی او یا اهداف یی په لاندی دول دی:
- د ژبې د زده کړی په برخه تحقیق،
- دکومی شرایطو په اساس د "ژبه تولید" او هم د "ژبه پوهه" صورت اخلی،
- په مغزو کې د ژبې ریپریزنټشن، او یا په مغزو کې د ژبې تمثیل څه دول صورت اخلی.

او بله خبره دا ده، چې، ( Psycholinguistics) هم خپل نږدیوالی ارتباطات او یا حتی "اختلاطات" د یو خوا "د ژبه ارواپوهنه" سره لری او په عین حال کی دوه نوری علمی دسیپلینونو او یا دوه نورو علمی څانګی سره مرتبط دی، چې، یو یی "د عصب ژبپوهنه برخه" ( neurolinguistics ) او بل یی همدا "ادراکی علومو" او یا ( cognitive sciences ) دی.

د ( Psycholinguistics) او د "ژبه ارواپوهنه" توپیر په دی کې دی، چې، د "ژبه ارواپوهنه" خپل لاسته راولنی له "ارواپوهنی میتودونو" له لاری څخه، او د ( Psycholinguistics) خپل لاسته راولنی له "ژبپوهنی میتودونو" له لاری څخه، حیثیت او اعتبار ورکوی.

نن صبا د ( Psycholinguistics) او د "ژبه ارواپوهنه" نږدیوالی، اختلاط او اتحاد تقریبا یو وحدت ته رسیدلی دی، چې، ځینی کسان ( Psycholinguistics) او د "ژبه ارواپوهنه" یو بل ترمینځ توپیر نکوی او حتی ځینی وخت د همدا یو او یا بل نوم د استعمال په وخت کوم توپیر نه وینی.

سره له دی نه، زمونږ ګرانو محصلینو لپاره دا توپیر باندی غور، ضروری دی، له دی خاطر نه، دلته د ( Psycholinguistics) دری څیړنیز او یا تحقیقی ساحاتو باندی، دلته یو لږ تماس اخیستل کیږی:

I. د ژبې د زده کړې څیړنې د تنکیو ماشومانو د مورنی ژبه په هکله، او هم د دويمې ژبې په برخه کې د ژبني پوهې د استملاک پلټنې. او یا د دويمې ژبې په برخه کې د ژبني پوهې د"کسب پلټنې".

٢. د ژبې د پوهې هغه "ژبنیز حد" تر څیړنې لاندی نیسی، چې، یو "باصلاحیته غږېدونکی" او یا یو "باصلاحیته ویاند" باید ولري. دا "ژبنیز څیړنیز حد" نه يوازې د منفردو کلمو د مانا او د هغوی د ذهني او خیالي جوړښت او یا جوړښتونوپه غېږ کې نیسی، بلکه داسی پرنسیپونو او اصول ځان سره لري، چې، له منفردوکلماتو څخه د واحدونو په توګه جملې او متنونو سره جوړوی.

٣. د ژبې د پروسې په څیړنه کی مختلفه "حالتونه" او یا مختلفه "شرایط" تر څیړنه لاندی اخیستل کیږی، چې، څنګه او څه دول له تر لاسه شوی "ژبنیز پوهې" څخه په موفقانه توګه کی، شه استفاده صورت اخلی،

په پای کې:

"کوم وظایف" او یا "کومی دندو" ته باید تسلط را ایجاد شی، تر څو "یو ژبنیز بیان" ، "یو وینا"، "یو ژبنیز اظهار" او یا "یوه خبره" پوهیدل شی، او یا څوک پرې پوه شي.

"کوم وظایف" او یا "کومی دندو" ته باید تسلط را ایجاد شی، تر څو "یو ژبنیز بیان" ، "یو وینا"، "یو ژبنیز اظهار" او یا "یوه خبره" تولید شی.

اوس که چیرته مونږ دلته لږ جرات وکړو و د "ژبه تولید" اصطلاح لپاره، له "Psycholinguistik" د کړکۍ له لاری څخه یو لند او مختصر تعریف ارایه وکړو، بی له شکه چې دا تعریف کولای شی، داسی وی:

"دژبه تولید" د اصطلاح تعریف:

د "ژبپوهنیز-ارواپوهنیز علومو" (Psycholinguistik) په چوکات کی، "دژبه تولید" یو څو ادراکي پروسو پر ذریعه رامینځ ته راځی، چې، د "ویل" او هم د "لیکل" په پلان جوړونه کی همدا "ادراکي پروسو" سهیم دی.

"دژبه تولید" منفردوکلمات د واحدونو په توګه، جملې او متنونو، او هم دیالوګ ، خبرې اترې، مرکه، او محاوره دا ټول په غیږ کې نیسی.

ادامه لری.