استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د یوې خیریه ټولنې مشره صبرین فاروقي وايي، د پناه غوښتونکو سره د استرالیا د حکومت لخوا د خواخوږۍ نه ښودل او د هغوی د ستونزو په هکله د چارواکو بې غورې د دې لامل شوې چې دغه هیواد کې د ډیری پناه غوښتونکو ذهني روغتیا ته زیان ورسیږي او له امله یې هغوی ځانوژنې ته لاس واچوي.

آغلې فاروقي په یوه لیکنه کې چې د استرالیا د انډیپنډنټ ورځپاڼې لخوا خپره شوې، لیکلي، «ډیره موده نه کیږي چې یو وخت استرالیا او نور ورته غربي هیوادونه د پناه غوښتونکو او هغو وګړو په قبلولو کې چې د جګړو او ناخوالو له امله یې دغو هیوادونو ته پناه وروړه، په نړۍ کې د غوره هیوادونه په نوم پیژندل کیدل.»

نوموړي لیکي، «مخکې له دې دغو هیوادونو له جګړو تښتیدلي وګړي په ورین تندي قبلول، هغوی یې ته کورونه ورکول او د یو ارامه او سوکاله ژوند موقع ورکوله. خو اوس په دې وروستیو کې دا هر څه ترډيره له منځه تللي. دا هیوادونه او په ځانګړي ډول د استرالیا حکومت نه غواړي چې پناه غوښتونکي او کډوال یې هیواد ته ورشي.»

«اوس ډیری پناه غوښتونکي چې د ښه ژوند په لټه استرالیا ته ورځي له بده مرغه له یو داسې مهاجرت سیستم او پالیسۍ سره مخ کیږي چې د هغوی ستونزو او غوښتنو ته هیڅ ځواب ویونکې نه ده. پناه غوښتونکي په دغه هیواد کې په بشپړ ډول بې برخلیکه او بې وسه پاتي او له همدې امله د هغوی رواني او فزیکي روغتیا ته خورا زیان رسیدلی چې آن ځینو له دې حالاتو څخه ځانوژنه هم کړې.»

د استرالیا د مهاجرت پالیسۍ په اساس، هغه پناه غوښتونکي چې غواړي د سمندر له لارې استرالیا ته ورسیږي، په سمندر کې نیول کیږي او په پاپوا نیوګینیا او نایرو هیوادونو کې سمندري توقیف مرکزونو ته استول کیږي.

ملګري ملتونو تل د استرالیا د کډوالو پر دې سختې پالیسۍ تنقید کړی او ویلي دي چې دا پالیسي د کډوالو او پناه غوښتونکو د حقونو له نړیوال کنوانسیون سره په مخالفت کې قرار لري.