د تاوتریخوالی په کمښت کې د علمی مراکزو رول او مسئولیت
لنډیز
تاوتریخوالی یا خشونت(violence )یوه منفی ټولنیزه پدیده ده. تحمل او زغم( tolerance) د بشری ټولنو د مسالمت آمیزه ژوند یو اصل دی. له تاوتریخوالی څخه د پاکی ټولنی د ایجاد لپاره یو شمیر داسی عاطفی او د سالم شخصیت د مناسب او معیاری تکوین چاپیریال ته ضرورت دی، چی په هغه کی د ټولنی راتلونکی نسل له هرډول تاوتریخوالی او ناوړه فزیکی او لفظی چلندونو سره نه پخلا کیدونکی او د تحمل او زغم لرونکی وروزل شی. په دی برخه کی د علمی او تحقیقاتی مرکزونو، روزنیزو ادارو او د ارواپوهنی او حقوقی نهادونو رول او مسئولیت ډیر دروند او اغیزمن دی. په پرمختللو هیوادونو کی د خشونت د هر راز مظاهرو د راڅرګندیدو په وړاندی په بیلابیلو تدابیرو باندی کار او څړنی کیږی، دبیلګی په توګه: د کوچنیوالی په دوره کی د سالم او عاطفی چاپیریال په هکله علمی څیړنی او په ټولنه کی د زغم دزیاتولو او د تاوتریخوالی د مخنیوی د لارو-چارو په هکله د څیړنو یادونه کولای شو. له دی څخه ښکاری چی په دې برخه کی د علمی مزاکزو رول ډیر مهم دی.
سریزه
لکه څرنګه چې ښکاری دې وروستیو کې په افغانی ټولنه کې د تاوتریخوالی پېښې ډیرې شوی دی. زیاتره تاوتریخوالی شخړو او جنګونو سره ارتباط ورکول کیږی. په عمومی توګه داسې فکر کیږی چی شخړی،جنګونه او تاوتریخوالی یو بل سره یو شانته دی. په دې توګه باید دغه مغالطه روښانه شی او بیا وروسته تاوتریخوالی تعریف او توپیر یې له شخړی( منازعی) اوجګړې سره وشی. کله چی ددغو دوو مفاهیمو او تولنیزو واقعیتونو تفکیک وشی، وروسته بیا کیدای شی ددواړو په عواملو هم خبری او فکر وشی او په مخنیوی کې یې لازم ګامونه پورته شی. مدنی ټولنه هغه اغیزمنه مرجع ده چې د تاوتریخوالی په کمښت او مخنیوی کې ډیر ښه رول ادا کولای شی. په افغانی ټولنه کې د تاوتریخوالی د له منځه وړلو یوشدید ضرورت احساس کیږی، پرته له هغه ممکن دغه منفی ټولنیزه ښکارنده ډیرې ارخې پایلی ولری . په دې لړ کې یو هم دعلمی سیمنارونو او تحقیقی څیړنو د ترسره کولو لارې چارې دی.
ستونزه( Problem)
تر اوسه هم لا په ګڼ شمیری هیوادونو او له هغی جملی په افغانستان کې دتاوتریخوالی اصلی مفهوم ندی واضح، له شخړی او جګړی سره یی توپیر او د تاوتریخوالی ناوړه عواقبو او د تاوتریخوالی د سطوحو په هکله لازمه پوهه او معلومات نشته. له بلی خوا کورنۍ، روزنیز مرکزونه او د روحی مشاوری او لارښوونی مرکزونو سره د علمی څیړنو داسی پایلی نشته چی د هغو له مخی لازم ارقام تر لاسه او فاکتورونه ومومندل شی، نوځکه لازمه بریښی په افغانستان کی دی مهمی موضوع ته لومړیتوب ورکړل شی. تاوتریخوالی د ګڼ شمیر اجتماعی، اقتصادی، سیاسی او حقوقی ستونزو او ناوړه عواقبو لامل ګرځی. دا په داسې حال کې چی زموږ علمی مرکزونو او تحقیقاتی ادارو په دې برخه کی لازمه پاملرنه نه ده کړی.
موخی ( Objectives)
د دې مقالې اهداف دادی:
• د تاوتریخوالی او د تاوتریخوالی د دوو سطوحو پیژندنه،
• عوامل او منفی اغیزی
• د تاوتریخوالی له منځه وړلو کی دعلمی مراکزو رول،
• د زغم او تحمل ښیګڼې
• دعلمی مرکزونو حماتی نقش روښانه کول.
کړنلاره( Methodology)
د مقالی د بشپړولو لپاره له قلم، کمپیوتر او نویو علمی مراجعو څخه کار اخییستل شوی دی. مقاله د کتابتونی څیړنی په میتود لیکل شوی ده.

تاوتریخوالی ( Violence)یعنی څه؟
تاوتریخوالی چی خشونت هم ورته ویل کیږی،هغه ډول چلند، کړنې،الفاظ،انګیرنې، جږړښتونه، نظامونه اورفتارونه دی چې دجسمی، روحی یا محیطی زیانونو لامل شی، یا داسی یو چلند،نظام، کلمات اوبرخورد چی وګړی د دوی له بالقوه انسانی استعدادونو بی برخې او د دوی د ظرفیتونو د اوچتیدو خنډ شی. د تاوتریخوالی ډیر بد خصوصیت دا دی چی زیاتره وخت یې ریښې د خشن وګړی په ذهن کې پټې وی او لکه د شخړی او جګړی په شان برسیره او څرګندی نه وی، نوځکه یی حل هم ستونزمن او پیچلی او تر دیره بریده روانی او روزنیزو میتودونو پورې تړلی دی. شخړه او جنګ فقط طرفین زیانمن کوی، خو تاوتریخوالی بینادونه او ټولنیز بنسټ او ټاکلی قشرونه زیانمن او آن انسانی بالقوه استعدادونه له منځه وړی او اهدافو ته د ټولینزو قشرونود رسیدو مخه نیسی، متعالی ارزښتونو ته چلنج، د نوښت دښمن او په نهایت کې د ټولنی د وروسته پاتیوالی لامل ګرځي. په شخړه کې چلند، کلمات،نظام ، جوړښت او لید لوری دی چې پایله يې محیطی، روحي او یا هم جسمی زیانونه دی. تاو تریخوالی دوه برخې لری:
• دلیدو وړ ،لکه : فزیکی چلند ( چې متاسفانه د وهلو- ټکولو،ویرولو،ګواښ اوکړاو ورکولو په بڼه تر سترګو کیږی.
• نه لیدونکی، لکه: تفکر، قضاوت، نظام،اساسی ساختارونه، په پریکړه کی چلند او اجتماعی برخوردونه.
البته شخړه، جګړه او خشونت یو بل سره تړاو هم لری او د اصلاح وړ هم دی. د دې ټولو اصلاح د پوهې او ښوونی او روزنی لوړې کچې، متعالی فرهنګ، عقلانی چلند او دانسانی ارزښتونو ځلولو پوری اړه لری، چې دغه مسئولیت تر دیره دولتی او رسمی نهادونو او تر ډیره بیا دمدنی ټولنی په غاړه دی. دتاوتریخوالی سرچینې (عوامل) دا دي:
 احساسات او د ارزښتونو د درجې ټاکل
 کرکه او ویره
 بی توپیره حالت
 نژاد پالنه، مذهبی تعصبات.
 جنسیت (جندر)
 دپوهې ډیره ټیټه کچه
 دحقوقو او آزادی محدودیت( مثلاً اپارتاید)


شخړه ( Conflict)
ډیر ځله منازعه او شخړه یو د بل پر ځای هم استعمالیدای شی. په لغت کې یې معنا سره مښودل کیدل، یو بل څخه جلا کیدل، کشمکش او یو دبل مخی ته ورتلل (تقابل او تعارض) دی.
په اصطلاح کې شخړه (Conflict ) د دوو یا له دوو څخه د زیاتو اشخاصو(حقیقی او حکمی) تر منځ داسې یو اختلاف ته ویل کیږی، چې یو بل سره توپير لرونکی اهداف لری یا فکر کوی چې اهداف یې یو بل سره برابر نه دي، دا یو ناوړه حالت دی. دغه اشخاص به یا وګړي وي، یا به ډلې او سازمانونه وي یا به هم حقیقي او حکمي اشخاص وي او یا به هم د سازمان دننه سازمان پوری اړوند کارکوونکی وی. کله چې خلک یو بل سره متضاد او متناقص اهداف ولري، یو بل سره په شخړه اخته کیږي.
شخړه داسې هم تعریف شوې ده : یو بل سره دتعاملاتو د لرونکو اشخاصو ترمنځ د ګټو ټکر، شخړه ده.
یا : د دوو طرفینو د موخو او غوښتنو ترمنځ عدم توافق.
یا: هغه حالت چی د یوې ډلې د پرمختګ ځواک د بلې ډلې له خوا خنډ سره مخامخ شی.
ځینو نورو بیا شخړه داسې هم تعریف کړی ده: د ښکاره او پټو موخو ترمنځ نه یووالی او عدم تطابق.
شخړې د دوو تنو، ډلو، سازمانونو، ملتونو، ټولنیزو اړیکو، اقتصادي اړیکو او د قدرت د روابطو ترمنځ پېښېدای شي. شخړې په دغه ډول اړیکو کې د بې توازنې له امله او د ساحاتو او د دغو غوښتنو تر منځ په توپير سره منځته راځي. لکه چې پوهيږو د وګړو اړتیاوې د یوه هرم بڼه لري چې قاعده او بنسټ یې فزیالوژيکي اړتیاوې دي، وروسته بیا امنیتي اړتیاوې مخې ته راځي او ورپسې ټولنیزې او روحي اړتیاوی دی. کله چې یو څوک د دغو اړتیاوو کمښت احساس کړي، مقاومت او شخړې ته لاس اچوی چی پایله یې په شخړه کې ښکیل کیدل دی. دغه شخړې ځینی وخت پټه او ناڅرګنده بڼه لري، ځینی وخت برسیرنې او سپکی وي، خو ځينی وخت شخړی ژورې او بیخلنې او ډیرې څرګندې او ویجاړوونکی وي. زیاتره شخړې مادی او حقوقی او لږ شمیر یی ټولنیزی، سیاسی او کلتوری بڼه لري، خو بیا هم مهم لامل یی مادی امتیازات، دريځونه ترلاسه کول، متضادی انګیزې، ناوړه پوهېدنه، یو بل سره په تضاد کې هدفونه لرل، پراختیا غوښتنه او قدرت غوښتنه او دې ورته نور لاملونه دي.
اما، باید هیره نه کړو چی ځینی وختونه که له مثبته پلوه وګورو،د نظرونو اختلاف د تکامل او د یوې ښې پایلې لامل هم کیدای شی، خو دا هغه وخت چی یو د بل د قناعت وړ وګرځی او پایله یې یوه منطقی نتیجه وی، نه جګړه. یعنې که دشخړی پایله په جکړی پای ته ونه رسیږی، بلکی د یوه معقول حل باعث شی، بیا نو شخړه، اختلاف او د نظرونو توپیر د مضروالی پر ځای مفیده هم وی!
د شخړې یوه حیرانوونکی بڼه د متضادو نظریاتو او انګیزو لرل دي. دغه متضاد نظرونه او انګیزې د قدرت غوښتنې او پراختیا غوښتنې په پرتله ډېرې ویجاړوونکی نه دی، بلکې زیاتره وختونه غنا بښونکی او نوښت لرونکی هم وي، چې د نظرونو د توپير په پایله کې یوه ډیر ښه درېیمه لاره را پیدا کولای شي. شخړې، د نظراتو توپير او د انګیزو بیلوالی د ژوند یو واقعیت دی. سوله او شخړه د یوې سکې دوه مخونه دي. کې شخړی معمولا د موقفونو، د دندو د تداخل، د روابطه ناوړه تامین، د ناوړه مفاهمی، د صلاحیتونو دویش او دی ته ورته مسایلو له امله واقع کیږی. له نیکه مرغه زیاتره شخړې د حل وړ دي. د شخړی هوارول (Conflict Resolution) یوه معموله او ډیره ګټوره ښکارنده ده، چې د نویو اړیکو د جوړولو او ښکیلو اړخونو ترمنځ د نویو او پاییدونکو اړیکو لامل ګرځي. د شخړې هوارول له یرغل څخه ډک چلند ته د پای د ټکی کيښودل دي. د شخړی مدیریت د ښکیلو اړخونو په چلند کې د مثبت بدلون راوستل او د دوی په فکر او چلند کې په زړه پوری تغییر او په راتلونکی کې له تاوتریخوالي او جګړی څخه د ډډه کولو او د نورو اختلافاتو کمول دي. تاوتریخوالی او جګړه د شخړی پایله ده، یعنی شخړه ، تاوتریخوالی او جګړه یو بل سره توپير لري، حتمی نه ده چې د هرې شخړې پای به جګړه اوتاوتریخوالی وی. له یوې خوا که منازعات د تکامل لامل کیږی، له بلې خوا تاوتریخوالی او خشونت پرته له منفی عواقبو نور هیڅ هم نلری.
جګړه ( War)
د دوو یا څو لوریو ترمنځ داسې مخامخ کیدل چی یو پر بل د یرغل شکل لری، چې زیاتره د فزیکی ټکر په بڼه پیښیږی. که دواړه لوری کومی جنګی وسیلی باندی سمبال وی وسله وال جنګ بلل کیږی. دا یو نهایت قهرآمیزه عمل دی چې پر مقابل لوری یا د برید په موخه یا هم له خپل حق څخه د ساتنې په موخه واقع کیدای شی. کیدای شی جګړه د هغه فشار او زور په وړاندې مقاومت او ټینګار وی چی پر ده باندی تحمیل شوی وی، یا هم کیدای شی د هغی ستونزی او ناوړه پوهیدنی د له منځه وړلو په موخه وی چی له سوله ییزی لاری او د تفاهم په واسطه نه وی حل شوی. یعنی لومړی به یې خامخا د شخړې بڼه لرله چی وروسته بیا د جګړې حالت ته رسیدلی وی. جګړی او شخړې د جګړی او شخړې د عامل په له منځه وړلو سره، ډیر ژر او آنی حل کیږی، خو تاوتریخوالی د دې دوو په پرتله ډیر کار ته اړتیالری، یعنی تاوتریخوالی یوه ډیره بده منفی تولینزه پدیده ده.

دخشونت په له منځه وړلو کې د علمی او څیړنیزو ادارو رول
مدني بنسټونه په ټولو ټولنو او ټولو چارو کي چي د خلګو او د هغوي د چارو سره سر او کار ولري اړيکه لري يا خو هغه تامينوي او يا خو د هغوي څخه ساتنه کوي.په حقيقت کي د مدني بنسټونو قوي شتون د يوي ټولني د پرمختيا سره مستيقمه اړيکه لري. مدني ټولنه او بنسټونه د ټولنيزو کتلو په وسيله جوړيږي، چې د دولت د محدودي څخه بهر، د ټولنيزو مناسباتو د بشري حقوقو د ارزښتونو د رشد په لاره کې، دموکراسي او د قانون حاکميت، د مشترکو برنامو تر لاس لاندي نيول، د همکار او مدد کوونکي اتباعو په توګه، کار او فعاليت کوي.زموږ هيواد کي هم مدني بنسټونه د قوانينو پربنسټ په رسميت پيژندل شوي او کولاي شي خپل نظارتي او حمايوي رول په ټولنه کي تر سره کړي.
دموکراسي په يوه معني د حکومت پر کړنو باندي د خلګو نظارت ته وايي، دضرورت پرمهال دفشار دیوی وسیلی په توګه عمل کوی. مدنی ټولنه په ډیره ښه ډول په هغو ټولو جریاناتو نظارت کولای شی چی د خشونت لامل کیږی او یاهم د خشونت نښې پکې ښکاری. دغه نظارت په څو ډولونو باندې پلي کيداي سي، چي د هغو له ډلي څخه يو يې هم د مدني ټولنو او مدني بنسټونو تشکيل او بيا د هغو په وسيله د نظارت تر سره کول دي. مدنی ټولنی سیاسی احزاب او سیاسی قدرت کې سهیم ځواکونه نه دی، بلکې مدني ټولني صنفي، حرفه اي او وګړيز تشکيلات دي چي د وګړنیز قدرت په لرلو سره، د خلګو غوښتني د حکومتي مقاماتو تر غوږونو رسوي او ضمناً د هغه اختياراتو او قدرت ته په پاملرني سره چي د خلګو په منځ کي ئي لري کولاي سي په خپله يو شمير مسولیتونه اودندي پر غاړه واخلي.په داسی مواردو کې مدني بنسټونه په حقیقت کی یوه دفشار وسیله ګرځی او اصلاحی رول لوبوی، خودغه بنسټونه بايد وګړنیز،آګاهانه او په بشپړ ډول د خلګو په وسيله رامنځته سي او په خپله د ولسونو په وسيله پراختيا پيداکړي. په دي برخه کي د دولت حداکثر کار چي بايد تر سره يې کړي دادي چي د مدني بنسټونو په وړاندي پراته خنډونه ليري کړي.

۱.مدنی ټولنه اود تاوتریخوالی په وړاندی اعتراض
مدنی فعالان دټولنی هرګوټ کې پټ او ښکاره ناملایمات درک او ورڅخه خبریږی. دوی دټولنی د آګاه او زړه سواندو عناصرو په توګه ددغو ناملایماتو په وړاندی غږاوچتوی او تولنه اصلاح ته رابولی. په دي صورت کې، حرکات او منطقي سازمان يافته بنسټونه چې د خلګو دمشارکت په بر کي نيولو سره رامنځته سوي وي کولاي سي چې د خلګو د حقوقو د غوښتلو او د هغه څخه د ملاتړ زمينه په ابتکاري او خپلواک او په همږغي توګه په ملي بنسټونو کې د مشارکت له لاري مساعده کړي.

۲. مدني بنسټونه د دموکراسی یو شرط
((مدني بنسټونه)) عبارت له هغه بنسټونو يا نهادونو څخه دي چې دولتونه، د خپل اساسي قانون پربنسټ او يا د عادي قوانينو په اجرا کې، د هغو په تاسيس لاس پوري کوي، چې له دي طريقه، په بشپړ مشخصو سازکارونو، د بشرحقوقو د ارتقاء او د هغه څخه د ملاتړ زمينه مساعده کړي. د مدني بنسټونو څخه د ملګرو ملتونو په يو تعريف کي داسي ويل شويدي چي مدني بنسټونه غيرانتفاعي داوطلبانه، د یو هیواد داوسیدونکو څخه په سيمه آييزه، ملي او بين الملي کچه تشکيل سوي وي مدني بنسټونه بلل کيږي.

۳. د مدني بنسټونو حمايتي نقش
مدني بنسټونه د خشونت په وړاندې دروا مبارزی ملاتړ کوی او هغه وګړی او اقشار چی له تاوتریخوالی سره مخامخ دی. دوی هغه حرکت او نهضتونه پیاوړی کوی چې د دموکراتيکو ټولنو د مهمترينو سکتورونو څخه د قانون حاکميت تر چتر لاندي تشکليږي، او د يوي داسي حوزي په عنوان په کوم کې چې تصميم نيونه د ولسونو د ټوليز او فعاله مشارکت په لړکي په آزادو او برابرو شرايطو کې صورت نيسي، او تل يې د قانون حاکميت د خپلو کارونو او چارو د سرته رسولو په لومړيتوب کې نيولي او په لاندي عرصو کې لکه:
-د دموکراسۍ په تعميم کې د رسنيو نقش
- اطلاعاتو ته لاسرسي
- د ملي غونډو راغوښتل، دمذاکراتو پرمخ بیول
- له تاوتریخوالی څخه تيريدنه
-کډوال، مهاجرين او بشر حقوق
- لوږي(فقر) او بشر حقوق
- تعاملي عدالت
- دموکراسي، ټولټاکني او د سياست انساني کول
- دبشر حقوق، فرهنک، ښوونه او روزنه کې فعاليت کوي.

د خلګو او ادارې ترمنځ د همکارۍ او اعتماد فضا رامنځته کول د اداره کوونکو او اداره کيدونکو ترمنځ ډيره مهمه مسئله بلل کيږي يعني په دي مفهوم چې اداره بايد د لاښه روڼتيا يا شفافيت او د خلګو د باور د لاسته راوړلو په خاطر ټول موارد بايد د خلګو سره شريک کړي. ((د عمومي اړيکو اداره) په ټولو اداري سازمانونو کې د خلګو او ادارې ترمنځ د ښو اړيکو لپاره منځته راغلي ده، ولي دا ادارې په هيڅ ځاي کي بريالي نه وي او نه دي. ځکه چې اداره تل کولاي سي چې د (عمومي اداري مصالحو)، (اداري اسرار) او د هغه په شان نور مواردو په بهانه پټ سوي او کولاي يې سول چې خپلو کارونو ته په يادو بهانو سره مشروعيت وبخښي. بناء داسي څرګنديږي چې د افغانستان ادارو هم د پورته بهانو په وړاندي کولو سره تل هڅه کړي تر څو خپل ځان او اداري واقيعتونه د خلګو څخه پټ او خپلو نامشروع اعمالو ته د مشروعيت ورکولو هڅي وکړي، چې د خلګو او ادارې همدا لامل د دي باعث سو چې اهسته، اهسته د خلګو او ادارو ترمنځ اړيکي ليري او يو مشخص واټن رامنځته سي او په داسې حالت کې دغه ډول اداره د خشونت مخه هم نشی نیولای. اوس داسي څرګنديږي چې په افغانستان کې د خلګو او ادارو ترمنځ د باور او شفافيت رامنځته کولو فضا په نسبي توګه له منځه تللي، نو له دی ضعیفی اداری څخه د خشونت دمخنیوی ډیره تمه هم نشی کیدای. بيا هم د افغانستان اداره هڅه کوي تر څو د هيواد د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو په نظر کي نيولو سره خلګو ته ځواب ويونکي و اوسي او دي موخي ته د رسيدو په خاطر غواړي چي د مدني بنسټونو سره نسبتاً نژدي اړيکي وساتي تر څو خلګو ته وښيې چي د افغانستان اداره هم د نورو دموکراتيکو هيوادونو په څير د خلګو باور جلبولاي سي او خلګو ته د عامه خدمتونو د وړاندي کولو په برخه کي نسبتاً توانايې لري، د اداری د ضعف سره سره که داسی فضا موجوده وی چی مدنی فعالان هغی فضا کې کار وکړی، نو دا ډیره دخوشبختی خبره ده باید مدنی فعالان له دغی مساعدی فضا څخه ګټه پورته کړی او دخشونت په وړاندی غږ اوچت او ولسونه راویښ کړی. موږ پوهیږو چی افغانستان هم د مخ پروده هيوادونو څخه دي او د مدني بنسټونو رول پکښي نسبتاً ډيري تاريخي ريښي نلري نو ځکه لا اوس هم د افغانستان د خلګو سره د مدني بنسټونو په اړوند ګونګ سوالونه پاتي دي. د بيلګي په ډول دا چي مدني بنسټونه کومي دندي لري؟ د کومو لارو چارو په وسيله د عامه ادارې په چارو باندي نظارت کوي او دي ورته نوري پوښتني. دلته ضروی ده چې مدنی فعالان په ټولنه کی خپل محبوبیت زیات کړی. موږ د افغانستان معاصر تاریخ کی د مشروطه خواهانو او ویښ زلمیانو تجربه مخکی لرو. ویښ زلمیانو په ریښتیا چی هم محبویت درلود او هم یې خپل وخت کې ډیر عالی اصلاحی قدمونه اوچت کړل (صرف نظر له دې چې ځینو ورته د یوه ګوند اوسیاسی حرکت په توګه کتل).

په افغانستان کي د مدني بنسټونو نظارتي رول
په دي مفهوم کي، نظارت يا څارنه په سيستماتيکه توګه د ټولنیزژوند په چاپيريال کي د عامه سوکالۍ ،عادی جریاناتو، حقوقی نظام، معاملاتو او خدمتونواو دژوند دټولواړخونو په اړوند د مدني بنسټونو په وسيله د اطلاعات راټولول او د هغوي تحليلول دي. په دغه ډول تحليل کي مدني بنسټونه د افغانستان په ګډون په اکثرو هيوادونو کي د فشار د ډلي په ډول کړني ترسره کوي او د دولت د کړنو څخه څارنه کوي. چي دغه ډول نظارت معمولاً د سيمو څخه د کتني(د کمپونو، حمايتي خيمو او هغه مراکز چي اوس د جوړيدو په حالت کي وي) په وسيله تر سره کيږي. په افغانستان کي د مدني بنسټونو دغه ډول نظارت په دوه ډوله تر سره سوي دي لومړي دا چي د افغانستان ادارو ته خپل تحليلي راپور يا پيغام واستوي او يا دا چي نړيوالي ټولنه په دي اړوند په جريان کي واچوي. تر څو د افغانستان اداره او نړيواله ټولنه د هغو ستونزو او کيفيتونو د حال څخه باخبره کړي او په دي برخه کي يې خپل رسالت په دوه ډوله تر سره کړي دي يو د خبرو د لاري او بل د راپور په وسيله.دتاوتریخوالی سره دمبازی برخه کی هم همدا شیوه نوره هم پرمخ بیول کیدای شی.

په افغانستان کي د مدني بنسټونو همږغۍ کوونکي رول
مدنی ټولنه دتساند او تساهل په روحیه کار کوی. د دوی ډیر ښه رول او نقش دادی چې ټولینزو مسایو کی همغږی راوسلای شی، د مدني بنسټونو د غه نقش چي د منځګړيتوب په نوم هم شهرت لري، معمولاً مدني بنسټونه په دغه نقش کي د نظارت، خبرو اترو او راپورڅخه وروسته خپل راټول سوې اطلاعات تر بحث لاندي نيسي او د چارو د فعالينو ترمنځ د اړيکي چي د نورو نهادونو،دولت، نړيوالي ټولني او مدني ټولني څخه عبارت دي سرته رسوي. په افغانستان کي د مدني ټولني د بنسټونو او حکومتی ادارو ترمنځ په اړيکو کي دخپل موجوديت سره سره يو ستونزمن کار هم ؤ او دي، ځکه چي په افغانستان کي مدني بنسټونه بايد د عامه ادارۍ لوړ پوړو او منځ پوړو چارواکو ته خپل اعتباري رول د يوه اغیزمن بنسټ په حيث په ثبوت وروسوي چي دا کار اکثراً په افغانستان کي د مدني ټولنو په وړاندي ستره ننګونه وه ځکه چي دغه ډول بهاني چي ګويا يو ځانګړي مدني بنسټ د خلګو باور د ځان سره نلري د دلسردی زمینه مساعده کړيده. مدنی ټولنه د خشونت په زایلولو اودشخړو په هواری، د اذهانو روښانتیا، د سولی او ثبات راوستو او د تفاهم، تساند، همغږی او د وروری د فضا په جوړیدو کی ډیر رول ادا کولای سی.
نو دلته دې نتيجې ته رسېږو چې خشونت دزایلولو وړ او ورته علمي لارې چارې شته خو مهم شرط دادى،چې ژوره مطالعه،تجربه اوکافى مهارت موجود وي . که دا له يوې خوا علمي اصول لري او د مهارت غوښتنه کوي له بلې خوا دا يو هنرهم دى .په افغانستان کې ديني شعاير او موسساتي چوکاټ او مدنی ټولنه د شخړود زایلولو لپاره مساعد دى، د همدارنګه ډیر الهي نصوص او احکام او د هغو ښه بيانول د دې ستونزې دحل سره ډېره مرسته کوي . مثلاً په مدینه منوره کې د یثرب نوم په مدینه بدلول او د ډیرو مسایلو لپاره نوی لارښوونی دخشونت برځای د عطوفت تبلیغ د دې ښه مثال دی همداسی هم په مکه کې د اسلام د خپرېدو مخکې داسې دور وو،چې حجرالاسود به د يوې قبيلې مشر د خاصو مراسمو په ترڅ لېږداواو د دی لیږد کې یو ډول منفی غرور او تعصب هم و، خو په يوه کال کې د څلورو قبيلو لانجه واقع شوه، د دغې لانجې د حل لپاره حضرت محمد(ص) يوه داسې د حل لاره ومونده،چې څلور واړه د نزاع طرفين ورباندې راضي او اختلاف حل شو.هغه داسې،چې دغه تيږه يې په يوه څادرکې کېښوده او څلور مشرانو د څادر څلور څنډې اوچتې کړې او موضوع حل شوه .دا دخشونتد له منځه وړلو يومثال و.مدبر او پوه اشخاص د منازعاتو د حل لپاره ډېرې غوره لارې پيداکولاى شي.
نتیجه
له بده مرغه اوسنی وخت کې افغانی ټولنه کی تاوتریخوالی تر بل هر وخت ډیر لیدل کیږی. حال داچې تاوتریخوالی په ټولو اسمانی ادیانو، مدونو مترقی قوانینو،عرف او ولسی دود-دستور او نرخونو کې غندل شوی دی. زموږ کلتور ولسی ادب، متلونو، روایاتو او کیسو او نکلونو کی خشونت ته د ملامتی ګوته نیول شوی ده اوعدالت او ټولنیز مساوات ستایل شوی دی. تاوتریخوالی ناوړه تولینز، سیاسی، اقتصادی اوکلتوری عواقب لری. باید د تاوتریخوالی لپاره مناسب او اغیزمن ګامونه اوچت شی، چی یو مهم رول دې برخه کې مدنی ټولنی ته ورپه غاړه دی. مدنی نهادونه د دیموکراسی له فضا څخه په استفادی باید دی برخه رغنده برخه واخلی. څرنګه چی لیدل کیږی لا اوس هم رسنیو، مدنی فعالانو، متنفذینو او سیمه ییزو سپینږیرو او مشرانو دی مهمی پیښې ته لږ اهمیت ورکړی دی. باید عامه اذهان دی برخی ته متوجه شی. دې برخه کې علمی لیکنی، څیړنی او په ورکشاپونو، سیمناورونو اودپوهاوی غونډو کی پاملرنه یو لومړیتوب دی.

وړاندیزونه
دافغانستان دعلومو اکاډمی د خپلو علمی سیمینارونو په لړ کې یوې ډیرې مهمې موضوع ته پاملرنه کړی چی هغه تاوتریخوالی او ددغی منفی ټولینزی پدیدې ناوړه پایلی دی. ټول هغه کسان چی ددی منفی پدیدی په ناوړه عواقبو پوهیږی، په دی فکر کی دی چی باید د تاوتریخوالی مخه ونیول شی. ددی دمخنیوی لپاره باید مناسبی لاری –چاری ولټول شی. د دغی ښکارندی د مخنیوی لپاره باید عامه اذهان او افکار روښانه او ټولنه له روانی پلوه له دغی ناروغې څخه وژغورل شی. په دی موخه لاندی وړاندیزونه لرم:
۱.درسنیوودنده دی برخه کی تر ټولو مهمه ده، چی خپل ټول پروګرامونه(خبررسول، ذوقی برنامی او معلوماتی برنامی) اصلاح او په سیده او ناسیده توګه د تاوتریخوالی د کمښت او له منځه وړلوته پاملرنه واړوی. له بده مرغه ځینی وخت رسنۍ په خپله په نااګاهانه ډول تاوتریخوالی ته لار هواروی. ددې نیمګړتیا د له منځه وړلو لپاره پکار ده چی رسنۍ باتجربه او په روانی مسایلو پوه اشخاصو څخه مشوره واخلی. آن دا چې وړاندیز کیږی چې دوی باید دا ډول تجربه لرونکی اشخاص د مشاور په توګه رسماً خپل تشکیل کی استخدام او له لاروښوونویې کار واخلی، داځکه چی زموږ ګڼ شمیر رسنۍ چې د اوس لپاره یې نومونه نه اخلو مناسب نشرات نه لری.
۲.د دې ډول ګټورو سیمنارونوو سلسله دی دوام ومومی او مدنی نهادونو، دولتی ادارو،دینی علماوو،اهل معارف او سیمه ییزو مخورو سره دې په دی مسایلو بحث وشی او د حل لاری وموندل شی. پرته له هغه به خدای ناخواسته ډیرو ناوړو ټولینزو عواقبو سره مخامخ شو.
۳.زموږ دینی علما دې دخپل ملی او دینی رسالت له مخې د موعظو او ددینی ارشاداتو د تبلیغ پرمهال دې موضوع ته کلکه پاملرنه وکړی.
۴.دخشونت قربانیانوته دی د نړیوالو موسسو مرسته جلب او دهغوی په مرسته دی د بیرته جبران زمینه برابره شی.
۵.په ښوونځیو کی د ښوونکو پاملرنه دی برخه کی ډیره ضروری ده. له بده مرغه په ګڼ شمیر ښوونځیو کی داسې ښوونکی مقرر شوی چی په خپله د خشونت منبع ګرځیدلی او د معلمی د سپیڅلی دندی په اساساتو خبر ندی. د معارف د وزارت توجه دی برخه کی یو لومړیتوب دی.
۶.سره له دی چی لله الحمد زموږ پولیس د لسو دولسو پخوا کلونو په پرتله ښه روزل شوی او خپلو مسلکی اخلاقو ته ځیر شوی دی، خوبیاهم دیو شمیر پولیسیو امنیتی او قضایی ارګانو چلند دی برخه کی داصلاحاتو غوښتنه کوی.
۷.هیله ده د سمینار مقالی او پریکړه لیک نشر او تر ممکنه حده ذیربطه مراجعو ته ورسول شی.

اخځ

۱.قرآن عظیم الشان .
۲.دودیال، محمد بشیر.(۱۳۹۵)، دسازمانی شخړو مدیریت،: یار خپرندویه ټولنه، جلال آباد م.م.۱۶-۱۰۴
۳.فیشر، سیمون ، ستیف، ویلیمر و دیګران.(۱۳۹۱) کاربامنازعه (مهارتها و راهبردها برای عمل) (مترجم:رحمان علی جاوید): نشر مرکز ملی تحقیقات پالیسی پوهنتون کابل: مطبعه طباعتی وصنعتی صبور، کابل ـ افغانستان ص.۱۷، ۲۰، ۱۲۱، ۱۵۰، ۱۵۲، ۱۵۴
5.Bercovitch, Jacob and Jackson, Richard, (2009), Conflict Resolution in the Twenty-first. University of Michigan Press. P. 53, 74.
6.Hicks, Donna. (2011), Dignity: The Essential Role It Plays in Resolving Conflict : Yale University Press, P.13, 49, 98.
7.Monk, Gerald. & Winslade, John(2000), Narrative Mediation: A new Approach to Conflict Resolution :Jossry- Bass Publishers, San Francisco. P.3, 45, 63