- اخ! ولې مې وهئ! ګنا مې څه ده!

په داسې اکر کې چې د سوکانو او لغتو باران دی پر ې، په روسي  بازاري ژبه ورته وایي:

- ژر شه! پیسې راو اخله،که نه بې مرګه دې نه پرېږدو!

- له کومه یې کړم!

بیا هم وهل او ټکول، ورته وایي:

- ښه نو په ژوند پکو شوی یې! نه غواړې ژوند وکړې!

بیا لاس شاته تېروي، د پتلانه له کمربنده چاړه راباسي، د ګوزار او وهلو تابیا نیسي. مړوند لاس و پښې وهي چې له ګوزاره ځان وژغوري، په دې کې یې څنګل د تخت له ژۍ سره لګیږي. راویښیږي. ګوري چې اندامونه یې رېږدي. خولې خولې وي. بیا د حوېلۍ څراغ په تته رڼا کې چې د خوب خونې ته راننوتې، خپلې مېرمنې ته ګوري. هغه په درانه خوب ویده وي. ژوره سا اخلي. د ځان د ارامولو کوښښ کوي. د خوښۍ څپې یې په شونډو راټوکیږي. شوکرونه )شکرونه( باسي، چې اخره خو یې سمیږي. نږدې میاشت وي چې له غونچې سره یې واده شوی وي. غونچه یې د ماما لور وي. له واده خوښ او راضي وي، او یو د بل په زړونو کې یې اوسېږي.... خوډېر ژر پرې همدا ډاروونکی خوب سیوری غوړوي، او تېر مهال ته ستنیږي.

تنکی ځلموټی وي، چې د ګټې وټې په سوچ و خیال کې کیږي. دغه سوچ و خیال ورته له مشرانو نه په میراث پاتې وي. له هغو یې اورېدلي وي چې(( وګټه فیل وڅټه)). د همدې ګټې وټې خوبونه وي چې پلار یې له دویمې ښځې او د هغې له زامنو سره ځان روسې ته رسولی وي، او خپل دوه سکني ورونو یې پر خپل پلار هم پښه وراړولې، تر قاف غرونو تېر شوي ، او ځانونه یې لوېدیځې اروپا ته رسولي وي. مړوند هم خپله مور د خدای اسرې ته پرېږدي، او د خپلو مېرنیو په مرسته ځان تر مسکوه رسوي. ګوري چې هغوی هره ورځ سپېده چاودې له کوره وځي. خپلې هټۍ ته ځانونه رسوي. د ماښام تر تیارې خورېدو پېر و پلور کوي، او ناوخته بیا کور ته راستنیږي.

کور کې د اونۍ په تېرېدو سره مړوند ته نوره ناسته خوند نه ورکوي. ورږې کوي. پښې په یوه موزه ننباسي چې ورونه یې کارته له ځانه سره بوځي. ورونه یې لیوالتیا ښه شګون ګڼي، وایي د سات تېرېدو تر څنګ به د دې ځای په دود و دستور، او رو و ګودر بلد شي، او هم به د دوی لاس پرې سپک وي.....

مړوندهره ورځ ګهیځ په خړه ورونو سره له کوره وځي، کرۍ ورځ د پېر و پلور توکي سمبالوي، په ډېرې ویښیارتیا سر ه ترې څارنه، او  ساتنه کوي او تېر ماښام کور ته راستنیږي. ورونو یې له غلو، غدیو ورته ویلي وي، هغوی چې له وېښې مور زوی لوټي. خو هغه څه چې ځینې وخت د مړوند تبه خټه کوي، د ژبې نه پوهاوی وي چې د اښتنې پوښتنې پر مهال ورته ربړه رامنځ ته کوي. خو بېرته د نهیلۍ پر ستوني ګونډه ږدي، وایي، چې تر اوسه یې لا سېر وړۍ نه ده ورېشلې، په دوه درې میاشتو کې ستونزمن وي چې د ژبې ربړه دې له مخې لرې کړي، او له دې سره یې موسکا په شونډو راخوریږي.....

کال لا پشپړ شوی نه وي، خو مړوند د دې جوګه ګرځي چې د ژبې په اړوند خپله جاله پورې باسي. د پېر و پلور چارې پرته له ستونزو سمبال کړي. د هغه موسکا، تنکۍ ځواني، ښکلې بڼه، او ښه سلوک د کار پر بهیر او زیاتوالي اغېزه ښیندي. ورونه یې پرېکړه کوي چې له مشتریانو سره د راکړې ورکړې او پېر و پلور چارې ده ته وسپاري....

خو بیا د پېر و پلور د ورځني ژوند په لړ کې دوه ورځې کیږي،  یوه پېغله چې د مړوند  د عمر سره اړخ لګوي، راځي، دتوکو په منځ کې ګرځي راګرځي. توکي اړوي، را اړوي. ځینې وخت موسکۍ غوندې شي، خو څه شی نه اخلي، او تش لاس بېرته روانیږي......

یو خو روسان له اصل و نسله سره او سپین دي، خو بیا پر دې پېغلوټې خدای لږه شانې زیاته لورولي وي. ډولي زړه وړونکې سترګې،یعقوتي شونډې، نرۍ ملا ، طلایي ویښتان، دنګه غاړه،   د چا خبره د اوبو د څښلو پر مهال یې په مرۍ کې اوبه له ورایه ښکاري، ښکلی اندام چې د غاټولو تازه سپړل شوي ګلونه یې لا د سړي پاملرنه ځانته راکاږي..... اورېدلي به مو نه وي، وایي، پېغله که د خټو هم وي، هر څه دې ترې ځار شي ، او بیا دا خو لا کورټه حوره ښکاري......

نن هم راځي، دا کانه کوي، او پر خپله مخه ځي. په اول کې مړوند پرې د غلې ګومان کوي، خو نن پر خپل ګومان پښېماني څرګندوي. مړوند پر ټاکلي وخت له ورونو سره هټۍ تړي. کور ته ځي. خو کله چې د خوب په پار غځيږي، بیا یې پېغله د ذهن تمبې ورټکوي. نا اشنا سپرغۍ یې د زړه په نغري کې روښانیږي. یوه پټه لمبه پر تن احساسوي. بې اختیاره د خولې لاړي تېروي، او څه پټ پټ تخنېدل یې په وجود کې راټوکیږي...... مړوند د خیالونو بړبوکۍ له ځانه سره اخلي چې په دې کې یې څنګ ته پرته مېرمن اړخ بدلوي، د زلفو ماران یې مړوند پر سترګو وهي. د بوړبوکۍ له ګردابه راوځي. غواړي ښکل یې کړي، خو زړه ته یې پرېوځي، نه چې خوب ته یې زیان ورسي، او له خپلې پرېکړې اوړي.  لږه شېبه وروسته بیا د سوچونو پیڅکه نیسي، او تر هغې له پېغلې سره په خیالونو کې زانګي رازانګي چې خوب پرې غلبه کوي، او خوب ته پنا وړي.

سهار له بیدارېدو سره د کار په نیت روانیږي، هټۍ پرانیزي. کرۍ ورځ په دې هیله چې د هغې دوه سترګې وویني، سترګې لور په لور اړوي، خو د هغې څرک نه لګیږي. ورځې خو پرېږده چې څو  شپې د هغې په سودا کې ویدیږي، او راویښیږي...... اونۍ وروسته، د جومې(جمعې) ورځې، نږدې مازیګر مهال وي چې نا ببره یې د سترګو په وړاندې رازرغونه شي. د مړوند زړه له خوښۍ نه په ټوپونو شي. هغه د تېر په څېر ځان په توکو بوختوي. خو کله چې د پېرېدونکو ګڼه ګوڼه کمیږي، ایغه نیغه راځي، مړوند ته دریږي. په موسکه بڼه سلام کوي ، وایي :

- نوم مې اکسانا دی!

مړوند اوږده سا اخلي، بیا په ماته ګوډه روسي ژبه ورته وایي:

- زما نوم مړوند دی. پېغله وایي:

- ډېر ښه!

بیا د زړه په سترګو مړوند ته ګوري، او په پسته ژبه چې مینه پکې څپې وهي، وایي:

- بشپړه اونۍ دې توکي پلورلي، ستړی شوی به یې، سبا ته د اونۍ رخصتي ده، نشو کولای چې فلم سره وګورو!

مړوند پرته له ځنډه هوکړه کوي، د سبا لپاره د مازیګر څلور بجې سره ټاکي، او هغه هم همدلته د هټۍ مخې ته.

اکسانا په خپله مخه ځي، خو مړوند ته د سوچونو بستر هواروي، او تر هغو یې له ځانه سره بوخت ساتي چې د ژمنې په پار  ژمنځای ته روانیږي. ګوري چې هغه تر ده وړاندې رارسېدلي وي. د مړوند په لیدو سره یې موسکا په تنکیو شونډو ناڅي. منډه کوي، ټینګ یې په غېږه کې نیسي، سره شونډې په شونډو کیږي، بیا یې تر لاسه نیسي، او د فلم لیدو ته روانیږي. د ټکټونو د پېر پر مهال اکسانا د وروستي کتار ټکټونه پېري، دواړه روانیږي، او پر ټاکلي ځای کې کیني. د فلم په پیلېدو سره ګوري چې وروستي دوه درې کتاره خالي دي. ژوره سا اخلي، لکه  مراد ته چې رسېدلي وي. نندارچیان د فلم په لیدو کیږي، او دوی دواړه داسې یو د بل په زړونو او رګونو ننوځي چې د فلم لیدو ته یې هډو پام نه اوړي. زړونه یې بې واره درزیږي. د مچکو باران یې جوړ کړی وي. درېغه چې د سینما څراغونه روښانیږي، فلم پای ته رسي. خو د دوی د زړونو تندغرې زمکې لا خړوبه شوې نه وي. بېرون ته په راوتو بیا سره غاړه غړۍ کیږي، او په تلو تلو کې پر دې همغږي کیږي چې سباته به بیا سره ګوري، هغه هم د نن ورځې پر ټاکلي وخت او ځای کې.

مړوند کور ته پر لارې او په وېښه خو پرېږدوه چې ان په خوب کې هم له اکسانې سره د نن ورځې په خوږو خوږو کې ورک وي، داسې خواږه چې په لومړي وار یې ازمایلي وي. د اکسانې اورنۍ مینه، تنکۍ او پستې شونډې،  او د غاټولو تنکي ګلونه.....

بیا هم ژمنه، د ژمنې په پار انتظار، او بیا د ژمنې ځای ته له کوره روانېدنه..... ګوري چې اکسانا ورته لارې څاري. یو بل ته غاړې وځي، سره ښکلوي. بیا پر دې سره سلا کیږي چې ړومبی به د ایسکریمو مزه څکي، او وروسته به کولتوري پارک ته روانیږي. مړوند د کولتوري پارک په لیدو خوښي څرګندوي. ځکه په لومړي وار ترې لیدنه کوي. ښایسته شېبه د پارک په ننداره بوخت وي. وروسته د دمې نيولو په موخه د پارک په یو کونج کې، د رنګارنګ ګلونو په منځ کې، په یوې ا وږدې څوکۍ کیني. ورسره جوخت یو د بل په سترګو ننوځي، او په تنونو یې اور پورې کیږي. کله چې په خود راځي، ګوري چې تیاره په خورېدو وي. چار ناچار زړونه سره پر دې دلاسه کوي چې راتلونکې اونۍ به بیا د زړونو خواله کوي، او د مچکو په اخیستو سره جلا کیږي. خو د اونۍ په اوږدو کې مړوند د اکسانې په زړه راوریږي، هټۍ ته ورځي، او خپله تندغرې مینه د څو شیبو لپاره سړوي....

د رخصتۍ په رارسېدو سره اکسانا مړوند له لاسه نیسي، استوګنځای ته یې بیایي، هغه چې دوه میاشتې وړاندې یې په کرایه نیولی وي. مړوند له اکسانې سره تر ماښامه پاتې کیږي. ډېر څه وایي. ډېر څه کوي. د زړونو بړاس سره باسي. یو د بل په زړونو کې ځای نیسي، او د باور او  اعتماد فضا رامنځ ته کیږي.... د ماښام په رارسېدو سره  اکسانا ټینګار کوي چې مړوند ورسره پاتې شي خو هغه ترې په دې ځان ژغوري چې کور کې یې څه نه دي ویلي، او روانیږي.

کور ته په رسېدو سره ګوري چې ماښامنۍ تیاره ده، او ټول ده ته سترګې اړوي. مشروټی ورور یې موسک کیږي، او د کنایې او کترې په ډول وایي:

- مړونده! نن سبا ډېر بوخت ښکارې، ان دا چې ماښامنۍ هم درنه هېره وي!

مړوند موسک کیږي، خو څه په خوله نه راوړي. لاسونه پرېمینځي، او ډوډۍ ته کیني. خو کله چې د خوب خونې ته ځي، او ډډې غځوي، د نن ورځې ټول خواږه یې د سترګو په وړاندې دریږي. نوې هیلې یې په زړه کې راټوکیږي. د هغې مینه یې ځانته راکاږي. د راتلونکې په اړوند یې په سوچ کې اچوي ....

د مړوند او اکسانې اورنۍ مینه، راشه درشه، او ناسته پاسته، له اونیو نه میاشتو ته غځیږي، او بیا داسې وخت هم رارسي چې مړوند د پلار او ورونو له استوګنځایه ځي ، او له اکسانې سره پاخه اړوي. د کورنۍ غړي یې خواشیني څرګندوي. خو مړوند ته اوس اکسانا خپله مینه بریښي، او په دې اړوند یې هډو زړه ته شک او بدګوماني نه پرېوځي.....

دا مهال د مړوند کاروبار رونق موندلی وي. خپله هټۍ لري. نیستوڼی یې غوړ وي. لاس ته یې دومره څه ورځي چې د دوی ګوزاره پرې کیږي، او د چا خبره غېران دوه سپما ته هم پاتې کیږي. مړوند خپلې مینې ته وړاندیز کوي چې دواړه کورنۍ، او یاران دوستان سره د واده په دود په هوټل کې راټول کړي، او خپل ژوند ته قانوني بڼه ورکړي، خو دا مهال په تخت کې ورسره پرته مېرمن ،غونچه یې په خوب کې د خپلو بنګړو ډکه مټه پورته کوي، او د مړوند پر سینه یې اچوي. مړوند له خیالونو راوځي، د بنګړو شرنګ ته موسکی کیږي. یوه شیبه غوږونه لک څک نیسي. پرته له یوه نیم کیرړي اوازه چې تر غوږو کیږي یې ، نور هر څه پر خواږه خوب وېده وي. له لنډ لارغي ( مکث) روسته بیا تېر مهال ته ګرځي، او یو ځل بیا د خپلوخیال پلوونو،  پلو رانیسي. مړوند غواړي چې له اکسانې سره د واده دود تر سره کړي، خو اکسانا بیا دا بې ځایه لګښت بولي،او سکوټ ترې انکار کوي. مړوند غلی کیږي، او نور څه نه وایي.

شپېورځېهمداسېپهخوږوکېروانېوي،اووختونهويچېدخپلمزلهپهکږلیچونوکېپرمخدرومي،اوتمکیږينه. .....

یوهشپهماسخوتنمهالويچې  مړوندته یو هټۍ وال دوست همایون زنګ وهي، وایي چې د مور روغتیایي اکر یې ښه نه دی، د ناچارې ورځې سبا ته هیواد ته ځي. دمګړۍ د مړوند سترګو ته خپله مور دریږي چې ایکي یوازې یې د خدای اسرې ته پرېښې وي، او هیڅ اخوال ترې نه لري. زړه کې وایي: ( بنده حیران، خدای مهربان.) اکسانې ته وایي چې یو هټۍ وال  دوست یې هیواد ته بیړنی تګ کوي، غواړي د هغه پر لاس یوه اندازه پیسې مور ته ولیږي. هغه په سوچ کې ځي، خو مړوند ترې یوه اندازه پیسې اخلي، سم دستي ولاړیږي، دوست ته پیسې رسوي، زړه یې تسکین مومي،او خوشاله راستنیږي. خومیاشت لا تېره شوې نه وي چې مړوند د یوې بدې پېښې سره مخ کیږي. د جمعې شپې دولس بجې وي چې د ټیلیفون زنګ یې راوېښوي. مړوند غوږی پورته کوي. د تورسرو ژړاوې یې تر غوږو کیږي، کشروټی ورور یې په ژړغونې اواز د مور له مړینې خبروي. مړوند په بیړه ځان رسوي. میرنۍ یې د زړه حملې وهلي وي. مړوند اړوځي چې بشپړه اونۍ هټۍ تړلې پریږدي. د مور په ښخولو، لاسنیوه، خیر و خیرات کې ونډه واخلي، او یوه اندازه لګښت ته غاړه کیږدي. خو دا کړنې یې د اکسانې ټنډه تریووي، غوسه یې راپاروي، او د خپلوانو په ویر او غم کې د مړوند لګښت ورته لوپري ښکاري. مه واره له دې بشپړه اونۍ د هټۍ تړل او کورته د مړوند نه راتګ یې لا پر زخمونو مالګه دوړوي، خو بیا هم هر څه په ګوګل کې ساتي، او په خوله څه نه راوړي.....

وروسته له اونۍ راګرځېدو، په دې پار چې خوله یې ورسره ونه وهل شي، او زړه بداوی رامنځ ته نشي. مړوند ته پلمه کوي، وایي: بلا موده کیږي چې مور یې نه ده لیدلې، غواړي مور کره لاړه شي، او روانیږي.

اونۍ وروسته کله چې راستنیږي، یو بل ته تر غاړې کیږي. بیا هم د تېر په څېر تندغرې مینه، خواږه وختونه او مست خوبونه..... خو برخلیک ته ګوره چې بیا له مړوند سره څه نخرې کوي، اوپر نوې لانجې یې اړوي. یوه شپه چې هغه هم له دولسو اوښتې، او مړوند له اکسانې سره په خواږه خوب ویده وي، درې تنه یې اپارتمان ته رادننه کیږي، هغه هم پرته له دې چې کولپ او دروازې ته زیان ورسي. اکسانا له لاسونو تړي، او د مړوند په وهلو، ټکولو لاس پورې کوي، ورته وایي چې څه یې ګټلي، بویه چې دوی ته یې ورکړي، که نه پوستکی ورنه باسي...... خو مړوندسره له دې هم انکار کوي. بیا مړوند پر داسې کور وهي چې له خولې او پوزې یې وینې روانیږي،مړوند اړ وځي چې ټولې پیسې ورته مخې ته کېږدي، او له شره یې ځان وژغوري...... مړوند دوه درې ورځې د مخ د پړسوب له کبله له کوره نه وځي. وجود یې شنه سابه، او تغمې تغمې وي، بل غدۍ پرېوتو هېښنی کړی وي، وایي چې، نه دې کولپ مات شي، نه دروازه، او غله دې را د ننه شي..... خو بیا اکسانا  د دروازې د نه بندېدو پړه پر میوندوراچوي، وایي چې وروستی هغه کور ته راننوتی، او کېدای شي دروازه یې نه وي کولپ کړي...... د وخت په تېرېدو سره د یادې پېښې ټپ د مړوند له ذهنه وځي، او پاملرنه یې ګټې وټې او کاروبار ته اوړي..... یوه ورځ مړوند ناوخته له خوبه پاڅیږي. د هټۍ پرانیستلو پرې ناوخته شوی وي. بېړه  کوي، او په تراټ له کوره وځي. د پېر و پلور په بهیر کې یو پېرېدونکی ترې د ځینو توکو د پېر خبره کوي چې هغه له مړوند سره په دیپو کې وي. مړوند جیبونه لټوي، خو کیلي ترې کور کې پاتې وي. مړوند تر دوه ګېنټو وروسته د توکو د چمتوکېدو ژمنه کوي. د غرمنۍ خوړلو پر مهال  د کلي راوړلو په پار کور ته منډه کوي. خو کله چې د اپارتمان ور  پرانیزي،د نا اشنا ځوانانو د خنداووڅپه یې تر غوږو کیږي چې یو یې اکسانې ته وایي:

- غم مکوه! پرېږده چې بیا یو څه زېرمه کړي! بیا احوال راکړه! دا پلا به داسې درس ورکړو چې مخ او څټ یې ونه پېژندل شي! خو اکسانا ورته وایي:

- ګوره چې مړ درڅخه نشي!  خو غوسه پر دې راځي؛ چې څه ګټي، هغه په نورو څټي. راتلونکي ته نه ګوري ! ماران خو نه یو چې خاورې به خورو!

- رښتیا د دروازې په اړوند خو به شکمن شوی نه وي!

- نه! هغه پړه مې مې پخپله پر هغه وراچولې ده.......!

مړوند له غوسې سوزي، خو ځان نه بایلي. اورېدلې خبرې د خپل ګوګل په هدیره کې خښوي، او سالون ته ننوځي. اکسانا ژېړه اوړي، خو مړوند په موسکو شونډو ټولو سره روغبړ کوي. اکسانا ناست کسان ورته د ښوونځي د وخت ملګري ور پېژني. مړوند د زهرو ګوټ له ستوني تېروي، یوه شیبه له دوی سره کیني،  بیا د ډیپو کیلي د هېرېدو خبره پر خوله راوړي، وایي چې پېرېدونکی ورته انتظار باسي، او له کوره وځي. خو ورسره جوخت یې اندېښنې د روان تمبې ورټکوي، وردننه کیږي، استوګنه پیلوي، داسې استوګنه چې د روان تر څنګ د بدن په رګونو او سلولونو کې سترګې غړوي، راج پرې چلوي، او اپوټه د سکون او ارام ، برجونه  ښوره او وراسته کوي، او د خپلې مینې په اړوند یې د بې باورۍ ګردجنه سېلۍ راپورته کيږي، داسې سېلۍ چې په شپو شپو، او ورځو ورځومړوند له ځانه سره بوخت ساتي. د اکسانې چلند اریان کړی وي. دهغې غبرګون او په مینه کې دوکه ، ورله په شاتو کې له زهرو ورکولو نه کم نه ښکاري......

وروسته له ډېر سوچه،  وړاندې تر دې چې یو ځل بیا په لومه کې ښکېل شي ، د یوې بلې دوکې ښکار شي، او یا هم تر دې بدې او بدمرغې پېښې سره لاس او ګرېوان شي، خپله هټۍ پلوري، او پرته له دې چې اکسانا پرې پوهه شي، د زوکړې ټاټوبي ته ستنیږي.

۱۴۱۰۲۰۱۹

۲۲ - د تلې - ۱۳۹۸

کوپینهاګن