د استرالیا فیدرال پولیسو هغه عراقی وګړی نیولی چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ناقانونه کډوالو د هغې کښتۍ په تنظیمولو کې ښکیل وه چې استرالیا ته په لاره سمندر کې ډوبه شوه او له ۳۵۰ زیاتو کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړ.

په یاده کښتۍ چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې یې له اندونیزیا څخه استرالیا ته حرکت کړې وه ۴۲۱ کډوال سپاره ول چې د رپوټونو په حواله ډیری یې افغانان او عراقي وګړي وه.

تورن عراقی قاچاقبر چې نوم یې نه دی ښکاره شوې د جمعې په ورځ (اکتوبر اتلسمه) له نیوزیلینډ څخه استرالیایي حکومت تر سپارلو کیدو وروسته د استرالیا په برېسبن هوايی ډګر کې فیدرال پولیسو ونیوه.

په یاد کس تور دی چې د هغې قاچاقبرې ډلې غړې وه چې له اندونیزیا څخه یې ناقانونه کډوال د کب نیونې په کښتیو کې استرالیا ته لیږدول.

د استرالیا فیدرال پولیسو په پام کې لري چې محکمه کې یاد ۴۳ کلن عراقی وګړی چې د پیښې رامنځته کیدو په مهال یې عمر ۲۴ کاله وه، د کډوالو څخه د پیسو په اخیستلو او استرالیا ته هغوی په ناقانونه توګه په قاچاقولو تورن کړي. دغه جرم له اثبات وروسته استرالیا کې تر لسو کلونو د بند جزا لري.

د استرالیا د فیدرال پولیسو مشر، ریز کرشاو، د دغه کس له نیول کیدو وروسته پدې تړاو وویل چې دوی به هیڅکله له خپلې هغې ژمنتیا په شا نشي چې د کډوالو د قاچاقبرانو د نیولو او پدې برخه کې د عدالت د تأمینولو په هکله یې له خلکو سره کړې.

نوموړي وویل، "مونږ باید دا حقیقت هېر نکړو چې له ۳۵۰ څخه زیاتو کډوالو د ۲۰۰۱ کال په خواشینونکی پیښه کې ژوند له لاسه ورکړی وه. هغوی د عدالت مستحق دي او موږ دې کار ته ژمن یو او خپلې دا هڅې جاري ساتو ترڅو د دغه ډول قاچاقبرانو مخه ونیسو چې د ناقانونه کډوالۍ څخه د سوداګرۍ په توګه ګټه پورته کوي."