يو افغان کډوال چې د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه ځانوژنه کړې.

۳۲ کلن افغان کډوال سعيد ميرويس روحاني نوميده او دوه کاله وړاندې د رواني ناروغۍ له امله له مانوس ټاپو څخه برېسبن ښار ته د درملنې لپاره وړل شوی وه.

ميرويس روحاني خپله ډاکټر و، خو په مانوس ټاپو کې د یو ناقانونه کډوال په توګه څلورو کلونه بندي وه. هغه په کال ۲۰۱۷ کې د جدي رواني ناروغۍ له امله اسټراليا ته د درملنې لپاره انتقال شو.

ميرويس خپله ډاکټري په چين هيواد کې بشپړه کړې وه. کله چې دی مانوس ټاپو کې ساتل کیده، هغه وخت ده غوښتي ول ترڅو ياد هيواد روغتون کې ورته د ډاکټر په توګه کار ورکړل شي چې دا غوښتنه يې هم نه وه منل شوې.

د ميرويس روحاني والدين انګلستان هيواد کې استوګنه کوي. نوموړي له اسټراليايي حکومت څخه غوښتي ول ترڅو هغه دې له خپلې کورنۍ سره انګلستان کې يوځای کړي ولې اسټراليايي حکومت دا غوښتنه رد کړې وه.
د کډالو د عمل ايتلاف موسسې په وينا ميرويس د مانوس ټاپو د کډوالو د ساتنځي اووم ناروغه کډوال دی چې استرالیا کې تر درملنې لاندې ځانوژنه کوي.

ښاغلی اين رينتول چې د کډوالو عمل ايتلاف وياند دی وايي " دا د رواني ناروغۍ يوه ډيره بده پيښه ده چې مونږ ته په ډاګه کوي، مانوس ټاپو کې سلګونو کسانو ته رواني بيماري پيدا شوې."