په لمړي سر کې داسې ښکاريده چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري ټاکنې د مختلفو لاملونو پر بنست د سولې په بيه ځنډولو ته لومړيتوب ورکاوه، خو حکومت سوله او ټاکنې د يو بل بشپړونکي بللې. ولس او نوماندان په دې باور وه چې د افغانستان حکومت نشي کولاى د نړيوالې ټولنې د دغې غوښتنې په وړاندي مقاومت وکړي چې ټاکنې د سولې په بدل کې وځنډيږي. د امریکايي ولسمشر ټرمپ ټويټ چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې يې مړې او په اوبو کې لاهو شوې وګڼلې د ولسمشر د ټاکنو د ترسره کولو په تړاو د ولسمشر غني دريز پياوړئ کړ.
نړيوالې ټولنې هم پرته له دې چې ټاکنو تأييد وکړي بله لاره نه درلوده.
نړیوالو شک کاوه چې حکومت او د ټاکنو کمېسیون به په دومره کمه موده کې څنګه وکړاى شي چې د روڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره ټول اړین امکانات برابر کړي.
ښکاره خبره وه چې حکومت، ټاکنيز کمېسیونونه ، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د تاکنو ترسره کولو په موخه په یوه پاڼه کې شتون درلوده او هڅه یې دا وه چې دغه سورئ بېړئ به په دغه توره تياره شپه او څپانده سمندر کې څنګه څندې ته ورسوي.
نړيوال پوهيدل چې ولسمشر غني د ټاکنو د روڼتيا په تړاو پر خپل حکومت باندې د ډيرو احتمالي نیوکو څخه د خونديتوب په موخه د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو د ټاکلو په هکله نورو ۱۷ نوماندانو د بشپړ واک ورکولو له امله خورا رغنده او اغيزمن ګامونه پورته کړل.
که له احساساتي او جزباتي دلدل څخه را ښکته شو واقعيتونه وارزوو او زمونږ ناورين ځپلى ولس د دردونو درک ولرو، نو جوته خبره ده چې اشرف غني هم لکه د هيواد نور سياستوال، نه سپين چرګ ده او نه هم توره لټکه، نه پرښته ده او نه هم شيطان. نوموړئ هم مثبت او هم منفي اړخونه لري.
غني د افغانستان غوندې دوديزه ټولنه او جګړه ځپلي هېواد ښه او غوره مديريت ونشو کړاى. څومره چې يې دعوه کوله د زورواکو او مفسدو کړیو په تړاو يې مشهود او ملموس ګامونه پورته نه کړاى شول. نور حکومت خو څه کوې ان چې په ارګ کې يې د مالى ادارې او اخلاقي فساد مخه ونشوه نيولاى. د ولسونو د پاکو رأيو څخه يې دفاع ونشوه کړاى. د جان کیري په مينځګړتوب يې سهامي شرکت جوړولو ته غاړه کيښوده. له طالبانو سره يې سوله ونکړاى شوه. د ولس په دسترخوان کې يې مثبت بدلون نه ده راوستلى. په هيواد کې د سياسي اجماع په جوړولو کې مطلق ناکام شو. ډيرى سياسي متحدين يې له لاسه ورکړل او په سرسختو مخالفينو بدل شول. ځينې مفسدين او غله يې وځپل خو ځينې نور يې په څنګ کې ونيول. د ارګ سپيڅلتيا يې ټکنئ کړه. نزدې ملګري يې له ديني مقدساتو ملي ارزښتونو او افغاني ټولنيزو دودونو څخه مطلقاً ناخبره او نا بلده دي.
په ديني موضوعاتو باندې د خبرو په مهال سهوه کوي.
له پورتنیو تشو سربيره دا هم منو چې نوموړئ د نړئ په کچه له هغو سياستوالو څخه ګڼل کیږي چې علمي او اکادميکې وړتیا اقتصادي تګلارې، د ځان بساينې ستراتيژي او کاري حوصله يې قطعاً د پوښتنې وړ نه ده.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ افغانان په ټاکنو کې د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوي فرصتونه نلرو. مونږ د بد بدتر او بدترين ترمنځ د بد غوره کولو ته سخته اړتیا لرو. که کوم نوماند د افغانستان لپاره پلانونه لري او هغه پلانونه په لنډمهاله او يا هم اوږدمهاله توګه د پلئ کولو وړتیا او استدلال لري نو هغه به غني وي.
• که په واک کې د پاتې کېدو په موخه هم وي، خو نوموړئ کله کله د امریکا د شومو ارادو په وړاندي خنډونه جوړولاى شي. مونږ ستونځو ته د شخصي يا انفرادي تقابل پرځاى د تعامل له لارې د ملي اړتیاو په چوکاټ کې ګورو.
مونږ له ټولو ګيلو شکوو خوابديو، زړه بديو او ناکاميو سره سره طوعاً و کرهاً اشرف غني د نورو نوماندانو په پرتله غوره ګڼو. که د نوموړي تر مشري لاندې زمونږ هیواد د ډيرو پرمختګونو پړاوونه نه ووهي نو اقلاً د نورو نوماندانو په نسبت به دغه هېواد د ګړنګونو خواته هم نزدې نشى.

په هرحال ولسمشر له خپلو غوښتنو او ژمنو سره سم د ټاکنو د ترسره کولو پړاو ته داخل شو. ټاکنيز کمپاين پيل او له ټاکنيزو ټکټونو څخه د خلکو د حمايت د اعلان کولو لړئ روانه شوه.
ټاکنيزه ستونځه هغه وخت پيل شوه چې ولسمشر ته نزدې اشخاصو د افغانستان د ولسونو له عقيدوي، ټولنيزو عنعنوي دوديزو اړخونو او ملي ارزښتونو په تړاو له مطلقې بي خبري او لومړيتوبونو پرته د شخصي تړاو او ګډو ګټو د خونديتوب په موخه د ټاکنیزو مبارزو لپاره په مرکز ولاياتو او ولسواليو کې ډيرى داسې اشخاص وګمارل چې د بدنامي له امله يې ولسونو ته د مخ ښکاره کيدو وړتیا نه درلوده.
زمونږ په هیواد کې کمونيزم زمونږ کمونستانو نيست او نابود کړ، جهاد مو ځينو جهادي مشرانو د واک په سر د جګړو له امله بدنام کړ، اسلام هغو خلکو ولس او نړئ ته د تاوتریخوالي دين وروپيژانده چا چې د داسلامي نظام د پلئ کولو لپاره د مبارزې دعوه کوله او د تنکئ وارداتي ديموکراسي بنسټونه د ديموکراسي د دښمنانو لخوا نه، بلکې په ارګ او وزارتونو کې ناستو هغو تنکيو ديموکراتو چارواکو لخوا وران او دغه تازه وارد شوې پروسه د ولسونو ترمنځ د بي باوري او ملنډو وړ شوه څوک چې په اخلاقي، اداري او مالي فساد کې تر ستوني پورې ککړ، د ولسمشر پر شاوخوا يې ځانونه را پيچلي وه او نه يې غوښتل چې ولسمشر په عيني واقعيتونو، ځمکنيو حقائقو او ولسي دردونو خبر شي.
پورتنیو مرموزو، له ديني او ملي ارزښتونو څخه مطلقاً ناخبرو کړيو د ولسمشر غني ډيرى ولسي پلويان چې دينى او ملي پياوړي اړخونه يې درلودل ناهيلي کړل. د ټاکنو له بهير څخه مطلقاً ګوښه شول او ځينې نور يې له رقيبو ټاکنيزو ټيمونو سره ودريدل.
د ټاکنیزو مبارزو پرمهال د ولسمشر غني لخوا رسماً يوازې داودزى د ټاکنيز کمپاين د مسئول مدير په توګه وګمارل شو خو د نوموړي ترڅنګ نور موازي کړيو هم د سليقو پربنسټ کمپاين ته په مختلفو ولایتونو کې خپل باوري اشخاص ګمارل. ولايتونو ته ډيرى په فساد او اخلاقي تورونو ککړ او يا هم داسې افراد اواستول شول چې له ديني ملي او ټولنيزو دودونو او ارزښتونو سره يې هيڅ ډول بلدتیا نه درلوده. لګښتونه په خورا لوړه کچه وشو خو ټاکنيزو مبارزو غونډو ناستو او کانفرانسونو د ټاکنیز بهير نه بلکه د معاملو ننداره وړاندې کوله. له ولسي ملاتړ څخه برخمن ديني علما او قومي مشران عمداً او يا هم د هغوى له ولسى رول څخه د تاکنيزو هڅو د مشرتابه د لا علمي له امله انزوا ته تللي وه. همدا لامل وه چې غونډې سترې خو د ټاکنو په ورځ په ټاکنيزو محلونو کې د ولس د ګډون کچه خورا ښکته وه.

په ارګ کې ناست ځيني لوړپوړي چارواکي مخکې هم په اخلاقي فساد کې په ککړتیا تورن شوي وه، خو دا تورونه جنرال حبيب احمدزي بربنډ کړل او بي بي سي په خپل جوړ شوي راپور کې د نړيوالې رسوايي ترکچې ورسول.
دا ډول تورونه د ارګ د ويندوي لخوا يوازې په بي بنسټه ګرزولو نه سپينېږي. د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا څيړنې او ګروېږنې غواړي. ارګ چې د اخلاقي او مديريتي تجربو له پلوه څو کمزورې او غیر مسلکي نجونې په لوړو او مهمو دندو ګومارلې، نو طبعي خبره ده چې پر ارګ باندې به حتماً نیوکې زیاتېږي.
زه دا منم چې په دغه تړاو به کره اسناد نه وي او دغه ډول شواهد پيدا کول اسانه هم نه دي. ډېر داسې څه شته چې، که د کره اسنادو د نه وړاندې کولو له امله به ثابت نه شي، خو ارګ هم برائت نه شي ترلاسه کولاى . په ارګ او د چارو په اداره کې د ډېرو بې تجربې، غیر مسلکي او نيمه لوستو نجونو ګومارنې هغه څه دي، چې پوښتنې را پیدا کوي. زمونږ په اسلامي او دوديزه ټولنه کې دغه ډول اشتباهات قطعاً د زغم او منلو وړ نه دي.
په مکرره توګه مو له ارګ څخه په دغه تړاو د ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه خو متآسفانه چې زمونږ غوښتنه د چارواکو د توجه وړ نه ده ګرزيدلې.
داسې ښکاري چې ولسمشر د زياتې بوختيا له امله وخت نلري او نشي کولاى چې ټولنيزو او بريښنايي رسنیو ته لاسرسى ولري.
شک نشته چې ولس مو د ملي یووالي له حکومت څخه ناهیلې شوي دي. اوس يوازې د مخونو په بدلون ولسي باور نشي ترلاسه کيداى. د ولس بنسټيزه اړتیا دژوند حق ده او دغه حق يې بايد خوندي شي. حکومتي واک سرتاسري او ولس د جګړه مارو ،زور واکانو او ما فیا له منګلو نجات ومومي. فساد له منځه لاړ شي، وګړو ته دکار او سوله ایز ژوند فرصتونه برابر او دفقر کچه را ښکته شي.
د بیړنئ لویې جرګې رابلل اود لنډ مهاله حکومت دجوړولو طرحه او وړانديز په هیواد کی د دایمی سولې اوثبات لپاره نه بلکه د مافیایي ډلو ټپلو تر منځ د واک یوه نوې بڼه او نا قانونه ویش، په نظام کې د شریکو ډلو د خپلمنځي شخړود هواري او دهغوی دنا روا کټو د خونديتوب په موخه ده.
مونږ په تیرو اتلسو کلونو کې د بیړنیو جرګو، د نړیوالې ټولنې تر چتر او سرپرستي لاندې دلنډ مهاله او منځمهاله ادارو، نيمګړو ټولټاکنو ، ایتلافي او دملي یووالي د حکومتونو پراخه او اوږده تجربو لرو چې پايلې يې دومره بريالئ نه دي څومره چې مونږ هيله درلوده. د جګړو ترڅنګ زورواکي او فساد د ولس ژوند له ګواښونو سره مخ کړئ ده. ولس تشې ژمنې نه بلکې مثبت بدلونونه غواړي
سوله د ملت ارمان غوښتنه او د ټولو ناخوالو درملنه ده.
اوسنى حکومت دسولې تګلاره نه لري. د پرون دريز يې له نن سره او نننى يې له سبا سره په ټکر کې ده. دا خبرې چې وسلوال مخالفین دې جګړه بس کړي، بهرنیو ځواکونه دې شتون ړلري، دافغانستان اساسي قانون، د تیرې دوو لسیزو لاسته راوړنې او دملي یووالي حکومت دې ومني، دسولې سترا تيزی نه ده. دا دملت تیر ایستنه او دځان غولول دي.
د ملي یو والي حکومت دسولې سترا تیژي نه لري. دا خبرې چې ددولت وسله وال مخالفین دې وسلې پر ځمکه کیږدي، د بهرنیو ځواکونو شتون ، دافغانستان اساسي قانون، د تیرې یوې لسیزی لاسته راوړنې او دملي یووالي حکومت دې ومني، دسولې سترا تيزی نه ده. دا دملت تیر ایستنه او دځان غولول دي.
تیرې لاسته راوړنې هم مشهودې دي، خو د هغو ناخوالو او زیانونو کچه خورا لوړه ده چې جګړې زمونږ ملت او هیواد ته اړولې.
ملي يووالى مو ټکنى شوئ ده، تعصبات او بي باوري اوج ته رسېدلې ده، ځوان نسل مو له وطن نه د تیښتې په حال کي ده. قومی اوژبنیو ناندریو زور اخیستی ده . ملي او دولتي واکمنې کم زورې او د نظام مشروعیت مو نیمګړی دی، دقانون حاکمیت نشته. د ژوند حق خوندي نه ده.

د پورتنیو ستونځو نيمګړتياو او ټکني امنیتي وضعیت په تناظر کې راتلونکئ ولسمشر مجبور ده چې له وسلوالو مخالفینو سره د ملي ګټو ولسي غوښتنو، سياسي اجماع او له نړيوالو سره د ګډ تفاهم په چوکاټ کې جګړو ته د پاى ټكى د ايښودلو په موخه يوې جامع هوکړې ته د رسيدو لپاره بشپړه تګلاره ترتيب کړي.
اوس بايد دواړو خواوو ته ثابته شوې وي دواړه لوري په يو بل باندې د تورونو په لګولو تبليغاتي سنګرونه د افراط ترکچې وکارول او د جګړو په ډګر کې د يو بل د ختمولو ټول زور او ځواک وازمايه. د هغوى ترمنځ په جګړه سلګونه زره افغانان ووژل شول. جګړه د ټولو محاربوي نورمونو او اصولو په خلاف د ولسي خلکو په کورونو، کليو، کوڅو سرکونو، چوکونو او ښارونو کې دوام لري. د هغوى ترمنځ په جګړه کې که پنځه عسکر او يا طالبان وژل کيږي، نو شل بي کسه او بې وسه ملکي بيګناه افغانان هم وژل کيږي.
د ژړا او تأسف ځاى لا داده چې دواړه خواوې روانه جګړه تحميلي سپيڅلي او ويندويان خو د جګړې په ډګر کې يو بل د بشپړې ماتې په درشل کې تعبيروي.
په پوره يقين سره درته وایم چې يو لورئ هم په جګړه باندې د مقابل لوري د ماتولو وړتیا او ځواک نه لري.
د بدبختي خبره داده چې مونږ لاهم په پردي توپک، پردي ټانک، پردي باروت او د پرديو ګټو لپاره د خپل ورور وژل، د خپل کور ورانول د خپلې مورکئ د وجود ټوټې او د خپلې خورکئ مجازي روزي رسان وژل مجبوريت څه چې افتخار ګڼو. ويندويان په خورا وياړلې لهجه له مبالغې سره د خپلو وروڼو د وژلو دعوې کوي، خو مونږ
راځئ،
تېر ناورينونه د تاريخ پاڼو ته وسپارو. تاريخ تر ټولو غوره، خورا بي پرې او بي رحمه قاضي ده.
راځئ ژمنه وکړو چي د افغان په لاس د خپلو وروڼو د وژلو د مخنیوي لپاره همدا نن همدا اوس هڅې پیل کړو.
راځئ وپتيو چې د افغانانو ترمينځ سوله او يووالئ له يرغلګرو څخه د هیواد د بشپړ استقلال او د هیواد دملي واکمنئ پر پښو درولو لپاره یوازنئ او ايکي يوه لاره ده.
راځئ نور د يو بل وژلو ته د بانو جوړولو پرځاى يو بل منلو زغملو او په دغه ګډ کور کې په سوله ايزه توګه د ګډ اوسيدلو دود ته وده ورکړو.