د سیاسی بحث د ګډونوالو د پام وړ!
عبدالله وردک
انګلستان - آکتوبر - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د سیاسی بحثونو ګډونوالو ته پکار ده چې په ډېره امانتدارۍ سره خپلو لیدونکو، او اورېدونکو ته حقایق وړاندې کړي.
دوی باید هېر نکړي، چې دوی الحمدلله، مسلمانان، او افغانان دي. دوی باید په بل چا پسې هېڅکله دروغ ونه وایي، او هم په هېچا پسې هېڅکله تهمت ونه تړي. دوی باید هر وخت پخپلو بحثونو، او مناظرو کې، اسلامي، افغانی، او سیاسی اخلاق مراعات کړي.
همدارنګه، د سیاسی بحثونو برخوال باید تر خپل وس او توان پورې هڅه وکړي، چې پخپلو بحثونو کې د پردیو ژبو ټکي استعمال نکړي.
د مثال په توګه یو څو ورځې مخکې، د یوه نوماند نماینده، ”Voter List“ څو څو ځلې د (Water List) په شان تلفظ کاوه.
همدارنګه، د ”Result Sheet“ ټکی یې د (Result Shit) په شان تلفظ کاوه. دغه نماینده، دغه دواړه ټکي ډېر غلط تلفظ کول، او هغه یې ډېر زیات تکرار کول.
د سیاسی بحثونو ګډونوال، باید په هر حالت کې الله(ج) په سر حاضر کړي، او خپلو خلکو ته هغه څه ووایي، چې هغه حقیقت ولري.
دغه د سیاسي بحثونو ګډونوال باید پوه شي، چې دوی به د خپلې هرې خبرې ځواب، الله(ج) ته ورکوي، او هم دوی د ټولو افغانانو په نزد یو وجداني مسىٔولیت لري. دوی باید ښو ته ښه، او بدو ته بد، ووایي.
د یوه سیاسي بحث ګډونوال باید دا ومني، چې د دوی بحثونه ډېر خلک ګوري، او هغوی د دوی د هرې خبرې په هکله خپل قضاوت کوي. نو د یوه سیاسی بحث د ګډونوالو دپاره پکار ده، چي لیدونکو ته حقایق، د حقایقو په شان وړاندې کړي، او خپل آخرت، د خپل سیاسى ګوند او سیاسی مفکورې قرباني نکړي.
همدارنګه، ځینې د سیاسی بحثونو ګډونوال، د بیان د آزادۍ له نامه څخه ډېره ناوړه ګټه پورته کوي. دوی باید هر وخت او په هر حالت کې اسلامي قوانین مراعات کړي. دا پدې معنا، چې دوی باید په هېڅ صورت کې خپل ایمان، او عزت د شهرت او پیسو په مقابل کې سودا نکړي.
د سیاسى بحثونو ځینې ګډونوال، خو له ورایه ښکاري، چی د بهرنیو ملکونو د ګټو دپاره کار کوي، او دوی ته ملي ګټې، هېڅ ارزښت نلري.
هېره د نه وي، چې د سیاسی بحثونو ځینې ګډونوال، شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو په خدمت کې لګیا دي، او دوی په ریښتیا سره، خپلو وطنوالو ته، حقیقت په ډېره امانتدارۍ سره هر وخت، او په هر حالت کې وړاندې کړی دی، او دوی ډېر د قدر وړ خلک دي، او دوی د ژوند په ډېرو سختو شرایطو کې خپلو هېوادوالو ته خدمت کړی دی، چې الله(ج) د، دوی ټولو ته د خپلو نېکو کارونو اجرونه ورکړي. آمین یارب العالمین.
لېکن، یو محدود شمېر چوب ختي سیاسی ګډونوال شته، چې دوی هر وخت د پردیو د ګټو دپاره خدمت کوي، او دوی ډېر بېګانه پرست دي.
د پام‌ وړ ټکي:
د سیاسی بحثونو د ګډونوالو څخه په ډېره درناوۍ هیله کیږي، چې دغه لاندې ټکي هم په نظر کې ولري.
۱- د سیاسی بحثونو ګډونوال باید د ټاکلې موضوع په هکله، خپله کورنۍ وظیفه ښه سرته ورسوي، او د هغو په هکله کره معلومات او شواهد له ځانه سره ولري. دغه معلومات باید د امکان په صورت کې د چاپ شوو ورقو په بڼه ورسره وي، تر څو د ضرورت په وخت کې لیدونکو ته د تلویزیون د پردې له لارې وښودل شي.
۲- د سیاسی بحثونو ګډونوال باید هېڅکله داسې ادعا ونکړي، چې هغه ثبوتولای نشي. لیدونکي، په هغه چا چې یوه ادعا کوي، او بیا یی ثبوت نشي وړاندې کولای، ډېر بد وایي.
۳- د سیاسی بحثونو ګډونوال باید کتابچه او قلم له ځانه سره ولري، او د نورو ګډونوالو هغه خبرې، چې تر سوال لاندې راځي، هغه یاداښت کړي، او د هغو په هکله پوښتنه ترې وکړي.
۴- د سیاسی بحثونو ګډونوال، باید په سمه توګه ناست وي، او خپلو حرکاتو ته ډېر متوجه وي. ناوړه حرکات، په لیدونکو ډېره بده اغیزه کوي.
۵- د سیاسی بحثونو ګډونوال، باید د بل ګډونوال خبرو ته ښه په دقت سره غوږ ونیسي، او د هغو خبرې ناحقه قطع نکړي. د یوه ګډونوال ناحقه مداخله، په لیدونکو ډېر بد تأثیر کوي.
۶- د سیاسی بحثونو ګډونوال، باید د نورو ګډونوالو د خبرو په وخت کې خپل ځان پخپل تلفون کې مصروف نکړي، او یا لاس تر زنې ناست نه وي.
۷- د سیاسی بحثونو ګډونوال، باید د خپلو سیاسی رقیبانو په هکله سپکه ژبه ونکاروي. د یادولو وړ ده، چې سپکه ژبه، د حقیقت ویلو سره غلطه نشي. دا پدې معنا، چې حقیقت باید هر وخت وویل شي.
۸- د سیاسی بحثونو ګډونوال، باید د خپلو خبرو د تاىٔید په هکله قسمونه ونه خوري. دغه شانته ناحقه قسمونه، د ګډونوالو حیثیت، د لیدونکو په نزد، ډېر ټیټ راولي.
په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، زه یو ځل بیا د عاجزۍ لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) دې، د طالبانو وروڼو او امریکایانو، تر منځ هغه فیصله وکړي، چې هغه الله(ج) ته قبوله، او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com