د قانوني نیمګړتیاو له امله استرالیا کې زرګونو مهاجر کارګرو ته معاشونه ندي ورکړل شوي

د (فو کانګ) په نوم کډوال چې د مذهبي تاوتریخوالي او د ځورونې له وېرې له چین څـخه استرالیا تللې، وايي، د عدالت او مساواتو په لټه استرالیا ته کډوال شوې خو استرالیا کې هم ترې د قانون په چوکاټ کې د کار ګمارونکو لخوا دوامداره سؤاستفاده شوې.

نوموړی وايي، چین کې د یو مذهبي ډلې غړی و او همدارنګه په یوه ښوونځي کې یې دنده هم ترسره کوله چې مذهبي ډله یې د حکومت ضد وبلل شوه او دې اړ شو ترڅو خپل کور پریږدي او استرالیا ته کډه وکړي.

نوموړی وايي، استرالیا ته کډوال کیدل راته ډیر دردونکی وه خو بله چاره مې نه درلوده، ځکه که حکومت نیولی واي نو د مذهبي دلایلو له مخې یې محاکمه او بندي کولم.

ښاغلی کانګ وايي، استرالیا ته له رسیدو وروسته یې په یو مطبوعاتي شرکت کې کار پیل کړ. که څه هم کار ستونزمن و او ساعتونه اوږد و، خو ثابت او دوامداره کار و. خو د نوموړي په خبره له پوهې پرته یې په شرکت کې ده ته کم معاش ورکول کیده او همداراز له څه مودې وروسته دی او نور ملګري یې پدې هم خبر نه وه چې شرکت د حکومت لخوا د مفلسۍ له امله بند شو او ورسره پر شرکت د دوی زرګونه ډالره پاتې پیسو تادیه هم ونشوه.

نوموړی وايي، دا یوه قانوني نیمګړتیا ده چې کله د حکومت لخوا یو شرکت د پیسو د کمښت یا افلاس له امله بندیږي او په شرکت کې کارګرو کډوالو ته حکومت پاتې معاشونه نه ورکوي.

ښاغلې کانګ وايي، د حیرانۍ خبره دا ده چې دا قانوني نیمګړتیا یوازې د کارګرو کډوالو په حق کې ده ځکه د استرالیا حکومت د قانون لمخې خپلو اصلي اوسیدونکو ته، که په یو بند کړل شوي شرکت کې کار کوي د جبران خساره ورکوي خو کډوال کارګر پدې قانون کې شامل نه دي.