روان حالت ته د مثبت بدلون په پار افغان غیرتي ولس ته یو وړاندیز.
هر شی یو علت لري.د روان ناورین علت په هېواد کې د بهرنیوپوځي ځواکونوشتون اوښکیلاک،دپردیپالو،فاسدو،دسولې ضد،جګړه غوښتونکو او څارګرو کسانو او کړیو واکمني ده.د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ولسمشریزې ټاکنې د جګړې او بل واکۍ ددوام او مشروعیت ورکونې پرته بل هیڅ نه دي.په همدې وجه افغان غیرتي ولس ته دولسمشریزو ټاکنو د بایکوټ یانې ګډون نه کولو وړاندیز کوم. ولې ؟ ځکه چې :
۱ــــ دهرې پدیدې شکل او ماهیت دمکان او زمان سره تړلي دي.د نړۍ په نورو هېوادونو کې ټاکنې یوه ملي پروسه ده،ځکه چې هغه سراسري ،
مشروع او نسبتآ شفافې وي،خو زمونږ په هېواد کې چې د امریکایي ښکیلاک لاندې دی،دیوې خوا ددغو شرایطو څخه یو هم په کې نشته او دبل پلوه د ټاکنو پایلې هم دامریکا له خوښې پرته اعلانیدلی نه شي،نو ځکه خو ورته ملي پروسه ویلی هم نه شو. همدا رنګه په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې څه ټاکنې او څه په ټوله کې دموکراسي دجګړې او ښکیلاک ددوام د وسیلې پرته نور څه نه دي.
۲ـــــ په موجوده شرایطو کې ولسمشر د ولس درایو او ارادې سره سم نه،بلکې دښکیلاکګرو په خوښه او اراده ټاکل کیږي. ټولې تېرې ټول ټاکنې ددې خبرې ښکاره ثبوتونه دي .
۳ــــــ دولسمشرۍ اوسني ټول نوماندان فاسد، درواغجن،بې وفا،منافق، پردیپال،دپردیو څارګر،معامله ګراو دپردیو او خپلو شخصي ګټو ساتونکي دي.دملي ګټو او وطنپالنې سره نااشنا او پردي دي.
۴ــــــ د ښکیلاک او پردیو بهرنیو پوځونو په شتون کې دولسمشر ټاکل په حقیقت کې دجګړې دمخته وړلو یو بولندوی(قوماندان)ټاکل دي چې د جګړې داور لمبې بلې ساتي او دبهرنیو پوځونو له خوا په ازاد لاس دخپل ولس په وژنه نه یوازې دا چې هیڅ ډول غبرګون او خپګان نه ښکاره کوي، بلکې په درواغو او ذ لیله توګه وائي چې دغه وژنې بهرنیانو نه بلکې افغان ځواکونو کړیدي او په څنګ کې دښکیلاکګرو په مرګ ژوبله ژورخپګان او خواخوږي ښکاره کوي .
۵ــــــ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې نه یوازې دا چې نامالومې مودې دپاره د سولې مخه ډب کېږي ،جګړې لا پسې تودېږي او ښکیلاک غځېږي،بلکې د توکمیزو او مذهبي شخړو امکان هم ډېریږي او روان ناورین لا پسې پراخ او پیچلی کېږي،خو وریتیږي به په کې ولس،
چارواکي او بهرنیان به دتل په څېر خوندي وي .
ایا د ټاکنو په بایکوټ او نه ګډون کولو کې افغان ولس ته دسر او مال د زیان او یا بل کوم ګواښ شته ؟
ـــــــ نه ،هیڅکله نه،ځکه د نه ګډون په صورت کې به ولسونه په خپلو کورونو کې امن ناست وي او کومې مظاهرې او اعتراضونو دپاره لارو او سړکونو ته نه راوځي ،چې د کوم چا د بریدونو لاندې راشي ،بلکې برعکس په ټاکنو کې په ګډون کولو سره په لارو او ټاکنیزو مرکزونوکې د هر ډول بریدونواو دسر اومال دزیانونو ګواښونه شته دی .
ــــــ- تر ټولو مهمه او ارزښتمنه خبره داده چې ولس په ټاکنو کې په نه ګډون کولو سره پردیپالو ،بل واکو، جګړه غوښتونکو او دهغوی ښکیلاکګرو ملاتړو ته خپل واک ،زور او اراده په تورې او ټو پک سره نه بلکې د یو مدني او سوله ایز غبرګون له لارې ښکاره کوي او دا ورته جوتوي چې افغان ولس دسولې او خپلواکۍ غوښتونکی دی، دښکیلاک پای ،د ټولوبهرنیو پوځونو وتل او په ملي واکمنۍ د ملي او وطنپالو کسانو او کړیو واک او ځواک غواړي .
په دې هیله چې افغان میړنی ولس دتورې د ډګر تر څنګ دسیاست په ډګر کې خپله هوښیارتیا، ځیرکتیا ،خپلواکه اراده او یو موټیتوب ښکاره کړي او خداي (ج)مه کړه چې د همغې یوې سوړې څخه په څو ځلو وچیچل شي . په درنښت . ۲۳ــــ۹ــــ۲۰۱۹