ورو، ورو د ټولټاکنو ورځ رانږدې کېږي او هرڅوک به د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي،خو دا چې ښه نوماند څوک دی او کومې ځانګړتیاوې باید په پام کې ونیول شي دلته غواړم د ځینو مهمو ټکو او مواردو په اړه څو کرښې درسره شریکې کړم:

لکه څنګه مې، چې وړاندې وویل؛ هر څوک حق لري خپل رایه د خپلې خوښې نوماند ته ورکړي او ملاتړ یې وکړي، خو دا هم باید له پامه و نه غورځوو، چې له خبرو تر عمل ډېر توپیر وي؛ اوسمهال یو په امارت د جمهوریت د بدلولو چیغې وهي، بل بیا فدرالي نظام غواړي، ځینې ځانونه سر له اوسه ولسمشران بولي او بې بنسټه او کمپایني تورونه لګوي، خو پلانونه یې په ذره بین هم نه لیدل کېږي.

د غني د ناکام ښودلو هڅه:
هغه څه ،چې غني موږ ته ناکام راپېژني؛ د ده د مخالفو سیاسي څېرو، ناخوښو کسانو، قومي ډلو، مغرضو کړیو، په شخصي ګټو ولاړ ګوندونو او د ځينو هېوادونو پروپاګند او بې خرته منفي تبلیغ دی، چې له هرې ممکنه وسیلې کار اخلي او ښاغلی غنی په نښه کوي.

وخت او تجربه:
ښکاره خبره ده، چې په افغانستان کې بې شمېره کسان د خدمت جوګه او ولس ته د کار لپاره تیار وي، خو پېژندل او تجربه کول یې وخت ته اړتیا لري او اړینه ده، چې د ولس ستونزو ته رسیدګي به له صفره پیل کړي . د غني سیاسي مخالفان تل دا خبره کوي، چې د ده د واک موده ټوله په ژمنو، خیالي خوبونو او ناممکنه ارمانونو تېره شوه او د پام وړ هېڅ کار یې ونکړ  او لسګونه نور غیر واقعي تورونه، چې موخه یې یوازې د ولس له افکارو سره لوبې دي او بس.

دا سمه ده،چې غني به تېروتنې لري، د ده په پنځه کلنه دوره کې به ستونزې وې، ډېر ښه فرصتونه به یې له لاسه ورکړې وي، د خلکو په دسترخوان کې به یې ښه او مثبت بدلون نه وي رامنځته کړی؛ خو دا هم د بحث وړ موضوع ده، چې د غني د سیال ټیمونو له ډلې کوم یو یې د اوسني ولسمشر بدیل کېدلی شي؟ پر کوم یوه حساب کولی شو؟ کوم یو به یې د هېواد بېړۍ د مقصود ساحل ته ورسوي؟ او داسې ډېرې نورې پوښتنې...
خو له انصافه به لیرې وي که یوازې غني په کې ګرم وبولو او ووایو، چې ولسمشر اشرف غني هېڅ مثبت کار ندی کړی.

د پنځوس- پنځوس واک وېش سره سره؛ ده وکړای شول، چې د ټوپکسالارانو د واک دایره تر ډېره بریده ورتنګه کړي، زورواکي تطمیع کړي، ځوان او تحصیل کړې ځوانانو ته د کار او خدمت موکه په لاس  ورکړي او تر ډېره یې په تدریجي توګه د زورواکو لاسونه له شا ور وتړل، د بېلابېلو لوریو له فشارونو سره سره یې بیا هم هر ځای کې د هېواد او ولس په خیر ګامونه پورته کړل او د کورنیو جګړو د بربادیو او ورانیو ټپونو باندې یې پټۍ کېښودې، چې وروستی بېلګه یې د دارالامان ماڼۍ بیارغاونه او پرانیستنه وه.
پورته یاد شوې موارد باید ساده و نه بولو.

زموږ مسوولیت:

اوسمهال هغه کسان د غني د بدیل په نیت را وړاندې شوې دي، چې یا یې ولس ته د کار څرنګوالی او نیت معلوم دی او یا هم تش د خلکو په احساساتي کولو لاس پورې کوي.
که له ولس مو رښتیا ويښ وي او پوښتنه ورڅخه وشي، چې د غني پر وړاندې ولاړ کسان به وکوالی شي د ده ځای ونیسي او خلکو ته به له ده نه ښه خدمت وکړي؟
نو سل په سله ویلای شوی، چې ځواب به منفي وي؛ ځکه دوی د عملي پلانونو پرځای پر تور لګولو او د خلکو له احساساتو نه پر غلطې استفادې ډېره تکیه کوي.


شل سلنه عمل او اتیا سلنه خبرې:
که شل سلنه عمل او د نورو نوماندانو ۸۰ سلنه خبرو او تورونه سره پرتله کړو، نو بیا ولې هغه چا ته باید فرصت ورنکړو، چې تر یوه بریده یې کارونه کړې، لا هم لګیا دی او ولس ته یې د خدمت مټې را بډ وهلې دي؟
ولې باید هره کړنه یې کمپایني وبولو او ولې یې ملاتړ و نشي؟
زما په اند؛ اوسنیو شرایطو کې د غني په پرتله هېڅ بل ښه بدیل نه تر سترګو کېږي او که راپیدا هم شي، نو داسې کس به وي، چې په کابینه کې خپل امتحان ورکړی وي او ښې نومرې یې اخیستي وي، چې دا کار وخت ته اړتیا لري، څو و یې پېژنو او افغانستان ته خپله ژمنتیا ثابته کړي، نه بهرنیو هېوادونو ته .
نو اړینه ده، چې دا ځل هم باید زموږ معیار قلم وي؛ نه ټوپک، نور باید قومي او مذهبي ټیکه دارانو ته "نه" ووایو، ګوندي ګټې له پامه وغورځوو، پخواني جنګسالارانو ته باید رایه ورنکړو، د واک تږي نور هېر کړو؛ بلکې برعکس باید هغه چا ته رایه ورکړو ،چې د افغان ولس د سوکالۍ او ځان بسیاینې ۵ کلن پلان لري، افغانستان ته فکر کوي او کار غواړي، نه خبرې.

هغه سیاسیون مو هم، چې لږ تر لږه د دې ویجاړ او جګړه ځپلي هېواد په درد دردېږي له ماشومانه ضده دې لاس واخلي، د تخریب او بې ځایه تور لګولو په ځای دې ګډې همکارۍ ته زمینه برابره کړي، د نظام د ستنو د سستولو پر ځای دې یې د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او غني ته دې فرصت ورکړي، چې خپل ولسي پلانونه په آرام فکر بشپړ کړي او ولس مو د آرام ژوند خوند هم وګوري.