(د تېرو ولسمشريزو ټاکنو يوه خاطره)

 

د تېرو ولسمشريزو ټاکنو دويم پړاو پيلېدونکی و، زه د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ د سمين اکبري د نجونو عالي لېسې د ښځينه ټاکنيز مرکز مسول وم، ياد مرکز څلور محلونه او ټوټل (۲۴۰۰) رايې درلودې. په مرکز کې له ما پرته ټول کارمندان نجونې وې. له ټاکنو څو ورځې وړاندې مې کارمندانو ته ټريننګ ورکړ او په کار مو ځانونه سره پوی کړل.

د ټاکنو په ورځ مو په ټاکلي وخت محلونه اماده کړل، رايه ورکول پيل شول، سيالي د دوو ډاکټرانو (اشرف غني او عبدالله عبدالله) تر منځ وه. حالت ترينګلي و، د ولسوالۍ ځينو مرکزونو ته هاوانونه را شاټ کېدل، خو خلک يې په کيسه کې نه وو، هر چا هڅه کوله چې د رايې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او خپل د خوښې وړ نوماند ته رايه وکاروي.

زموږ مرکز ته په ډلو ـ ډلو ښځينه را روانې وې او خپله رايه يې کاروله. زه د مرکز په اړوند محلونو ګرځېدم، نظارت مې کاوه او ستونزو ته مې په وخت د حل لاره پيداکوله. د ماسپښين دوه بجې وې چې درېيم نمبر محل ته ورغلم، چې ګورم يوه نجلۍ د رايې ورکونې عرفې ته ولاړه ده او ژاړې، د نجلۍ په مخ کې د مايوسۍ څرکونه له ورايه ښکارېدل.

ور غږ مې کړ، ولې ژاړې؟

نجلۍ په سڼېدلي غږ وويل: غلطي مې وکړه.

ـ څنګه غلطي؟

ـ رايه مې د خپلې خوښې نوماند پرته بل سړي ته ډش کړه.

نجلۍ رايه راښکاره کړه، ډاکټر عبدالله ته يې ډش کش کړی و.

ما ورته وويل خير دی اوس اوبه له ورخه تېرې دي، دومره د تشويش خبره نه ده، پرېږده يې.

نجلۍ وويل نه، نه. قلم يې را واخېست ډاکټر اشرف غني ته يې هم خالي خانه ور توره کړه او ويې ويل ډاکټر صيب موږ ته سړک پخوي. (د څمکنيو او جانې خېلو سړک)

ما ورته وويل: رايه مو باطله کړه.

نجلۍ په موسک غږ وويل: عبدالله ته تر رايې ورکونې باطله ښه ده او په همدې سره نجلۍ روانه شوه.

د مزديګر څلور بجې مو مرکز وتاړه، د رايې شمېرنې لړۍ پيل شوه، خو ما او کارمندانو مې تر مزديګره زړی ډوډۍ ونه خوړه.

رايه شمېرنه پای ته ورسېده. د (۲۴۰۰) رايو له ډلې (۲۳۹۹) رايې ډاکټر اشرف غني ته کارول شوې وې او (۱) يوه رايه باطله وه.

د ډاکټر اشرف غني ناظرين خوشاله و، پرلپسې يې خپلو مسولينو ته د خوښۍ ټليفونونه کول.

ټاکنې تېرې شوې، ډاکټر غني بريالی شو. د غني پنځه کالونه په تېرېدو وو، چې زه خپلې سيمې ( څمکنيو ولسوالۍ) ته لاړم.

سهار اوه بجې وې، چې د څمکنيو ولسوالۍ څخه د جانې خېلو په طرف له خپلو ملګرو سره روان شوم،سرک کندې ـ کندې و، په سړک د خلکو او موټرو بېروبار دومره زيات و، چې خبرې يې مه کوه. په لار کې ډلې ـ ډلې نجونې په تورو چادريو کې د ښوونځيو په لور روانې وې، خو د خام سړک ګردونه په ډېرې سپين سترګۍ د دغو نجونو د حيا په لوپټو پريوتل او د هغوی ښکلا يې بدرنګه کړې وه.

په همدې مهال ماته پنځه کاله وړاندې د يوې نجلۍ هماغه خبره راياده شوه چې ( ډاکټر صيب موږ ته سړک پخوي).