څو ورځې مخکې حکمتيار صاحب شمال ته د لس ورځيني سفر په موخه د زمکې له لارې ولاړ، سفر په داسې مهال پېښ شو، چې په کندز ښار کې طالبانو پر حکومتي مواضعو پراخه بريدونه پيل کړي وو او ښار د جنګ مرکز و، د حکمتيار کاروان له همدې جنګي کندزه د تخار او بدخشان په موخه تېر شو.

سره له دې چې زه په دغو ورځو کې د افغانستان اسلامي طبي ټولنې "ايما" له رهبري هيئت سره د درې ورځېني دوبيز کمپ #Summer_Camp_Kabul په تياريو بوخت وم، خو د دې سفر ټکي مې له ځان سره يادښت کول، دلته ما د دې سفر نه لږ ور اخوا حزب ته يو جامع نظر کړی، هغه ټکي چې له ډېره وخته مې په ذهن کې ښکته پورته کېدل هغه مې دې سفر ته د کتنې په ترڅ کې دلته راواخېستل.

اوږده نا امنه لار؛ بېساری جرائت!

زه دې ته اريان وم، چې په دغسې يوه جنګي ماحول کې دغسې جرائت ولې؟ د هېواد داسې شمال چې هلته يو شمېر مسلطې حلقې د حکمتيار سيوری په تيږو ولي؛ په کې داسې بې وېرې مزل؟ همغه شمال چې خپل مسلط ځايي مشرتابه په کې د کاروان د مزل زړه نه لري او همغه شمال چې خپل مسلط په کې هوايي تېرېږي خو حکمتيار په کې تر بدخشانه او تخاره او د کندز له مرګونې لارې بېرته تر بغلانه او کابله سخت په ولسي ليکه تېرېږي او د مرګ پروا نه کوي؟ دا هر څه د افغانستان په جنګي چاپېريال کې تازه خبره ده او تر شا پسمنظر نه لري. دغسې يو جرائت يوازې رهبران کولای شي، هغه چې کارېزما لري او د خپلو اهدافو په لار کې ژوند او مرګ دواړه ورته مانا لري.

افغانستان شموله حزب!

په شمال کې د بدخشان، تخار او بغلان ولسي غونډې واقعاً شانداره وې، تاسو کولای شئ چې پر فېسباکه د دې غونډو نا فوټوشاپه عکسونه وګورئ، هلته برخوال نه په پيسو راغونډ شوي وو او نه د کوتک په زور چا راوړي وو، بلکه د يوې تاريخې اړيکې خبره وه، د ارمانونو او نهضت خبره وه، د حزب د مرام او مبارزې خبره وه او په دې ټولو ارزښتي مسايلو کې د بدخشان، تخار، کندز، بغلان او ټول شماله نيولې د هېواد تر جنوب، جنوب غرب، شرق او غربه پورې زښت ډېر افغانان شريک دي.

کله چې ما په بدخشان کې د هرکلي شان او د غونډې ولسي رجحان وليد، له ځان سره مې فکر وکړ چې دا ملت يو ارزښتي ملت دی، د اصالتونو يوه ټولګه ده چې قومي شناختونه يې نه شي ماتولی.

په بدخشان، تخار او بغلان کې د حزب په غونډو کې لوی ولسي حضور دا وښوده چې حزب په ولسي ملاتړ او افغانستان شموله منظر کې سخت پياوړی سيال دی.

دلته خو ډېر غربي ټکنوکراټان حتی په ښارونو کې د پام وړ مخاطبين نه شي راټولولی، هغه چې کله کله د نغدو په تمه د ښار خواريکښ له چوکونو د غونډو تالارونو ته راولي.

حزب او رسنيز پوښښ!

که حزب يو لوی سراسري تلوېزيون درلودای، که يې يوه هېواد شموله راديو درلودای او که يې په ريښتينې مانا يوه مسلکي ورځپاڼه، مياشتينۍ درلودای نو خپلو دغسې لويو غونډو ته به يې پراخه پوښښ ورکولای، جالبه ده حزب په اجتماعي رسنيو کې هم د پام وړ او د لکونو فالوورز لرونکو ادرسونه نه لري، پر فېسبوک کې يې پلويان خپل شخصي اکونټونه لري او پر ټوېټر يې حساب نه شته، نو په دغسې يوه منفعل رسنيز حالت کې که حزب هر څومره ستره کارنامه وکړي نو يوازې د حزب خبر شوي وګړي به پرې خبر وي او په عام ماحول کې به هنګامه نه وي.
په داسې حال کې چې چارواکي له ټولې حکومتي پشتوانې او يو شمېر مداحو ملکانو او مدنيانو په شبکو کې دغومره ولس نه شي راټولولای، خو چې په شمار څو کسان راټول کړي بس يوه رسنيزه غوغا جوړه شي او له نه خبرې روغه خبره جوړوي.

يوازې دا نه بلکه حزب لا تر دې دمه نه دی توانېدلی چې د کابل د رسنيز چاپېريال او تلويزيوني فرهنګ سره سم له معلوماتو ډک، خوش سليقه، ښه غږېدونکي او مسلط وياندان ولري، کله چې پر رسنيو خبره کېږي او کله چې د حزب له ادرسه په ګردي مېزونو کې خبره کېږي خلک پرې د حزب زاويه ګوري او خلک پرې د حزب جمعي منطق، لاره او معقوليت ناپوي. د همدې لپاره دا ډېره اړينه ده، چې حزب د رسنيو لپاره هم د وياندانو په کچه او هم د تحليلګرانو په سطحه وړ او مؤثر شخصيتونه ولري او پالنه يې وکړي.

حزب او د ځوان مشرتابه توريث!

حزب د يو څو نفرو حزب نه دی، حزب پخوا هم په کدرونو مشهور وو او اوس يې هم کدري کمی نه شته، خو چې کمی دی د دغو ځوانو کدرونو د تنظيمي ودې د مناسب چاپېريال کمی دی. حزب بايد د پخوانيو مشرانو تجربو لپاره جلا مناسب فورمونه ايجاد کړي، کېدای شي دوی لپاره د څېړنو بېلابېل مرکزونه رامنځته کړي، کېدای شي دوی په علمي او پوهنتوني مرکزونو کې مصروف کړي، کېدای شي دوی د ځوان نسل په تربيوي مجالونو کې وګماري، کېدای شي دوی د اسلامي نهضت د تېرو پنځوسو کلونو د تاريخ ثبتولو په پروژه کې مصروف کړي او زښت ډېر نور محورونه دي چې دوی په کې د دغه لوی حزب لپاره کار کولای شي.

خو د دې لپاره چې په مستقبل کې د حزب شتون خوندي شي او دې لپاره چې حزب د پياوړو تشکيلاتو، اصولو او نظم څښتن شي نو دې لپاره اړينه ده چې ځوان کدرونه د دې حزب توريث ته اماده شي، او په دغه توريثي پروسه کې د همدې مشرانو حزبيانو لوی مسئوليت بايد دا وي چې څرنګه تربيه او مسئوليتونه ځوان نسل ته انتقال کړي. سمه ده چې دا يو خورا سخت کار دی خو ممکن دی، که داسې ونه شي نو د حزب د امير تر ژونده به هر څه تاوده وي، خو وروسته به يو مبهم راتلونکی هر څه ساړه او کنګل کړي.

تشکيلاتي زېلۍ؛ د حزب اوچت لومړيتوب!

حزب اسلامي د اسلامي نهضت تر تبعيد وروسته مسلسل په يوې جنګي سټراټيژۍ کې واقع شوی، د هېواد لوی جنګونه په ځانګړي ډول د ازادۍ مبارزې پرې تحميل شوي، خو د شوروي پر ضد د ازادۍ په جګړه کې حزب اسلامي د جنګي رسالت تر څنګ خورا پياوړي تنظيمي تشکيلات درلودل او د دغسې پياوړو تشکيلاتو د زبات لپاره اړينه نه ده چې کوم تاريخي مرجع باندې استناد وشي، لا هم د هجرت د مهال مبارز نسل ژوندی دی، دغه مبارز نسل په دې اړه تر ټولو لوی شاهد دی. د داخلي جنګونو رانيولې بيا د ناټو تر بريدونو حزب بيا د تنظيمي تشکيلاتو له پلوه کمزوری شو، د حزب مشرتابه په يوې مسلسلې او اوږدې خفا کې واقع شو او د حزب په نوم جلا جلا جريانونه په کابل کې فعال شول.

سره له دې چې د حزب امير په لومړي قدم کې لويه او بيا تر هغې په ښکته کچه مشورتي شوراګانې راوبللې او د دې ټولو په ترڅ کې يې اجرائيه شورا وټاکله، د يوه بيړني حالت لپاره دا يو ډېر اړين او پر ځای ګام و، د حزب موجوديت پر ټاکنو ولاړ دی او هلته چې ښکته په پاکستان کې نورو تنظيمونو ټاکنې ناروا او د کفارو تقليد ګاڼه او له حزب سره يې د ټاکنو اصولي موقف نه منلو خو حزب په کې په همغه پېښور کې د ارکانو شورا، عالي شورا، مرکزي شورا او انتخابي اجرائيه شورا لرلې، سمه ده چې ستونزې به وې خو د تنظيمي تشکيلاتو او ټاکنو د فرهنګ په تناظر کې حزب بې سياله و، نورو د ټاکنو په نوم هيڅ نه درلودل.

له حزب اسلامي سره د سولې تر بريالي پړاوه وروسته دا تمه ډېره وه چې حزب اسلامي به په تشکيلاتي لحاظ بېرته ځواکمنېږي، او دا چې حزب به د حزب داخلي استحکام ته د تنظيمي کار د سر او لوړ لومړيتوب ورکوي، خو دغه بيړني تشکيلات همغسې په بيړنۍ بڼه مخته ولاړل او تر دې دمه د داخلي استحکام لپاره تشکيلاتي شبکه يوې نورمالې تنظيمي پروسې ته دننه نه شوه.

د يوه بيړني حالت نه د وتلو لپاره بيا ځل اړينه وه چې د افغانستان په کچه د حزب د ارکانو سراسري اجتماع راغوښتل شوې وای، د انتخابي مجلس شورا لپاره بايد ميکانېزم جوړ او عملي شوی وای، او له همدې انتخابي مجلس شورا څخه بايد اجرائيه شورا د اعتمار رايه اخېستې وای. کله چې دغسې وشي نو د افغانستان ټول حزبيان به په حزي تشکيلاتو کې ځانونه وګوري، يو قوت به رامنځته شي، اعتبار او مجد به بیا تجربه کړي او يو پياوړي حزب کې به حکمتيار بيا د هېواد په کچه د حساب درنه خبره لري.

 

حزب او داخلي استحکام!

د داخلي استحکام لپاره دا هم ډېره اړينه ده چې د حزب د اعضاو انسجام رامنځته شي، او دې لپاره دا ډېره ضروري ده چې که دوی په تربيتي کوچنيو حلقو کې نه شي تنظيمېدای، نو لږ تر لږه د دوی لپاره لوی سياسي-اجتماعي او فکري برنامې رامنځته کېداى شي، په دې ډول به د حزب اعضا او پلويان په هر ولايت کې په فکري او ذهني ډول سره نزدې وي، دوی به د حزب په لويو سياستونو، قضيو او موقفونو کې سره همغږي وي او دوی به په موقفونو او ملاتړونو کې د تشتت او پراګندۍ سره نه مخ کېږي.

يوازې دا نه بلکه د داخلي استحکام او تشکيلاتي غځونو لپاره دا ډېره اړينه ده چې حزب بايد صنفي اتحاديې ولري، د محصلينو، ديني طالبانو، مسلکي اتحاديې لکه د ډاکټرانو، انجنيرانو، تجارانو او په همدې ډول نورې او ډېرې اتحاديې.

د داخلي استحکام لپاره حزب ته اړينه ده چې خپلې جلا او يا مرورې څانګې هم بېرته خپلې کړي، او دا د دې لپاره چې حزب بايد په ملي مسايلو کې پياوړی وي، د دغه پياوړتيا لومړی ضمانت د يوه متحد او نا پاشلي حزب موجوديت دی، د حزب اسلامي اصلي بدنه بايد دا وقار، وړتيا او لويه سينه ولري چې خپلې مرورې څانګې بېرته راپخلا کړي، د هغوی غوښتنې په لوی زغم واوري او ورسره د هوکړې سياست وکاروي. د حزب د مرورو شخصيتونو او جلا څانګو د بيا جذبولو لپاره دا اړتيا شته چې مور حزب اسلامي ورته تنازلات ومني، په دغو تنازلاتو کې د حزب لوړتيا نغښتې ده.

حزب او ملي فکر!

دا د ننني سياسي ماحول ولسواکۍ لويه غوښتنه ده، چې د منظم کار لپاره بايد يو پياوړی او ولسي ګوند موجود وي، خو په ملي مسايلو کې ګوندونه بايد دا وړتيا ولري، چې د ګوندي ګټو نه پورته ملي سوچ ولري، دې لپاره دا اړتيا ليدل کېږي چې حزب بايد محلي فکر ونه لري، بايد سوچ يې د هېواد پر شمولي سياست راټول وي، سره له دې چې حزب په موجودو ټولو ګوندونو کې د افغان شمولۍ له نظره او په جغرافيوي ډول د افغانستان شمولۍ له نظره بېساری دی او حزب د هېواد په ټولو پرګنو او ټوله جغرافيه کې پراخه نفوذ لري، خو دا د همدې حزب پورې اړه لري چې دغه تاريخي نفوذي بستر څرنګه د حزب د اوسنۍ مرحلې لپاره مساعد وساتي؟ تاريخي نسټالژي مقطعي ګوندي احساسات راپارولی شي خو په هوش او ټاکونکې مرحله کې بيا خلک زړې اړيکې په اوسنيو تقاضو کې ګوري چې څومره د دوی په ښه راځي؟
د يو افغان شموله حزب د ساتنې او پياوړي کولو لپاره زښته اړينه ده چې د حزب مشرتابه همغه د اصالتونو سياست خو د نوي عصر په تقاضو او چلندونو کې وساتي، د حزب د وجودي فلسفې غوښتنه همدا ده چې حزب بايد د ټول هېواد په کچه اصولي سياست وکړي، کله چې د حزب امير او يا بل کوم مشر د کوم ځانګړي قوم په ګټه او يا تنقيد خبره وکړي، ورڅخه يې په پلويانو کې ناسم پوهاوی او او ناندرۍ زېږيږي، ځکه خو حزب او قيادت ته يې په کار دي چې له دغسې مشبوهو موقفونو ځان په واټن کې وساتي. قومي نارې خپل جوړښتونه لري، دا نارې د همغه فاشيستي جوړښتونو هويت دی، يو ارزښتي او اصولي تنظيم که کله د لنډ سياسي مانور لپاره دغسې يوه خبره حتی د يو مشروع منظر څخه هم وکړي خو دا په يوه لوی منظر کې بيا سخت تاواني واقع کېږي. دا سمه ده چې په تېرو اتلسو کلونو کې د جېنو سايډ تر سرحده دلته قومي تصفيه رامنځته شوه، خو د دغې تصفيې د مخنيوي لپاره د يوه قومي ګوند او يو اصولي ګوند موقفونه بايد خپلې جلا زاويې ولري.
سره له دې چې دلته ډېری تنظيمونه په قومي غوښتنو او ډنډونو کې وده کوي خو د حزب غوندې ګوندونه په دغسې ډنډونو کې وده نه شي کولای، سخا کېږي په کې.

حزب اسلامي لا هم د افغانستان شمولۍ لوی امتياز لري او کولای شي د افغانستان په متحد ساتلو او ملي يووالي کې له قومي بستره پورته پر ملي بام مزل وکړي، او دا د افغانستان اړتيا ده، افغانستان په اوسني پاشلي ملی منظر کې د اسلامي مرجعيت پر محور راټولېدای شي او دې منظر کې د حزب نقش خورا مطلوب او پياوړی دی.

ملي سياستونه؛ حزب ولې تل ځانته پاتېږي؟

په ملي سياستونو کې یو لوی محور په ملي کچه د همغږۍ نقش دی، حزب بايد دا وړتيا او لويه سينه ولري چې هېوادني سياستونه د نورو ګوندونو سره په يوه همغږۍ کې واقع کړي، په دغسې يوه لويه ملي همغږۍ کې د حزب نقش بايد دا وای چې د تنظيمي سياستونو پر ځای يې ملي موخې تعريف کړې وای او په دغه موخو کې يې ملي ګوندونه، شخصيتونه او همدا راز اسلامي جريانونه له ځان سره يو ځای کړي وای، دا بايد داسې وای چې کېدای شي حزب په کې د يو عادي شريک په توګه مطرح وای، بل دې په کې سلطان وای خو حزب به د ملي موخو لپاره د همغږۍ د يو لوی فورم په ايجاد کې د پردې تر شا لوی نوم وای.

د همدې لپاره خو دا اړينه ده چې حزب بايد د هېواد په بېلابېلو سياسي فورمونو کې فعال حضور ولري او په سياسي موقفونو کې ځانته او ګوښې پاتې نه شي.

دا بايد تحليل شي چې نور تنظيمونه څرنګه په بېلابېلو موضوعاتو کې په خپلو منځونو کې راټولېدای شي، يو موقف نيولی شي او لږ تر لږه له خپلو ځانونو پرته له نورو جريانونو سره يو ګډ فورم رامنځته کولای شي؟ او بيا دا هم بايد ځواب شي چې په روانو حالاتو کې حزب ولې تل په خپلو سياستونو کې ځانته پاتېږي؟

کېدای شي د نورو سياسي جريانونو سره دا وېره وي چې حزب په ګوندي لحاظ تماميت غوښتونکی دی او له ځان پرته نور څوک نه مني، خو د هېواد روانه ډيموکراسي د همدې تور د سپيناوي لپاره ښه زمينه ده چې حزب په کې له نورو ګوندونو سره د مدارا او تعامل يو ريښتينی تمرين وړاندې کړي.

حزب بايد مثبت برخوردونه رامنځته کړي، د تقابلي سياست مخينه چندانې ګټوره نه وه او نه ده، کله چې حکمتيار صاحب کابل ته راغی او هغه چې کله بيا د ارواښاد استاد رباني او د جمعيت د نورو وفات شويو مشرانو د فاتحې لپاره د صلاح الدين رباني کور ته ولاړ، دا يو ښه پيل و، او د دې پيل د استمرار لپاره دا اړينه وه چې د جمعيت مشرتابه هم په ورته اقدام سره د حزب د مشر کاله تللي وای د هغه د والدې او وراره او نورو وفات شويو مشرانو فاتحه يې ورته کړې وای، دا هر څه ونه شول او دغه اخېستل شوی قدم په همغه درشل تم شو.

په تنظيمي لحاظ د نورو تنظيمونو ځان غوښتنه محسوس ده، خو هغوی چې خپله ميم زرما ټوله زما فلسفه په سياسي تر مينالوژيو کې پټوي او هغوی چې په تېرو اتلسو کلونو کې د نظام په بنسټونو کې څومره افقي غځېدلې شبکه ايجاد کړې دا په خپل ځای د هغوی د تماميت غوښتنې يو لوی منظر دی.

حزب او د ارګ ملګرتيا!

يوه پوښتنه دا هم ده چې حزب ولې له ارګ سره تر پايه ملګرتيا و نه شوه ساتلی؟ سمه ده چې غني هم په سټراټيژيکه ملګرتيا کې چندانی حسابي نه دی او له چا سره اوږود مزل نه شي کولای خو حزب کولای شول چې وړتيا وښايي او دې لپاره چې په نظام کې خپل شتون ته کانالونه پيدا کړي، په بنسټونو کې غځونې وکړي بايد داسې مجالونه يې غوړولای وای چې دغه ملګرتيا اوږده او سټراټيژيکه شوې وای، بايد دا ملګرتيا يې داسې حد ته رسولې وای چې غني له حزب سره له ملګرتيا ناچاره وای، د اوسنۍ مرحلې لپاره حزب دغسې يوې سټراټيژيکې ملګرتيا ته حياتي اړتيا لرله.

په يوه وخت له حکومت او نورو سياسي مخالفينو سره تقابل ښه سياست نه دی، هغه وخت چې اسلامي نهضت د پيل کلونه وو او د استاد هارون مجددي په کور کې د جوانان مسلمان او مجددي صاحب او نورو مشرانو د همغږۍ ناسته شوې وه، کله چې مجددي د جوانان مسلمان هيئت ته ويلي وو چې زمونږ دستي ساعت تقابل او مبارزه بايد د شاه پر ځای له کمونېستانو سره وي، دواړه مبارزې په يو وخت نه شو کولای، همغه وخت هم د مجددي صيب دا خبره په سياسي لحاظ يوه حسابي او تللې خبره وه او نن هم دغسې يو سياست ته اړتيا شته، په يوه وخت کې له ارګ او سياسي ګوندونو سره تقابل سياسي ګټور کار نه دی. په سياست کې له نورو سره يو ځای کېدنه او يو ځای تلل هنر غواړي او دا هنر بايد حزب تجربه کړي.

مشرتابه؛ د پلويانو نظريات چرته دي؟

د يو مردمي حزب لپاره سخته اړينه ده چې د حزب پاليسيو او د هغوی د غړو او پلويانو د نظرونو تر منځ واټن موجود نه وي، حزب بايد په سياسي پاليسيو او پرېکړو کې د خپلو پلويانو ذهني او فکري ميلان معلوم کړي، داسې سياسي پرېکړې چې د حزب پلويان ورسره په جمعي اتفاق کې نه وي او په ذهني ډول پرې دغسې پرېکړې بوج وي، دا د تل لپاره پلويان او غړي له حزب سره متحد نه ساتي او د مزل په يوه منزل کې ترې لار جدا کوي، د همدې لپاره حزب بايد پر داسې میکانيزم غور وکړي چې له مخې يې د حزب له قيادته تر قاعدې د ټولو حزبيانو تر منځ حايلونه له منځه ولاړ شي او حزب وکولای شي د لويو پرېکړو پر مهال د خپلو اعضاو رايه او نظر په اسانۍ ترلاسه کړي او حساب پرې وکړي.

حزب او د سياسي تغير چارټر!

حزب اسلامي بايد د سياسي تغير يوه متمايزه پروسه ولري، حزب چې د کدرونو کور دی، بايد په هره تخصصي او مسلکي برخه کې يې جلا تحليګران درلودای، دې لپاره اړينه وه چې حزب يو پياوړی د مطالعاتو سټراټيژيک مرکز جوړ کړی وای، حزب به په دې ترتيب کولای شوای چې د خپلو سياستونو لپاره د خپلو تخصصي پوهانو په مټ يو قوي چارټر جوړ کړي، حزب به خپله سټراټيژي ټاکلې وای، دوی به خپل سياسي، اجتماعي، فرهنګي او د ژوند د هرې برخې سياستونه په دغه چارټر کې تعريف کړي وای. له دې پرته چې د انتخاباتو په مرحله کې به يې د دغه چارټرر له لارې خپل سياستونه خلکو ته ورپېژندلي وای بلکه د اوږده راتلونکي لپاره به يې د حزب سټراټيژيک لوري هم ټاکلي وای.

د اسلامي نهضت او جهادي مرحلې تاريخ!

د افغانستان د اسلامي نهضت او جهادي مرحلي تاريخ يو لوی مجال دی، دا تاريخ د نهضت له پيل څخه بيا تر انشعابونو پورې او د کمونيستي کودتا پر ضد د قيام نه نيولې د شوروي اشغال پر ضد د مبارزې پورې، او د نجيب له سقوط څخه نيولې د طالبانو تر اسلامي امارت او بيا تر دې دمه ټولې مرحلې بايد په بر کې ونيسي، او بايد په علمي او تاريخي ډول وڅېړل شي، که جهاي تنظيمونه دغسې يوه کار ته ملا ونه تړي، نو د دغه پنځوسو کلونو تاريخ نورو فکري ليکوالانو تش نه دی پرېښی، دغه پنځوس کلونه ډېرو ليکوالانو په خورا بېباکۍ تحريف کړي، د نهضت تاريخ او د کمونېسم پر ضد د افغانانو جهاد او مبارزه د ډېری لائک ليکوالانو د تحريف په پروژه کې ژوول شوې او لا هم ادامه لري.
لږ تر لږه حزب اسلامي او نور جهادي تنظيمونه بايد د خپلو مبارزو تاريخ په خپله خوندي کړي، راتلونکي نسلونه به بيا ليکل شوي سندونه لولي، هغوی به په همدې ليکل شويو سندونو پرېکړې کوي، که د نهضت وارثين او جهادي مشرتابه خپلې مبارزې په خپله قلمبندې کړي نو دا به د لومړي لاس سندونو په توګه خورا اعتبار ولري.

جهادي تنظيمونه بايد پرېنږدي چې دوی او د دوی مبارزه د دوی دښمنان خلکو ته تحليل او تعريف کړي، دوی بايد په خپله خلکو ته ووايي چې مونږ څوک وو، هدف مو څه وو، لاره مو څه وه، څه راسره وشول، څه مو وکړل، ولې مو وکړل، په يوه مرحله کې ولې بريالي وو او په بله مرحله کې ولې مات شو...؟ که دوی دا کار ونه کړي، نور به د دې او نورو پوښتنو ځوابونه په بل ډول وليکي.

حزب او د نورې نړۍ تجربې!

حزب په خپلو همغو پخوانيو تنظيمي کليشو کې د نن مزل نه شي کولای، حزب بايد خپلې تنظيمي اډانې نوې کړي، نوی نسل نوې غوښتنې لري، د نوي نسل سوچ جدا دی، د نوي نسل برخورد او تعامل هم جدا دی، او له دې سره په څنګ کې د وطن حالات هم په خورا چټکۍ د هجرت له کلونو په واټن کې دي، نو له همدې امله حزب بايد د خپل تنظيم اډانې له سره نوې کړي، حزب اسلامي ته اړينه ده چې د نورې نړۍ د هغو اسلامي جريانونو تجربې مطالعه کړي چې هغوی يې د واک پوړيو ته ورسول، د بېلګې په توګه د ترکيې ماډل د يوې مطالعاتي پېښې په توګه څېړل کېدای شي، دغسې ماډلونه د خپلې ټولنې د حالاتو او شرايطو سره بايد سم کړای شي او دا چې د نړۍ سياسي او اجتماعي تجربې شريکې دي بايد دا شراکتونه همدغسې په مثبت ډول راواخېستل شي.

حزب اسلامي د خپلو ارزښتي ارمانونو او اهدافو سره سره د نوې نړۍ نويو ابزارونو او اډانو ته اړتيا لري، خو دا په دې مانا نه چې حزب دې په تجدد ګرايۍ کې ورډوب شي، هغه د حمزه بابا شعر زما مدعا ښه تشرېح کوي:

آينه د نننني تهذيب دې ښه ده

خو جوهر پرې د ساده پرون په کار دی