سیمه د یوه ستر سیاسی جغرافیایی بدلون سره مخامخ ده . داسې بدلون چې په دې سیاسي جغرافیا کې یو نوۍ هیواد بیا را و ټوکیږي، داسې هیواد چې په نړۍ کې د قدرت او سیاست معادلاتو ته په بشپړه توګه بدلون ورکړي.
دا هیواد به د پنجاپستاان ( پاکستان) په شان یو مصنوعي هیواد نه وي چې د یوې استعماري توطیې له مخې رامنځته شي بلکې دا هیواد په خپله د تاریخي او اوسنیو شرایطو په بنسټ جوړیږي.
دا هیواد که څه هم ډیر پخوانۍ دی خو د استعماري ځواکونو له خوا په زور او جبر ټوټې ټوټې کړل شوی دی او خپل پخوانۍ هویت یې د لاسه ورکړی دی. دا کوم بل هیواد ندی دا د پښتنو هیواد دی. اوس پښتانه د اسیا په ستره وچه کې یو ستر ملت دی خو په څلورو پنځو ټوټو کې بیل شوی دی.
په ټوله نړۍ د پښتنو د یووالی او ازادۍ له پاره غورځګ مخ په ځواکمن کیدو دی. په نړۍ کې به داسې ښار او هیواد نه وي چې هلته پښتون اوسیږي او د پښتنو د حقوقو د پاره راو نه ووځي . اوس پښتون ملت د یو ستر ملت په توګه سیمه ایز او نړیوال سیاست کوي .
پښتانه د یو ملت په توګه د سیاسي شعور او پوهې لرونکي کیږي او دا ددې سبب کیږي چې د ملي یووالي د پاره سیاسي مشرتوب رامنځته او یو ځل بیا د یوه ازاد ، خپلواک ، متحد هیواد په وجود کې سره راټول شي.
پښتون د یو ستر ملت په توګه د زرګونو کلونو را پدې خو په یوه پیژندل شوي جغرافیا کې ژوند کوي او دا حق لری چې په خپله جغرافیا کې متحد ژوند وکړي او یو مستقل او خپلواک هیواد ولري. دا یو طبعی حق دی چې لوی څښتن ورکړی دی او باید د نړی د نورو اولسونو په ډول ازاد او خپلواک ژوند ولری.
خاینې او فاسدې کړۍ ، امیران او پاچهان د اولسونو استازیتوب نه شي کولی بلکې اولسونه خپل برخلیک په خپله ټاکي له دې امله د کابل د ارګ خاینو امیرانو او شاهانو هر ډول موافقي غیر قانوني او د باور وړ ندي . پښتون اولس هیڅکله دې ته تیار ندی او نه تیار و چې د استعماري قوتونو د ژغ لاندې ژوند وکړي او یا خپله ازادي او یووالی د لاسه ورکړي.
یو شمیر سیاستوال او د استعمار ډنډورچېان هڅه کوي چې د کابل د فاسد ارګ او د استعمار تر منځ د غیر قانوني او خاینانه موافقو له مخې د پښتنو د سیمو ویش ابدي وبولي. مګر په سیمه او نړۍ کې د پښتون ملت شته والی یو واقعیت دی چې په دې خاوره یې دولتونه جوړ کړي او ددې خاورې یې دفاع کړیده. او ددې قابلیت لري چې په سیمه کې یو ځواکمن دولت رامنځته کړي.
د پښتنو د یووالي غورځنګ په ناڅاپی توګه نه دی رامنځته شوی بلکې د هغو ځانګړو تاریخي شرایطو د غوښتنې له امله رامنځته کیږي چې د سیمې او نړۍ د موجوده حالاتو له مخې رامنځه شوي دي.
د یوې نیمې پیړۍ څخه زیاته موده کیږي چې پښتانه د نړیوال استعمار ، پنجاپی استعمار او په سیمه کې د نورو پراختیا غوښتونکو ځواکونو له خوا په ډیره بیرحمانه توګه ځپل کیږي. مګر اوس شرایط د بدلون په حال کې دي . حالات د پښتنو په ګټه را څرخیږي . همدا خبره ده چې پښتانه اوس یو له بله لاسونه سره ورکوي او ټول د یوه ګډ هدف په خوا روانیږي.
په سیمه او نړۍ کې پښتون اولس یو ستر اولس دی . ددې اولس ملی خوځښت ددې سبب کيږي چې هیڅ استعماری ځواک یې په مخ نیولو کې ناتوان کیږي.ددې امله سیمه ایز او نړیوال استعماري ځواکونه د واخطایی سره مخامخ شوي دي.
دا ځکه چې ددې غورځنګ په ځواکمن کیدو او د هغه په پایله کې په سیمه کې په سیاسي جغرافیا کې د بدلون له امله په نړۍ کې د قدرت نوي معادلې رامنځته کیږي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې ددې غورځنګ د ځواکمنتیا له امله په سیمه کې به هغه پخوانۍ هیواد چې د انګریزي استعمارچېانو له خوا ټوتې ټوټې کړل شوی او خپل پخوانی هویت یې د لاسه ورکړی بیرته را وټوکیږي. دا هیواد به پښتونستان او یا پښتونخوا وي.
دا هیواد به د اموسین څخه نیولي تر خلیج پورې پولې ولري او هم به د هند ګاونډی شي. په دې صورت کې دا هیواد به د ایران ، پنجاپ ، هند او د سیمې د نورو هیوادونو د مساوي ځواک په درلودلو سره نوي سیاستونه رامنځته کړي.
د کابل ارګ تر ننه ددې سیمو د خپلواکي او د پخواني هیواد د یو ځای کولو د پاره کوم پلان او پروګرام نه درلود بلکې هڅه یې کړیده چې د داسې یوه غورځنګ چې ددې تاریخي خاورې یو ځای کول غواړي مخنیوي وکړي.
1. ایا ارګ غواړي چې د افغانستان ( عبدالرحمن خان افغانستان) د وجود سره د لاسه وتلي خاوره بیرته یوځای کړي؟
2. ایا ارګ غواړي چې د یو ازاد پښتونستان څخه چې په لومړی پړاو کې یې پایتختت ( پیښور یا وزیرستان ) وي جوړ شي.
3. ایا ارګ غواړي چې د پښتنو ټوله خاوره د پنجاپستان ( پاکستان ) د استعمار جزء واوسي؟
خو داسې ښکاري چې د کابل ارګ په تیره یوه نیمه پیړۍ کې تر ننه پورې د پورتنیو لومړی او دوهمې مادې مخالف و ، او په غیر مستقیمه توګه یې هڅه کړیده چې د ډیورینډ د منحوسې د ها خوا خلک د انګریز او بیا د پنجاپ تر اشغال لاندې پاتې شي.
د افغانستان اوسنی اولس مشر محمد اشرف غني په خپلو ویناو او مرکو په څو څو ځله ویلي دي چې دوی د پاکستان سره کومه ستونزه نلري او غواړي ددې هیواد سره نیکې اړيکي ولري.
د ګندمک ( ۱۸۷۹ زیږدیز کال ) اود ډیورینډ ( ۱۸۹۳ زیږدیز کال ) د منحوسو موافقو نه وروسته چې د کابل د مرتجع او وطن پلورنکي دربار له خوا د انګریزانو سره تر سره شو ، کابل تر ننه هیڅکله د دې هیواد څخه د غوڅې شوي برخې د بیا تر لاسه کولو د پاره کومه هڅه نه ده شوی .
اوس دا تش په نامه موافقتنامې کوم اهمیت نلري دا ځکه چې هغه اړخونه اوس وجود نلري. همدارنګه دا د شرمه ډکه موافقې په همغه مهال او اوس د اولس له خوا رد شوي او رد کیږي.
همدا خبره وه چې ددې هیواد د بیا را ژوندي کولو د پاره حاجي میرزالي خان یا ایپی فقیر لویه جرګه راوغوښته. دا ځکه چې کابل تل د هغوی سره چل او خیانت کړی دی.
په (۱۹۴۷ - جون ۲۱ ) د بنو په سیمه کې د پښتنو د لویی جرګې فیصله وکړه چې پښتانه نه د هند سره یو ځای کیږي او نه د پاکستان سره . د دې جرګې د فیصلی سره سم پښتانه باید په اسلامی اوصولو ، دموکراسی او عدالت ولاړ یو دولت رامنځته کړي.
په دی لویه جرګه کی ( ۲۱ جون ۱۹۴۷) د ډیورینډ د ها خو د ټولو پښتنو استازو، سیاستوالو او مشرانو ګډون کړي و. دی جرګی ته د افغانستان څخه هم زیات شمیر کسان ورغلی و. دا یوه فرمایشی جرګه نه وه بلکې یوه ولسی ملی لویه جرګه وه چې په سیمه کی یی د نوی هیواد د جوړیدو مفکوره رامنځته کړه او په دې هکله یې فیصله وکړه چې دا حکومت باید پښتانه جوړ کړي.
د همدې فیصلې په بنسټ د پښتنو د ازاد هیواد بنسټ د پښتنو ستر مشر حاجی میرزالی خان له خوا د وزیرستان په ګرویک کې کیښودل شو. او د پښتونستان بیرغ د پښتونخوا په زیاترو سیمو کې په رپیدو شو.
د پښتونستان په ناڅاپی توګه نه دی ایښودل شوی بلکې د پښتون اولس د ۶۰۰۰ کلن تاریخ ادامه ده، چې د پکتیس ، پکتویس ، پښتیخا ، پښتونخوا څخه رامنځته شوی دی. د نن څخه نږدی ۸۰۰ کاله مخکې بابا هوتک د پښتونخوا ځوانان د مغولو په وړاندې جګړې ته رابلل تر څو د خپل وطن او عزت څخه دفاع وکړي.
لوی احمدشاه بابا هم د پښتنو وطن د پښتونخوا په نوم یاد کړی او دا هیواد یې د خپلو طبعی پولو ته رسولی دی. پښتونستان هم پخوانیو نومونو ادامه ده.
په دې کې شک نه شته چې د پښتنو په وړاندې که هغه په افغانستان کې دي او یا د افغانستان څخه بهر، د کابل د ارګ پالیسي په دښمنی باندې ولاړې وې او دي.
د حالاتو په څیړلو سره د لوی مبارز حاجی میرزالي خان ددې خاورې د یووالي پلان تر لاس لاندې ونیوه . ددې پلان د تطبیق مخ کې د انګریز او پنجاپی استعمار ، ایراني پراختیا غوښتونکو ، په پښتنو کې یو شمیر ځان غوښتونکو مشرانو او کابل خنډونه را منځته کړل.
د کابل ارتجاعي ادارې د انګلیسی استعمار ګډه هڅه وکړه چې د پښتونستان د ازاد هیواد د جوړیدو لوی مفکر ( حاجی میرزالی خان ) او د هغه د سنګر ملګري له منځه یووسي مګر په دې بریالی نه شول ، خو د ازاد پښتونستان د جوړیدو په لاره کې یی خنډونه رامنځته کړل.
د هغې ورځی را پدې خوا د پنجاپی استعمار تر واک لاندې پښتنو د بریتانیا د لا س پوڅی هیواد په وړاندې ، خپلواک پښتونستان د جوړیدو له پاره مبارزې کړي او په دې لاره کې یی ډیرې قربانی ورکړي دي.
په سیمه کی حالات ډیر په چټکتیا سره بدلیدونکي دي. پنجاپی استعمار او ایرانی پاشیزم هڅه کوي چې په سیمه کی د خلکو په ګټه د نویو بدلونونو مخنیوی وکړي. د کابل دربار هم تر ننه پورې د نوموړی استعماری – پاشیستی حکومتونو د اجنداو سره سم حرکت کړی دی..
مګر اوس حالات بدل شوی دی نړی په یوه کلی اوښتی ده.د حق او عدالت له پاره د غږ اوچتیدو مخنیوی کول ډیر ستونزمن دی. که څه هم د ملګرو ملتونو له خوا اوس کوم هیواد د استعماری هیواد په توګه په رسمیت نه پیژندل کیږي مګر بیا هم استعماری هیوادونه لکه پنجاپی استعماری اداره( پاکستان) وجود لری چې د مختلفو اولسونو او سیمو اشغال ته دوام ورکوي.
د پنجاپي استعماري – تروریستی ادارې په وړاندې د پښتنو مبارزې د پخوا په شان روانې دي خو کله وار یې بڼې بدلې شوي دي. خو تر ننه پورې پښتنو د پنجاپي استعمار غلامي نه ده منلي.
د پنجاپی استعمار لاندې پښتنو او د نړۍ په نورو برخو کې د پښتنو د عدالت غوښتنې غورځنګ ډیر ځواکمن شوی دی. په نړیواله سویه د پښتنو غورځنګونو دا په ډاګه کړه چې د پنجاپ استعماري – تروریستي اداره ، یوه جنایت کاره پاشیستي اداره ده چې د نورو توکمونو د پاره یی هغه هیواد په دوزخ اړولی دی.
دې غورځنګ نړیوالو ته په ډاګه کړه چې په سیمه کې د تروریزم او کلونیالیزم د له منځه وړلو د پاره اړینه ده چې د پنجاپ تر واک لاندې مظلومو خلکو ته د خپل برخلیک د ټاکلو حق ورکړل شي.
لدې امله یو نوی هیواد او یا څو نوي هیوادونه د پنجاپی استعماري – ترویستي ادارې د ړنګیدو په صورت کې ډیر ژر را منځته کیږي ، چې ددی هیواد او یا هیوادونو په رامنځته کیدو سره نړیوالی سیاسی – پوځي معادلی او اقتصادی حالات بدلون ومومي. دا هیواد او یا هیوادونه به ددی سبب شی چې یو شمیرنړیوال قدرتونه د خپل پخوانی پرتم څخه را وغورځي .او د هغه په ځای به په سیمه کی نوی ایز ځواکونه را منځته شي.
ددی هیواد په رامنځته کیدو سره ، د سیمی په سیاست کی به یوازی د هند او چېن خبرو او نظر ته اهمیت نه ورکول کیږي بلکې همغه نوی رامنځته شوی هیواد به هم د سیمی په سیاستونو کی مهم ځای ولری. هغه مهال به د پاکستان او ایران ارزښت د پخوا څخه کم شوی او په سیمه کی به دریمی درجی هیوادونوته را ټیټ شوي وي.
دا هیواد کوم یو مصنوعی هیواد نه دی بلکې تاریخ لری تاریخ یی په زرګونو کلونو دی مګر یو شمیر استعماری او مزدوری کړۍ هڅه کوي چې ددې هیواد په موجودیت او نوم باندی سترګي پټي کړي.
د پښتونخوا هیواد د هویت له منځه وړلو د پاره توطیه ډیره پخوا او په دقیقه توګه سنجول شوی وه. په تیره یوه نیمه پیړی کی د کابل دربار ، انګریزی استعمار او پارسی پاشیزم له خوا هڅه وشوه چې د پښتونخوا هیواد نوم او هویت د خلکو د یاده وباسي.
په دې کې شک نه شته چې لرغوني پښتونخوا په څو ټوټو بیله شویده خو اوس بیرته دا هڅه روانه ده چې دا هیواد سره متحد او د خپلواک هیواد په شکل د نړی په سیاسی جغرافیا کی رامنځته شی. دا یو تاریخی اړتیا ده او د خلکو غوښتنه ده چې دوی به بیا په خپله سیاسی جغرافیا کی سره یو کیږي.
ددی هیواد د جوړیدو مخالفینو انګریزان – پنجاپیان هیڅکله دی ته تیار نه و او نه دي چې ددی هیواد په جوړیدو سره خپله تباهی ومنی او د بلی خوا د کابل مزدور دربار ، د انګریز استعمار د یوه مزدور دربار په توګه یی هڅه کړیده چې د انګریزی استعمار ګټی خوندی وساتی او یا اوسنی دربار چې تر ډيره بریده ( په پټه ) د پنجاپی استعمار د ګټو د خوندی کولو او هم د توکمیزو تعصبونو له امله همدا پالیسی مخته بیولی ده.
ددی هیواد د نوم د اخیستلو څخه نه یوازی د پنجاپ استعماری دولت ویریږی او په ځان یی لړزه پریوزي، ددی هیواد په نوم سره د کابل دربار واکمنان هم خپله واکمنی په خطر کی ويني. ددې هیواد د جوړیدو فیصله یو ځل بیا د پښتونخوا د بنو په ښار کی تر سره شوه.
پښتونستان او یا پښتونخوا زرګونو کاله تاریخ لری ، نوم او هویت لری . دا هیواد به د پښتنو حکومت وي چې په اسلامی اوصولو ولاړ ازاد حکومت به وي چې په دموکراسی ولاړ او عدالت به پلی کیږي. نوموړی جرګې د ټولو پښتنو غږ پورته کړ.
دا کومه ناڅاپی خبره نه وه. کله چې برتانوی هند څخه انګریزانو د وتلو نیت ښکاره کړ. باید د کابل حکومت سمدلاسه د افغانستان څخه د بیلی شوي خاوری د بیرته یو ځای کولو د پاره عملی اقدام کړي وای.
مګر د کابل حکومت په همدې حقیقت باندی سترګي پټی او غوږونه کاڼه کړل. د کابل حکومت نه غوښتل چې د سیمی پښتانه په یوه او مستقل هیواد کی سره راغونډشی. دا ځکه چې د کابل دربار تر ډیری ا ندازی پورې د پښتنو ضد روحیه درلوده او اوس هم دا روحیه د کابل په ارګ کی حاکمه ده.
همدی امله پښتانه اړ شول چې خپل برخلیک په هکله یوه لویه جرګه راوغواړي او په دې ډول سره د برتانوی هند د ړنګیدو په صورت کی خپل ځای مشخص کړي.
دا یو واقعیت دی چې کابل حکومت هیڅکله د رښتینی افغانستان وجود څخه د بیلو شوو خاورو د بیرته یو ځای کولو د پاره نه کوم پلان موجود و او نه تر اوسه موجود دی. د کابل واکمنان د پاره افغانستان یوازی او یوازې د امیر عبدالرحمن خان میراث دی.
همدا خبره ده چې د کابل سیاستونه په همدې نظریه ( عبدالرحمن خان په میراث )کی راټولیږي.
باید ووایو چې د پښتونستان هیواد ورځ د جون یویشتمه نیټه ده چې لویی جرګی د بنو په ښار کی مطرح کړ.
همدارنګه ۱۳۲۸ کال د سنبلی په ۹ نیټه د افغانستان او د تر استعماری واک لاندی سیمو د خلکو مشرانو په کابل کی لویه جرګه جوړه کړه او دا ورځ د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ ونومول شوه.
په دې ورځ د هغو لس ګونو زرو شهیدانو یاد تازه کیده چې د انګریزي او پنجابي استعمار په وړاندې په مبارزو کې شهیدان شوي دي او یا تر اوسه په دې لاره کې خپل سرونه دلاسه ورکوي.
دا مبارزې د ډهلې د مغولي واکمنانو په وړاندې د مبارزو چې لوی خوشال خان ، پیر روښان ، ایمل خان او نورو د مبارزو دوام دی . ددې مبارزو اصلی موخه د پښتنو د یوه ازاد او خپلواک هیواد جوړیدل و ، او دی.
لوی احمدشاه بابا د ځانګړي نبوغ او د لارښوونې لوی استعداد په درلودلو سره وکولای شول د پښتنو مبارزې د بریالیتوب په لور رهبري کړي . پښتنو او بلوڅانو دده تر مشرۍ لاندې په دې سیمه کې یو ځواکمن هیواد تشکیل کړ . ټول پښتانه د پښتونخوا په پراخه سیمه کې د یوه لوی اولس په توګه راڅرګند شول.
دا د یادولو وړ ده چې د احمدشاه بابا ، تیمور شاه او شاه زمان په واکمنیو کې دا خاوره متحده پاتې شوه مګر د پورتنیو واکمنانو څخه وروسته د کابل واکمنانو یو هم د پښتنو د خاورې د بیا د یو کیدو او د یوه ځواکمن دجوړیدو له پاره نه کوم کار کړی او نه یې کوم پلان درلودلی دی . دا ځکه چې دوی ټولو خپل پښتني هویت او قومي احساس د لاسه ورکړی و .د دوی له پاره یوازې د کابل تاج او تخت اهمیت درلود.
پښتنو او بلوڅو د انګریزي استعمار په وړاندې په مبارزو کې استعمارچیان یوه ورځ هم په کراره نه پرېښودل. چې په دې لاره کې په لس ګونو زرو اتلانو لکه ملا پاونده ، حاجي صاحب ترنکزو او نورو مشرانو تر لارښوونې لاندې په پرنګیانو رڼا ورځ توره شپه ګرځولي وه.
د خپلواکې د مبارزو معاصر مشران چې د انګریز او پنجاپي استعمار په وړاندې په کلکه ودریدل حاجي میرزاعلي خان ( مشهور په ایپي فقیر) ، خان عبدالغفار خان ، خان عبدالصمد خان اڅکزي، مشهور لیکوال او شاعر اجمل خټک او نور چې د خپلو سل ګونو زرو پلویانو سره یو ځای د انګریزي او پنجاپي استعمار په وړاندې د خپلواکۍ له پاره په میړانه سره ودریدل. په دی مبارزو کې پښتانه یوازې نه و او نه دي بلکې بلوڅان هم د دوی سره اوږه په اوږه د پنجاپی استعمار په وړاندې په کلکه ودریدل چې د هغې ښه مثال یې د نواب اکبرخان بګټي دی چې د پنجابی استعمار په مقابل کې په میړانه ودرید او د استعماري ځواکونو له خوا په ډير مظلومانه توګه په شهادت ورسید . د کابل مزدورې ادارې د خپلواکی په لاره کې ددې اتل هیڅ نوم وانخیست.
په افغانستان کې د خلک دموکراتیک ګوند او بیا د وطن ګوند د واکمنۍ د پای ته رسیدلو سره ددې دورځې نمانځل هم د نویو واکمنو ټولګیو له خوا پر یښودل شول. دا ورځ نه یوازی د خلک دموکراتیک ګوند په واکمنی کې نمانځل کیده بلکه د افغانستان شاهي او جمهوري حکومتونو هم نمانځله.
که څه هم پورتنیو دولتونو د پنجاپي استعمار څخه د پښتنو او بلوڅو د ازادی او خپلواکۍ له پاره په رښتیني مانا سره کوم عملي ګام نه دی اوچت کړي بلکې دوی یوازې دا مسله د اسلام اباد په واکمنانو باندې د فشار د یوې الې په توګه استعمالوله. او په واقعي توګه یې د پښتنو او بلوڅو د خپلواکۍ له پاره کوم د لیدنې وړ ګام نه دی پورته کړی.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې د خلک دموکراتیک ګوند د واکمنۍ د پای ته رسیدو څخه وروسته په افغانستان کې هغه ډلې واک ته ورسیدې چې په پاکستان کې جوړې شوي او د هغه دولت د پټو منابعو له خوا یې ملاتړ کیده .
واک ته د رسیدو نه وروسته تر ټولو لومړی ددې ډلو عملي اقدام دا و ، چې په پښتونستان واټ کې یې د پښتونستان بیرغ راښکته کړ. او د پښتونستان واټ نوم یی تبدیل کړ د په کابل رادیو کې یې د پښتنو او بلوڅو د یووالي له پاره خپرونه بنده کړه .
په کابل کې د پښتونستان بیرغ په کښته کولو او یا د دی ځای د نوم په اړولو سره د پښتنو او بلوڅو ازادی بښونکی مبارزو ته کوم زیان نه رسیږی . دا ځکه چې دا خلک د پنجاپی استعمار لا ندی ژوند کوي او د خپلو روا حقوقو د تر لاسه کولو د پاره مبارزه کوی او دا مبارزه به تر هغی روانه وي تر څو چې د پنجاپی استعمار څخه یی خپله ازادی تر لاسه کړي نه وي.
مګر د پښتونستان واټ څخه د پښتونستان د بیرغ د کښته کولو او ددی ځای د نوم اړولو څخه موخه پنجاپی استعمار ته د کابل حکومت له خوا ددی اشاری ورکول و او دي ، چې دا حکومت اوس د پښتنو او بلوڅو د داعیی څخه ملاتړ نه کوي . او په ماهیت کی د ډیورینډ منحوسه کرښه په رسمیت پیژني.
باید ووایو چې واک ته د حامد کرزی په رسیدلو سره تر ننه پوری د پښتنو او بلوڅو د حقوقو څخه د دفاع او ډیورینډ د منحوسی کرښی د نه منلو له پاره تر اوسه کومه رسمی غونډه او یا فیصله د کابل دولت له خوا نه ده تر سره شوي.
د پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون غونډه یوازی د مدنی ټولنو ، ادیبانو او سیاسی غیر دولتی شخصیتونو له خوا تر سره کیږي چې دا یوازی د اولسونو پیستون په ډاګه کوي.
اوس دا پوښتنه را منځته کیږي چې د کابل حکومت ولی د پښتنو او بلوڅو د مبارزاتو په هکله یو روښان دریز نه نیسي؟
ایا کیدای چې وویل شي چې د پښتنو او بلوڅو مبارزه پای ته رسیدلی وګڼو او یا دا کیدای شي چې ددې ټکي څخه سترګې پټې شي چې ټول پښتانه دا حق نه لري چې په یوه واحد هیواد کې سره راټول د کراچې څخه نیولي تر بادغیس او تر کشیمره پورې یو اباد او ځواکمن دولت تشکیل کړي؟
خلک په دې ښه پوهیږی چې د پښتنو تر منځ د یووالی تامین او د بلوڅو د حقوقو تر لاسه کولو له پاره مبارزې ته په اوس مهال کې ډیر ضرورت دی . خو تر هغه د وړاندې بایدد پښتو په مغزونو کې دا احساس را پیدا شي چې دوی پښتانه دي او په په نړی کې یو ځانګړی قوم او اولس حیثیت لري . او دوی یو وجود دی چې د استعماري ځواکونو له خوا په وحشیانه توګه ټوټې شوي دی. پښتانه په دې باید پوه شي چې تر هغې چې ټولې ټوټې یې په یوه هیواد کې سره یو ځای شوی نه وي تر هغه به دوی دغسې د خوارۍ او ذلت ژوند تر سره کوي.
د سیمې نور زبرځواکونه لکه ایران هم د دواړو اولسونو سره د دښمنی سیاست مخې ته بیایی د ایران د هیواد له خوا د پښتنو او بلوڅو په وړاندې ډیرې ناوړی توطیې طرح او عملی کیږي په ایران کې د ننه هرکال په زرګونو بلوڅان په مختلفو نومونو سره وژل کیږي په ایران کې بلوڅ د هر ډول سیاسي او ټولنیزو حقوقو څخه بې برخې دی.
په افغانستان کې هم پښتانه په واقعي مانا سره د سیاسي واک څخه بې برخې دي او په اوسنی دولت کې د بې صلاحیته پښتو ژبو سمبولیک موجودیت دا مانا نه لری چې دوی په واک کې ګډون لري. په افغانستان کې ټول واک د یوه شمیر کړیو په لاس کې دی چې ځانونه د لږکیو او په ځانګړی توګه د تاجکو ، هزاره ګانو او ازبکو نماینده ګان بولي.
دا په دې مانا چې د افغانستان ، پښتونخوا، بلوچستان پښتانه او بلوڅ د محکومواولسونو په توګه ژوند کوي او دوی د استعماري ځواکونو له خوا په ډیره بې رحمی سره ځپل کیږي.
لکه چې په تیرو پیړیو کې پښتنو او بلوڅو په ګډه یو له بله دفاع کړي ده په همغه ډول اوس هم همغه شرایط دي چې دواړه اولسونه یو له بله د وروری ټینګ لاسونه سره ورکړي تر څو د دښمنانو دسیسې شنډې کړي. دا هغه مهال کیدای شی چې د دواړو اولسونو ترمنځ اړیکې ټینګې شي.
اوس راځو په خپله د پښتنو د یووالی موضوع ته ، له بده مرغه پښتانه لیکوالان او سیاستوال دې ټکې ته هیڅ پاملرنه نه کوی چې پښتون اولس ولې ټوټې شوي دی دوی ګومان کوي که چېرې دوی د پښتنو د یووالی په هکله کوم نظر ورکړي ښایی یو ه لویه تیروتنه وکړي او بیا به واکمنې کړۍ ترې خفه شي.
دا ځکه چې په افغانستان کې زیاتره پښتو ژبو سیاستوالانوتر اوسه ملي ایدیولوژی نه ده خپله کړي.دوی دا فکر نه دی کړی چې د پښتون اولس وجود څلور ټوټې ا و د بلوڅو وجود درې ټوټې شوي دی. او په سیمه کې د امن او ثبات د ټینګښت له پاره ددې ټوټو یووالی اړین دی.
یا په بله مانا تر هغه چې دا بیل شوی اولسونه بیرته سره یو شوي نه وي تر هغه په سیمه کې د سولې راتلل ناممکن دي.
زیات شمیر سیاسي کتونکي په دې باور دي چې پښتون اولس هر چېرې چې اوسیږي یو اولس دی . ددې اولس موخه بیا یووالی او په یوه جغرافیا کې د قوي دولت جوړول دی او ددې موخې د تر لاسه کولو د پاره یوازینی لاره د شرایطو سره سم د مبارزې مخې ته بیول دي.
ددې اولسونو دښمنان هم دا هڅې کوي چې د پښتنو او بلوڅو هره ټوټه په جدا جدا ډول سره وځپې تر څو په مغزونو کې یې د یووالی خیال پیدا نه شي.
زیاتره پښتانه سیاستوال وایي چې په افغانستان کې په روانه جګړه کې افغانان وژل کیږي . مګر د دې څخه سترګې پټوي چې دا جګړه د ټولو افغانانو په ضد روانه نه ده. دلته هم نړیواله ټولنه، د کابل اداره او طالبان د تاجکانو، هزاره ګانو او د نوروسیمو څخه لرې ګرځي او یوازی دوی پښتنی سیمې د جګړو میدان ګرځوي او د دولت مخالفین هم د پښتنو په سیمو کې جنګیږي چې لدې امله هره ورځ په سلګونو پښتانه وژل کیږي.
زیات شمیر کتونکی په دې باور دي چې د کابل په اداره کې واکمنې ډلې ، د پنجاب استعمار او د تهران لوړتیا غوښتونکي ټول په ګډه د پښتنو د ځپلو ګډ پروګرام لري دې پښتنو ضد تور مثلث که د یوې خوا د پښتنو سیمه د جګړو په ډګر ګرځولي ده نو له بلې خوا دوی په ډيره منظمه توګه د پښتنو د مشرانو د وژلو پروګرام مخې ته بیایي .
د یادولو وړ ده چې په سیمه کې د پنجاب واکمنانو ، ایراني لوړتیا غوښتونکو او د هغوی مزدورو کړیو ډیره خطرناکه لوبه پیل کړی ده دا لوبه کیدای شي یا په لویه نړیوالې جګړې واوړي او یا به د سیمې په سیاسي جغرافیا کې د بدلون سبب شي.
باید یادونه وشي چې په سیمه کې پښتانه یو وجود دی او د دوی برخلیک تل یو و او وي به . اوس مهال په دې سیمه کې پښتانه او بلوڅ ټوټې ټوټې او د دوی غلیمان یو دی نو لدې امله دا د شرایطو غوښتنه ده چې دوی یو له بله د وروری ټینګ لاسونه سره ورکړي.
دا یو واقعیت دې چې ورځ په ورځ د پښتنو سیاسي پوهه لوړیږي او دا ټکی درک کوی چې تر څو چې ټول پښتانه په یوه سیاسي جغرافیا کې سره راټول شوي نه وي تر هغه به دوی د سولی او ارامی مخ ونه ویني. او که سره یو شول بیا دښمنان دا وس نه لري چې د پښتنو په ضد توطیه او دسیسه وکړي.
ددې له پاره چې پښتانه د اوسنی تراژیدی څخه ځان په سلامت سره وباسي اړینه ده چې یو سیاسي مشرتوب رامنځته کړي . داسې مشرتوب چې د پښتون اولس د یووالي د تامین له پاره کار وکړي . دا مرکزیت پښتون اولس د ټولو هغه توطیو او تیریو د شنډولو د پاره رهبري کړي چې د دوی په وړاندې د پنجاب ، تهران او په افغانستان کې د متعصبو کړیو له خوا طرح او عملي کیږي
پښتانه ملي مشرتوب ته اړتیا لري .
ملي مشرتوبونه په طبعي ډول په ټولنه کې را پیدا کیږي د خلکو باور او ملاتړ تر لاسه کوي اوملي مشرتوب روان حالات ، ستونزې په ژوره توګه تحلیل او د کړاونو څخه د راوتلو سمې لازې په ګوته کړی . دا مشرتوبونه یوازې او یوازې اولس او خلکو ته چوپړ وهل خپل ویاړ ګڼي او په دې لازه کې هر راز ستونزې او سرښندنې مني.دا ډول مشرتوبونه د خلکو په زړونو کې ځای نیسي او ملي اتلان ترې جوړیږي.
پښتون اولس یو واحد ملت دی چې د استعماری توطیو له امله په څو برخو ویشل شوی دی او دا ملت د نړی د نورو ملتونو په شان لکه ویتنام ، جرمني ، چېن او هانګ کانګ ، یمن او نور ، دا حق لري چې بیرته سره یوځای شي.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي دی کومه مانا نه لري.
باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
پښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.
پښتانه دا حق لري چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي.
پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري .
بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد خپلواک هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري . دا متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران ، پنجاپ او په کابل کې واکمنې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي او په دې لاره کې لازم خنډونه پيدا کوي .
نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي .
ددې له پاره چې د پښتنو داوسني ناورین څخه د ژغورلو له پاره یو پياوړی غورځنګ رامنځته شي اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې ټول هغه اختلافونه چې د پردیو په واسطه د رامنځته شویو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږي له منځه ولاړ شي او یا د دوی تر منځ د قومي توپیرونو او لوړتیا غوښتنو د له منځه وړلو له پاره د خلکو دې ته پام راواړول شي چې ټول د اوسني ناورین د له منځه وړلو د پاره کار وکړي .
له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.
دیو پراخ ملي پښتني غورځنګ ( دبادغیس څخه تر کراچۍ او کشمیر پورې) په پيل کیدو سره په ډيره لږه موده کې دا شووني ده چې پښتون اولس په یوه هیواد کې( چې د پښتنو ټولی سیمې پکې شاملې وي ) سره راټول او د نړی په جغرافیا کې د یوه ځواکمن اولس په توګه راډګر ته شي.
لوی پښتون مشر مرحوم افضل خان لالا د پښتنو د یوې لوې جرګې د جوړیدو وړاندیز کړی و او اوس دا وړاندیز د پښتون مشر محمود خان اڅکزی له خوا هم تکرار شوی دی . باید ووایو چې د پښتنو لویې جرګې جوړیدل ډیره مهمه او اړینه خبره ده.
دا جرګه کیدای شي په اروپایی کوم هیواد کې را منځته شي او په هغه کې د افغانستان په حالاتو خبرې وشي او بلاخره د پښتونستان د پاره موقت حکومت په دې جرګه کې رامنځته شي او دا حکومت تر هغه چې پښتونستان ازادیږی د پښتنو سیاسی ، اقتصادي او پوځی مبارزو لارښوونه وکړي.
پښتون یو ژوندی اولس دی د دولت د تشکیل کولو وړتیا لری او په سیمه کی د یو ځواکمن په توګه را برسیره کیدو توان په کی شته نو ځکه د پورتنی کرغیړن مثلث ( پنجاپ ، ایران او په کابل حاکمه ډلی ) په سیمه کی د لرغونی هیواد راژوندی کیدو مخه نیولو اجندا لری . ددی له پاره یی په سیمه کی د پښتنو په ضد پراخه جګړه روانه کړی ده د بلخ د چمتال څخه نیولی، تر کندز ، بغلان ، تخار ، وزیرستان ، مومندو ، اورکزیو ، فاریاب ، سوات ، دیر او نورو سیمو کی یی د پښتنو د ځپلو عملیات روان دی او تر اوسه یی په میلیونونو پښتانه وژلی ، په زرګونو کلی او ښارونه یی تباه کړی او دا بهیر روان دی.
خو د پښتونستان داعیه ورځ په ورځ ځواکمن کیدونکی ده او د هغی ملاتړ زیاتیږي.
اوس د پښتونستان بیرغ د اروپایی ښارونو په واټونو کی راښکاره کیږي د اروپا پارلمان ورته ځانګړي پاملرنه کوی د ملګرو ملتونو د ودانیو مخته د خلکو له خوا رپول کیږي او د ملګرو ملتونو څخه غوښتل کیږي چې د پښتونستان د جوړیدو له پاره غورځنګ په رسمیت وپیژنی.
د پښتونستان په جوړیدو سره د نړی په سیاسی ، اقتصادی او امنیتی معادلاتو کی بدلون را منځته کیږي هغه پښتونستان چې په وچه کی به راګیر نه وي او د ډیرو طبعی منابعو څخه به برخمن وي هغه پښتونستان چې د سیمی په سیاست کی به لومړی خبره همدا هیواد کوي.
باید ووایو چې ازاد پښتونستان هیواد اود اوسنی افغانستان ( د عبدالرحمن میراث) سره نږدی او په یوه کنفدراسیون کی سره یو ځای شی او د فیدریشن د جوړیدو له پاره لاره اواره کړي. چې هغه مهال به ډیورینډ کرغیړنه کرښه په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.
پښتونستان ، خوب نه دی . پښتونستان زرګونو کاله تاریخ لري ، اولس لري ، ځمکه لري، دا یو واقعیت دی. نو ځکه نړیواله ټولنه لکه د امریکا متحده ایالات،اسراییل ، اروپايی اتحادیه ، روسیه ، اسیايي ستر هیوادونه ، عربی هیوادونه، د منځني ختیز هیوادونه باید د یوه ځواکمن پښتونستان په رامنځته کیدو کې مرسته وکړي .
ازاد پښتونستان په وکولی شي په سیمه کې د قوتونو یو نوی تعادل رامنځته کړي استعماري او پراختیا غوښتونکي دولتونه لکه پنجاپستان او نور به د تاریخ کندې ته ولویږي او د تروریزم جرړې به د بیخه وایستل شي.
تر هغه چې ځواکمن پښتونستان په سیمه کې رامنځته شوی نه وي په سیمه او نړۍ کې د سولې ، امنیت او پرمختګ راتګ ناممکن دی.