د خپلواکۍ په ویاړ
د لاجوردو د یاقوتو په کان ناسته
د خپل ځان، خپلې استۍ نه بې خبر يې
د معدنو خزانې دې تر پښو لاندې
منطقه کې یو شتمن هېواد د لمر يې
منابع د انرژۍ لري پریمانه
داسې زیرمو کې بډای په لروبر يې
مست سیندونه دې میرو، دښتو کې ځغلي
په درو، دښتو خاوند د کښت و کر يې
که ویالې دې په میرو، دښتو سپرې کړې
د دې سیمې یو شتمن ملک د اوبخور يې
موقعیت د خپل هېواد دې بېنظیر دی
په همدې لامل مدام زیر خطر يې
څلور لارې د فرهنګ او تجارت يې
د وستون کړۍ د سیمې سراسر يې
د ختیځ او لویدیځ لار بې له تا نشته
د سهیل او قطب منځ کې لکه ور یې
د قومونو منځ کې ورور د هر یو قوم يې
په دوستۍ او په ورورۍ کې زړور يې
مینه لورې، مینه غواړې، مینه پالې
ګاونډیو سره خوږ او د زړه سر يې
زیات و کم چې ځان ونه ګڼې له چانه
په هر څه کې مساوي او برابر يې
که دنیا دې نن په کور کې میلمنه ده
دا په دا چې په دنیا کې معتبر يې
تربګني او دښمني در څخه لیرې
خو دښمن ته لکه غشی په ځیګر يې
د هویت نښان دې هسک په ټوله سیمه
ملتونو منځ کې دنګ لکه سپين غر يې
خپلواکۍ سره دې مینه ازلي ده
د خپلواکو قومو منځ کې سرلښکر يې
په دا هسې رنګ استي چې بخت درکړې
بیا له خپله بخته ولې مرور يې
دې بډای ملک او تاریخ سره حیران یم
په نس وږی هر ماښام او هر سهر يې
تر څو راز د خپل کمښت باندې پوه نه شې
تر هغو به در په در، خاورې پر سر يې
مدیریت کې دې بدلون او سمون راوړه
نن د ځوان نسل له مټو برخه ور يې
شعروزمه خیالونه