محمدروښان ښاد
ولې دولت جوړونکی ټیم؟
ولسمشر غني د ماهر طبیب په څېر له تېرو څو کالو راهیسې د ګران افغانستان په دقیقه او اساسي مطالعه بوخت و او بالاخره یې دا وموندله او دې پایلې ته ورسېده چې زموږ د وطن اساسي ستونزه د قوي مرکزي دولت نشتوالی او له همدې امله یې دا ځل خپل ټاکنیز شعار دولت جوړونکی یا دولت ساز انتخاب کړ، هغه غواړي چې زموږ د ستونزې اساسي چاره وکړي او اساسي چاره یې د پیاوړي مرکزي دولت ایجاد دی.
مګر په دې برخه کې نهایت لوی خنډونه هم واقع دي، ځکه نه هم د افغانستان ګاونډیان او نه هم داخلي یو شمېر سیاسیون، مافیا، مفسدې کړۍ او د پردیو لاسپوڅي په افغانستان کې د قوي مرکزي دولت غوښتونکي دي او نه به هم چاته د دې موقع ورکړي چې دغه لوی ارمان ته ځان ورسوي، مګر ولسمشر غني دا لوی ریسک اخلي او د دې باوجود یې دغه مهم کارته ملاتړلې ده.
ولسمشر غني غواړي چې افغانان او بېلابېل اقشار سره یو لاس کړي، هغه د سیاسیونو او هغو ډلو ټپلو چې د پردیو لپاره هره ورځ خپل نظام او دولت کمزوری کوي او د هغوی ګټې پالې هیڅ ارزښت نه ورکوي، هغه یوازې د ولس ملاتړ مهم بولي او کوښښ کوي چې د هغوی ملاتړ له ځانه سره ولري.
جمهوررئیس غني د خپل فکر، پوهې، طرحې او برنامو پر مټ هم پر داخلي مافیا او هم د افغانستان په بهرنیو دښمنانو برلاسی دی او هغه به په ډېره اسانۍ ، په الهي فضل او د ولس په ملاتړ خپل دغه ملي ارمان ته ورسېږي. که چېرې مرکزي قوي دولت جوړ شو، نو بیا دا نورې ټولې ستونزې چې دا مهال ورڅخه ولس ځورېږي، اتومات حل کېږي. ځکه قوي مرکزي دولت د قانون د حاکمیت په مانا دی او کله چې قانون حاکم شو او پر ټولو یو برابر تطبیق شو، نو زورواکي، جنایتونه، غلاوې، فساد، د ځمکو غصب، انسان تښتونې، لوټ، د خلکو ځورول، باجګیري او دا نور ټول جرمونه او جنایتونه ورسره اتومات له منځه ځي، ځکه د قانون د حاکمیت په فضا کې به د مجازاتو له وېرې هیڅوک هم د جرمونو، جنایتونو او بې قانونیو ترسره کولو ته زړه نه ښه کوي.

نو له دې امله باید ټول ولس د دولت جوړونکي ټیم تر شا چې ښاغلی غني یې مشري کوي ودرېږي او له اوسنیو بحرانونو څخه په یو دمي توګه د وتلو لپاره هغه ته اوږه ورکړي. په دې کې شک نشته چې بې له هغې هم د ولس ملاتړ له ولسمشر غني سره دی او د هغه له کړنو، لاسته راوړنو، پرمختګونو، طرحو، برنامو او هلو ځلو څخه راځی دی او دوی دا درک کړې چې ولسمشر غني د هیواد د ابادۍ، پرمختګ او د ولس د هوساینې، سوکالۍ، سرلوړۍ او عزت لپاره شپه او ورځ په ځان یوه کړې ده.
دولت جوړونکی ټیم به د ولسمشر غني په مشرۍ په دې وتوانېږي چې هم هیواد له بحران څخه وژغوري، هم د بهرنیانو د لاسوهنو مخه ونیسي، هم د مجرمینو او مفسدینو لاسونه لنډ کړي او هم افغان ولس ته له څلورو لسیزو وروسته یو ځل بیا د ارام او هوسا ژوند زمینه برابره کړي.