اېمل پیاوړی
د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا مانورې
هرځل چې ټاکنې کېږي، نو له اصلي نوماندان څخه معامله ګر کسان زیات ځانونه نوموي، دوی یا په خپل شوق او یا هم د بهرنیو له لوري دېته هڅول کېږي چې نوم لیکنه وکړي، ځکه چې له همدغې نوم لیکنې څخه بیا دوکانداري جوړه کړي او یا دا چې د بهرنیو په اشارو ناڅي او پر حکومت د فشار د وسیلې په توګه استعمالېږي.
سږکال د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان هم په خپلو کې سره راټول شوي او د نوماندانو شورا یې جوړه کړې ده. دا شورا چې نه کومه برنامه لري،نه کومه اجنډا او منشور نه لري، نه کوم فکر او ملي ارمان لري، ټوله ورځ په دې اخته وي چې څنګه ګام په ګام ولسمشر غني او حکومت ته ستونزې او خنډونه ایجاد کړي، ځکه اکثره یې هغه کسان دي چې یا له دندو شړل شوي، یا باجونه او قراردادونه ترې اخیستل شوي او یا هم هیڅ ارزښت نه دی ورکړل شوی.
دا بد دود د ولسمشر کرزي په وخت کې مروج شو، چې کوم چا به که د حکومت پر وړاندې توندې خبرې او نیوکې وکړې، نو بیا به د کرزي او حکومت له لوري امتیاز او باج ورکول کېده او په یو نه یو ډول به یې د هغه خوله وربندوله، ولې ولسمشر غني نه چاته باج ورکوي، نه امتیاز ورکوي او نه هم د چا د خولې د بندولو هڅه کوي. هغه خپل کار کوي، ټول تمرکز یې په خپلو کارونو دی.
د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا چې د ښاغلي اتمر تر مشرۍ لاندې سره راټول دي هره ورځ د ابادۍ پرځای پر بربادۍ فکر کوي. کله د لاریونونو ګواښونه کوي، کله د لارو بندولو ګواښونه کوي او په ډې وروستي ځل یې د ټاکنو د تحریم ګواښ کړی دی، مګر دوی تر دې مهاله هیڅ اقدام نه کړی او نه به یې هم وکړي، مګر که ټاکنې تحریم کړي دا به یې په ولس لوی احسان وي او ټاکنې به ځکه تحریموي چې دوی له خپلې بریا څخه نهیلي شوي دي. دوی پوهېږي چې د ولسمشر غني پر وړاندې رقابت نشي کولی، نو کوښښ کوي چې جوړجاړي او معامله ګرۍ ته لاره جوړه کړي.
که د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا په رښتیا هم همداسې یو غږ او یو اتفاق وي، نو مهرباني دې وکړي، په خپلو کې دې یو تن د نوماند په توګه وړاندې کړي او نور دې په ټاکنیز ټکټ کې ورسره یو ځای شي چې په اسانۍ ټاکنې وګټي البته که دوی فکر کوي چې ګټونکي دي، مګر دا کار ځکه نه کوي، چې لومړی خو دوی په خپلو کې د یو نوماند په سر توافق ته نه سره رسېږي، دویم دا چې د دوی د ګټلو لس سلنه چانس هم نشته او نه ورباندې ولس باور کوي.
دریم دادی چې ځینې یې په خپل واک کې هم نه دي، د نانځکو په څېر د بهرنیو سفارتونو او هیوادونو له لوري لوبېږي. هغوی ورته پروګرامونه او اجنډاوې ورکوي او دوی یې تطبیقوي. نو په دې اساس به دوی تر پایه همداسې پر حکومت په یوه او بله پلمه د فشار راوړلو ناکامې هڅې کوي.