د دولتي چارواکو د پام وړ!
په جغتو ولسوالۍ کې له یوې خوا طالبانو د ولسوالۍ څیرمه ښوونځي او بازار تړلی خو په ځواب کې یې د سیمه ایزو چارواکو لخوا د غازي محمد جانخان لیسه او دوکانونه تړل شوي. دې کار عام ولس له ستونزو سره لاس او ګریوان کړی نو پدې هکله د ښوونې او روزنې له وزارت څخه هیله کیږي چې زر تر زره دې پدې هکله ګامونه پورته کړي تر څو دا پیکه څراغ په دغه ولسوالۍ کې نور هم پیکه نشي . لدې پرته د دولت ددغه راز پریکړې پایله سمه نه ښکاري او بیا به یې پړه د سیمه ایزو چارواکو او د معارف په وزارت وي. ځکه خلک مجبور دي چې د خپلو ځوانان نسل لپاره مدني خوځښتونه پیل کړي. د ولسي جرګې او مدني ټولنو څخه هم هیله کوو چې ددې ناورین په مخنیوي کې خپلې هڅې وکړي.

درنښت
د جغتو د عام ولس په استازیتوب