احمدجان تڼی
روسی جنرالان په وزیرستان کې
وزیرستان د سیمې زړه دی، هر څوک چی په وزیرستان کنترول لری هغه په ټوله سیمه کنترول لری. همدا خبره ده چی د پوځي ستراتیژیستان تل د وزیرستان د تر لاسه کولو د پاره پلانونه جوړوی.
پورتنی حقیقت په کتو سره په دی وروستیو کی د پاکستان په پوځ پورې تړلو رسنیو راپورټ ورکړ ، چی د روسانو یو پوځي هیت د روسی پوځ د ستردرستیز مرستیال د ډګر جنرال سیرګې اسراکوف یوریویچ په مشری د شمالی وزیرستان د میرامشاه او د جنوبی وزیرستان د واڼه د سیمو څخه لیدنه وکړه.
په خیرونو کی ویل شوی دی چی د نوموړی هیت سره په پیښور کی د پاکستان د پوځ کوماندان ډګرجنرال نذیر احمد بټ ورسره و، هغوی ته یی په وزیرستان کی د پوځی عملیاتو او د هغو د لاسته راوړنو په هکله معلومات ورکړل. د پاکستان پوځیانو یو څو میله سپکه او درنده وسله هم هیت ته وروښودله شوه چی ګویا دا وسله د پاکستان پوځ د تروریزم ضد جګړه کی تر لاسه کړی ده.
د پاکستان د رسنیو په قول ، روسی پوځي هییت د پاکستان د پوځیانو لاسته راوړنی یی وستایلی، تر څو دوی وکولی شول په سیمه کی ثبات را منځته کړي.
خو یو ټکی پټ وساتل شو، هغه دا چی روسی جنرالانو د څومیله زړو سپکو او درندو وسلو د لیدلو په څنګ کی نور د چا سره ملاقاتونه درلودل؟ او که ملاقاتونه یی درلودل ، په دی ترځ کی د څه په هکله خبری وشوې او یو بل ته کومې ژمنی ورکړل شوې؟
باید ووایو چی په دی سیمه کی د روسانو له خوا د پاکستان پوځ د تاسیساتو څخه لیدل او یا وزیرستان ته سفر کولو څخه د روسانو موخه څه ده ، په دی هکله د پاکستان رسنی غلی پاتی کیږی دومره وایی چی د دواړو هیوادونو تر منځ د سوړ جنګ څخه وروسته اړیکی د ښه والی خواته روانی دی . پاکستانی رسنی دی ته اشاره کوي چی په تیرکال کی د لومړی ځل د پاره روسی پوځ او پاکستانی پوځ ګډ تمرینات درلودل چی د دواړو هیوادونو د اړیکو په ټینګښت کی یی زیات رول درلود.
وزیرستان په سیمه کی لوړ ستراتیژیک اهمیت لری هر هغه قوت چی وزیرستان یی په لاس کی وی نه یوازی افغانستان تر اغیزی لاندی ساتی بلکی تر پنجاپ پوری سیمه هم تر اغیزی لاندی وي. دا حقیقت د تاریخ په اوږدو کی ثابت شوی دی.
همدا خبره ده چی اشغال ګرو پوځونو تل هڅه کړی ده چی وزیرستان تر خپل کنترول لاندی راولی ، مغولو او انګریزانو دلته په سلګونو کلونو جګړه کړیده په لسګونو زره تلفات یی ورکړی دی خو په دی نه دی توانیدلی چی د وزیرستان کنترول تر لاسه کړی. همدارنګه د افغانستان د ازادی د پاره دریمه جګړه کی ثابته شوه چی د وزیرستان خلکو د افغانستان په ازادی کی قاطع او غوڅ رول درلود. د وزیرستان خلکو په هغه وخت کی د پنځه زره شهیدانو په ورکولو سره تر کوهاټ ، دیره غازی خان او نورو سیمو کی انګریزان مات او یا تیښتی ته اړ کړل.
په دی کی هم شک نه شته چی د جرمنی دیکتاتور د دوهمی نړیوالی جګړی په ترځ کی د وزیرستان خواته پاملرنه کوله او په دی فکر کی و ، چی که وکولی شی د وزیرستان دخلکو د ازادی غوښتونکی مبارزو څخه په ملاتړ سره انګریزی استعمال د هند په نیمه وچه کی مات کړی تر څو په اروپا کی خپل بری یقینی کړي.
په دی هیڅ شک نه شته چی پاکستانی پوځ په تیرو څلویښتو کلونو کی د وزیرستان سیمه د افغانستان او یا د پښتنو په ضد وکاروله. هلته یی د افغانستان مخالفینو ته پوځی اډې جوړی او د هغوی اکمالات یی د وزیرستان د سیمی څخه کول. د پاکستان پوځ نه یوازی د وسله والو ډلو څخه د افغانستان په جګړه کی کارواخیست بلکی د دی وسله والوڅخه یی په خپله د وزیرستان د خلکو په ځپلو کی هم کار واخیست.
پاکستانی استعماری اداری زیار وایست چی هلته عنعنوی قومی جوړښتونه او مشرتوب له منځه یوسی . او هلته په پټو سازمانونو پوری تړلی کسان د قومی مشرتوب په لړۍ کی ځای په ځای کړي.
د امریکا متحده ایالات هم د وزیرستان څخه سترګی نه دی پټی کړی . د امریکا د سنا غړی جان مکین هم د وزیرستان دمیرامشاه څخه لیدنه وکړه. خو داسی ښکاره شوه چی د جان مکین لیدنه د وزیرستان څخه ، د پاکستان دولت د پاره ګټوره تمامه نه شوه.
د امریکا بی پیلوټه الوتکی تقریبا هره ورځ په وزیرستان باندی الوتنی کوی مختلف هدفونه په نښه کوي چی ددی هدفونو څخه زیاته برخه یی ملکی او دی سیمی خلک دی چی ددی بی پیلوټه الوتکو د توغندیو او بمونو قربانی شوی دی او یا قربانی کیږی. خو دا تر ټولو ښکاره ده چی نوموړو بی پیلوټه الوتکو تر اوسه داسی وسله وال نه دی په نښه کړی چی هغه دی د افغانستان مهم مخالف واوسی بلکه دی بی پیلوټه الوتکو یوازی د پاکستان د دولت ضد مخالفین یی په نښه کړی دی. ددی ټولو بمباریو ګټه پاکستان ته رسیدلی ده.
اوس دی ټکی په کتو سره دا پوښتنه پیدا کیږی:
ایا روسان غواړی په وزیرستان کی کومه پوځی اډه جوړه کړی؟
که چیری دا ټکی وګورو په وزیرستان کی د روسانو د پوځی اډې څخه به موخه څه وي؟ ایا روسان غواړی له دی لاری د سیمی کنترول په لاس کی واخلی او یا هغه پخوانی ستراتیژی چی تودو اوبو ته ځان نږدی کوی او یا غواړی په افغانستان کی امریکایان محاصره کړی؟
دا هغه پوښتنی دی چی دخلکو ذهنیتونه یی د ځانه سره مصروف کړی دی. ځایی اوازې دي چی په میرامشاه ښار کی د پوځی تاسیساتو په څنګ کی یوه ټوټه ځمکه د روسانو له پاره مشخصه کړل شوی ده، کیدای شی هلته روسان پوځی اډه جوړه کړی. دا چی پاکستان ولی غواړی په وزیرستان کی روسانو ته اډه ورکړی؟ دا هم بله پوښتنه ده.
کیدای شی پاکستان حکومت غواړی به وزیرستان کی د روسانو د شته والی څخه د مخالفینو او د سیمی د هیوادونو په وړاندی د یو ملاتړی په توګه کار واخلی. او هم له دی لاری د روس څخه زیاتی پوځی مرستی تر لاسه کړي.
یا ښایی د وزیرستان سیمی ته د روسی پوځیانو راوستلو څخه د اسلام اباد موخه دا وی چی نړی ته دا ټکی ډاګه کړی چی وزیرستان د دوی خاوره ده .
ایا د کابل حکومت د وزیرستان څخه د روسی جنرالانو ددی لیدنې څخه خبر و او که نه ؟
ددې لیدنی په هکله د کابل غبرګون څه دی؟
ددی د پاره چی پورتنیو پوښتنو ته ځواب ورکړو باید لومړی په وزیرستان کی د وروستیو حالاتو ته لنډه کتنه وکړو.
وزیرستان د سیمی یوه ستراتیژیکه برخه ده .د دی واقعیت په نظر کی نیولو سره د پنجاپ پوځ وزیرستان په وړاندی یوه سنجول شوی د اوږدی مودی د پاره ستراتیژی رامنځته کړه.
لومړی : په وزیرستان کی د ملی ازادی غوښتنی د مفکورې او قومی مشرتوب د منځه وړل.
دوهم: په دی سیمه کی د ورانکارو ډلو ځای په ځای کول او د هغوی څخه د سیمه ایزو خلکو د ځپلو ، افغانستان او سیمی ته د تروریزم د صدور کار اخیستل .
دریم : په پورتنی پلمی سره ، د پوځ له خوا د وزیرستان اشغال ته د زمینی برابرول.
څلورم : د سیمی د خلکو په بی رحمانه توګه ځپل او په دوی کی د ملی او ازادی غوښتنی د روحیی له منځه وړل
پورتنی پلان په تیرو پنځلسو کلونو کی په ډیر مهارت سره پلی کړل شو. لومړی په زرګونو وسله وال په وزیرستان کی د پنجاپی د پټو ادارو له خوا په زور سره ځای په ځای کړل شول. د سیمی د خلکو په وینا ددی وسله والو کسانو اعاشه او اباته د پنجاپ د پټو سرویسونو له خوا تر سره کیده. او د دوی جنګی فعالیتونه د پنجاپ د پټو ادارو له خوا تنظیم کیدل.
نوموړو ډلو په زرګونو د وزیرستان قومی مشران او روشنفکران شهیدان کړل .مګر بیا هم پنجاپ ونه کولی شول چی په نوموړو ډلو سره د وزیرستان خلک تر خپل کنترول لاندی راولی نو ځکه یی نوموړی ډلی د وزیرستان څخه د پوځي عملیاتو وړاندی مصونو ځایونو ته وایستلی.
مګر اسلام اباد تر پردی لاندی د وزیرستان د خلکو په ځپلو باندی بسوالی ونکړ بلکی د دوه زره څوارلسم کال د جون د میاشتی په پنځلسمه د تکبیر په نارې ( الله اکبر ) سره د پنجاپ اردو په شمالی وزیرستان برید و کړ.
د ځینو معلوماتو له مخې په شمالی وزیریستان کی د عملیاتو د پاره دیرش زره پلی کوماندوی ځواک ګومارل شوی چی د سلګونو الوتکو او شوبلو یی ملاتړ کیده په ډیره بی رحمانه توګه د شمالی وزیرستان څخه سور تنور جوړ کړ.
د سیمی په تاریخ کې دا بیساری پوځي عملیات دی چی په دومره کچه پوځيان ، په ډير عصری جنګی تخنیک سره په کې برخه اخلی.
د پوځي اوصولو له مخې په دومره کچه پوځي عملیات د ورانکارو ګروپونو په وړاندی نه تر سره کیږی.
بلکې په دومره کچه د پوځ ګډون په عملیاتو کی یوازی د منظمی اردو سره د جګړې او یا د یوه ستر دفاعی ستراتیژیک مرکز د نیولو د پاره پلان کیږی.
د دوی په ژبه د و وسله وال ډلو د ځپلو د پاره د دومره اندازه د پوځي قوت استعمال د جګړې د پلان کونکو په احمق والی باندی دلالت کوي. او یا کیدای شی دا قوت د یوه ستر ستراتیژیک هدف د پاره چی دوی یی ځانته ټاکي د تروریزم تر پړدې لاندې تر لاسه کول غواړي.
دا چی د دی قوت د استعمال څخه د پنجاپ پوځ د پينډۍ د قرارګاه مطلب څه دی ښایی په دی ډول وي:
• نړۍ او د سیمی خلکو ته ښودل چی وزیرستان د پنجاپ د استعماری اداری تر واک لاندی خاوره ده او دوی په ډاډه زړه په کی عملیات کولی شی.
• د دا ډول عملیاتو د پلان کولو څخه ښایی د کابل د حکومت ( چی د دیوریند کرښه نه مني) د غبرګون معلومول وي.
• همدارنګه ښایی په دومره کچه د عملیاتو پلانول د کابل حکومت ویرول وي تر څو خپلی غوښتنی په کابل ومني.
• ددی عملیاتو د پلان څخه ښایی د بنجاپ موخه نړیوالو ته دا ښوول وي چی اسلام اباد څومره د تروریزم ؟ په وړاندی په جګړه کې څومره جدي دی.
• ددی عملیاتو د پلان څخه د وزیرستان د خلکو ځپل وي چی تر څو د پنجاپ په وړاندی د بغاوت بیرغ پورته نکړي.
• د دی عملیاتو څخه د پنجاپ موخه د هغه حکومت تر کنترول لاندی د نورو مظلومو خلکو ویرول واوسي.
د پنجاب استعماری ادارې خپله نوي جوړه شوي بی پیلوټه الوتکه د شمالی وزیرستان د شوال په سیمه کی وازمویله .
دی الوتکی درې تنه هغه کسان چی د جوارو په پټیو کی په کار لګیا و ، په ډیره وحشیانه توګه په شهادت ورسول.
د شمالی وزیرستان جګړه ډيره خونړي او ورانونکی ده. دلته یوازی پوځ هر څه له منځه وړي خو په مقابل کی کوم مقاومت وجود نلری. یعنی جګړه یو اړخیزه ده چی موخه یی د خلکو ځپل دي. په دې جګړه کې د میرالي ، میرامشاه او نور ښارونه او په سلګونو کلي په کنډوالو بدل شوی او د ورانی بهیر روان دی.
مخکې ددی څخه چي پلی پوځونه سیمی ته ننوزی اف شپاړس جیټ الوتکو ، زرګونو کیلو ګرامو وزن په درلودلو سره د بمونو په غورځولو پیل وکړ . چی ورسره جوخت څرخی الوتکو د ځمکې په مخ د خلکو د ښکار د پاره منظمې الوتنی پیل کړې.
د وزیرستان په کلیو او بازارونو باندی د توپچی او توغندیو بارانونه جوړ شول. د وزیرستان په خلکو باندی د قیامت ورځ راغله .
په زرګونو خلکو د خپلو کورونو د چتونو او دیوالونه لاندی شول. او پاتې یی نه پوهیدل چی کومې خواته ځانونه خلاص کړي.
په لسګونو زرو کورنیو دا امکانات نه درلودل چی د جګړې د ډګر څخه ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي. د ډیرو میندو څخه خپل اولادونه ورک شول او د ډیر ماشومان په زانګو کی د میندو څخه پاتي شول.
چی د دې هوایی بمباریو او توپونو د ډزوڅخه دوې ورځي وروسته ، پلي پوځونه سیمې ته ننوتل. د پنجاپی اردو پلیو ځواکونو د پاره هر ژوندی موجود ټارګیټ و او دی.
دې وحشی پوځ نه یوازی په انسانانو رحم ونکړ بلکې په څارویو او کروندو باندی یی هم رحم ونکړ.
د شمالی وزیرستان جګړه د پنجاپی وحشی اردو د پاره ډیره اوږده ، د تلفاتو ډکه او قیمتی تمامه شوی ده د ځینو راپورونو له مخی په بیلیونو ډالر په دی عملیاتو کی لګول شوي دی.
په دی کی شک نه شته چی د پښتنو ضد جګړه د پنجاپ له خوا مخته بیول کیږی . د وزیرستان جګړه د پنجاپیانو د پاره یو کال نه بلکی کلونه کلونه ونیسی او په دی به نه بریالی کیږی چی په وزیرستان کی حالات کنترول کړي.
په دی مانا چی وزیرستان هغه د پولادو څخه جوړې شوې نینې دي چی د ستوني څخه به تیره شی خو هضمول یی ناممکن دی او ډیره ممکنه ده چی ګیډه څيرې کړي.
دا په دی مانا چی په وزیرستان کې د پنجاپ د وحشی پوځ پښه بنده پاتی شوی ده . که چیری دا پوځ د وزیرستان څخه وځي په هغه صورت کی به وزیرستان په یوه ازاده سیمه تبدیل او د پنجاپ په وړاندی به د مقاومت ټینګ مورچل وګرځي.
او که د پڼجاپ پوځ وغواړي په وزیرستان او نورو قبایلی سیمو کې پاتې شي په هغه صورت کې به دا پوځ هره ورځ مرګونی تلفات زغمی په جګړه کې به پرسونل او جګړایز تخنیک د لاسه ورکوي او د اقتصادی لحاظه به د هغه د توان څخه ووځي .
دا هغه تجربه ده چی د انګریزانو پوځ د وزیرستان او نورو قبایلی سیمو څخه تر لاسه کړي ده. د انګریزانو پوځ په لسګونو کلونو په وزیرستان او قبایلو کی جګړه وکړه مګر یوه جګړه یی هم نه ګټله . تر څو د لوی اتل حاجی میرزالي خان تر کوماندی او مشری لاندی د ازادی مبارزینو وکولی شول چی انګریزان مات کړي او انګریزان اړ شی چی د هند نیمه وچه پریږدی.
اوس دا پوښتنه پیدا کیږی چی:
ایا روسی جنرالانو د وزیرستان کلیو او ښارونو د کنډوالوڅخه هم لیدنه کړه او یا یی ولیدل چی د پنجاپی وحشی پوځ له خوا وران شوی دی او په زرګونو کسان د دیوالونو او چتونو لاندی شهیدان شوی دی؟
ایا روسی پوځیانو ولیدل چی په وزیرستان کی خلک شته او که نه ؟ خلک څه شول؟
دا ښکاره نه ده چی د میرامشاه او په ښارونو کی د پوځ د قرار ګاه څخه کتنی څخه د روسی پوځیانو موخه څه وه ؟
د روس جمهوریت حکومت باید دا ټکی درک کړی چی د پاکستان او افغانستان تر منځ د ځمکو په سر لانجه موجوده ده چی یوه ددی لانجمونو سیمو څخه همدا وزیرستان دی. له همدی امله باید روسی جنرالانو نوموړی سیمی ته د تګ څخه ډډه کړي وای.
باید ووایو چی د ډیورینډ استعماری کرښه د افغانستان د خلکو ، د پنجاب د استعمار لاندی خلکو د پاره د نه منلو وړ ده او هم د کابل دولت په ډاګه دا کرښه د رسمی پولې په توګه نه منی. دا ځکه چی د ډیورینډ منحوسه کرښه د یو قوم او ملت له زړه څخه تیره شوی ده.
تر ټولو د شرمه ډکه خبره دا ده چی د کابل چارواکو او په تیره بیا د بهرنیو چارو وزارت ، د وزیرستان څخه تیر کال د امریکا د متحده ایالاتو د سنا غړی جان مکین او اوس د روسی پوځ د ستردرستیز مرستیال په لیدنو سترګي پټی کړي. د کابل اداری ته اړینه وه چی په دی هکله یی کلک اعتراض کړی وای او په دی هکله یی د امریکا د متحده ایالاتو او د روس سفیران احضار کړی وای.
اوس ټولی نړی ته ښکاره ده چی ترهګری د پنجاپ د پوځی استعماری اداری رسمی بهرنی او کورنی سیاست جوړوی پنجاب د ترهګری له لاری غواړی خپلو بهرنیو موخو ته ځان ورسوی. په نړي کی به داسی ترهګریز برید به تر سره شوی نه وي چی يه یوه شکل سره د پاکستان سره اړیکی ونه نیسی.
د وزیرستان څخه د لیدنی په ترځ کی به دا جان مکین او روسی جنرالانو ته په ډاګه شوی وی چی پنجاپی اردو ، د ترهګرو ډلو په وړاندی جګړه نه ده کړی او نه یی کوي . بلکی د پنجاپ د اردو جګړه د خلکو په وړاندی ده نو ځکه یی وزیرستان د خلکو څخه تش کړی او په کنډواله اړولی دی.
همدارنګه اړینه ده چی د کابل اداره ، د امریکا متحده ایالات او نورو هیوادونو چارواکو ته خبرداری ورکړی چی د هغو سیمو څخه چی افغانستان یی د ملکیت دعوه لری لیدنې ونکړي. په دی ډول په سیمه کی د نویو ستونزو د رامنځته کیدو څخه ډډه وکړي. په دی ډول د کابل اداره باید په کوټه او پیښور کی خپلی کونسلګری وتړي. دا ځکه چی په نړیوالو اړیکو کی دا اصل منل شوی دی چی هیڅ هیواد په خپله خاوره کی کونسلګری او یا سفارت نه پرانیزی.
د کابل دربار په ښکاره د دیورینډ د کرښی او د دی کرغیړنی کرښی ها خواته د خلکو او سیمو د برخلیک په هکله د کابل اداره کومه مشخصه ستراتیژی نلری . دوی په هغه څه شخوندونه وهی چی لویدیز یی په سیمه کی د حالاتو په هکله وایی.
د کرښی دواړو غاړو خلک چی یو او نه بیلیدونکی اولس دی حق لری چی په متحده سیاسی جغرافیا کی سره راټول کړل شی خو دی موخی ته د رسیدو له پاره د کابل سره کومه ښکاره ستراتیژی نه شته. یوازی کله وار دا وایی چی د یوریند کرښه نه منو. دا نه ښکاره کوی چی د کرښی ها خوا څومره سیمه او خاوره خپله ګڼې؟
بیا کله وار چی د پاکستان د فشار څخه ځان خلاص کړی بیا نه وایی ددی کرښی په رسمیت پیژندل د دی کرښی دواړو غاړو خلکو صلاحیت دی. خو دا نه وایی چی د کرښی ها خوا خلکوتر اوسه پوری د پاکستان د اشغال په وړاندی مقاومت کړی دی او دا مقاومت روان دی. له دی امله د کابل له خوا باید د ها خوا د ازادی بښونکی غورځنګ سره باید اخلاقی ، سیاسی ملاتړ تر سره شی تر څو پنجاپی استعمار دی ته غاړه کیږدی چی د کرښی دواړه غاړه خلک په یوه سیاسی جغرافیا کی راټول شی.
د پنجاپی استعماری اردو له خوا د یوریند په کرښه د اغزن دیوال جوړول او ددی سیمی د خلکو سره په زور بیلولو په وړاندی د کابل واکمنان غلی پاتی شوی دی او یوازی داسی بی اهمیته خبری کوی او وایی چی د دی (( دیوال جوړول به د ترهګری په ضد جګړه کی ګټور تمام نه شی)) . دا په دی مانا چی دوی ددی دیوال جوړولو مخالف نه دی.
اوس د پښتونخوا سیمه خپل ستراتیژیک اهمیت بیرته په ډاګه کړی دی چی د نړیوالو پام یی ځانته اړولی دی. همدی امله اړینه ده چی ددی حقیقت څخه د وزیرستان خلک ، ټوله پښتونخوا او کابل په اعظمی توګه استفاده وکړی. او دا نړیوالو ته ښکاره کړی چی وزیرستان اشغال شوی دی او باید پاکستان پوځ د وزیرستان د سیمی څخه ووځي تر څو ټول بی ځایه شوی خلک خپلو کورونو او سیمو ته په ډاډه زړونو سره وګرځي. د وزیرستان او نور تر اشغال لاندی خلک پریږدی چی خپل برخلیک په خپله وټاکي.
د بلی خوا نړیوال ستر قدرتونه د روسانوپه ګډون باید پوه شی چی وزیرستان ته لاس وروړل د لاس د سوځیدو سبب ګرځي. لکه چی د مغولو او انګریز پوځونه په وزیرستان کی ډوپ شوی دی.