ډاکتر ماخان میږی شینواری
په ژبه کې باید انارښي (ګډوډي) واکمنه نه وي

دا تر اوسه ماته تجربو ښوولې، چې ناسم څه ټولنه زر خپلوي، ځکه چې نوي وي اود دې په هکله بیا هرڅومره هلې ځلې چې وشی، ډېر یې ډېرې ستونځمنې بیرته سمیږي.

په پښتو لیکل اوکه پښتو سوچه کول. هر څه چې شونتیا لري، باید په پښتو شي او په انډوله پښتو، که نه د یو څه له پاره باید د پښتو یو نامناسب ناانډول پیدا نه کړو، چې دا کار مو په لیکنو کې ډېر کیږي او ما لیکنې هم پرې کړي.

زه په دې ډول لیکنوکې سوچبوچ ځانله یم اوپه دې اند کې هم ځانله یم، نو باید له دې د مخه ملامت وکڼل شم. خوکه زما دې لیکنوکې که بې ځایه د ژبلارې اوسم اند څخه لرې څه وو، نوتاسو په ما ځان مه ګوناه کاره کوۍ، زه به ځان پخپله هغه د جاپانیانو په څیر هاراکیري وکړم. تاسوبه ماته زیاته بخښنه کوۍ اوزما تیرې او تروې خبرې به هم راته بخښۍ. راباندې ګران یاستۍ اوپه رښتیا راباندې ګران یاستۍ، له دې امله دا جرآت هم.
زه نه ځانپالی یم او نه په هرڅه ځان راته پوه برېښي، خو زما هسې په پښتو کې دې ناسمونونو ته را فکر شو.

ژبه کې انارښي یا ګډوډي واکمنه او ځواکمنه نه ده اونه باید وي. ژبه کې هم - لکه نوروپوهنوکې - د هر څنګه ودې له پاره لارې ( قوانین) شتون لري.
دا چې زموږټولنه وروسته پاتې ده، نوژبه مو هم ورسره کړیږي، موږ په خپله ژبه کې زیات وخت د نورو ژبو د هغو زیاتو مسلکي ویونو له پاره انډول په خپله ژبه کې نه پیژنو، داسې نه وایم، چې نه یې لرو، ځکه چې په هره ژبه کې هر وی چې په پیداېښتي توګه په بله ژبه کې شته، هغه هرومرو په پښتو کې هم شتون لري. موږ په خپله ژبه کې ډېرلرودي ویونه پرېښودي یا نوره هم ښه را څخه پاتې دي، ځکه چې پوهنه موپه بله ژبه زده کړې او هغه د خپلې ژبې ویونه راته اوس داسې هکپک کونکي برېښي.
یوه ساده بیلګه یې همدلته راوړو:
موږغونډوسکه لرو، خودا چې په پوهنه کې موکره کارولې، دا نه منو، چې ګوندې د عربي د کرې انډول به په پښتو غونډوسکه وي. یعنې د کرې انډول مو، چې غونډوسکه ده شته، خوله یاده مو وېستل شوې او اوس چې چا ته ووايې در پورې خاندې هم، چې ګوندې کره څنګه غونډوسکه شي.
موږ چې تراوسه په ټولو پوهنو کې څه لوستي، نوهغه موپه نورو ژبو لوستي اود نورو ژبو ویونه مو په خپله ژبه کې راننباسلي او ان تردې چې دا مو منلي. موږ هغه څه چې لولو، په پيژند یې پوهیږو، خو لا تراوسه په خپله ژبه کې د هغه نوم په انډول نه پوهیږو، نو له دې امله اړتیا پیښيږي، چې د دې ویونو انډول په پښتو کې پیدا کړو.

ایا دا انډول شته او که پیدا کوو یې اوکه دا اڼدول ټاکو؟
پورته مو وویل، چې په ژبه کې ګډوډي واکمنه نه ده، په ژبه کې د هر څه له پاره لارې شته، نو له دې امله موږ د نه بللو یا په پوهنو کې پرېښودي د نورژبوانډول ویونه باید په پښتوکې پیدا کړو، ټاکل یې ناسم دي او تراوسه مو چې څه ټاکلي هغه هم ناسم دي، چې په لاندې کې به یې روښانه کړو.
موږ دا په ژبه اویا نوروپوهنو پوه کسان، موځانونه باید دومره غوره ونه ګڼو، چې په ژبه یا نوروڅه کې مو څه شي منځ ته راوړی اویا مود کومې بلې پرې پوهیدلي وی له پاره کوم بل وی منځ ته راوړی اوکه دا کار مو کړی وي، نوناسم به وي، چې دا به هم وروسته وګورو

سلمه به څنګه سلنه شوې وي؟
زموږځنې پښتوپوهان اوبیا چې دوی ژورنالستان هم وي، د خپل ( نه ) ابتکار له امله چې کړی يې وي، نو د شپې خوب وګوري اوپه فکر کې شي، چې راځه نن یوڅه وکړه او هغه نو بې له دې چې په سم او ناسم یې پوه وي په ژبه خپل ګډوډ اند ورتپي اووایي، چې دا سلم خوماته ښه نه برېښي راځه دا سلن کړه. یو په ژبلار او سم اندیز دلیل خوورته نه لري او نه یې لرودی شي. دی خوژورنالست یا پښتو پوه دۍ، دا چې یوڅوکسان دا له راديو تلوېزیون څخه واوري، نو اندي، چې دا خوګوره چې څومره ښه یونوي وی زموږ ادیبانو او ژورنالستانو راپيدا کړی، چې په دې توګه ټوله ټولنه دا ناسم وی خپلوي اوهمداسې ناسم یې کاروي. دا ماته ښه روښانه دۍ، چې دا کار په دوه زرم کال کې شوی او زه له همغه وخته د دې په مخامخ ولاړ یم.
اویا
مایع ته د پښتو انډول پیداکول:
ځنې پښتو پوهان سره یوځای کیږي او وایي، چې موږد مایع وی کاروو، چې عربي دۍ، نودې ته به په پښتوڅه ووایو. په دې ډول خبروکې ما هم کله کله شتون لروده، خپله خبره مې کړې، خوچا ورته غوږنه دۍ نیولی، وایي، چې دی خو څه ژبپوه نه دۍ. مخامخ یې تکیه شوی یم، خو لا تراوسه یې ګټه نه ده کړې او نه زه له خپله نیته تیر شوی یم. دوي ډېر ناسم دا اوبلن بولي.
دوی خوپه عربي نه پوهیږي او ځنې زیات یې په بله کومه ژبه هم نه، نو له دې امله یې په پښتو انډول هم نه شي پیداکولی اوپه فزیک هم نه پوهیږي، چې دا مایع په پیژند وپویږي، چې بیا یې د پښتو انډولساده کیده. دا چې دا په خټه کې څه شی دۍ یعنې په دې نه پوهیږي، چې دا خو د تنونو د یوه ټولګي ګډ خوی دۍ اواوبلن خو لا تراوسه کلک دي پخپله هم لا مایع یعنې اوبه نه دۍ.
دوی داسې نه کوي، چې یوه کس ته دا دنده ورکړي، چې په هکله یې څیړنې وکړي او فزیکپوهان هم مرستې ته راوغواړي.
بله بیلګه: مستطیل په پښتو یعنې څه؟
ما د پوهنې وزارت نصاب کې له استادانو وپوښتل چې مسطیل به څه ته وایي، هر یوه پیژند ورکاوه، نوما ورته وویل، چې دا نوم یې نوڅه مانا لري، څوک پرې نه پوهیده، هلته یو مولوي صیب روان وو، چې ورڅخه ومې پوښتل ویې وی: د مستطیل مانا غزېدلې (څیره ده ځکه ښځینه) ده.
بله بیلګه دا په پښتوتپل شوې ،، ئ،، ده.
دا یواځې د کړ له پاره اوبیا یواځې د مخاطب جمعې کړ له پاره، چې سړی ورته هکپک کیږي.
ولې ورته هکپک کیږي؟
ځکه چې :
لومړی: موږد غږلرونکوتورو له مخې نوم، فعل او خوي اوداسې نورنه ټاکو اوکه داسې وکړو، نوالله دې خیر را پيښ کړي، چې بیا به نوپه همدې کې رابند یو.
دویم: که داسې وي، نو دا به بیا یوه لار (قانون) وي. چې دا لار وي، نوبیا د مخاطب یو، او ویونکو، اودریموله پاره هم باید دا لار وي، چې بیا به نولږترلږه اته، که نه ۱۲ او.. ییګانې ولرو.

زموږ ستونځې په ټولو پوهنوکې.
په هره پوهنه کې موږ دباندنیو ژبو ته اړتیا لرو او له هغو څخه زده کړه هم کوو. موږپه ژبه کې د ودې له پاره هم کوم داسې نوموتي ادبیات نه لرو او هغه څوک چې په ژبه کې لوړې زده کړې کړي او کوي یې ، هغوي هم په د دباندنیوهیوادونوکې دا کار کړی، چې دا حال موپه ژبه کې هم دۍ.
ډېرو پښتنو او سترو پښتنو په پښتو ژبه کې هم پوره لیکنې کړي، خو دا د نورو ژبو سره د پرتله کیدو نه دي. که تاسووغواړۍ د بیلګې په پرېپوزېشنونو له پاره څه وګورۍ، دا ګوګل ته ورکړۍ، نو په لسګونو لیکنې به په دې هکله شوې وي.
ما په شمیرپوهنه کې نږدې پنځه دېرش کتابونه ژباړلي او لیکلي، خو دا په شمیر پوهنه کې ډېره وړه برخه ده او د پوهنیزو څیړنوله پاره خو په پوښتنه کې نه راځي، یواځې هغه لومړنۍ زده کړې ترې شونې دي، همداسې مو ټولې پوهنې.

په پیداېښتي پوهنو کې وده
په پوهنوکې او په ځانګړې توګه پيداېښتي پوهنو کې ـ چې زه ژبه هم یوه پیداېښتي پوهنه، ځکه بولم، چې له پیداېښته راسره ده اوله پیداېښته د اړتیاوو په بنسټ منځ ته راغلې - هره وده د نوښتونو او د نوو پرې ابادولو پوهنیزو کړنو او کارونو په بنسټ سره منځ ته راځي.
یعنې پرمختک یا وده او نوښتونه.
نو دا پرمختګ او پسې راتلنه یې نوښتونه څنګه منځ ته راځي؟
دا د نړۍ تر دې ځایه ټوله وده په نوښتونو اباده ده.
دا وده داسې منځ ته راځي، چې د اړتیاوله مخې د اړونده ريښې پوهان د دې اړتیاو په هکله څیړني کوي، چې دا ټولې څیړنې په دمخه تیرو او د اړونده پوهنوپه لارواو قوانینوابادې وي، چې د دې څيړنو لاس ته راوړنې بیا د ټولنې د پرمختګ له پاره کارولکیږي. دا څيړنې نوپه رښتیا ډېر ې پیچلې پروسه ده اود یوه اړتیا سره سمې موضوع په هکله کیدی شي په لسګونه ، که نه سلګونه کتابونه وکتل شي، وارزول شي، ټولې موخې ته رسیدونکې لارې او قوانین وکتل شي، چې اړونده لاس ته راوړنه ترې راووېستل شي.
هغه څه، چې ورته په کلکه ګوته نیسم، هغه دا ده، چې هیڅ یو څه په پوهنوکې د کسانویا نوره هم ښه، دپوهانو د خوښې کارنه دۍ، یعنې دا چې په شمیرپوهنه کی دوه زیات درې برابر پنځه کیږي، نو دا څوک په خپله خوښه شپږ کولی نه شي.
ډېره بخښنه، چې داسې یوه بیلګه راوړم، خووبه ګورو، چې ورته اړیم.

زما موخه د دې څیړنې یا لیکنې سره پښتوژبه ده:
زه په پښتوژبه کې ډېرد نوښتونو پلوی یم، خو هغه باید د ژبې لار( قوانینو) اوسم اند په بنسټ وي. په ژبه کې نوښت د چا د خوښې کار نه دۍ.
نوښتونه په څه کې غواړو؟
ډېر زموږ پښتانه په دې اند دي، چې ژبه موسوچه شي.
ژبه یا ژبو کې څنګه ویونه لرو؟
زما په اند ټولې ژبې سره غبرګې پیدا دي، چې په لاندې ډول یې را لنډوم:
۱ – هغه ویونه یانومونه، چې د هغه څه منځ ته راوړل د کسانوکار وي اودا بیا د هغوي د نومونو پسې نومول شوي. دا نومونه لکه الڅهایمر( الزایمر)، څلزیوس، سادیست او نور، همداسې نومول کیږي اوپه بله ژبه کې هم همدا دي.
۲ – هغه څه چې د یو څه د ودې یا پرتلونې په بنسټ منځ ته راځي.
له دې جملې څخه به ستاندارد راوړم، چې عربي یې معیاردۍ. د دې له پاره هم په پښتو کې انډول نه لرو او له دې امله به یې همداسې ستاندارد یا معیار بولو.
۳ – د ژبو پیداېښتي ویونه.
داسې ویونه د انسانانو د اړتیاوسره منځ ته راغلي، په پیداېښتي ډول. دا ویونه په ټولوژبوکې انډول لري، د ډېرو لږو ځانګړنو سره.
په دې هکله زیاته لیکنه نه کوم. دا خبرې ما په خپل کتاب کې چې په کتابتون.کوم کې شته کتل کیدی شي.

زما سوال او هیله
هیله ده چې د یوې بلې ژبې وی له پاره چې په مانا یې نه پوهیږي د پښتو وی مه لیکۍ، دا همغه په دباندنۍ ژبه وبولۍ.
دا د چا یا زموږ د خوښې کار نه دۍ او دا هم سمه نه ده، چې ژبه د قرارداد خبره ده. اوس ژبه لرواوداسې څه هم نه شته، چې موږ یې په هکله قراردادوکړو. له دې امله دا ژبه نوره هم تخریبیږي، که پرته له پوره پوهنې ګوتې په کې ووهو.
لکه:
لومړی:د ستاندارد یا معیار، سطحې، سویې او ...له پاره کچه مه کاروي.
دا داسې برېښي، چې ګوندې موږ په کچه هم نه پوهیږو او ستاندارد ا، ...هم نه پوهیږو.
دویم: د مایع له پاره چې وی ګورۍ، نونورې ژبې هم وګورۍ، که په عربي ښه نه پوهیږي اویا د یوه کس څخه وپوښتۍ، چې په عربي پوهیږي. د خوي له مخې مایع د شیانویوه ټولګي ته وایي، چې بهیږي او نه اوبلنیږي.اوبلن لا اوبه نه دي، هغه لا تراوسه واوره ده.
هیله ده چې په پښتو د یوه لرودي څه له پاره یو بل لرودی، چې موخه یې بله وي، مه کاروي.
لکه غبرګون، چې د هغې له پاره اړوند د کارونې وړ مناسب ویونه شته. تاسو هغوغونډالو ته وګورۍ، وبه وینۍ، چې بل د همغه څه له پاره په کار وی شته.
هیله ده چې په پښتوکې لرلی او سم څه بل ډول مه بولۍ او مه یې تخریبوۍ.
دېرش سلمه چې څوک یې دېرش سلنه بولي، تخریب اوتیری دۍ.