د فکر سمون:

خيني خلک دا متل کوي: خدايه ! عمر دي د سپي راباندي تیر کړ او سوال به د سړي رانه کوي ( په اخرت کي). مطلب يي دا وي چي خداي دي په هغه دنیا د سپي غوندي چلند راسره وکړي او پوښتنه دي نه راڅخه کوي. د انسان مغز هم یو عجیب او غریب قدرت لري، کله انسان تر عظمته رسوي او کله يي همدا خپل فکر دومره ذلیل کړي چي د سپي په ژوند خوشحاله وي. انسان د خپل فکر بنده دي او کله چي د سړي فکر د سړي نه وي نو سړي هم سړي نه پاتي کیږي. او کله چي سړي سړي پاته نه شي نو بیا په پلار، نیکه او پنځه زره کلن تاریخ ویاړي. ځکه خو یو فیلسوف وايې: هغوي چي پخپل تاریخ ویاړي معنا يي داده چي هیڅ نه لري.
د نادعلي ولسوالي ته تللي وم، نه پوهیږم چي د څه له پاره تللي وم، زه هم د هغو خلکو سره چي ولسوال ته انتظار وو کښیناستم. په دي وخت کي د پي ار ټي څخه انګریزان راغلل دوي هم له ولسوال سره مجلس درلود. دوي د ولسوال دفتر ته ننوتل اوموږ د باندي په انتظار خانه کي د خلکو تګ راتګ څاره. څو تنه انګریزان هم د باندي پاتي شول او یو يي زما څنګ ته کښیناست. باڼدار مو سره شروع کړ، هلو، او اریو، څنګه يي ښه يي جوړ يي. سړي ډیري خوږي خبري کولي، ډیر معقول ږغیده او ډیر پراخ (ورین) تندي يي وو. ما هم جرات وکړ او هغه پوښتني چي خلکو نه کولي ما له دي انګریز څخه شروع کړي. هو د زړه خبري مي ورسره شریکي کړي او سړي هم زما په اند د زړه خبره راته کوله.
ښه نو تاسو څنګه د څو ډنګرو طالبانو د زوره نه یاست، ستاسو ټانکونه ګوره، ستاسو طیاري ګوره ، ستاسو دوربینونه ګوره. هو رښتیا تاسو خو له اسمانه (طیاري) څخه په مځکه دوه انچي شي هم ویني نو د طالبانو ډک موتران څنګه نه ویني. طالبان چي په موټرسایکل سپاره وي څنګه نه درته معلومیږي. هغوي خو به چشم بندي نه لري.
سړي په سړه سینه ځواب راکړ، ګوره طالبان د خلکو په منځ کي پټیږي، له عادي خلکو څخه يي هیڅ فرق نه کیږي او کله چي موږ هغوي ووژنو نو د ټولي نړي ميډیا بغاري ( چیغي) شروع کړي چي ملکیان يي وژلي دي. ستاسو عسکرو او پولیسو ته موږ مرمي ورکوو خو هغوي د پیسو په خاطر تر هر څه تیر دي، له خپلي دندي سره، له خپلي خاوري سره او حتي له خپل وررو سره خیانت کوي. موږ له داسي کسانو سره کار کوو چي یوه شیبه هم پري باور نه شي کیداي. موږ هغوي روزو، وسلي ورکوو، معاش ورکوو او د جنګ عصري لاري ورښیو خو ډیر ځله داسي شوي دي چي هغوي د خپل ټوپک خوله پر موږ راخلاصه کړیده او زموږ کسان يي وژلي دي. پیسي په هر چا ګراني خو د نوري دونیا خلک خپل اصول تر پښو نه لاندي کوي. که خفه کیږي نه ستاسو ځلک په هیڅ اصل پابند نه دي او د پیسو له پاره هر څه کوي.
خلک وايي چي تاسو له افغانانو څخه غچ اخلي.
د څه شي غچ اخلو؟
تاسو د میوند د ماتي غچ اخلي، تاسو د هلمند، کندهار او ارزګان له خلکو سره پخه دښمني لري تاسو غواړي د امان لله خان د وخت د ماتي غچ واخلي، تاسو اوس هم زموږ ازادي نه شي زغملاي او غواړي چي موږ غلامان کړي. غواړي زموږ دین را ضعیفه کړي او زموږ عقیدي را خرابي کړي.
هاهاهاها-هاهاها-هاهاها له خندا دي مړ کړم. ایا ستاسو خلک په رښیتا همدومره بي عقل دي او همداسي فکر کوي؟ ایا هغوي فکر کوي چي ټوله دنیا د افغانانو په شان د غچ اخستلو، چتیاتو او تربورګلوي له پاره اضافي وخت لري؟
ښآغلي اکبر، ته پوهیږي چي په انګلستان کي ۵۰ فیصده خلک داسي دي چي د خپل نیکه نوم يي نه دي زده، او په سلو کي ۸۰ خلک بیا د خپل پلار د نیکه په اړه هیڅ راز معلومات نه لري. موږ په تیرو پسي هیڅ نه ګرزو او همدا علت دي چي موږ پرمختګ کړي، ښه تعلیم، ښه اقتصاد او ښه ژوند لرو او په ټوله نړي اوس هم سیاسي حکومت کوو، ځکه اوس د جګړي او خاوري د نیولو وخت نه دي. که ستاسو خلک په رښتیا داسي فکر کوي چي موږ غواړو په یوشتمه پیړي کي تاسو غلامان کړو نو ستاسو خلک په رښیتا هم خوب ویني او زه ورته په دي لیونیو خوبونو کي ښه اشتها غواړم.
ما ددي کافر خبرو ته ډیر وخندل، دیر پوخ ږغیده او ډیر قوي منطق ورسره وو.
سړي راته په قهر شو.
دا ټوکي نه دي چي ته ورته خاندي، دا ټول حقایق دي. ته پوهیږي چي امریکا په هلمند کي د (IRD) موسسي له خوا په ورځ کي یوازي په هلمند کي یو میلیون ډالره مصرفیږي. ته پوهیږي چي دومری دیر پیسي ستاسو په ټول تاریخ کي تاسو نه وي لیدلي او نه به يي وروسته وویني. خو ستاسو خلک دا ټولي پیسي غلا کوي، په ټولو پروژو کي خیانت کوي، سړکونه، پلونه، ښوونځي او تعمیرونه داسي جوړوي لکه سبا چي قیامت وي او باید یو کال دوام ونه کړي. داسي فرصت چي نن افغانانو ته په لاس ورغلي دي او دومره پیسي چي نن افغانانو ته ورکول کیږي که بل ملک ته ورکړل شي د نړي یو پرمخ تللي هیواد به شي. خو تاسو نه د شورویانو څخه استفاده وکړه او نه به هم له دي ۵۰ هیوادونو څخه چي نن ستاسو د مرستي له پاره راغلي ګټه واخلي. تاسو پاکستان ته وګوري چي په هغو پیسو، چي ستاسو له پاره له غرب څخه راتلي، اتم بمب یي جوړ کړ. خو تاسو تر اوسه د جنون په خوب ویده یاست ، یو د بل پښي وهي او ټوله دنیا درته خپله دوښمنه ښکاري. تاسو خپل اصلي دوښمنان نه پیژني او هغوي چي راغلي دي چي د خپلو مالیه ورکونکو پیسي دلته ولګوي، ستاسو ملک درته جوړ کړي تاسو ورپسي ټوپک راخستي او وژني يي.
زموږ دوښمن نو څوک دي؟
که ته نه پوهیږي چي ستا دوښمن څوک دي نو ته په دي هم نه پوهیږي چي ته خپله څوک يي. او ستا په سر کي په ظاهره دا بینا سترګي ړندي دي.
ستاسو دوښمن ستاسو خپل ذهینت دي، ستاسو دوښمن ستاسو فکر دي او ستاسو دوښمن ستاسو زاړه، وراسته او خوسا شوي خویونه دي. تا په ټوله نړي کي داسي بي عقل خلک لیدلي چي ښوونځي سوزوي، تاسو دومره ړانده بل ځاي لیدلي دي چي د پخپل اولاد تعلیم ورته ګناه ښکاري. تاسو فکر کوي چي تاسو سړي یاست. سږ کال زما شپږم کال دي چي په هملند کي یم هر کله چي ستاسو سپین ږیري او حتي ملایان پي ار ټي ته راځي یا د جاسوسي له پاره راځي او یا هم د شخصي ګټي له پاره راځي. ما هیڅکله داسي څوک نه دي لیدلي چي راغلي دي وي او ستاسو د خلکو د عامه ګټو، د ملک د ګټو او د هیواد د فایدي خبري يي کړي وي. تاسو ته شخصي ګټه له ټولو ارزښتونو څخه (دین، اخلاق او هیواد) ډیر مهم دي. موږ خو به تل دلته نه یو او ځو به، ځکه نه موږ دومره وخت او نه هم دومره وس لرو چي د تل له پاره دلته پاتي شو.
که تاسو هوښیار خلک واي نو زموږ له شتون څخه به موګته اخستي واي، هوښیار خلک له خپلو غلطیو څخه زده کړه کوي او ډیر هوښیار خلک بیا د نورو له تجربو او غلطیو څخه زده کړه کوي، ځکه انسان دومره اوږد عمر نه لري چي هر څه پخپله تجربه کړي. خو زه فکر نه کوم تاسو دي داسي وکړي ځکه تاسو به هیڅکله اتفاق نشي کولي او زه نه پوهیږم چي دا مشکل ستاسو په جین (ذات) دي که ستاسو په خاوره کي دي، چي باید ټول عمر جګړه وکړي.
د سړي خبرو ته فکر یوړم چي دا څه وڅه وايي او په دي ښه پوهیدم چي سړي رښتیا وايي خبره بده راباندي لګیده خو رښتیا رښتیا دي که څه هم ترخه دي. زه که يي ومنم که يي ونه منم خو رښتیا زما په خاطر هیڅکله خپل رنګ نه بدلوي. زه هم د همدي خلکو له جملي څخه یم، په همدي خاوره کي زیږدلي یم، د همدي ملک هوا تنفس کوم، همدا اوبه چښم او همداسي انسان یم لکه دا نور خلک چي دي. خو ددي سړي خبرو په ما ډیر ژور اثر وکړ، زه يي اړ کړم چي فکر وکړم او ښه ژور فکر وکړم، چي موږ څه کوو او موږ څنګه انسانان یو.
چي انجام دي پریواته نه دي نور څه دي- چي پري ناست يي پریکوي هماغه څانګه.

په څه فکر کي ډوب شوي زما خبري خو درباندي بدي ونه لګیدي، زه بخښنه غواړم که زما خبرو ستاسو احساسات خوږ کړي وي. خو ما هغه څه درته وویل چي ماته سم ښکاریدل.
نه، زه له تاسو څخه باید مننه وکړم چي ماته مو رښتیا وویل، ماته مو زموږ عیبونه وویل او ماته مو زموږ منفي ټکي په ګوته کړل. ته پوهیږي موږ یو متل لرو چي و ايي دوست به دي وژړوي او دوښمن به دي وخندوي. موږ ډیر ښه معنوي ارزښتونه لرو خو دي ناروا جګړي له موږ څخه هر څه اخستي دي. ستونزه داده چي زموږ خلکو خپل معنوي ارزښتونه له پامه غورځولي دي او زه فکر کوم چي په دي ستونزه کي تاسو په لوي لاس دا کار کوي.
څنګه موږ په لوي لاس دا کار کوو؟
تاسو د مرستو په نامه زموږ خلک په فقر او سوالګري اخته کړل، موږ د اشر په نامه د ګډ کار کولو ډیر ښه دود درلود مثلا دهمدي نادعلي ټول خلک به راووتل او خپلي ویالي (لښتي) او زابران به يي پاکول. لو يي په اشر کاوه، غنم يي په اشر پاکول. ملا صاحب په کلي کي عزت درلود او هرچا به په وار ډوډي ورکوله او هر کله چي به ملا دچا په وار وو ډیر ښه ډوډي به يي ورته پخول. خلکو تاریاک نه کرل، خلک غریب وو ډیرصادق او پاک زړي وو. ولي د روسانو په یرغل سره ، دمجاهدینو په راتګ سره او ستاسو په راتګ سره ورو ورو دا ارزښتونه له خاورو سره خاوري شول. اوس څوک د خپل کور مخ هم نه پاکوي او طمع يي وي چي باید دولت او یا هم کومه موسسه راشي او زما د کور مخ پاک کړي. خلک درواغجن شول، خلک سوالګر شول او زموږ خلک هیڅ شول.
ګوره دا ډیره اسانه خبره ده چي بل څوک ملامت کړو، په بل چا تور ولګوو او خپل لاسونه د بل چا په لمن ورپاک کړو. خو دا ډیره مشکله ده چي ځانونه اصلاح کړو. تاسو باید ځانونه اصلاح کړي که تاسو له عقل څخه کار واخلي موږ څه چي د ټولي نړي خلک تاسو نه شي خرابولاي. تاسو ددي ټولو مرستو انسجام په خپل لاس کي اخستي شواي. تاسو که جهاد نه وايي کړي اوس خو به لږ تر لږه لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان غوندي واي. اوس خو به دي هیوادونو ته اړ نه وي، اوس خو به مو لږ تر لږه اقتصاد د دي هیوادونو سره برابر واي. په ملامتولو او تور لګولو ستونزه نه حل کیږي بلکه ستونزه دحقیقت په منلو سره حل کیږي او ستونزه د مسولیت په منلو سره حل کیږي. که رښتیا غواړي چي سم شي نو ځانونه سم کړي او ځانونه هغه وخت سمولاي شي چي فکر مو سم کړي ځکه انسان دخپل فکر غلام دي او دا بادار چي يي هر څه ورته وايي په پټو سترګوي يي مني.

محمد اکبر پیمان
د اپریل ۱۴ کال ۲۰۱۹ کابل