سیاسی ګوندونو ته یوه کتنه!
(پنځمه برخه)
عبدالله وردک
انګلستان - اپرېل - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
کله چې د خلق ګوند په ټول ملک کې خپل کنترول ترلاسه کړ، نو بیایې سمدلاسه، په ټولو مهمو حکومتي ادارو کې د خپل ګوند غړي وګومارل. د خلق ګوند په نسبي توګه زیات پوه او مسلکي کدرونه نلرل، او د دوی مقررۍ ډېرې بې انصافه وې. دوی ته ګوندي سابقه، او ګوند ته وفاداري، تر هر څه ډېره د اهمیت وړ وه. د یوه دولتی مامور په ټاکنه کې، د هغه علمي پوهه او تجربه په نظر کې نه نیول کېده. په هرځای کې دوی یوازې د خپل ګوند غړي ځای پرځای کول، او زما په فکر سره، د دوی د ناکامۍ د علتونو څخه، یو علت همدا و.
د افغانستان ملي بیرغ یې په سره ګوندي بیرغ بدل کړ. په اردو کې یې مسلمان صاحب منصبان، په یوه او بل نامه بندي، او ورک کړل. په ټول ملک کې یې، په مسلمانانو ځمکه سور اور ګرځولې وه. د فیوډال د کلمې نه د خلق د ګوند ځینو غړو، ډېره ناوړه ګټه پورته کړه.
نورمحمد تره کي، خپلو فرمانونو ته زور ورکړ. کله به چې کوم فرمان صادر شو، نو بیا به د هغو په طرفدارۍ، د زور او جبر مارشونه په کابل او په ټولو ولایتونو کې ترسره کېدل. د افغانستان مظلوم خلک، د خلقیانو او پرچمیانو، له دغو مارشونو څخه تر پوزې پورې تنګ راغلي و. هره میاشت به یو فرمان د تره کي له خوا صادرېده، او بیا به د هغه په طرفداری مارشونه و. سور رنګ، ډېر ژر په ټول افغانستان کې، د خلق د ګوند رنګ وګڼل شو.
د یادولو وړ ده، چې ځینو خلکو ګران افغانستان د خدمت او د ناموس ساتنې تر نامه لاندې برباد برباد کړ. کاشکي، دغه شانته خدمت او ناموس ساتنه یې هېڅ نوای کړې. جالبه خبره خو دا وه، چې د خلق د ګوند پالیسي، په ظاهره د امپریالېزم په ضد وه، لېکن بیا د خلق د ګوند د مهمو غړو لوڼې او زامن د انجینرۍ په پوهنځۍ کې په درس بوخت و. د بېلګې په توګه، د ببرک کارمل، د سلیمان لایق، د ډاکتر شاولي، او داسې نورو خلقیانو او پرچمیانو لوڼې او زامن د انجینرۍ په پوهنځۍ کې شاګردان و، او دوی ټولو به د انجینرۍ پوهنځۍ ته د امپریالېزم د ځالې، او نمونې په توګه کتل. یا په بل عبارت، د خلق د ګوند غړي، او په خاصه توګه، پرچمیان، په زړه کې د امپریالېزم مخالفین نه، بلکې ښه طرفدار و، چې اوسنی حالت د دغې خبرې د تصدیق دپاره ښه سند کېدلای شي. دا پدې مانا، چې اصلاً، ځینو افغانانو ته مفکورې، له لومړنۍ ورځې څخه هېڅ مفهوم نلرلو، او په یوه نامه، او بل نامه، یې د خپلو ګټو او جیبونو د ډکولو دپاره لارې او چارې، جوړې کړې وې.
د یادولو وړ ده، چې پرچمیانو، د خلقیانو په نسبت، یوه اندازه سیاسي چالاکي کاروله. د مثال په توګه، د یوه لوړ پوړي پرچمي چارواکي لور، چې ډېره ښه نجلۍ وه، او هغې داسې ښودله، چې دا د یوې عادي محصلې په شان د انجینرۍ پوهنځۍ ته، په پښو تګ او راتګ کوي. لېکن، ما هغه یوه ورځ ولیدله، چې په تپهٔ سلام کې دا د خپل پلار، له دولتي موټره څخه کوزه شوه، او بیا له هغې ځایه څخه، د انجینرۍ پوهنځۍ ته پیاده، را روانه وه. کله چې ما دا تصادفي ولیدله، نو بیا مې له ځانه سره فکر وکړ، چې دغه نجلۍ نه غواړي چې څوک پرې پوه شي، چې هغه له دولتي موټره، شخصي ګټه پورته کوي.
د کابل په تلوېزیون کې به، د هرې لېسې نجونو، په نوبت سره نڅاوې او اتڼونه کول. په تلوېزیون کې د مارشونو او اتڼونو څخه پرته بل څه نه و. زه نه پوهېږم، چې د خلق او پرچم غړي به خپلې لاسته راوړنې، په څه ډول د افغانانو په وړاندې، ارزیابي کوي، او دوی به په خپلو منځونو کې، یو او بل ته څه وایي، چې دوی وطن او د هغه خلکو ته څه وکړل؟!
یوه خبره باید ټولو افغانانو ته د لمر په شان واضح وي، چې په افغانستان کې، په لویه پیمانه، د بندي کولو، وژلو، او هجرت کولو، لړۍ، په لومړي ځل، د خلق د ګوند له ظلمونو څخه شروع شوله. یا په بل عبارت، د خلق ګوند، د دغه ټولو اوسنیو ناخوالیو، لومړنی بنسټ، په افغانستان کې، کېښوده.
همدارنګه، دا هم د یادولو وړ ده، چې د کمزورې ارادې افغانانو، چې دوی ته هر وخت دنیوي ګټې، تر اُخروي ګټو ډېرې غوره وې، د خلق د ګوند غړیتوب یې په ډېره آسانۍ سره قبول کړ. دغه ډول افغانانو، د خلق د ګوند څخه هم ډېرې ناوړه ګټې پورته کړې، او دوی د خپل وطن، او خلکو په وړاندې هم، ډېر بد کارونه تر سره کړل.
د مثال په توګه، د کابل د انجینرۍ د پوهنځۍ یوه استاد، چې اصلاً یو ستمي، او د طاهر بدخشي پیرو و، هغه خپل ځان په خلقیانو کې وهلی و. دغه استاد، له خلقیانو او پرچمیانو څخه، ډېر زیات بد کارونه وکړل، او دغه استاد، اوس په لندن کې شپه او ورځ خپلې ستمي مفکورې ته خدمت کوي. دغه استاد، د خپلو بادارانو په امر، هر وخت د افغان د کلمې په ضد لیکنې، او خبرې کوي، او هغه ته هر پښتون، که هغه د مور په ګېډه کې هم وي، ډېر بد او متعصب ښکاره کیږي.
دغه استاد، د مسلک له پلوه یو انجینر دی، لېکن اوس یې له ځانه، تاریخ پوه جوړ کړیدی، او هر ډول ګډې وډې وایي، او ځینې ساده افغانان، دده دغه دروغو خبرو ته غوږ هم نیسي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه ذکر شوي استاد په شان، ځینو خلکو، په هر ګوند کې شتون درلود، او همدغه خلکو، له نوموړو ګوندونو څخه ډېرې ناوړه ګټې پورته کړې.
نو زه له ګرانو او قدرمنو لوستونکو څخه دا هیله کوم، چې هرځای دغه شانته خلک وویني، نو له هغو څخه باید خپل ځانونه او د کورنۍ ټول غړي، ډېر لرې وساتي. دغه ډول خلک، تر اصلي خلقیانو، او پرچمیانو هم ډېر مضر او چاپلوس و، او دغه ډول خلکو، ټول سیاسی ګوندونه، د خلکو په وړاندې، بدنام کړل.
دلته لازمه بولم، چې یوه کیسه درته وړاندې کړم.
د ثور د کودتا څخه وروسته، د انجینرۍ د پوهنځۍ یوه بل استاد، یوه ورځ یو پښتو اخبار، سرچپه نیولی و، او ماته وایي، چي دغه پښتو ژبه څومره شیرینه ژبه ده، او هغه خپل د پښتو معلم ته ډېر په قهر و، چې هغه ولې ده ته پښتو په سمه توګه نده ورزده کړې؟ ما ورته وویل، چې استاده! ته مه خفه کېږه، اوس هم ته له ما څخه په پښتو ښه پوهېږې! هغې وویل چه څنګه؟ ما ورته وویل چې زه تر اوسه پورې سرچپه اخبار نشم لوستلای، او ته پښتو اخبار سرچپه هم لو‌ستلی شې، هغه و، چې د هغه رنګ بیا سور واوښته، او خپلې سهوې ته متوجه شو.

د پام وړ ټکي:
په هر سیاسي ګوند کې ښه او بد خلک و. په ځینو کې د ښو تعداد زیات، او په ځینو کې بیا د بدو تعداد خورا زیات و. ځینو په ریښتیا سره وطن او خلکو ته د خدمت کولو نیت لرلو، او ځینو بیا د لومړی ورځې څخه، د خپلو شخصي اهدافو او ګټو دپاره کار کاوه. هر سیاسي ګوند، د خپلو بدو غړو له لاسه بدنام شو. د دې بدنامۍ یو علت دا کېدای شي، چې هر سیاسي ګوند، د خپلو بدو غړو مخه په لومړیو وختونو کې په کلکه ونه نیوله، او د هغوی په بدو کارونو یې سترګې پټې کړې، او هغوی ته یې حتٰی د جزاء پرځای، مکافات هم ورکړل، چې په نتیجه کې ښه او بد ټول سره یوځای بدنام شول.
اسلامی ګوندونه، هم د ځینو خپلو غړو له لاسه، دربدر شول. دغو غړو، هم له خپلو اسلامی ګوندونو څخه، ډېرې ناوړه ګټې پورته کړې، او بیا یې خپل ګوندونه، د سختۍ په وخت کې یوازې پرېښودل، او اوس همدوی تر هرچا د مخه، په خپلو ګوندونو تنقیدونه کوي.
نو د ټولو سیاسي ګوندونو ښه مسلمان غړي، باید په کلکه، یو اوبل ته لاسونه، د اسلام په رڼا کې سره ورکړي، او د خپلو سیاسى ګوندونو د بدو غړو مخه ونیسي. کنه، دوی، به هم بیا د همدغه بدو غړو په جمله کې حساب کیږي.
زه دغه خبره یو ځل بیا تکراروم، چې هرڅوک باید خپل ظالم او خپل خاین، پخپله مهار کړي، او ټول په اسلام او وطن مین افغانان، سره یو موټی شي، او د خپل وطن ټولو بدمرغیو ته، دپای ټکی کېږدي.
په پای کې د الله(ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج)، ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله(ج) دې، د طالبانو وروڼو او امریکایانو، په مذاکراتو کې هغه څه فیصله کړي، چې هغه، الله(ج) ته قبول او منظور وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com