د اندونیزیا د مهاجرت ریاست وايي، د شنبې په ورځ یې د (تانجنګ سینکانګ) ښار په بندر کې د پولیسو په همکارۍ لږترلږه ۱۵۵ ناقانونه اندونیزیايي مهاجر کارګر نیولي چې تازه له مالیزیا څخه بیرته اندونیزیا ته راستانه شوي وه.

د دغه ریاست په وینا، یاد مهاجر کارګر د سیمه ایزو خلکو د اطلاعاتو له مخې چې په دغه غیر رسمي بندرګاه کې یې د ګڼ شمیر وګړو د تګ راتګ په هکله پولیسو ته سپارلي وو، ونیول شول او د قاچاقبرو ډلو له منګولو وژغورل شول.

د یاد ریاست په خبره، په ژغورل شوو کسانو کې ۱۲۰ نارینه، ۳۲ ښځینه او درې ماشومان شامل دي چې د اندونیزیا له مختلفو سیمو سره تړاو لري.

د یادې سیمې پولیس وايی، د دغه قضیې په اړوند یې یو شمیر مشکوک کسان نیولي چې ګومان کیږي له اندونیزیا څخه مالیزیا ته د ناقانونه مهاجر کارګرو په لیږد کې لاس لري.

د رپوټونو په اساس، په دې وروستیو کې له اندونیزیا څخه مالیزیا ته د کار لپاره د ناقانونه مهاجر کارګرو د قاچاق کولو پیښې زیاتې شوي. ډیری دغه ډول پیښې چې خلک یې اندیښمن کړي د اندونیزیا په باټام ایالت کې ترسره کیږي.

پولیسو هم په یاد ایالت کې له خلکو غوښتنه کړی چې د ناقانونه کارګرو په هکله ورسره مالومات شریک کړي ترڅـو دوی وکولاي شوي د اندونیزیايي وګړو د قاچاق او له هغوی څخه د ناوړه ګټه اخیستلو کړنې او هڅې شنډې کړی شي.