د تایلینډ مرستیال لومړي وزیر (پراوېت وانګسوان) په يوه غونډه کې ژمنه کړی چې د هیواد سرتاسره به د انسان د قاچاق وړونکو ډلو پر وړاندې په دوامداره ډول سخت اقدامات ترسره کړي.
مرستیال لومړی وزیر پراوېت چې د تایلینډ د دفاع وزیر دنده هم پرمخ وړي دغه غونډې ته چې د انسانې قاچاق د مخنیوي په پار جوړه شوې وه، ډاډ ورکړ چې د تایلینډ حکومت د انساني قاچاق ضد اقداماتو تراوسه مثبتې پایلې درلودلي دي او په راتلونکې کې هم ترې د ښو لاسته راوړنو هیله کیږي.
نوموړي ویلي، اړوند چارواکي به د تایلیند په هره سیمه کې د انسان د قاچاق ضد عملیاتو ته دوام ورکړي ترڅو د دغه ناوړه پدیدې قربانیان د بشر د حقونو او اصولو مطابق وژغوري او هغوی خوندي وساتي.
نوموړي ویلي، چارواکي یې موظف کړي چې د انساني قاچاق هغه پټې ډلې پیدا او له منځه یوسي چې د نجونو، خیراتګرو، غریبو کارګرو او ناقانونه مهاجرو څخه د قاچاق لپاره استفاده کوي او هغوی د ناوړې ګټې اخیستنې په پار تایلینډ ته او یا نورو هیوادونو ته انتقالوي.
نوموړي همداراز د تایلینډ ټولو دولتي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې که هغوی د انساني قاچاق په کومه قضیه کې ښکیل وموندل شي نو پرته له کوم استثناء څخه به محاکمه کړل شي.
24.03.2019
- ولي الله ملکزی
کله چې ایټالوي استعمار د لیبیا د دښتو زمری او د ولسي پاڅون سالار، عمر المختار د ۱۹۳۱کال په سپټمبر کې د اعدام په دړه ودرولو نو الوتکو ته قومنده ورکړل شوه چې ټيټې الوتنې وکړي. موخه داوه چې د المختار وروستۍ خبرې د هغو لسګونو زرو پلویانو غوږونو ته ونه رسیږي چې د وړوکي محشر په څیر، دده خواو شا را ټول شوي ناست وو. غړمبهار جوړ او هاها دې دې شوه، خو بیا هم دوه ټکي هلته هر چا واوریدل، یوه د تشهد کلمه او دویم یی پیغام: جلادانو! تاسو خو به ما نن اعدام کړئ مګر هیڅکله به، نه د ولسونو اراده ماته کړئ او نه...
25.03.2019
- خوشحال صافی
د اندونیزیا د مهاجرت ریاست وايي، د شنبې په ورځ یې د (تانجنګ سینکانګ) ښار په بندر کې د پولیسو په همکارۍ لږترلږه ۱۵۵ ناقانونه اندونیزیايي مهاجر کارګر نیولي چې تازه له مالیزیا څخه بیرته اندونیزیا ته راستانه شوي وه.
د دغه ریاست په وینا، یاد مهاجر کارګر د سیمه ایزو خلکو د اطلاعاتو له مخې چې په دغه غیر رسمي بندرګاه کې یې د ګڼ شمیر وګړو د تګ راتګ په هکله پولیسو ته سپارلي وو، ونیول شول او د قاچاقبرو ډلو له منګولو وژغورل شول.
د یاد ریاست په خبره، په ژغورل شوو کسانو کې ۱۲۰ نارینه، ۳۲ ښځ...